د راتلونکو ټاکنو امنیت لکه څومره چې یوه جدي اړتیا ده،هغومره یې په اړه د اړوندو چارواکو ضد و نقیضو څرګندونو خلک د دغه مهم ملي بهیر د خوندیتوب په اړه اندېښمن کړي دي. د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي ریس جنرال سالم احساس،چې د هېواد په کچه د ټاکنو د امنیتي چمتوالي د ځانګړي کمیسون مشردی،خبرداری ورکړی چې د رایه ورکونې یوولس سوه مرکزونه له سخت ګواښ سره مخ دي. خو د کورنیو چارو وزیر عمرداودزي ویلي،چې د ټاکنو د امنیت په اړه اندېښنې بې ځایه دي. څوک ریښتیا وایي؟ د افغان چارواکو ترمنځ د مهمو مسایلو په اړه ضدو نقیضې څرګندونې نوې خبره نه ده. د دوی په عادت بدله شوې دا ستونزه زیات وخت له واقعیتونو څخه د ولس د ناخبره پاتې کیدو سبب شوی. اکثره وخت خلک د داسې مسایلو په اړه د ټیټ پوړو په نسبت د لوړپوړو څرګندونو او معلوماتو ته په باوري نظرګوري. د کورنیو چارو د وزیر عمرداودزي او د هغه تر مشرۍ لاندې د دې وزارت د پولیسو د عمومي ریس لخوا د راتلونکو ټاکنو په اړه وروستۍ څرګندونې دواړه په یوه ورځ شوي. د کورنیو چارو وزیر په دغه ورځ له ارزګان ولایت څخه د اسټرالیایي سرتېرو د وتو په مناسبت دا خبرې کړي او د پولیسو عمومي ریس د ټاکنو د امنیت په اړه مطبوعاتو سره جوړې شوې غونډې ته دا خبرې کړي. اوس هم دموقف له پلوه کیدای شي زیات خلک د کورنیو چارو د وزیر خبرې مهمې او د اعتبار وړ وګڼي،خو واقعیتونه د هغه په نبست د پولیسو د عمومي ریس په خبرو کې زیات لیدل کیږي. له یوه پلوه دلیل دا دی،چې د عمومي ریس له نوم سره د جنرالۍ رتبه یادیږي او کیدای شي دی یو مسلکي او د امنیتي حالت په څېړلو کې وارد جنرال وي. ورسره بل دلیل دا دی،چې دغه چارواکی په مشخص ډول د یوې امنیتي برخې مسول دی او ښاغلی داودزی د وزارت پرڅوکۍ د یوه سیاسي امتیاز لرونکي په توګه دنده لري. د نورو وزارتونو د وزیرانو په شان ښاغلی داودزی هم رسنیو او خلکو ته په عام ډول معلومات او ژمنې ورکوي او ښاغلي احساس د سې شنبې ورځې په خبري ناسته کې د نورو امنیتي مسایلو په اړه هم له ارقامو او زیاتو جزیاتو سره رسنیو ته معلومات ورکړي. روښانه واقعیتونه او منفي سیاسي چلند د افغانستان د وضعیت روښانه او ټولو ته معلوم واقعیت دا دی،چې له امنیتي پلوه د راتلونکو ټاکنو پروړاندې خنډونه پیاوړي کیدونکي دي. هره ورځ د افغانستان له مختلفوڅنډو څخه د ناامنیو خبرونه هغه هم کله کله په نوو تکتیکونو سره که له یوې خوا د جګړې پیاوړتوب ته د دولت د وسله والو مخالفینو او د هغوی د ملاتړو سیمه ییزو استخباراتو د امادګۍ مانا لري،له بله اړخه د بې ثباتۍ دغه هڅې او ورسره د رواني جګړې پیاوړتیا په ولس کې هم ټاکنو ته د تلو ارادې کمزورې کولای شي. د وضعیت د ښه والي په اړه کاذبې څرګندونې او دروغجنې ژمنې د حکومت هغه منفي سیاسي چلند دی،چې هم خپله حکومت او هم ولس او د ټاکنو مهم ملي بهیر او ضرورت ته نه جبرانیدونکي زیانونه اړوي. افغان حکومت باید د راتلونکو ټاکنو په اړه خپل سیاسي موقف له امنیتي سکتور سره په همغږۍ کې عیار او خلکو سره شریک کړي. د دې موقف د ښه والي او ټاکنو بهیر د بریالي او خوندي ترسره کیدو ښه لاره د امنیتي حالت دقیقه او مسولانه څېړنه،د امنیتي سکتور په رهبرۍ کې لازم اصلاحات او د اړتیا له مخې له بهرنیو ځواکونو څخه د لازمو مرستو غوښتل دي. یوازې تشې ژمنې،ډاډګیرنې او دروغ ویل د راتلونکو ټاکنو د امنیتي خوندیتوب وسیلې نه دي. که پردې ټکو زیات حساب او تکیه وشي،افغانستان به په یوه حساسه مرحله کې سخت ځپل شوی وي. حکومت باید له خپل دې مسولیت سره په احتیاط او تدبیر سره چلند وکړي.