دپزه په هوا نیولو پوست والی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57498
محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2013-11-02

 

 

 بیا سوې ټاکنې هر ځناورپه داړلو وایي جزاکه لا
 فرعون کچکول په لاس هر سبطی ته وایي جزاکه لا
 دا برېت په لښتي اړولې نرم سوي لکه تبلیغیان
 چې ګوته ورکړې په چینګه درته وایي جزاکه لا
 تل یې جلوس دی لکه د اشنغر سقات خوره ملایان
 چې څوک ورته غوږ سي لا ورته وایي جزاکه لا
 خپلې بوري یې سورۍ دبلي سورۍ پسې دی روان
 په لاس ورغلي تخرګ ته کړی ښه عدالت دی جزاکه لا
 لکه ړانده په هر خیانت دناخبري سترګې رپوي
 چې یویې پر پښه وخیژي ورته وایي جزاکه لا
 دننه په خپل خیانت لکه چنګوښې ټوپونه وهي
 چې بهر یې خلک په ډبره وولي ورته وایي جزاکه لا
 دنورو په وعدو هر یوپر ستیج پر سر و پر لم کېږي
 چې خپله پر څوکۍ کښېني ویده سي جزاکه لا
 هغه چې ناتو سره د پښتون ولس دي قصابان
 په ټاکنو کې پښتون رایې ورکوي جزاکه لا
 عبدالله اوقانوني ورکړه ناتو ته د وژولو قباله
 اوس پاته نورو ته لاره جوړه وي جزا که لا
 راځئ په خوله لااله ، په زړه غلاته ور نه کړورایې
 دا داړه ختمه کړو چې دنیا راته و وایي جزکه لا
 راځئ په ړندو کي چپک اغا خپل پاچا کړو
 نه چې په ځان بینا په نورو ړوند بیا وایي جزاکه لا
 ډیرو ساده ګانو چې دا بې مسولیته دور ولید
 ول پاچاهي یې لا تر خره واني اسانه کړه جزاکه لا
 یارانو چې خپلې رایې ورکوئ مړونه ګورئ
 خاینوته له جرتک سره وایاست نور بس ده جزاکه لا

[ تخرګ ته کول ] شی پټول ،[برېت په لښتی اړول ] دلیری ښوول، پر سر و پر لم کېدل( ډیر په غوسه کیدل)