دزابل ولایتي شوراته نوماندانو اړوند معلومات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57412

دخبریدو نیټه : 2013-10-26

 

 درنو ملګرو او د پاڼی قدرمنو لوستونکو درانه سلامونه او نیکی هیلی مو
 ومنی په دی هیله چه بشپړه روغتیا ولری او پر چارو برلاسی اوسی.
قدرمنو : لکه څنګه چی ټولو وطنوال ته جوته ده چي د ولسمشري او ولايتي
 شوراگانو ټولټاکنی را نژدي كيدونكي دي او د ولسمشري د نوماندانو تر څنګ د
 هيواد په كچه تر دری زرو ډیرو افغانانو ولایتی شوراګانو ته ځانونه
 نوماندان کړی وو چه په یاد شمیر کی (۳۵) پنځه دیرش تنه هم د زابل ولایت
 ولایتی شورا ته نوماندان سوی وو او د یادو پنځه دیرشو نوماندانو له شمیر
 څخه (۱۴) څورلس تنه د هیواد د ټاکنو د خپلواک کمیسون له لوری له لمړنی یا
 ابتدایی لست څخه ایستل سوی داچی یاد لست یوازی په کابل کی د ټاکنو د
 خپلواک کمیسون له لوری د رسنیو په واک کی ورکول سوی او ولایتی څانګی
 یوازی د شکایت ثپتولو په برخه کی ځان واکمن ګڼی او په دی هکله چی د کومو
 نیمګړتیاوو له کبله د نوماند نوم د لست څخه ایستل کیږی بی خبری شیی
 نو له دی کبله د ټاکنو کمیسون پریکړی د ولسونو له لوری ناسمی بلل کیږی او
 حتمی د غبرګونونه سره مخ کیږی ځکه په افغانی قبیلوی ټولنه کی چی ورو ورو
 د تمدن لور ته هم په حرکت کی ده په ډیره سختی تر ډیرو سلا مشورو وروسته د
 یو ټبر او یا مدنی خوځښتونو له لوری یو تن یا څو تنه د خپلو استازو په
 توګه ټاکنیزو سیالیو ته وړاندی کوی اوبیا د نوماندانو موکیلین هڅی کوی تر
 څو ځانونه ډاډه کړی چی د غوره سویو استازو لپاره هغه شرایط په پوره توګه
 تر سره کړی كوم چی د ټاکنیزو سیالیو په موخه د یو نوماند لپاره په پام کی
 نیول سوی وی چی په پائیلو کی د دوی په آند هر څه یی سم تر سره کړی وی او
 سیالیو ته انتظار وی داچی نوماند د لست څخه ایستل کیږی او نوماندانو
 یاموکلینو ته د قناعت وړ دلایل هم وړاندی نسی نو د ټاکنو بهیر په وړاندی
 د باور کچه کمیږی او په ټولنه کی واقعیت ستونزی ډیروی
 داچه زه هم د زابل د پنځه دیرشو نوماندانو د شمیر څخه یو نوماند یم او د
 دوستانو او ملګرو د ډیرو فشارونو له کبله می ځان انتخاباتی سیالیو ته را
 وړاندی کړ او اوس مهال د لمړنی لست څخه په پاته سویو نوماندانو کی یم
 داچی په یاده کړنه ځینی نوماندانو او موکلینو غوصه څرګنده کړی او تر ډیره
 بریده یی خواشنی پر ځای ګڼو خو داچی حقیقت د قضیی مالوم نوی او یو پر بل
 شکونه کوواو تومتونه وایو چی دا د فلانی وکیل صاحب او یا فلانی سناتور
 صاحب د لاسوهنو له کبله د نوماندانو نومونه د لمړنی لست څخه وتلی د دی پر
 ځای چی اصلی ستونزه په ګوته سی نور هم د ولسونو تر مینځ واټن زیاتیږی تر
 کومه ځایه چی ماته مالومات سته غواړم در سره شریک یی کړم
 که څه هم زما لپاره د غصی خبره ځکه نه ده چی په ټاکنو کی تل کشمکش وی
 یوازی زموږ په هیواد کی نه بلکی په ټوله نړۍ کی په تیره بیا په پانګوالو
 نظامونو کی خو زموږ لپاره زما په آند د خوښی ځای دا دی چی یوه لسیزه
 وړاندی مو هیڅ نلرل او اوس له نيكمرغه د دریم ځل لپاره ملی ټاکنو ته
 رسیږو حال داچی په ډیره پیچلی او تپل سوی استخبارتی او تجارتی جګړه کی هم
 راښکیل یو خو په هره برخه کی د پرمختګ شاهدان یو لكه د دري گونو فوجي
 قوتونو جوريدل د ميلنونو زده كوونكو شوونجيو ته تلل او د سياست او ورزش
 په دگر كي د نري په ديرو برخو كي د تور سور او زرغون ملي بيرغ رپيدل او
 هم يوه وره بیلګه یی په اوسنیو ټاکنو کی د بکلوریا تعلیمی سند اړین بلل
 کیدل ځکه که تاسو تیرو ټولټاکنو ته پام واړوی د تعلیمی سند او ځینو نورو
 شرایطو تر څنګ ټاکنیزی سیالی هم د نوماندانو د برنامو یا تګلارو د وضاعت
 له مخی نه بلکی نوی سلنه د درغلیو او زور لمخی تر سره کیدی
 خو داځل به ستاسو قدرمنو د ډاډ لپاره د ټاکنو د خپلواک کمیسون د کړنو د
 ستایئلو په موخه دا ووایم چی واقعیت د یاد کمیسون مرکزی دفتر په ټولو
 چارو کی د ښی څیړنی او څارنی څخه کار اخستی دی د بیلګی په توګه د زابل
 ولایت د نوماندانو لیږل سوی اړین اسناد يي په پوره غور څیړلی او د څورلسو
 نوماندانو د هر یوه د اسنادو نیګړتیا یی په حقیقی بڼه په ګوته کړی خو دا
 د نوماند د اسنادو نیګړتیا نه بلکی د ټاکنو د ولایتی څانګی د دفتر د
 تیروتنی او غفلت له کبله ستونزی رامینځته سوی دی واقعیت د غوصی وړ دی او
 نه هیریدونکی اخلاقی جرم یی ګڼلای سو او فقط د زابل په دوو خرڅ سویو
 دولتی مامورینو اړه لری هغه داچی د یو شمیر نوماندانو د اسنادو ځینی
 اړینی پانی لكه تعليمي سندونه يا بانك اويز يا د داراييو د ثبت فورمي چی
 د نوماندی په شرایطو پوری اړوند وی د ځان سره ساتلی او کابل ته یی ندی
 لیږلی او دي ته ورته ديري تيروتني نوري هم سته
 خبره را لنډوم ټولو محترمو نوماندانو او پتمنو موکلینو ته یی ډاډ ورکوم
 چی ستونزه انشاالله د حل کیدو وړ ده که حل هم نسی نو هم د اندیښنی وړ نده
 ځکه هغه نور نوماندان د دغه ولس اړوند مخور دی دا چی دایمی رشتو ته مو د
 قدر په سترګه کتلی وی او د ولسونو تر مینځ مو د واټن مخنوی کړی وی باید د
 شک پر ځای تخنیکی او وصولی لاری چاری ولټوو
 او يو د بل په احترام او عزت كولو كي د خپلو ملي ګټو غوښتل د برياليتوب
 او سوكالي لار وګڼو

 یادونه : داچه لیکنه می د سفر پر مهال په طیاره کی کړی ده که کومه
 تیروتنه مو په سترګه سی هیله ده په خپل ستروالی مو وبخښی

 د يوموټي ، خپلواك او ودان اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ په هيله
 په درنښت
ورور مومحمدداود ګلزار