له ۲۰۰۱م څخه راپه دې خوا چې د پرځېدلي حکومت (طالبانو) کوم لوړ پوړي يا ټيټ رتبه چارواکې د امريکايانو اوياهم نورو لخوا ونيول او يا ووژل شول، په افغانستان او سيمه کې په روانو حالاتوبه يې بده اغېزه کوله، ويل کېده به چې دابه لا بي ثباتي رامنځته کړي او د روانې سړې جګړې لمبې به لا ژبغړاندې شي،خوکله چې په ۲۰۱۰م کې دپاکستان حکومت دافغان طالبانو دوهم لوړ پوړی او کليد ي شخص (ملا عبدالغني برادر) ونيو،نو ورسره جوخت په افغانستان کې دسولي دخبرو ټکني کېدل اوپه دې پروسه له ځنډ اوخنډ سره دمخامخ کېدو اوازې هم په ادارو،سړکونو او دلارو په سرونو ښې په درز کې پورته شوې،خوداد دومره اوږدې نشوې ځکه چې له دې مخکې هم ډېر طالبانو نيول او وژل شوي دي لکه شاعر چې وايي: داسې سل خزانه راغلل داسې سل سپرلي تېرشوي.
خو اوس چې ددرې کالو په تېرېدوسره ملا برادر دپاکستان له بند څخه دازادېدو ګنګوسې خپرې شوې يوځل بيا د افغان دولت په رګونوکې وينه وغړېده،بيا يې هيلې را ژوندې او په ټنډويې خولې وځلېدې،خو بياهم يوه اسماني ټکه را پرېوته دپاکستان حکومت په سر کې وويل چې دغه جګپوړي طالب چارواکی به افغانستان ته نه بلکې ترکېې ته واستوي،داچې ولې اودکوم هدف لپار معلومه نشوه.
خوکله چې رسينو په دواړو دولتونو ځمکه سره کړه،يوځل بيا ملا برادر ورک اودخلکو له خولو او فکر څخه پرېوت،اوس چې په دې ورستيوکې دسولې عالي شورا يو پلاوي پاکستان ته ولاړ اوهلته يې دپاکستان حکومت څخه له ملا برادر سره د ليدو غوښتنه وکړه،اوهغوي هم ورسره ومنله،نو دافغانستان ترڅنګ ځيني لويديځ هېوادونه هم هيلمند شوي او وايي چې دابه د سولې دپروسې لپاره يو ګټور ګام وي،ځکه چې ملا برادر هغه ځوک دي چې له ملا محمد عمر څخه وروسته دوهم کس دي او هېڅ طالب يې له خبرې نه شي وتي،بلخوا سره له دې چې پاکستان دافغانستان دسولي عالي شورا له پلاوي سره دملا برادر کتل منلي او بيا وايي چې دوي ملا برادر خوشي کړي دي خو افغان دولت وايي چې دوی خبر ندي چې ملا برادر چېرې دي.
دسولي عالي شورا دغه پلاوي په داسي حال کې پاکستان ته سفر کوي چې په لندن کې د لندن،پاکستان او افغانستان په درې اړخيزه غونډه کې په دې سره صلاح شوي چې په راتلونکې کې به يوپلاوی پاکستان ته ځي او هلته به له ملا برادر سره ګوي،همدارنګه په دې درې اړخيزه ناسته کې ولسمشر حامدکرزي او نواز شريف موافقه کړې چې په دواړو هېوادونوکې به د ورانکارو او ترهګرو پټنځايونه او ځالې له منځه وړي اوله يوبل سره به کلکه همکاري کوي.
ددې ټولو خبرو ترڅنګ د نومبر په لومړۍ نېټه د جمعې په ورځ د امريکا بې پيلوټه الوتکې (ډرون) يوځل بيا په شمالي وزيرستان کې دپاکستانيو طالبانو دمشر حکيم الله محسود موټر په نښه او دی يې پکې وواژه،دپاکستانيو طالبانو ترټولو دغه لوړ پوړي او با اعتماده کس په داسې حال کې وژل کېږي چې له دې مخکې هم څوځله دپاکستان دولت له دغه شان بريدونوسره مخالفت ښودلی دی،ويل کېږي چې له حکېم الله محسود سره په دغه بريد کې شپږ تنه طالبان نور هم وژل شوي ،چې دده تره هم پکې شامل دی، ۳۰ کلن حکيم الله محسود څلور کاله وړاندې د طالبانو دپخواني مشر بيت الله محسود له وژل کېدو وروسته ددې ډلې مشر وټاکل شو.
پاکستانيو طالبانو اعلان وکړ چې دحکېم الله محسود پر ځای يې د جنوبي وزيرستان د طالبان مشر (خان سيد سجنا) ځای ناستی ټاکلی دی،ويل کېږي چې سجنا ۳۶کاله عمر لري او تېرکال په بنو کې په زندان د بريد اصلي تراح و،سجنا او پلويانويې ګواښ کړی دی چې له دې وروسته به يې لومړی کار د حکېم الله محسود غچ اخستل وي ،دپاکستان حکومت هم د محسود وژنه تائيد کړه او پوځ ته يې ددغه رنګه احتمالي بريدونو لپاره د چمتو والي امر وکړ،دپاکستان حکومت اعلان وکړ چې پرون يې پرېکړه کړې وه ترڅو يو پلاوی شمالي وزيرستان ته له پاکستانيوطالبانوسره دخبرو لپاره واستوي،خو دحکېم الله محسود وژل کېدل يې په دې هېواد کې دسولې وژل وبلل او اوس ورته دا ناممکنه ښکاره شوه، لکه پورته موچې يادونه وکړه چې،په ۲۰۱۰م کې دملابرادر له نيولوسره په افغانستان کې دسولې خبرو اتروته سر ګرځوونکې ګذار ورکول شو، په افغانستان کې ځينې شناندي،ددغه پاکستانی طالب مشر وژنه دافغانستان لپاره له هر پلوه ګټوره بولی او وايي چې په دې سره دمخالفينو ترمنځ قدرتي تشه رامنځته کېږي،چې داد هغوی مورال ډېر کمزوری کوي، او په ځان کې به د جګړې توان ونه ويني.
خوڅنګه کېدای شي چې ددغه شان بريدونو مخه ونيول شی،ځکه د ورته بريدونو د ودرولو لپاره په افغانستان کې هم يوه لسيزه وشوه چې نارې سورې وهل کېږی ترڅو ورته دپای ټکی کېښودل شی،خو له کومه شو هغه غوږ چې دغه شان اوازونه واوري،له دې نه يو ورځ مخکې دپاکستان دتحريک انصاف مشر عمران خان ګواښ وکړ که چېرې امريکا دبې پيلوټه الوتکو برېدونه ونه دروي دوي به دناټو په هغه اکمالاتي کاروانونو چې افغانستان ته ددوي مالونه وړي په کلکه بنديز ولګوي، چې دابه د امريکا اوپاکستان اوبه يوځل بيا سره خړې کړي.