د شاه شهيد، کارتې نو، خيرخانې، دهمزنګ ،دارالامان او د کابل په نورو ټولو لارو اوکوڅو کې پر دېوالونو لوی لوی کاغذونه نصب شول ، په هر کاغذ کې بېل بېل تصويرونه او شعارونه ليکل شوي ول ٠
دچا لويه ږيږه به ايله نيمه په تصوير کې ښکارېده دچا لوړه شمله دتصوير دتنګ چوکاټ له امله لنډه او پرې شوې وه او په پکول او نيکټاييداره تصويرونو خو کابو د ټول ښار لارې او کوڅې لړل شوې وې ٠
تېر ځل ټاکنې د قره قل تصوير ګټلې وې خو داځل قره قلداره تصوير ګرسره چېرې نه معلومېدئ او له موډه غورځېدلی و٠
عجبه دا وه چې د کابل ښاريانو هم دا هيله درلوده چې دا کسان به يې ښار اباد کړي دا يې چور هېر شوي ول چې همدوی يې روغ ښار وران کړې و ، کابل اوس بيا په تصويرونو وېشل شوی دی، داکثرو کابليانو حافظې کمزوري شوي دي، هماغه چا ته د زنده باد نعرې وهي چې دوی يې وژلي ول ، هما کس غواړي چې ددوی په سرونو يې نجاري زده کوله او هماغه ډله غواړي چې ددوی وينې يې وڅښکلې او ددوی عزت يې خرڅ کړ٠
دښار اکثره خلک ړانده شوي او دتېر وحشت ړنګې نښې نښانې نه ويني داخلک لکه چې ارام او امن نه غواړي ځکه يې پر دوازو د قومي تعصب له مخې د ازمويل شويو ورانکارو تصويرونه ځړولي او د زنده باد چيغې ورته وهي ٠