یوه ادبي ټوټه
دومره دې غمونو راپېچلی ووم
دومره د دې غرو او رغو لارو ستړی کړی ووم
دومره دې ناخوالو کړولی ووم
دومره دې تورو ورېځو ړوند کړی ووم
دومره دې ظالم وختونو خوړلی ووم
دومره د وخت قاتل وژلی ووم
دومره دا اوږدو لارو زبېښلی ووم
دومره مې خیالونو له ځانه ورک کړی ووم
دومره ښکېلاک اسیر کړی ووم
چې ګرانې ( خپلواکۍ ) ته مې هېره شوې وې