1. موضوع: مطبوعاتي اړخ څېړنه
2. عمومي هدف :د١٣٥٢ ـــ١٣٧٢پوري دفرهنګي او مطبوعاتي اوضاعو لنډتصوير را وړاندي سي
3. خصوصي هدف: راتلونکي ليکوالان له تېر فرهنګي او شعاري اوضاعو دسپړني لپاره لاس په کاري سي
ډېر وخت داسي پېښيږي چي ديوې پيښي محدوديت دهغې پېښي پرمهال وي چي په تېرېدوسره پېښه هم دخلګو له زړنو وزي خو ځيني وخت داسي کېږي چي پېښه دخپل جذابيت په لرلوسره تر ډېره دخلګودزړونودحجروپه دننه کي د يو روښان څراغ په څېرځان بلوي او خپله خلوتګاه دې ته نه پرېږي چي دهغې په نه موجوديت سره دي بې رڼا وي ددې خبري په تړاو که وويل سي چي په افغانستان کي درسنيو بروز اوظهورپه يوه اړخ اوهغوئ ته داړتيا اوپلي کېدو ضرورت په بل اړخ کي هغه څه دي په مثبت يا منفي اړخونو کي يې پر وخت او زمان افغان فرهنګ ځلېدو او بېلېدو ته نه دى پرېيښئ پر همدې بنسټ دهغه دراپېژندلو دعلتونو لاسته را وړني ته مو مجبوروي،ځکه نو ددې ليکني په اړوند ځيني علتونه وه چي بايد زموږ دهيواد دلويشت ـــ لويشت خاوري په غېږه کي دپرتو ډبرو وشاته د تاريخي بيدې حماسې مو له سترګو الونيا سوي نه وي دې ليکني ته مي لاس کړ
ددې ليکني دبشپړيدو او ليکني لپاره دبېلابېلو ثبتي او چاپي رسنيو او کتابونو څخه دماخذ په توګه کار اخيستل سوى ، په تلوار ليکله سوې په دې هيله چي تر پايه راسره مله واوسئ ،تنده مو په خړوبه سي او که احياناً کوم تېروتنه پکښې وي په راتلونکي کي يې په مينه ناکه فضا کي دترميم په نيت را په نښه کړى.
په ورورولي
بحرانونه او دولتي نوښتونه دنظامي تغيراتو تر څنګ ، په دولتي او ملي اړ تياوو پوري پيوند هر څه له ځانه سره په نوي پيوند او پخواني رنګ سره له راتلونکي سره تړي دا پخپله دنوو حكومتونو په ستراتېژيوکي تعميلي ټکي او د پالسيو اساسي اجزاوي جوړوي ولي موږ پدې ليکنه کي دافغان فرهنګ پر سلسله واره فلسفه نه ږغېږو بلکه دروان سيمينار دپاليسۍ په نظر کي نيونه سره صرف تېر ٤٠کلن دوره څه تر لنډي يادوني لاندي راولو .
د٤٠کلن بحران شعاري څپې
عموماًفرهنګي اوكلتوري پديدې پر دوو عمده برخو وېشل كېږي چي يو ډول فرهنګونه تر ډېره په سيمو كي پاته كېدونكي او بل ډول يې ډېر ژر له منځه تلونكي وي هر هغه فرهنګي انقلاب چي دخلګو دغوښتنو په رڼا كي يې خلګ په مغز کي دجذب ظرفيت ولري او په وجود را سي او له ځانه سره عقيدتي يا مثبت تيوريكي رنګ ولري تر ډېره پاته كېږي يا په بله معني بيا په هېڅ ګون له منځه نځي چي له دغوپديدو څخه داسلام دمقدس دين منلي سوى فرهنګ دى چي دخپل معقوليت او عينيت پر بنسټ زموږ له سيمي نه پرشا تلونکى پر حقيقت ولاړ ، دتيوري او عمل ښه موجوديت او سارى دى خو هغه فرهنګ چي دتوندو احساساتو او تشو شعارونو پر بنسټ را منځته سي كه څه ډېر په سرعت په جامعه كي خپرېږي ولي دتګ امكان يې ډېر وي دثور انقلاب په لړ كي داډول څه هم را منځته سول دې انقلاب په حماسي اړخ كي دومره څه له ځانه سره را منځته كړه كه نوموړې کودتاه نه واى رامنځته سوې، په چپي او را ستي اړخونو کي دملت دسر نوشت دتعين په اړوند احساسات نواى را پارېدلي ډېر وخت به بيا په افغانو حماسو كي دكلا سيكو منظو ماتو پيروي كېدلاى ولي دثور انقلاب او له هغه څخه ضد دملت پالني او وياړني منظو مه روحيه چي په واړه ډول موجوده وه دشاهي نظام له ملي سروده بيا دجمهوري نظام تر ملي سروده را وروسته ډېر څه په موقت ډول را نوي سول چي لمړي يې پر محتوي او وروسته يې شعاري بڼۀ غوره كړه چي دې افکارو تر ١٥ کلونو دې خوا کومه بقا ونه درلوده چي په لاندى ډول سره په منظوم او شاعرانه اړ خونو کي د قيد سوي منظوم جهانه څخه څو نمونې دساري په ډول را وړو
دجمهوريت دوره :
دسر دار محمد داؤد خان دوره را منځته سوه ؛ دمېډياو پر مخ په مطبو عاتي اړخ کي دافغاني فرهنګ استازيتوب سره تر دې چي په دې دوره زموږ دملي يو نيفارم، كلتور په رنګ غربي اثرات په ډېره سلنه ور ګډ سول ولي دمخكنۍ خبري پر بنسټ په زغرده مطبوعاتي فرهنګ ډېر څه له ځانه سره راوړل موږ ددې بدلون او بيان خبره دملي سروده را پېلوو او ګورو چي په نوموړې دوره كي دجمهوري نظام راټول شعارونه او غوښتني د هغه نظام په سرود كي نغښتي وې کوم چي د استاد عبدالرؤف (بېنوا) له خوا ليکل سوى ا و وړاندي سوى دى
ملي سرود
څو چي دا مځكه اسمان وي
څو چي دا جهان ودان وي
څو ژوند په دې جهان وي
څو چي پاته يو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
په مطبوعاتي فرهنګ كي له يوه اړخه سوچه توب نغښتي وو ولي په ملي كلتور كي دغربي او شرقي كلتور را ګډېدل ددې لامل سول چي دا فرهنګ په نيمه ډول غربي ډوله كړۍ ولري
منظوم مثال يې :
ښکلي دي شپې لکه ناوياني دلنوازي لرې
عيش وراحت ښه نعمتونه په څو رازي لرې
ددنيايي ژوندون لپاره چاري سازي لرې
آنچه خوبان همه دارند ته يې يوازي لري
جنت پردې مځکي تاته ويل کېږي
هيواده ستاښکلى بيرغ دي پاس رپېږي
عبدالرحيم((ننګيالى))
طلوع افغان١٣٥٦لمريزکال ٩٩ګڼه
کمونيستي دوره
كله چي په افغا نستان كمونيستي دروه راغله د نوموړي دورې د ريفورم او اووښتون ترڅنګ چي له ځانه سره يوه كمونيستي مفکوروي تكيه لرله پردې اساس چي په افغانه ټولنه كي دهغې دمنلو او زغملو لپاره ځاى نه و ستونزمنه وه ؛ يا په دې معني چي له افغاني او اسلامي فرهنګ سره يې په پوره ډول ټكر درلود ځكه نو پلى نسوه
هر څومره چي دنوموړي مفكورې په مقتدر اړخ كي نوي څه را وړل سول او وړاندي يې كړل په هماغه اندازه يې اسلامي ملي پاڅون ته پېلوځى ورکړ د نظامي غبرګون ترڅنګ يې فرهنګي غبرګون هم له ځانه سره و در لود
كله چي دثور کودتاه دبرياپه ترڅ كي په ډاكټرمحمد صادق فطرت ناشناس باندي دسليمان لايق سرودي اوشعاري شعروويل سو :
آې دازادۍ خاوري ـــ تاته مو سلام دى
اې دنېكمرغۍ خاوري ــ تاته مو سلام دى
ستره تياره تېره سوه ستا پرسر درو باندي
ښه سوله چي تېره سوه ستاخواروبچو باندي
هره تياره پاى لري خلګو ولسو باندي
لمر دعدالت وخوت ستا پر جګو غرو باندي
دمجاهدينو په اړخ کي هم دشهيد احمد شاه حيدر له خولې دمحمد عسي عصمت قانع داشعار پورته سو
اې دانقلاب سپاهي پامکوه ژوري سته
اې منزل دي اوږد منزل غرو سره ټکري سته
تاته وايم ګير نه سې لومو او دامونو کي
ګوره څوک دي شوټ نه کړي هسي په ګولونو کي
څارکوه ځيرک اوسه مار دى په لستوڼي کي
نيغ ځه مخامخ درومه شا وخوا خطري سته
نن چي دي قيام کړى موټي دي قوت لري
وينه کي دي شور وينم زيرئ دعزت لري
ږغ دي تکبير ګوره کفر ته قيامت لري
ستړئ په مزلو نه سې مخ کي مرغلري سته
دخلقي حکومت په رويکار کېدو سره دوى هم د تېرو رژيمونو غوندي د خپل انقلابي دولت دسرود په عنوان يو شعر ملي سرود ته غوره کړي
بلې!
دنوموړي ملي سرود په محتوي کي يوازي د کارګري طبقې لپاره توجه په زياته پيمانه وه لاندي يې لولى :
ګرم سه لا ګرمه سه ته اې مقدس لمره !
اې دآزادۍ لمره ! اې دخپلواکۍ لمره !
موږ په طوفانونو کي پرې کړه دبري لاره
سره دسربازۍ لاره پاکه دورورۍ لاره
دا انقلابي وطن اوس دکارګرانو دى
دغه دزمرو ميراث اوس د مزدورانو دى
تيرسو دستم دور وار دبزګرانو دى
په عقيدتي اړخ كي :
كه پر وخت وزكندن مي دهورا ناره ونه كړه
بيا مي مه بولۍ ملګرو چي خلقى يم
څو مره ټيټه ده شېوه دنامر ديو
څو مره لوړه ده سره لاره دمر ديو
څومره سخته آبادي دخوارو خلګو
سر ه رشته ده د فرنګ د بر باديو
سليمان لايق
دشفق له كنارو څه
دافق له ترانو څه
دا شعار را پورته كېږي
استبداد به نورختمېږي
سور خلقي جهان جوړېږي
عبيدالله (ځګرخون)
جهادي لورى :
مات سو انقلاب پر افغان دخلق
تېر سو پر خلګو تور دوران دخلق
كاميابه چي سول پاك مجاهدين
جنګ يې کى اعلان داسلام پر دين
اور تې واچول بېرغان دخلق
يا دا سي :
اوښكي تو ييږي د مظلو مو يتيمانو
د مظلو مانو دا څه تور تم دي
مسلمانان يې ډېر بنديان کړل
لا دركه يې عالمان كړل
ډېر يې په ظلم شهيدان کړل
كورونه ډك دي په افغان كي په كوڼديانو
په هوا ګر ځي جهازونه
پر هرځاى غور ځوي بمونه
خرا بوي كلي كورنه
آى ((ساقياره)) داوحشت دى دروسانو
پر مظلو مانو
دا څه تور تم دى
دثور لړۍ ددې شعاري اړخونو په دايرو كي اسيره پاته نه سوه بلكه نور يې هم احساسات او جذبات په زور كي سول دواړو اړخونو كوښښ کاوه چي دخپلو هدفونو دپر مخ بېلولپاره دټولني له پياوړي قشر ځوانانو څخه د خپلو هدفونو د وسيلو په توګه کار واخلي:
دساري په ډول
كه دتورو دكار نه وي انسان څه دى؟
كه دشخړو ډګر نه وي جهان څه دى؟
كه دصبر بېړۍ دړي وړي نه كا
بې قدرته بې هيبته طوفان څه دى؟ •
سليمان لايق
اې سر بازه ياره ! خېژه پر مرچل باندي
بيا به دي اوده كړمه سيوري داور بل لاندي
ما هم ملاتړلې ده ځمه دوطن په ننګ
ګوره چي پر شا نسې نيغ ځه په تكل باندي
بيا به دي او ده كړمه سيوري د اوربل لاندي
يا لکه
تام مشغوليت ولس کي تامه سوکالي غواړو
کور ، ډوډۍ ،کالي غواړو
کور،ډوډۍ ،کالي غواړو
لطف الرحمن ((خاموش))
ددې وطن دهري لړي پيره دار ملګرې!
د وچو دښتو هسکو غرونو خدمتګار ملګرې!
اې په تن لوڅ په ګېډه وږئ درمو شپونکيه!
اې د خانانو په دربار کي ناقرار ملګرې!
قتيل خوږياڼى
دتيارو لاره دي پرې کړله اتل سوې
زما ګونده درزمونو قهرمان سوې
تا دستورو تخم وکاره وطن کي
ته اتل سوې ته اتل د ټول جهان سوې
سليمان لايق
ړنګ سول تور قصرونه د ستم زولنې ماتي سوې
اوس مي په وطن کي دخوښيو اتڼونه دي
ړنګه دبد مستو بد مستيو دلکشا سوله
نور په سلګيو د وختو نو نيرنګو نه دي
څنګه مو د نر غوندي سودا وکړه له سر سره
څنګه مو بل کړي په دښمنو سره اورونه دي
((سپېره ډاګونه غوړېدلي بزغلى))داسحق ننګيال اثر٢٨، ٦٩او ٧٠ مخونه
جهادي اړخ
په قيمت د تودو وينو وړاندي درومي
داده د حق او د باطل مقابله ده
د موټرهوا داران يې په کار نه دي
انقلاب دى د ککرو قصابه ده
يا لاندي
زېرى د سبا لري ختمې توري شپې غواړي
داده د عقيدې عسکر ژوند د عقيدې غواړي
داده دسنګرو اتل داده دمرچلو سپاهي
داده دشهادت وارث داده د پرګنو سپاهي
داده دلوړو غړو عقاب داد د تاترو سپاهي
دغه د سېلاب څپه داده طوفانو سپاهي
نه مني اسير ژوندون ماتي زولني غواړي
يا لکه داچي
و کمون ته دي همدا خاطرات بس وي
په جهان کي چي يې درد دزړه په خوله سو
((قران مل ))١٣٦٩
يالکه داسي
دفولادو په محبس کي زکندن د اسارت دى
دا زندان به ويجاړېږي پرې ګذار د لوى قوت دى
د ختيځ په هديره کي جنازه د سره کمون ده
نوره ختمه په لوېديځ کي ډرامه د تمدن ده
د اسلام د حکومت وار دى زمانه د اووښتون ده
تروږمۍ به رڼا کېږي مشال روڼ د سباوون ده
استضعاف دى لټېدلى د بېوزلو حرکت دى
د افسون منتر ماتېږي د نيرنګ د صاحبانو
اخري سلګۍ يې خېژي دوار سا د قصابانو
ميخانې دي لړزيدلي د يورپ د شرابيانو
د ژوندون ورځ يې ماښام ده د ناټو د سنګرچيانو
دا زموږه ادعا نه ده دغه حکم د فطرت دى
يالکه داسي
راځى چي كړو آزاد افغانستان له شورويانو
غيرت وكړى ځوانانو غيرت وکړى ځوانانو
غيرت وکى پاڅيږى
سنګرته روانېږى
دحق پر لار جنګ ګېږى
دننګ توري تر ملاکړى غيرتمنو افغانانو
غيرت وكړى ځوانانو غيرت وکړى ځوانانو
زاړه فکرونه پرېږدى
خواږه خوبونه پرېږدى
دانور چرتونه پرېږدى
شين توغ دتوحيدواخلئ په لاسوكي اتلانو
شخصي بريدونه
هر څه انقلابي او جهادي سول ، مجاهدينو باور درلود چي دهيواد ټول هغه اوسېدونکي چي په افغانستان کي فعلي استوګنان دي ؛ په ښه او بد چي پوه دي خپل فکري اړخونه يې په دوو باورو نو وېشلي چي يا په هيواد کي د نوي نه منونکي عقيدې ((کمونيزم)) ضد مفکوره لري يا دموجوده حکومت تر څنګ د هغه تر سيوري لاندي دمجبوريتونو يا دنوموړي مفکوروي پيروى په تعقيب دحکومت اړخ دخپلو پلوىانو تر څنګ په لمړنيو کي پردې حساب کاوه چي په افغانستان کي درې قشره ((حکومتي پلوه ، مجاهد پلوه )) اوسي په دواړو متضادو اړخونو کي هغه غزلچيانو او نعت خوانان چي ددې لړۍ په دوام يې په خپل شوق ، زور ، او يا عقيدتي ليوالتيا سره سندري ، حماسي شعارونه او ترانې ويلي دمتقابلو اړخونو او يا هم پخپل منځي رقابت کي دهدفونو دګوليو ښکار سول احمدظاهر ،خان قره باغئ ، عبيدالله کندهار ى ، شهيد احمد شاه ((حيدر)) يې ساري دي
ددوئ ترڅنګ ځيني شاعران ځانته دنجات ور کولو په موخه له هيواده مهاجر سول چاملت ته دهغه دحق دادايني په نيامت نژدې هيوادونو ته دپناه اخيستني په موخه ولاړل يا دجهاد په صفونو کي ودرېدل يا سوسياليستي او غربي هيوادونو ته ولاړل او ځيني يې د عبيدالله ((ځګرخون )) غوندي مړه سول
شعرونو له شعري ښکلا څخه په شعاري بڼه بدل او بياوروسته په شخصي بريدونو واووښتل چي ځيني مثالي شعرونه په لاندي توګه لوستلاى سو
ددې خلګو په مټ لوى لوى لېډران سول
بيا په بيرته د همدغو قا تلان سول
تاريخ واخيست امتحان دښو او بدو
رايې وړل ګلان واښه دبيابان سول
مقابل لوري
افغانستان لره را وستل روسان ببركه
اې بې ايمان ببركه
وطن دي خرڅ كړ
دجګړې په ډګر كي
هېر مو نسي افغانانو هېر مو نسي
شوروي ستاسي پر حق باندي سر كښېښود
استعمار ورته چكۍ سو تر پېكينګه
څوك چي تاسو نه را لري سو ده پرېښو د
يا لکه داسي :
دسنګر پر مړي مه ژاړى ملګرو
تر هدفه قرباني سو قهرمان سو
دوطن پر ننګ يې سر او ځان فدا كړ
دخپل كلي و خو اوس دټول جهان سو
مقابل لوري
ستاپر ارواح وايمه درود دنام او ننګ شهيده
په وينو رنګ شهيده جنت دي ځاى دى
په وينو سور دي سور کفن سوشهيد سوې پرحق
په تانوراني خل مدفن سو شهيد سوې پرحق
هم دي سرلوړى خپل وطن سو شهيد سوې پرحق
ستا له زيارته څخه ځي بوى دلونګ شهيده
يا لکه داسي
هره دښته او بيديا مو کربلا ده
هره ورځ مو په وطن کي عاشورا ده
دحسين کرښه په وينو ليکل کېږي
حسينيان کله ظالم څخه وېرېږي
دظالم په وړاندي هرڅوک چي درېږي
دحسين غوندي به سرڅخه تېرېږي
دحق لاره له باطل څخه جدا ده
دکمونيزم جنازه
تر لکۍ مو ټينګ نيولى دى حېران ځي
شوروي ابليس په تېښته له ميدان ځي
داده دمارکس دفلسلې زړه بوډۍ ده
دا مکاره په څه چم او په ګريان ځي
د((صميم)) له شعره سور کمون بېرېږي
چي هر بيت يې دکارتوس غوند روان ځي
احمد ((صميم)) البيان مجله پرله پسې ٢٦ــ٢٧ګڼۀ١٣٦٧
باسواده غازيان
هغه څو غازيان چي وه خبر له کتابو څخه
سم يې زړونه وايستل دکفر دسينو څخه
ړنګ يې تدابير استعماري کړل دايمان په زور
غېږه داسلام يې وساتله له پردو څخه
خلاص يې دعلمي هوس زندان کړ د((فهيم)) پر مخ
ورک يې بيم او ترس کړ دشاعر رمزي بيتو څخه
قاري محمد طاهر ((فهيم)) ناتوان
منثور اړخ
دخبري رسنيو د شعارونو ، پروپاپنګډونو او ...... القاب او اتهامات تر حد وا ووښتل حکومت له پيله پرجهادي او مقاومتي اړخ دتوري ارتجاع ، اخواني شياطين ، اشرارو او بيا دروسي لښکرو تر وتلو وروسته دافراطيونو او بالاخره دخوابدو وروڼو نومان کښېښوول مجاهدينو هم خپل غبرګونونه وښوول دخلقيانو ، پرچميانو، قطبي خرصانو ، وطنفروشانو ، دپرديو تالۍ څټواو ..... په نومونو ددولت اړخ ونوماوه په مترادفو اړخونو کي هريوه ګوندپخپل منځ کي دخپلو غړو لپاره القاب او داړيکو اصطلاحات را وړاندي کړل خلقيانو تر خپل منځ دملګرو ، پرچميانو درفقها ،دجهديانو تر منځ د وروڼو ، برادرنو ، انډيوالانو ،همسنګرانو او نور........ نومونه غوره کړل ددې تر څنګ په مليشه يي اړخ کي د فدايانو ،کنډکيانو ، ګلمجمانو ، سربازانو ، وطن پرستانو اصطلاحات وکارېدل
نور ډېر دا سي څه وسول چي په تېرو دورو كي يې ساري ډېر لږ ليده سي ، ادبي ليكني كېدلي ، ولي نيوي سلنه يې په عقيدتي ، حماسي او سياسي نثر پوري اړوندي وې چي بويه ډېري رسنۍ رسالې،كتابونه،اخبارونه حتي را ډيو يې سټشنونه ددولت او ددولت په وړاندي په مخالف جهادي اړخ كي رو ى كار سول دكابل دحكومت په اړخ كي سره تر دې چي دوه اړخيز ګوندي فركسونونه ((خلق او پرچم))مو جود وه ولي تر ډېره يو شعار چي دكمو نيزم دفاع او خپرېدا يې هدف و دبېلابېلو رسنيو له خولو او ژبو خپرېدي ، په جهادي اړخ كي په لمړي ځل دمجاهدينو دمخكښ ګوند حزب اسلامي لخوا دشبنامو او اخبارونو را پيل سو وروسته هر جهادي ګوند دخپلو ار مانونو تر جماني رسنۍ تر خپراوي لاندي ونيولې
په ١٣٦٩ لمريز کال کي ددې رسنيو شمېرپه دولتي اړخ کي ٦٧ او په جهادي اړخ کي ١٠١ ته چاپي او څپه يزو رسنيو ته ورسېد چي لړ ليک يې په دي مقاله دوخت نيونه ده
پايله : دې پايلي ته رسېږو چي په تېرو ٤٠ کلونو کي دنورو تاړاکونو او لاسته راوړنو تر څنګ زموږ ولي او عقيدتي فرهنګ لوړي ژوري ليدلي دي دې لوړو او ژورو که په اړخ کي حماسه ژوندى ساتلې په بل اړخ کي د داسي نا اشنا کلتورو سره مخ کړي يو چي زموږ پر هويت دپيکه سيوري دخپرېدو لامل ګېرځېدلي په همدې اساس اړتيا ده چي د راتلونکي لپاره د اسلامي شئوناتو په عميق فکر او عمل کي نيونو ترڅنګ دخپل ملي فرهنګ او تاريخي ابداتو ساتندوى واوسو
په درنښت
غريبک کتابتون کندهار