پر نړۍ ستر امريکايي جال

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57474
زمری افغان
دخبریدو نیټه : 2013-10-30


له خپلو پولو ورهاخوا ٨٠٠ پوځي اډې او ۳۶۹۰۰۰ پوځيان

 
امريکا پر نړۍ يو ستر پوځي جال غوړولى دى. د امريکا دا هڅه له دويمې نړيوالې جګړې وروسته پيل کيږي. اوس په نړۍ کې داسې سیمه نشته او يا ښايي کمې وي، چې هلته دې امریکایي پوځیان يو ډول شتون ونه لري. امریکا نن د نړۍ په ۱۴۴ هېوادونو کې پوځي اډې لري. په نړۍ کې ۱۵ ناخپلواکې سیمې هم شته لکه دیګو ګارسیا، جبل الطارق، ګرین لینډ، مارشل ټاپو ګان، ګوانتانامو... چې ځینې تر امریکایي او ځینې هم تر برېتانوي ښکېلاک لاندې دي. خو امریکا په دغو ناخپلواکو سیمو کې هم پوځي اډې لري، په دې حساب امریکا نن په ۱۵۹ سیمو کې چې د نړۍ ۸۰ سلنه برخه را چاپيروي، پوځي اډې لري. د پنتاګون په وينا امریکا همدا نن په نړۍ کې ۸۶۵ پوځي اډې لري چې د افغانستان او عراق اډې په کې نه دي شمېرل شوې.
امریکا په جرمني کې ۲۶۸، په جاپان کې ۱۲۴، او په سويلي کوریا کې ۸۷ پوځي مرکزونه لري. نن د دويمې نړیوالې جګړې څخه ۶۶ کاله او د شوروي اتحاد د مړینې څخه هم شل کاله تېر شوي دي، نو ايا جرمني یا جاپان ته څه خطر متوجه دی؟ د کوریا جګړه ۵۵ کاله پخوا تېره شوې ده. جنوبي کوریا د نړۍ دیارلسم پرمختللی هېواد دی او تر شمالي کوریا یې ناخالص ملي تولید څلوېښت ځله او نفوس یې هم دوه برابره زیات دی، نو ایا هغه په خپل دغه برلاسي توب سره ځان د شمالي کوریا څخه نشي ساتلای؟ ایا منګول به پر جاپان یا کوسیک وال به پر اروپا را مات شي؟ ایا د نړۍ دوه ستر اقتصادي ځواکونه  یعنې جاپان او اروپا نن دومره بې وزله او غریب دي چې خپل پوځونه نشي ساتلی؟ امریکا همدا نن په اروپا کې ۹۶۰۰۰ پوځیان، په ختیځه آسیا او پاسفیک کې ۷۴۰۰۰ پوځیان، په افریقا، نږدې ختیځ او جنوبي آسیا کې پنځه زره پوځیان لري، دا ولې؟  شوروي اتحاد مړ شوی او د وارسا تړون خښ شوی دی، نو بل کوم خطر نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده چې هره خوا امریکایی پوځونو پر سر اخیستې ده؟ ایا امریکا به خپلې خاورې ته نږدې یا پر خپله خاوره باندې روسي یا چینایي پوځي اډو ته هم اجازه ورکړي؟
دجان اېف کينډي د څيړنيز مرکز له مخې، امريکا دا مهال د نړۍ په بېلابېلو ستراتيژيکو سيمو کې د ٧٠٠ او ٨٠٠ ترمنځه نظامي، بحري، جاسوسي او هوايي اډې لري، چې ټول ١٤٠٠٠٠عسکر پکې بوخت دي. له دې منځه يې ٧٣٠ مهمې اډې دي.
خو د يونای الفتروتيپيا ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، دامعلومات له ٢٠٠٥ کال څخه وړاندې دي او تردې نېټې وروستۍ شمېرې پکې داخلې نه دي، ښايي دا اډې اوس نورې هم ډېرې شوې وي. ډېر څېړونکي وايي چې د امريکا نظامي بودجه د نړۍ د ټولو هېوادونو د نظامي بودجې له ٤٥ څخه تر ٥٠سلنه جوړوي. دميډل ايست انلاين د راپور له مخې، دا مهال په نړۍ کې د امريکا د نظامي واحدونو (يونيټونو)شمېر، له ٥٢٠٠٠ څخه ډېرو ودانيو او له ٣٨٠٠٠ څخه ډېرو ذخيرو ته رسېږي او له ٩١٠٠ څخه ډېرې د اوسپنې پټلۍ کنټرولوي. د امريکا د نړيوال امنيت د ځواکونو د وياند وين شانګز د وينا له مخې، امريکا په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې په افغانستان کې ٤٠٠ مرکزونه درلودل او په ٢٠١٠ کال کې دولس نور مرکزونه هم پرې ورډېر شول.
په هر صورت، امریکا له خپلو پولو ورهاخوا په نورو هېوادونو او سيمو کې ۳۶۹۰۰۰ پوځيان ساتي، چې په يوه کال کې په خپلو بهرنيو پوځي اډو ۱۰۲ بلیونه ډالره لګوي. پوښتنه دا ده چې دا هر څه ولې کوي؟  پنتاګون هېڅ معقول ځواب نه لري او نه یې هم تر ننه ویلی دی. خو تریخ حقیقت دا دی چې دغه پوځي اډې د نړیوالو پولیسو رول ادا کوي او پر نړۍ باندې د امریکا واک ټينګوي.
امریکا د نړۍ په دغو ۱۵۹ سیمو کې پر ښکاره پوځي اډو سربېره نورې پټې اډې هم لري، چې هماغه جاسوسي او استخباراتي مرکزونه دي چې دقیق شمېر یې څرګند نه دی. په دغو مرکزونو کې د اړونده سیمو د خلکو ټلیفوني مکالمې اورېدل کیږي او ثبتیږي، برېښناليکونه یې سپړل کیږي، فکسونه یې کتل کیږي او جاسوسي یې کیږي. دا ټولې کړنې په پټه کیږي او کوربه ولس په ځانو هم نه وي خبر، مګر دولتونه یې د واشنګټن څخه اجوره اخلي. نو ځکه ویلی شو چې امریکا نن د یوې امپراتورۍ بڼه خپله کړې ده. پخوا به مستعمرې وې خو نن پوځي اډې دي. پخوا به زوړ استعمار و، خو نن استعمار په يوه نوې بڼه را ښکاره شوى دى. یوه ټکي ته باید ځیر شو، هغه دا چې په اروپا، اسټرالیا، کاناډا او نورو پرمختلليو هېوادو کې د امریکایي پوځیانو د غښتلو او کمزورو ملګرو مانا افاده کوي.
اوس اوس امريکا په افغانستان کې د اډو په اړه ښکاره خبرې کوي او ټاکل شوې چې په همدې اړه په کابل کې له خپلو مزدورو واکمنو سره امنيتي تړون وکړي. ځینې افغانان په دې ډېر حیران شول چې امریکا غواړي په افغانستان کې دایمي پوځي اډې جوړې کړي. خو په دې کې د حیرانۍ خبره ځکه نشته چې د اشغال بقا تل د پوځي اډو په جوړښت سره تأمین او تضمین کیږي. امریکا چې هر هېواد ته په پوځي ډول سره ورغلې، نو بیا هېڅ نه ده ورڅخه راوتلې. واشنګټن چې کله ۶۵ کاله پخوا جرمني، جاپان او بیا کوریا ته ورغی ایا تر ننه ورڅخه راوتلى دى؟ افغانستان او عراق ته خو یې تازه پوځي یون کړی دی، څنګه او په کوم منطق به داسې ژر ورڅخه راووځي؟ ولې راغلي وو چې باید ووځي؟ ایا په هغه څه پسې چې راغلي وو، تر لاسه یې کړل؟ نو ولې باید حیران شو چې امریکا دلته پوځي اډې جوړوي؟!
د امريکا له دومره پراخ جال سره سره لويه سيمه د امريکايي پوځي اډو څخه خالي وه، امريکا په مرکزي، جنوبي اوختيځه آسيا کې له دې اډو بې برخې وه او يا يې هم حضور کمرنګه و. دا هغه سيمې دي چې د امريکا اصلي سياسي، اقتصادي، مذهبي، نظامي حريفان او رقيبان پکې اوسېږي، دلته د نورو قدرتونو ترڅنګ د ستر اسلامي دولت د را ټوکېدو شونتيا شته او دا سيمې له لاس نه خوړلو قيمتي طبعي زېرمو او کانونو ډکې دي، دا سيمه د روس، هند او چين په څېر د اټومي او اقتصادي ځواک لرونکي هېوادونه لري او د افغانستان، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله ديش، اندونيزيا او ماليزيا په څېر هېواودنه شته چې ولسونه يې د يو کېدو لپاره پياوړى عقيده لري او همدا په سيمه کې د يو ستر اسلامي دولت د را ټوکېدو شونتيا زياتوي.
که امريکا ددې سيمو په تسخير وتوانېږي نو بويه چې ټولې سياسي، مذهبي، نظامي او اقتصادي، اندېښنې يې لرې کيږي او د نړۍ د پاچاهۍ تاج يې پر سر شو. له همدې امله دا سيمه د امريکا لپاره مهمه وه او د شلمې پېړۍ په وروستيو کې ورسره دا فکر پيدا شو چې څنګه په دغه سيمه کې مداخله وکړي. پيل له کومه ځايه وکړي او څنګه خپل پوځي او استخباراتي جال دغه ټولې سيمې ته وغځوي. دوى د همدې  لپاره يو کمزورى او له سياسي او امنيتي انارشۍ څخه ډک هېواد افغانستان انتخاب کړ، دلته يې مداخله وکړه، خپلې مداخلې ته يې د ملګرو ملتونو په مرسته قانوني رنګ ورکړ. ددې لپاره چې روښانه شي چې دوى دلته څه غوښتل، خو په ښکار يې څه ويل، يو ځل په همدې تړاو د خپلې پخوانۍ ليکنې يوه برخه را اخلم.
امريکا او د هغې ملګرو په ښکاره د دريو موخو لپاره پر افغانستان بريد وکړ:
١- د دوی په اند له (ترهګرۍ) یا اسلام سره مبارزه او د طالبانو د نظام نسکورول
٢- د نشه يي توکو پر ضد مبازره
٣- په افغانستان کې د ډيموکراسۍ ټينګول او دغه راز له افغانانو سره مرسته
په تېرو څه باندې يوولسو کلونو کې دا بيخي واضح شوه، چې بهرنيانو د دغو دريو اهدافو لپاره پر افغانستان يرغل نه دى کړى، بلکې تر شا يې نورې موخې هم لري.
له يوولسو کلونو جګړې وروسته په افغانستان کې نه اسامه بن لادن ونيول شو او نه هم د القاعدې کوم بل لوړ پوړى چارواکى، البته ځينې القاعده مشران به نيول شوي او يا وژل شوي وي، خو نه په هغه کچه چې بهرنيان يې ادعا کوي.
په تېرو يوولسو کلونو کې ورځ تر بلې د نشه يي توکو په کرنه، توليد او قاچاقو کې زياتوالى راغلى دى او آن داسې رپوټونه او شواهد هم شته چې خپله بهرني ځواکونه د نشه يي توکو په توليد او قاچاق کې لاس لري. اوس يوه پياوړې مافيا په افغانستان کې د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لري، په دې مافيا کې د لوديځو او د سيمې د ځينو هېوادونو استخباراتي کړۍ هم پوره لاس لري. د يو رپوټ پر اساس يوازې بهرنيو قاچاق وړونکو په ٢٠١٠م کال کې د نشه يي توکو له کاروبار څخه تر سلو ميلياردو ډالرو زياته ګټه تر لاسه کړې ده.
دغه راز د بي - دوه پنځوس ډوله الوتکو او ټانګونو په زور راغلې ديموکراسۍ هم په افغانستان کې خپل رنګ بدل کړ، د اسلام، کمونیزم او ډيموکراسۍ د ايډيولوژيو او نورو قومپالو، وطنپالو او مصلحت پالو افکارو څخه جوړ شوى ګډوډ نظام پر افغانستان واکمن شو، چې نوم يې ډيموکراسي ؤ. خو افغان چارواکو ورته اسلامي ډيموکراسي (اسلامو کراسي) نوم ورکاوه. په هر حال هر کله چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ اصول د اشخاصو او په ځانګړې ډول د لوېديځ له ګټو سره په ټکر کې راغلل، خپله يې تر پښو لاندې کړل او بيا يې نو ډيموکراسي هېره کړه. يعنې په افغانستان کې ډيموکراسي يوازې تر هغه ځايه وه، چې د بهرنيانو او د دوى د ملاتړو له ګټو سره يې ټکر نه و کړى.
په افغانستان کې دغو اهدافو ته بهرنيان ځکه ونه رسېدل، چې نه يې غوښتل ورته ورسيږي، دوى پورتني اهداف د دې لپار يادول چې پر افغانستان خپل يرغل ته مشروعيت ورکړي او اصلي هدفونه يې هغه څه نه وو، چې دوى يادول.
پر افغانستان د امريکا او د هغې د ملګرو د يرغل اهداف خورا پراخ، ژور، اوږدمهالي او ستراتيژيک دي. دوى د لاندې اهدافو لپاره پر افغانستان يرغل وکړ.
١- په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول په سيمه کې د سياسي اسلامي بېدراۍ او سياسي اسلامي هڅو او د يو پياوړي اسلامي دولت د جوړېدو مخنيوى. دغه راز د اسلامپالو د يوې پياوړې کيدونکې کړۍ ماتول
٢- د امريکا د يوازيني پياوړي اقتصادي سيال او د نړۍ د دوهم لوى اقتصاد (چين) او نوې روسيې انحصارول
٣- له يوازيني اټوم لرونکي اسلامي هېواد پاکستان څخه د اټومي ځواک اخيستل او په خاوره کې يې د ګډوډۍ راوستل
٤- د منځنۍ اسيا هغو هېوادونو ته چې د روسيې تر نفوذ لاندې دي، د ناامنيو لېږدول او په دې ډول د روسيې بوختول ترڅو يې له امريکا سره په نوره نړۍ کې له سيالۍ دې لوري ته پام واوړي.
٥- د افغانستان په شمول په سيمه کې په تر خاورو لاندې معدنونو او زخيرو کنټرول او د هغو لوټول
يو شمېر نور اهداف به هم وي، خو دا هغه لوى او مهم اهداف دي، چې له مخې يې امريکې پر افغانستان يرغل وکړ او له دې ځايه خپلو دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره کار کوي.
همدغو اهدافو ته د رسېدو لپاره امريکا او د هغې ملګرو په ځانګړې ډول برېټانيا په تېرو يوولسو کلونو کې هڅه وکړه، چې په افغانستان کې جګړې او نا امنۍ ته دوام ورکړي، ځکه چې دوى خپلو اهدافو ته هغه وخت رسېدلى شي، چې په سيمه کې نا امني وي.
دا چې يرغلګر په سيمه کې خپلو اهدافو ته څومره رسېدلي، پر همدې موضوع لږ تم کيږو.
د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د نا امنۍ په لېږد کې امريکا هغسې برى نه درلود چې تمه يې کېدله، البته ځينې پرمختګونه يې کړي دي، خو نه په هغه کچه چې دوى په نورو اهدافو کې کړي دي. خو امريکا خپلو دريو اهدافو ته چې درې واړه په يو څه توپير سره تر ډېره په پاکستان کې ترلاسه کيږي نږدې شوې ده.
پاکستان په سيمه کې د چين تر ټولو پياوړى او نږدې ملګرى دى او چين د پاکستان له لارې د هند بحر او عربو بحيرې ته لاره پيدا کوي. په تېرو کلونو کې چين د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله په پاکستان کې زياته پانګونه کړې ده. چين د قراقرم تاريخي لاره چې دغه هېواد د پاکستان له لارې د عربو له بحيرې سره نښلوي، يو ځل بيا را ژوندۍ کړه، دغه راز چين د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ګوادر مهم بندر د څه باندې دوه نيم سوه ميلونو ډالرو په ارزښت ورغاوه او ټاکل شوې چې تر څلوېښتو کلونو پورې به دا بندر د چين په ولکه کې وي. چين په نورو برخو کې هم په پاکستان کې زيات کار کړى دى او په ګڼو مسايلو کې يې له پاکستان سره مرسته کړې ده.
دغه راز پاکستان د نړۍ د هغه هېواد په توګه چې اسلامپال په کې تر ټولو نورو اسلامي هېوادونو زيات نفوذ او پياوړي مرکزونه لري، د منځنۍ اسيا او عربي نړۍ او نورو هېوادونو اسلامپال سره نښلوي. او په دې توګه د اسلام دښمنو هېوادنو او ډلو تر ټولو ډېر پام پاکستان ته دى.
په تېرو څو کلونو کې پاکستان په بې ساري ډول ناامنه شوى، دا کار امريکا او د هغو ملګرو کړى دى. امريکا ځکه غواړي پاکستان ناامنه کړي چې دوى کولاى شي په دې ډول په پاکستان کې د چين لاره پرې کړي، د هند او عربو له بحيرې د دوى لاس لنډ کړي او په دې ډول به خپل پياوړي او يوازيني لوى اقتصادي سيال له يو مهم اړخ څخه کلابند کړي.
دغه راز په پاکستان کې د امريکا پراخ نفوذ او هلته د اسلامپالو هلې ځلې هم له زيان سره مخ کړي. د پاکستان په ډېرو برخو کې ځينې ترهګريزي ډلې خپله امريکا جوړې کړې، ترڅو د اسلامپالو د ځپلو او بدنامولو او په پاکستان کې د نا امنۍ لپاره ترې کار واخلي.
همدا اوس بهرنيو لاسوهنو او د پاکستان ناوړه سياستونو د پاکستان مهمه او له منابعو ډکه د ستراتيژيک موقعيت لرونکې صوبه بلوچستان له پاکستان څخه د تجزيې پر بريد ولاړه ده. د بلوچستان په نوې سلنه خاوره کې همدا اوس د پاکستان بېرغ را ټېټ شوى او پر ځاى يې د بلوڅو آزادي غوښتونکو بېرغ رپيږي او دغه راز په ښوونځيو کې يې هم د پاکستان پر ملي سندرو بنديز دى.
په ټول پاکستان کې د بلک واټر (قاتل امنيتي شرکت) په ګډون ګڼې امنيتي کمپنۍ فعالې دي او هره ورځ پاکستاني مسلمانان وژني او ټول مافيايي کارونه همغږي کوي. د دې ترڅنګ بې پېلوټه الوتکې هم هره ورځ په قبايلي سيمو کې پر مسلمانانو بمونه وروي او له ګڼو مسلمانانو ژوند اخلي. دا ټول هغه څه دي چې پاکستان يې له سترو ګواښونو سره مخ کړى دى.
په پاکستان کې چې څومره ناامني زياتيږي، همدومره د پاکستان اټومي تاسيسات هم ناامن کيږي. امريکا به پراخې هڅې وکړي، چې په پاکستان کې نا امنۍ ته زور ورکړي، ځکه چې نا امني به دوى ته پلمه په لاس ورکړي چې د پاکستان د اټومي وسلو کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
بله مهمه مسئله دا ده چې اوس امريکا غواړي په افغانستان کې پوځي اډې ولري او په دې اړه اوس هر څه خلکو ته معلوم دي. امريکا غواړي په افغانستان کې دايمې پوځي اډې ولري، تر څو له دغو اډو څخه په سيمه کې خپل اهداف تر پوښښ لاندې راولي او د پاکستان په ګډون په ټوله سيمه کې خپل اهداف له همدې ځايه رهبري کړي. ويل کيږي، چې دا اډې به په هلمند، قندهار، هرات، شينډڼډ، ګرديز، بګرام، مزار شريف او ننګرهار کې وي. دا ټولې خورا مهمې او ستراتيژيکې سيمې دي چې امريکا کولاى شي له دې ځايه ټوله سيمه تر خپلې اغيزې لاندې راولي.
سره له دې چې  چارواکي د ځينو شرطونو خبره کوي، خو په افغانستان کې د چارواکو تېرو جنایتونو ته په کتو سره، داسې ښکاري چې افغان غلام چارواکي به د خپلو لويديځو بادارانو غوښتنې ته د شخصي ګټو لپار هر کلى ووايي. دا دومره ستونزمنه نه ده، چې امريکا له افغان چارواکو څخه اډې تر لاسه کړي، دوى يوازې د افغان چارواکو د واک د اوږدلو او دوى ته د څو پيسو په ورکړې، له دوى څخه هر ډول ګټه اخيستلاى شي. ټاکل شوې چې له ٢٠١٤م کال وړاندې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون لاسليک شي چې بنسټيز ټکى به يې همدا امريکايي پوځې اډې وي.
له شک پرته چې په ټوله سيمه او په ځانګړي ډول په پاکستان کې د پراخې نا امنۍ او نورو ګڼو ستونزو او خطرناکې راتلونکې لومړنۍ پړه پر پاکستاني چارواکو ور اوړي، پاکستاني چارواکو چې ډېرى وخت يې اسلام د پاکستان د ګټو لپاره کارولى، په سيمه کې يې د نړيوالو استعماري ځواکونو د مداخلې لپاره تر ټولو زياته زمينه برابره کړه، که همدا اوس په افغانستان کې د لوېديځو يرغلګرو هېوادونو ځواکونه دي، اصلي لامل يې پاکستاني چارواکي دي. نو که اوس په سيمه او يا پاکستان کې نا امني ده، دلته د لوېديځو هېوادونو وحشي ځواکونه پراته دي او يا هم د پاکستان اټومي تاسيسات او په ټوله کې د سيمې اسلامي هېوادونه له نابودۍ سره مخ دي، يو لوى او بنسټيز لامل يې د پاکستاني دولت غير اسلامي تګلاره ده.
اوس به د پاکستان په ګډون د سيمې د ټولو هېوادونو چارواکو ته ثابته شوې وي، چې امريکا يوازې د افغانستان او اسلامپالو د نابودۍ پلان نه لري، بلکې غواړي ټول اسلامي هېوادونه، ټول مسلمانان او په ټوله کې اسلام نابود کړي.
له دغه وژونکي او خطرناک پلان څخه د ځان ژغورنې يوازينۍ لاره دا ده، چې د مسلمانو چارواکو په ګډون ټول مسلمانان بېرته اسلامي ژوند ته را وګرځي، يو بل ته لاسونه ورکړي او د يو واحد اسلامي دولت (خلافت) د را ژوندي کولو لپاره هڅې وکړي، تر څو ټول مسلمانان بېرته د عزت او سرلوړۍ ژوند ته را وګرځي.
 
اخځونه:
١- دايمي اډې، دايمي اسارت
٢- د خپلواکۍ غله
٣- په افغانستان کې امريکايي اډې د څه لپاره؟