مسعود او بهرني (خارجی) استخبارات!!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57473
پاچا- کليفورنيا – امريکا
دخبریدو نیټه : 2013-10-31


۳۰ - اکټوبر ۲۰۱۳


 داد  ښاغلی بروس ريچارډسن لخوا په انګريزی ژبه ليکل شوی ليکنه ده چی د لر او بر په ويبسايټ کی د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر د مياشتی په شلمه نيټه خپره شوی  ده. ما دغه ليکنه د انګريزی څخه په پښتو اړولی ده، هيله لرم چی ستاسو خوښه شی.
"ټول خبرونه د چاپ وړتيا لری... يا هم تاريخ تحريفوی.
د سی- آيی - ای پخوانی مشر (ښاغلی) ويليم کولبی وايی چی سی - آيی - ای په ټولو رسنيو کی هرڅوک راخپل (اخستی دي.ژ) کړيدي.
د نيويارک ټايمز(ورځپاڼه) د ډير پخوا راهيسی دا وايی چی "ټول خبرونه د چاپ وړ او بايد خپاره شی"، خو مونږ بايد په دی ځای کی ډيرويښ او هوښيار اوسو. په دی اړه تصميم نيول چی کوم شی  د اهميت او نوعيت له پلوه د' خپريدو وړتيا لری' د (ورځپاڼی.ژ) مدير پوری اړه لری چی د خپريدو تصميم يی ونيسی. دا د هر يو سړی په شخصی عقايدو، ايډولوژيکی ارزښتونو، سياسی او يا مذهبی تړاو پوری اړه لری چی زياتره وختونه  په مسئايلو باندی غيری منطقی او يا د بد بينۍ له مخی په اړولی (سرچپه) ډول  تصميم نيسی.
يوه نوی مقاله چی د (ښاغلی) ری ريويرالخوا د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر په يولسمه نيټه په نيويارک ټايمز انټرنشنل کی خپره شوی، ليکی: د ' يو افسانوی قوماندان يادونه تازه کيږی، خو نشی کولی چی  افغان ويشنه (بی اتفاقی.ژ) ترميم کړی او يا يی له منځه يوسی په اصل کی دا يوه مهمه مؤضوع ده. هغه مقاله چی د افغانستان په مقاومت کی يی د مرحوم احمد شاه مسعود څخه د يو ډير لوی آتل (قهرمان) په صفت يادونه او لمانځنه کوله دا پخپل ذات کی د تاريخ تحريفول او رسوائی ده چی يوه تبليغاتی جنبه لری. د نړيوال قانون  له مخی دا نامناسبه لمانځنه چی د کلتور (فرهنګ) په اساس يی بنسټ ايښودل شوی په منطقی لحاظ د سپيڅلتوب، اخلاقو او پوهی معيارونه پکی له پامه غورځول شويدي.

۱
په دی اخرو وختونو کی د هيڅ يو افغان شخصيت لمانځنه او پرستش په دومره لويه کچه نه دی شوی ... "د پنجشير زمری"، د احمد شاه مسعود يو افسانوی تصوير په يوه لويه غونډۍ يعنی د قهرمانانو نه فتح کيدونکی غر  چی د يو لوی مبارز اومذهبی رهبر مجسمی په ډول دی د نړۍ د استخباراتی  نمايندګيو لخوا اهدا او نصب شويدی. دا کار د يوی مشترکی اجندا په ډول چی د نړيوالو رسنيو سره يی همکاری کوله تر سره شويدی.
د شوروی- افغان د جنګ په وخت کی د برتانيی 'ام- ای ۱۶ جاسوسی اداری د بی- بی- سی او آی- ټی- این- د سينډ يګال ژورنالست سره په ګډه يو مستند فيلم جوړه کړی وه چی په هغه کی يی مسعود "د افغانستان ټيټو" په شکل مجسم کړی وو چی په يواځی تن د شوروی  څلويښتم (۴۰) هوايی ځواک پر ضد د ګوريلای مقاومت د يو نه ماتيدونکی قدرت په شکل جنګيږی. د جاسوسی سازمانونو لخوا په دغه فيلم کی د مسعود شان و شوکت د يو پير- مرشد په ډول ترسيم شوی چی د پښتون آکثريت قوم د مقاومت او يووالی پر ضد د يو رهبر په حيث ځليږی، هغه (مسعود.ژ) کولی شول چی د سالنګ لويه لار د شورويانو د جنګی لوجستيکی سامان الاتو د چلولو (انتقال) لپاره چی د هغه په ګاونډ کی يی مؤقيعت درلود په عاجل ډول وتړی چی په دی کار سره شورويانو ته دا يو ستونزمن کار وو چی غير د هغه (مسعود.ژ) د هکارۍ او ملګرتيا څخه چی ټول په دسيسو ولاړ وو خپل جنګی عمليات پر مخ  بوځی.
مسعود د يو جنګيالی په رول کی چی د شوروی د (۴۰) څلويښتم ځواک او هم د آيساف ځواکونو ملګرتيا ورسره وه د پښتنو طالبانو سره په جنګ لګيا وو. د مثال په ډول مسعود ته به د هغوي لخوا لوژستيکي سامان الات، وسلي، مهمات او نقدي مرسته کيده. د مسعود جنګيالی په دی پوهيده چی د شورويانو او ناټو لخوا په ورکړل شوی ټکنالوجۍ څنګه  د خپلو پښتنو دشمنانو اهداف وټاکې او له منځه يی يوسی او چی بيا مسعود د يو رهبر په توګه د افغانستان په راتلونکی وخت کی مهم نقش ولوبوی.
د يو وړوکی مثال په ډول په دی اړه د کوم تور او اتهام څخه پرته تاريخی کره لاسوندونه چی د هغه (مسعود.ژ) د بيو ګرافې  په اړه دې د څلورو نړيوالو معتبرو پيژندل شويو مؤلفينو لخوا څيړل شوې چی د يوی منبع په ډول لاندی وړاندی کيږی:
(وګورۍ: د ښاغلی ډاکټر نبی مصداق ليکنه، افغانستان، سياسی کمزورتيا او خارجی مداخله، کال ۲۰۰۶، پاڼه ۳۳۰، همداراز د امريکا راج د اريک مارګوليس ليکنه کال ۲۰۰۸، پاڼه ۱۹۶، د اسلامی نړۍ او غرب تر منځ د جګړی حل. د افغانانو قهرمانی او غميزه ( تراژيدی)، د شوروی پوځونو جنرال او د ډاکټر نجيب الله سلاکار ای.ای لياخوفسکی کال ۲۰۰۰ چی د ښاغلی محبوب الحمن لخوا په پښتو ژباړل شوی او په جرمنی کی د افغان کلتوری ټولنی لخوا چاپ شويده. (بهرني استخبارات) ليکنه  ليئونيد شبارشين د کی-جی- بې د لومړی اداری مدير، کال ۱۹۹۲، پاڼي ۱۷۷- ۲۱۴،  د (امريکا) د هارورډ د پوهنتون د ژبو او ادبياتو  څانګه،  د پروفيسر ايان هلفنر لخوا په سلاوی ژبه ليکل شويدی).

۲
دا کومه پټه خبره نه ده چی  نړيوالو استخباراتی سازمانونو  رسني د خپل تآثير لاندی راوستی دي او د عامو خلکو د اذهانو د ګډوډولو په خاطريی خپل غير قانونی راپورونه پټ ساتلی او د څيړنو او راپورونو په مقابل کی به يی خنډونه پيدا کول. په اخرو وختونو ( جون ۲۰۱۳) کی د امريکا متحده ايالاتو دولت په ډير احساساتی اود مبالغی نه ډک د استخباراتی نا معلومو منبعو په اساس د 'اډوارډ سنوډن" کړڼي د يومثالی واقعيت په ډول نړيوالو ته څرګندي کړي. سی - ايی- ای 'سيا' د ډير پخوا څخه په دی پيژندل شوی چی ټلويزون او مطبوعات دواړه يی د خپلو مقاصدو لپاره پخپل واک کی ساتلي دي. په دي اخرو وختونو کی داسی راپورونه لاس ته راغلی چی 'سيا' د (هاليوډ)  فيلمی نسخي چی د متحده ايالاتو جنګی حالت ته يو مطلوب تصوير ورکړی په لاره اچولی دی، ځکه چی په لومړيو وختونو کی د ويټنام د جنګ په دوران کی دغه جنګی ستراتيژی په عام ذهن کی د کرکی او نفرت څخه ډکه ښودل شوی وه.
جنګی تبليغات جنايت دی: دلته د جنګ لپاره د تبليغاتو د اصطلاح څخه کار اخستل د توجه وړ ټکی دی. که په حقيقت کی د مرحوم احمد شاه مسعود جنګی سوابقو ته چی د څو لسيزو څخه هم په کور دننه او هم د افغانستان څخه بهرپه شديد ډول روان دي نو و به ګورو چی دا کومه پټه خبره نه چی دا په دستوری ډول د يوځانګړی اجندا له مخی د يوی خاصی ډلی لخوا پر مخ وړل کيږی چی په حقيقت کی دا تبليغات د حد څخه ډير زيات شويدې. خو که  دې مسئلی ته چی پورته يی يادونه وشوه وګورو نو وبه ليدل شی  چی دا دومره  زيات  تبليغات د حکومت سياسی ستراتيژی ده چی اوس يی نړيوال حيثيت غوره  کړيدی.
 (وګورۍ: د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلی ۵۹ (۱)  اود ملګرو ملتونو ۱۱۰ پريکړه ليکونه):
د اطلاعاتو  ازادی د ارادی د يواساس په صفت لازمه ګڼی چی د هغی د صلاحيت او امتياز څخه بايد ناوړه ګټه وا نخستل شی. همدا شان دا کار اخلاقی  تعهداتو او نظم ته اړتيا لری چی حقايق پرته له کوم تعصب او  عناد څخه  جستجو اوپه کار واچول شی. د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۱۰ پريکړه ليک کی دا ډول تبليغات  که  د هغو طرحه او يا په احتمالی ډول سوله تهديدوی سولی ته سپکاوی اويا هم د يو تيری او تجاوز بڼه ولری که په هر هيواد کی صورت نيسی په کلکه غندی. په افغانستان کی د قومونو جدا والی چی د بهرنۍ مداخلی له امله رامنځته شويدی په دی حساس وخت کی د هغه نور پراخوالی ته هيڅ ضرورت نه پيدا کيږی.
متحده ايالات، چی ولسمشر يی د هارورډ د پوهنتون د حقوقو پروفيسر دی د نړيوالی جنايی محکمی لاسليک کوونکی نه دی نو له دی امله د هغی په مقابل کی د مصؤنيت څخه برخوردار دی،  په دی ترڅ کی يی په دی اخرو وختونو کی ددغه قانون په باره کی د تحريم اخطار ورکړيدی... اوس په ټوله نړۍ کی ځان په دوامداره توګه  پخپل سر د حقوقو او خپلواکۍ، حاکميت او دموکراسۍ...  مدافع  او  حقدار ګڼی ... د امريکا متحده ايالات د 'جنګ او تجاوز'  مجرمه ده چی د نړيوالی محکمی په آند به  د هميش لپاره دا مسؤليت په غاړه ولری.

۳
ښاغلی' ايرک س. مارګوليس، مشهور او معتبر ليکونکی چی په نړيواله کچه  تحسين او پيژندل  شوی او د ليکوالانو د اتحاديی د بهترينو مؤلفينو په لړ کی راځی او په لسيزو يی د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کی د جنګ واقعات پخپل پوښښ کی راوستی دي د احمد شاه مسعود د جعلی او اسطوره ای جنګونو په خلاف ټول واقيعتونه ليکلی دي. په دی اړه د هغه (مارګوليس.ژ) عالمانه څيړنو او تحقيقا تو دا په اثبات رسولی چی بدون له شکه ددغه واقيعتونو څخه انکار نشی کيدی چی دا به د واشنګټن ټايمز 'ورځپاڼی' لپاره  په اخلاقی او فکری لحاظ د يوی مقالی وړتيا او حيثيت ولری. په دی اړه وګورۍ: ( امريکايی راج، ازدی يا حاکميت، د اسلامی نړۍ او غرب تر منځ د شخړی حل لار، ۲۰۰۸ کال، پاڼه ۱۹۶):
د شورويانو پر ضد د لس کلن جهاد په موده کی تاجک ټبره (تبار) احمد شاه مسعود   دغربيانو لخوا د پنجشير د زمری او کميونيست  ضد ګوريلايی قهرمان په صفت وپيژندل شو، خو په حقيقت کی هغه (مسعود.ژ)  په پټه او مخفيانه توګۀ د شورويانود کی - جی -‌‌ بی او جی- آر- يو' پوځی استخباراتی سازمان' سره همکاری کوله. په  ظاهری توګه مسعود د شورويانو پر ضد جنګيده خو په حقيقت کی هغه خپله ټوله مبارزه د پښتنو مجاهدينو په ضد جنګ ته وقف کړی وه او د هغوي (مجاهدينو.ژ) ټول کوششونه چی د پاکستان د استخباراتو د ملاتړ څخه برخمن وو، د سالنګ ټونل چی د شورويانو لوجستيکی لار وه الوځول وو خو د هغه (مسعود.ژ) لخوا به دا ټول تدابير خنثی کيدل. د مسعود بله دسيسه او کوشش دا هم وو چی ماسکو په دی قانع کړی چی د هغوې ګوډاګی حاکم (ډاکټر) نجيب الله دمرګ کندی ته وسپاری  او په عوض يی هغه (مسعود.ژ) د افغانستان حکمران وټاکی.
لکه څنګه چی جان ايف کنيډی (د امريکا پخوانی جمهور رئيس) وئيلی دې:" د علميت لوی دشمن په هوښيارۍ سره دروغ ويل نه دي خو په حقيقت کی دا اسطوري (افساني) دي چی د هميش لپاره په اذهانو کی دايمی ځای نيسی" ... 
درنو او ګرانو لوستونکو د پورته ذکر شويو حقايو په بنسټ چی د نړۍ د ډيرو معتبرو ليکوالانو لخوا څيړل شوي، ارزول شوي او ليکل شويدې په دقت سره وکتل شی دا به معلومه شی چی د افغانستان په تقريبآ ديرش يا پنځه ديرش کلنه غميزه کی چا ډير مهم رول لوبولی او اوس د يو قهرمان په صفت په افغانانو په وچ زور ورتپل شويدې. دی کی هيڅ شک نشته چی د افغانستان جنګ او ازادۍ کی ډيرو وطنپرستو شخصيتونو ونډه اخستی وه چی څه يی ژوندي او ډيرو نورو يی د هيواد د ازادۍ په لار کی خپل سرونه قربان کړي خو له بده مرغه د هغوي هيڅ ذکر او لمانځنه نه کيږی او د هغه چا لمانځنه کيږی چی د افغانستان په ټوټه ټوټه کولو، خيانت او جنايت کی يی ډير لوی لاس درلود. اوس دا په وطنپرستو افغانانو پوری اړه لری چی راويښ او قلم راواخلی او په کور دننه او بهرنيو مطبوعاتو او رسنيو کی خپل اواز پورته  اوحقايق وليکی او هم يی د راډيو او ټلويژن له لاری د هيوادوالو غوږونو او سترګو ته ورسوی. دا زمونږ او ستاسو ټولو وطنپرستو افغانانو تاريخی مسؤليت او رسالت دی چی دی کار ته ملا وتړو او حق حقدار ته وسپارو. د لوی، بريالی او سر لوړی افغانستان په نوم.
په ډير درنښت.پاچا