د ولسمشر مصلحت که د ولس بدقسمت؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57467
نسیم الله دانش
دخبریدو نیټه : 2013-10-30

 

په لومړیو کالونو کې هر چا داسې فکر کاوه چې د ولسمشر کرزي سیاست په اوسنیو شرایطو کې همداسې ښه ده او شاید چې تر یو بریده په لومړیو کې ښه هم و، ځکه چې بله لار به نه وه چې دغه ځینې جهادي ککرۍ یې باید په همداغه سیاست قلارې کړی وای، خو داسې نه و خبر چې دغه سیاست به څومره د افغانانو او په ځانګړې ډول د پښتنو لپاره ګران تمام شي، دغه مصلحتونه تردې ګران تمام شول چې اوس دغه جهادیان ټول د افغانستان دولت او اولس ته خبردارۍ ورکوي چې که ماته په راتونکي حکومت کې ځانګړی ځای رانه کړل شي نو غرونو ته به وخیږم او بیا به د هغه خلکو سره جهاد پیل کړم چې لس کاله ورسره په حکومت کې وم، زما خو پدې جهاد او د جهاد په نوم باندې سر نه خلاصیږي چې جهاد څه ته وایې او د چا سره کول یې فرض دي او د څه لپاره جهاد کول فرض دي، ایا چوکۍ لپاره جنګ ته جهاد ووایو؟ په هر صورت دغه موضوع محکې تیره ده او نه غواړم نور پرې څه ولیکم.
 
راځم اصلي موضوع ته چې د کرزي صاحب لومړي پنځه کاله چې په مصلحتونو ولاړ حکومت یې جوړ کړی وه، خلکو داسې فکر کاوه چې راتلونکي پنځه کاله به نور نو هغه څه وکړي چې خلکو ترې تمه درلوده په ځانګړي توګه د پښتنو لپاره، دا چې تر پرونه ټول افغانان او پښتانه ورته د ځینو کارونو په تمع و خو ډیر لرې نه ځم پرون یې بیا وښوده چې زما همدا سیاست زده ده، همدایو مصلحت ده چې مې عادت ده، لرې نه پرون یې بیا هغه ډله وزیران معریفي کړل چې په بیا بیا ازمایل شوي دي او تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.
 
زه دې ته نه پوهیږم چې محترم ولسمشر ولې ستاسو په دولس کلنه دوره کې یو ځوان هم دومره استعداد پیدا نه کړ چې وزارت ورکړې؟ همغه یوه ډله ده چې تر دوه زره او دوهم څخه دې تر لکۍ نیولې تر اوسه یې کله داخله وزیر رواخلې د محدره موادو وزیر یې کړې او کله بیا د محداره موادو وزیر رواخلې د بهرنیو چارو وزیر یې کړې او کله یو ولې رواخلې د لعمان ولې یې کړې او بیا یې رواخلې د هلمند ولي یې کړې او بیا یې رواخلې د ننګرهار والي یې کړې؟ ولې ستاسو په دې دومره افغانستان کې یواځې همدا د ګوتو په شمار خلک دې چې د وزارت او ولایت وړتیا لري او که نور هم یو څوک شته چې په دې دولسو کالونو کې يې یو څه زده کړې دي، که دومره څوک نه وي نو ددې څخه معلومیږي چې تاسو هم پوهیږې چې په دې دولسو کالونو کې ستاسو د هیواد ښوونځي، پوهنتونونه او نور د زده کړو مرکزونه ډیر ضعیف دي او وه، او تاسو ورته هیڅ نه دي کړي او کنه نو بیا ولې داسې کوې؟ پرون یو د المپیک له کمیټې استعفا ورکړه او نن دې بل همغه کس راوسته؟ ولې؟ دومره څوک نه و چې تاسو د یو ولایت په ولي باندې خپله وظیفه پریښوده او هغه مو د المپیک کمیټې رایس وټاکلو؟ ولې ستا په دې نظام او افغانستان کې دومره یوه نوي څیره یا ځوان نه شته چې ددې یوې وړوکي ادارې مسولیت دې ورسپارلی وه؟،او ازمایلی دې وای چې راځه وګوره چې (ددغه ډلې څخه چې تر دوه زره او دوهم څخه مې په هر ځای کې وازمایل او تر اوسه یې افغانستان په نړۍ کې په بل څه کې نه، بلکې په اداري فساد کې په اوله درجه ځلولی ده)، دغه ځوانان هم څه کولای شي او کنه، بس هغه خلک به دې ارمان کوي چې ستا د دولس کلنې ډلې غړي و، نور خو زه باور لرم چې ستاسو څخه یو عام افغان او هغه باسواده او په کار پوه ځوانان هیڅکله هم خوشاله نه دې چې تر اوسه خپلې ډیپلومې او ماسترې دولس کاله په لاسونو کې ګرځوي او تاسو هغه خلک په بیا بیا تجروبه کوی چې پورته مې درته معرفي کړل چې افغانستان يې په نړۍ کې وځلوه.
 
تاسو په خپله فکر وکړی چې ایا جنرال اکرام چې یو نظامي سړی ده د المپیک رایس په ټوګه ټاکل ستاسو په اند ښه فکراو پریکړه ده؟، ما ته هغه کسان چې ددې پوسټ لپاره یې ځانونه کاندید کړی و هم معلوم دي، زه په باور سره وایم چې هغه ټول ترې ښه و او په غصري زده کړو سمبال او ځوانان و نو په محترم جنرال کې داسې څه و چې ولایت دې پرې پریښودو او د المپیک کمیټې رایس دې وټاکلو، ایا هغه نور کاندیدان چې ددې پوسټ لپاره یې ستاسو محترمې ادارې ته خپل اسناد درکړی و سره له تجروبو چې په ورزش کې یې درلودې او سره ددې چې ورزشي ادارې یې پرمخ بیولې وې او سره ددې چې په هغه ادارو کې يې پوره لاسته رواړنې هم درلودې ولې او سره ددې چې عصري زده کړې یې هم کړې وې ددې پوسټ لایق ونه ګڼل؟ او جنرال صاحب دې په کومو ښیګڼو راوسته؟، او که د هغه د سر سړیويې درته په میز د هغه حکم کیښود؟ که هسې ستا په قانون کې باید یواځې جنرالان د المپیک کمیټې ریسان وي چې یو لاړو او بل راغلو، ولې له دې جنرالانو په خپل مسلک کې کار نه اخلیستل کیږي، نو له دې څخه معلومیږي چې د خلکو جنرالان باید هم ملکي ادارې پر مخ یوسي او نظامي ادارې خو یې هسې هم مسلک ده هلته خو به بې له کوم چون او چرا دنده تر سره کوي، خو زموږ په کار پوه ځوانان او مسلکي خلک دې ګرځي سره د خپلو اسنادو.
 
باوري یم چې تاسو محترم ډیر څه وکړل خو یواځې یو قوم ته چې ټول افغانان پرې پوهیږي او تر ډیره داسې معلومیږي چې همدوی ټول واک لري او د ارګ په سر ولاړ دي او هر فیصله باید دوی وکړي او زموږ مشران یې یرغمل کړي دي، په هر صورت موږ افغانان ډیرو تجروبو ته اړتیا لرو چې بیاید د یو چا په ټاکلو کې کلونه کلونه نورهم تیر شي تر څو وپوهیږو ځکه موږ افغانانو ټول وخت بې حکومته تیر کړی ده، تولو افغانانو مو په کورمه اجنسۍ کې، په وزیرستان اجنسۍ کې، په باړه اجنسۍ کې او یا په ملاکنډ اجنسۍ کې ژوند کړی نو راښتیا ده چې یو څوک د حکومت لاندې ژوند ونه کړي هغه ډیر وخت نیسې چې پوهیږي چې دوی باید څنګه حکومت جوړ کړي او څنګه خپل مشر وټاکي، بس مشر لالا بخت دې بیداره و چې په داسې خلکو دې پاچاهي وکړه چې نه پوهیدل خو اوس له خیره سره پوره نه خو دومره پوه یو چې څنګه مشر ځان ته انتخاب کړو.
 
تاسو ته دوهم پنځه کاله ډیر ښه چانس په لاس درغلی و چې پدې کې تاسو خپلو خلکو ته کار کړی وای خو تاسو بیا هم خپل هغه خبره چې زده کړی عادت په مرګ هیریږي همغه سیاست او مصلحت روان وساتلو او تر پرونه چې زموږ په فکرکې هم نه راتله چې بیا به دغه کسان معرفي کوې معرفي دې کړل او ځان دې وښودو چې زه دغه دنیا ته خدای د دغه عادت سره رالیږلی یم او تر اخېره به یې کوم، خو دادې هیر کړي دي چې راتلونکي انتخاباتو کې به هیڅکله هم ستاسو د خوښې کاندید ته څوک رایه ورنه کړي تر څو نور ستاسو د مصلحت ډک سیاست ښکار نه شي او یو نقل به هم درکړم چې که د کوم کانديد څخه ملاتړ کوې نو چاته مه وایه، هسې نه په لوی لاس یې ناکام کړې.
 
راځم دې خبرې ته چې ولې مې دغه لیکنې ته ګوتې وتخریدې، ځکه چې په پوروني ټاکلو به زما په څیر ډیر نور ځوانان حفه وي، زما په څیر به ډیرو نورو ځوانانو دغه فکر نه کاوه چې تاسو محترم به یوځل بیا دغه څیرې معرفي کوې، تاسو په خپل ګریوان کې فکر وکړی مشر لالا!!!چې تر اوسه دې څومره نوي کسانو ته په دې خپله دولس کلنه دوره کې چانس ورکړی؟ زما په فکر ډیر د ګوتو په شمار کسانو ته او دغه فکر هم وکړی چې تر اوسه دې هریو دغه ستاسو د دولس کلن مامورین څو څو وارې په یو وزارت او بل وزارت او یو اداره او بله اداره کې کینولي دي او څومره یې ستاسو او د افغانستان نوم روښان کړی ده؟
 
په هر صورت ما نه غوښتل چې انتقادي لکنې وکړم او هر وخت فکر کوم چې باید مشورتي لیکنې وکړم چې که یو چا ترې ښه خبره رواخسته او عملي یې کړه خو دغه شان لیکنې ته چې اصلاحات راولي، په عامه پوهوي کې مرسته کوي او افغانان باید په راتلونکو ټاکنو کې پوره له دقته کار وخلي ضرورت وینم او له ټولو لیکولانو هیله لرم چې باید د راتلونکي ټاکنو لپاره افغانان له حقیقت خبر کړي او دغه ایماني او افغاناني دنده تر سره کړي البته د یو کانديد ملاتړ ونه کړي او عامه پوهوي ته ډیر کار وکړي تر څو نور نو له خیره افغانستان په دنیا کې په فساد کې اول نمره او په امنیت کې اخیر نمره نه شي.
 
په درنښت