که زړونه سره یو کړو لاسونه سره ورکړو.
دا کاټې به لالونه دا بوټي به لونګ شي.
زه چې په خو او بدو پوه شوی یم ،دهغې وخت نه تر دی دمه په یوه کورنۍ کې دخپلو،کلي کې دقومونو، ولایت کې دکلو او په افغانستان کې د ولایتونو ترمنځ تربګنۍ ،دښمنۍ ،جنګونه او جنجالونه روان دي.
هرڅوک دیو او بل پښې وهي ،یو بل نه پریږدئ چې په ارامه ساه او د ژوند مزه واخلی.
اخر ترکومه به دا ستونزې ګالو؟ ایا بس نه دی چې په تیرو څه باندې دري لسیزوکې مویو بل اووهل،وټکول،وځورول،وربړول او ولټول؟
کلي کې د ترونو سره دښمنۍ او تربګنۍ تر کله؟ ، یوه وینه اویو مودین دی ،بس زه تا وهم ته ما.
نړۍ چیرته ورسیده او مونږ لا هماغسی په توره تیاره کې په درانه خوب وید یوو.
یو څه کول پکار دی او هیواد ابادول پکار دی. نه دیوبل وژنه او بربادونه.
په خوله نارې وهو چې ټول سره یو یوو خو باطن کې دبل یوو، دبل په خوله ښونځي سوزو، ښوونکي وژنو.
کتابونه سوزو او زده کونکي ګواښو ، روغتون ته بم ګدو او ډاکټر ته دام.
دهغه چاء ملتیاکوو چې غل یې ، ظالم وی ستمګر وی او ملت او اولس یې لوټلی وي.
دا هرڅه چې کوو په ځان او وطن یې کوو ،زه وایم دومره به بس وي ځکه که څوک د وینو تږی وه تنده به یې ماته شوي وي.
اوس کار اهلی کار ته سپارل پکار دی هیواد پرمخ بیول پکاردي.دا به هله کیږې چې په ریښتینی معنی سره پښتنون ،تاجک،هزاره ،بلوڅ،ایماق،نورستاني ،پشیان ،ګوجراونور په هیواد کې میشت قومونه یو بل سره لاسونه یو کړي نوهله به دا کاڼې لالونه او بوټې به لونګ شي.
که ترمنځ مو دا لوبي او ډرامي دوام پیدا کړې نو دکنړاو پکیتیا یو څو راپاتی بوټې به لونګ نه سکاره شی او د بدخشان زمروتو بسی به ړانده شو.
مونږ به لکه د مداری د مارانو په خپلو کې جنګوي اوتماشه چیان به تشویقوي.
خوله به زما وی خو واک به دبل ،چې څه راته وایی هغه به کرو او ریبو.
دا څه دومره سخته نده چې ځان د مداریانو له اودې وباسو بس یو عظم او کلکه اراده غواړي .
تیر تاریخ ته ځغلنده کتنه وکړئ، کومی لوبې یې راسره کړې دي ،لراو بر یې بیل کړه لکه د ملا دتیر نه چې یوه موره بیله کړې او بیا په ملا کړوپ روان یئ.
تر اوسه پورې دغه موره لا بیله ده، دا هم ستونزمن کار نه دی بس یو ډاکټر ته اړتیا ده نه ستمګراو جوارګر ته.
شاعر څومره ښه ویلې دی:( که زړونه سره یو کړو لاسونه سره ورکړو. دا کاڼې به لالونه او دا بوټې به لونګ شي) ، دایوه جوته،څرګنده،پخه،سوچه او نږه خبره ده چې دیو لاس څخه پړق نه خیژی تر دوه لاسونه سره یو نشی.
دبیلګی په توګه تاسو ته پته ده چې غرب لاسونه سره یو کړي او لری نه ده چې ټوله نړې به خپلی ولکی لاندې راولئ.
اوس هم لا ناوخته نه دی ،راځئ چې کلکه اراده او پخه وعده وکړو ،چې نور به دبل په خوله ته ما اوزه تا نه وژنم.
خفه به پخلا ، ورک به پیدا ،دا به دعاء کړو چې ګران هیواد افغانستان د پخوا په څیر لوی افغانستان کړې. او دجنګ دا بدرنګه څیره له دی خاوري ورکه کړې.
هر کله چې د یو نوم او بیرغ سیوری لاندې راټول شو او بل سره مو له زړه مینه وکړه او له جنګه مو کرکه وکړه نو هیواد به د پرمختیا پرلور روان شی،که داسی نه وي تر قیامته به جنګ زمونږپه زړونو کې ځالي جوړې کړي.
څومره ښه وویل شوی دي:( که یو نه شو ورکیږو)
تر اوسه خو لا د یوبل نه ورک یوو،د پیداکیدو لپاره ملې وحدت ملې یووالی او هیوادپالنی ته اړتیا ده.
چې هر څوک د هیواد د پرمختګ جوکه وی همغه زمونږ سالار او مونږ یې لښکریوو.
په ځای د دې چې خپلي پښي اووهو،راځئ چې د اغیار او خونکار پښي د قلم په ژبه اووهو.
راځئ چې په ګډه اسلام پالنی او هیواد پالنی ته مټي راونغاړو ترڅو دا کنډواله، ځوریدلی او کړیدلی
ګران هیواد افغاسنتان د سیالانوسره سیال کړو.