داسي معلوميږي چې راتلونکي سياسي واکمنان به په کابل کې دامريکايې پوهنتون څخه فارغ کيدونکي محصلين او پوځي واکمنان به مو د برتانوي پوځي اکاډمي فارغ کيدونکې پوځي افسران وي.
د امريکا تر يرغل وروسته زموږ ټول سياسي، نظامي، کلتوري، روزنيز او ښوونيز بنسټونه زیانمن شول، او لا هم تر سخت ګواښ لاندي دي.
د یرغلګرو لومړی ګوذار زموږ پر ښوونيز او روزنيز بهير وو، او دوېيم ګوذار يې زموږ پر وياړلي او دروند کلتور وو.
زموږ ښوونیز نصاب يې هغه ډول چمتو کی چې د افغان او مسلمان ولس د ارادی خلاف يې د غرب څخه را وارد شوې داسي ټکي زموږ د زده کوونکو په کتابونو کې ځای کړل چې تر ډيرې مودې به د ولس او دولت تر منځ د اختلاف ټکي وي، ولس به په ښوونځيو کې امریکايې نصاب ته اجازه نه ورکوي او دولت به يې د زور د لاري عملي کول غواړي.
حتی لويديځ تر دي سرحده زموږ ښوونيز نصاب ته متوجه دی، چې په ښوونيز نصاب کې د هلوکانو، ځوانانو او سړو د نومونو پر ځای بايد د نجونو، پېغلو او ښځو نومونو ته زیات پام ؤشي.
د اسلامي مقدساتو پرځای بايد چې ټولنيز ټکي په پام کې ونيول شي، پخوانی نصاب کې ویل شوي وو چې زما پلار مسجد ته ځي، خو اوس د مسجد نوم ته پارک او يا معادل ټکی کارول شوی دی، او د جهاد او هجرت ټکي خو يې د سعودي عربستان په ښوونيز نصاب کې هم منع اعلان کړي دي.
د افغان ښوونيز نصاب موضوع ډيره مهمه او پراخه ده، نشم کولای چې په دي لنډو ټکو کې يې اړوند معلومات وړاندي کړم، راځم د بهرنيانو له خوا د امریکايې پوهنتون او برتانوي پوځي اکاډمي سياسي او نظامي يرغليزو موخوته.
امريکايې پوهنتون څو کاله وړاندي په کابل کې پرانستل شو، د پرانستلو مخکې او د پرانستلو پرمهال يې ډير زیات کمپاين ؤشو، د هرې افغاني کورنۍ د غړو غوږونو ته يې د ټلويزون او راډيو د لاري په کابل کې د امريکايې پوهنتون دپرانستلو او اهميت ږغ ورساوو.
په همهغه لومړيو وختونو کې لا د لويديځو رسنيو د لاري د زده کړو او نازده کړو افغانانو ذهن دي ته چمتو کيدی چې راتلونکی سياسي واک به دهغه چا وي کوم څوک چې د امريکايې پوهنتون د فراغت سند په لاس کي ولري.
زموږ ځينو ناپوهو ځوانانو هم په ډيره تيزي سره هڅه کوله چې په امریکايې پوهنتون کې داخله واخلي او له همدې لاري امریکا ته د تګ چانس هم پيداکړي.
په کابل کې د امريکایې پوهنتون په نصاب کې بایبل (انجنيل) د نصاب برخه ده، او د پوهنتون محصل مجبور دی چې مخکي له داخليدو به دامني چې انجيل د پوهنتون په نصاب کې شامل کتاب دی، او دی به د انجنيل درسونه اوري او زده کوي.
دا ډول د امريکا او لويديځ له کلتور سره به هیڅ ډول غبرګون نه ښئې، د پوهنتون په انګړ کې د امریکايې کلتور او په ځانګړي ډول د ځوانو نجونو له هیڅ ډول جامو او کړنو سره محصل د مخالفت حق نه لري.
په کال کې يوځل د امریکايې پوهنتون له خوا مراسم نيول کيږي، هغه محصلين او محصليني چې لوړو ټولګيو ته يې لار پيداکړي وي دهغوی په وياړ جوړيږي، بيا نو بختور هغه وزير، رئيس او پلار دی چې امريکايې پوهنتون ته د ورتګ وياړ لري.
په ټوله نړۍ کې همدغه امريکايې پوهنتونونه دي چې په راتلونکي کې به د امريکايې ګټو له پاره مؤثر تماميږي، او هغه محصلين او محصليني چې له همدغو پوهنتونو څخه فارغ کيږي، ډیری به يې امريکايې ګټو ته ژمن وي، ولي ممکن ځينې محصلين د امريکا د ناوړه کلتور تر اغیز لاندي رانشي او يو ډول عقده واخلي او په راتلونکې کې ددې پرځای چې ددوی د ګټو له پاره کار وکړي ددوی پر زيان تمام شي.
پرون ورځ ۲۳ اکټوبر ۲۰۱۳ د رسنيو د لاري واوريدل شول چې د ملي دفاع وزارت له پاره د برتانيې له خوا پوځي اکاډمي چې مخکې پرانستل شوي وه افغان افسران پکې زده کړي کوي او د ودانيو کارونه يې هم ۶۵٪ بشپړ شوي دي.
په ټوله کې تر دي چې زموږ پوځيان بهرنيو هيوادونو ته د روزني له پاره وليږل شي دا ښه ده چې په هيواد کې دننه په عصري تجهيزاتو سره چمتو نظامي روزنیز مرکزونه ولري.
فرق دادی چې روزنیز مرکزونه به د افغانانو په واک کې وي او که د بهرنيانو په واک کې؟ لکه چې امريکايې پوهنتون د امريکانو په واک کې دی، افغان دولت يې هيڅ ډول پلټنه نه شي کولای، د هغوی د نصاب په اړه هیڅ ډول واک نه لري، همدا ډول که زموږ پوځي اکاډمي د برتانويانو په واک کې وي او د انګلستان د سند هرسټ پوځي اکاډمی نصاب پکې پلي کيږي، د انګلستان د اکاډمي تګلاره عملي کوی، چې ۱۰٪ به ښځينه افسراني پکې زده کړي کوي، افغانان يې هسي د ترجمانانو په ډول کار وکړي، نو بيا ددي ويره ډیره زياته ده چې زموږ راتلونکي پوځي افسران به هم د برتانوي پوځ تر تاثير لاندی او دهغوی د ګټو له پاره به کار کوي.
زما سره سوال دادی چې ولي په تیرو دولس کلونو کې په هيواد کې د طب، انجنیري، ذراعت، اقتصاد، معادن، ساينس او کمپيوټر، او وترنري يو مجهز پوهنتون جوړ نه شو، سره له دي چې د ګڼو هيوادونو مرستي د ښوني او روزني او لوړو زده کړو په نوم افغانستان ته راغلي، دا ځکه چې په دغه ډول غیر سياسي پوهنتونو کې د بهرنيانو شوم اهداف نه شوای پلي کيدلای.
تر اوسه لاهم د افغان سپين ژيرو، ځوانانو، پېغلو او ميرمنو له ذهن څخه د برتانويانو (فرنګيانو) يرغل او په هيواد کې د افغانانو او فرنګيانو جګړې له ياده نه دي وتلي.
همدغه انګريزان وو چې د مشاورينو په نوم يې په افغانستان کې خپل جاسوسان درلودل چې پايله يې زموږ پر هيواد د انګريزانو له خوا يرغل وو.
د ميوند جګړه لاهم نه د انګريزانو او نه هم دافغانانو له ياده وتلي، ډیری داسي نښې نښاني د اوسني امريکايې يرغل په مهال په هلمند کې د برتانوي پوځيانو له خوا ليدل شوي چې عام افغانان يې پر دي ګناه شهيدان کړي چې افغانانو د دوی (انګريزانو) نیکونه په ميوند کې وژلي وو.
روښانه ده چې اوسني انګريز نسل لاهم د افغانستان سره خپله پخوانۍ تربګني پالي، او د هغوی شهزاه هيري هم افغانستان ته ددی له پاره راغلی وو، چې د افغانانو پر وژلو ټرينینک وکړي، بيا څه ډول موږ د برتانوي جنرالانو څخه دا ډول تمه کولای شو، چې هغوی به افغان پوځيانو ته بې پري پوځي زده کړه ورکوي.
د دفاع وزارت د وياند مرستيال ښاغلي دولت وزيري په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې همدغه د برتانوي اکاډمي فارغ افسران به په لوړو دندو ګمارل کيږي، ويره ده چې په راتلونکې کي به بيا يوځل زموږ عسکر د پرديو اهدافو له پاره وکارول شي.
زموږ ډیر کم شمير نظامي افسران د پاچا ظاهر خان په وخت کې ماسکو ته تللي وو، خو همغه افسران شوروي اتحاد د خپلو شومو اهدافو له پاره وکارول، او نږدې ۳۵ کلونه کيږي چې موږ يې له بدبختيو سره مخ کړي يو.
د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال پرويز مشرف چې په ترکيه کې روزنه ليدلي وه او د اتاترک له افکارو متاثره شوی وو، تر امريکايې پوځيانو يې ډیر زيان د افغانستان او پاکستان مسلمانانو ته واړاوو.
د مصر پوځ چې امريکا يې ګن شمير لګښتونه په غاړه وړي، څو مياشتي وړاندي موږ وليدل چې څه ډول يې پر خپل ولس د امریکا، اسرائيل او ځينو منحرفو اسلامي هيوادونو په اشاره د ټوپک شپيلۍ راوړولي او تر لس زره زيات بيګناه مصريان يې شهيدان کړل، او په زرګونه مصريان یې ژوبل کړل.
داچې د اوسني اردو او پوليسو معاشونه مو د امريکا له خوا تادیه کيږي، همدا ډول په تیرو دولس کلونو کې عسکرو او پوليسو ته د امريکايې او برتانوي روزونکو له خوا لنډمهال زده کړي ورکول کيدي، اوس چې اوږدمهاله زده کړي به افغان عسکرو ته برتانويان ورکوي او معاشونه به يې امريکا ورکوي، نو بيا به له دغسي اردو څخه موږ څه ډول توقع او اميد ولرو؟ آيا دوی به افغان ګټو، که امريکايې او برتانوي ګټو ته ژمن وي؟
ښه داوه چې زموږ پخوانی حربي پوهنتون مجهز کړل شوی وای، او زموږ هغه پخوانيو ناپيېليو پوځې او نظامي افسرانو ته اجازه ورکول شوی وای چې سوچه افغان عسکر يې په اسلامي او هيوادنۍ مينه روزلي وای.
داچې مخکې هم افغان حکومت ترکيې ته پوځيان د زده کړو له پاره استولي، او زموږ پخوانۍ اردو د ظاهرشاه خان او نادرشاه خان په وخت کې هم د ترکيانو له خوا روزل شوي وو، که اوسنۍ اکاډمي کې هم ترکي جنرالان د روزونکو په صفت وګمارل شي، د سيميزو هيوادونو مخالفتونه به کم وي.
موږ پوهيږو که هندوان راځي نو پاکستان يې مخالفت کوي، که روسي روزونکو ته اجازه ورکول کيږي، هغوی زموږ پرهيواد يرغل کړی، او دافغانانو له خوايې شرموونکي ماتې خوړلي، که برتانوي روزونکو ته اجازه ورکوو، هغوی تر روسانو مخکې زموږ پر هيواد يرغل کړی وو، او دلته يې ماتي خوړلي، که امريکايې روزونکو ته اجازه ورکوو، هغوی عملا زموږ پرهيواد يرغل کړي، او نږدې ده چې دوی هم د انګلیس او روس په ډول له شرمونکې ماتي سره مخ شي، لکه چې اوس يې نښې نښاني ښکاره شوي، که چينايې روزونکو ته اجازه ورکوو، په راتلونکي کې چين ابر قدرت جوړيږي او ممکن چې هغه هم پر افغانستان د يرغل هوډ وکړي، که پاکستاني او يا ايراني روزونکو ته اجازه ورکوو، هغه زموږ داسي ګاونډي هيوادونه دي چې د افغانستان د ځواکمن کيدو څخه ويره او مخالفت لري، او عربي هيوادونه خو هسي هم الله ج په ځان له بسيا اردو څخه خلاص کړي دي، يواځي مصر وو چې هغه هم د خپل ولس له وژلو څخه وروسته د خلکو په نظر کي منفور شوی پوځ دی، د مسلمانو هيوادونو له پاره يواځي ترکيه ده چې اوسنی نظام يې اسلامي او اردو يې هم زموږ په هيواد کې کومي ځانګړي ګټي او هدفونه نه لري.