يوسپی و يو سړی و

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57438
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-10-28

    
مېوه ګل او ککی وروڼه دي او کابو څلور کاله کېږي چې په يوه لوېشت ځمکه يې شخړه ده ، ځمکه دومره نه ده لکه څومره يې چې دا دوه سکني وروڼه په دعوو دنګلو او جرګو مرکو تاواني کړل ٠
 سپين ږيري ، حکومت او خپل خپلوان ټول ستړي شول خو د مېوه ګل او ککي شخړه ختمه نه شوه ٠
 هره ورځ ددوی په چغړبو تېرېږي ،پرون مېوه ګل ښکارې ټوپک او ښه ډېر بارود راواخيستل سپی يې دځان پسې کړ او له کوره ووت پر لاره يې باروتو کې پټاکۍ او مزي وتړل او بيا يې ټوله کڅوړه د ککي د تلو راتلو په لار ه کې په منډه منډه خښه کړه او خپله يې پښې سپکې کړې کورته سا او تيګا ننوت غټه پټه شپږ ګزه لنګوټه يې سر نه راښکته کړه او په لمن يې دتندي خولې وچې کړې٠
 دمېوه ګل سپی پر لاره ويده و چې له برې ډډې د واده ورا راغله ښځو چمبې وهلې او ماشومانو له خوشالۍ شور او ځوګ جوړ کړی و ٠
 سپی ودرېد اوغپا يې پيل کړه ورا نوره هم رانږدې شوه خو سپي هماغسې غپل ماشومانو کاڼي راواخيستل او سپی يې پرې ويشته سپی پر وينو رنګ شو خو له لارې نه اخوا کېده خلک دسپي په ژبه نه پوهېدل ، سپي غوښتل چې دا خوشاله خلک له يو ماتمه وژغوري ، سپي ددوی دژوند دپاره ځان سپر کړی و سپي بې واره غپل خو د مينې نه يې لکۍ ښوروله دسپي زياتي زړه چاودېده خو هيڅوک يې په ژبه نه پوهېده اخر سپي دمېوه ګل پر بارودو ځان والوځاوه او خلک يې وژغورل او مېوه ګل له ورايه په پټه خوله ننداره کوله٠