خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا !؟ ( دوهمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5757
د پروفيسوركابلي والا ليکنه _ هندوستان
دخبریدو نیټه : 2006-02-25

پروفيسر کابلي والا - هندوستان

امريكا :

خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟

لمړۍ برخه ،  دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ،

 

+كه پادري هم راورسيد ؟               

+پارلمان كه امريكايي  تلك ؟          

=له ګولۍ والاووڅخه بايد ونه تښتو په دې چې هغوى موله شا ولي...

څو مياشتې مخكې دافغانستان په لويديز كې يوه امريكا يې بدنام چارواكي دخپلو شيطاني اغراضو له امله په خپل يوه افغان ساتونكي ور وبلوسيد اوهغه يې وواژه ، له دغې موضوع څخه اوږده موده تيره شوه ، خو تراوسه هم څرګنده نه شوه چې دغه امريكايي دغه كار په كوم مطلب اودڅه له پاره ترسره كړ؟دغه وحشيانه عمل ماته هغه شپې را په يادكړې ، كوم وخت چې انګريزانو پرهند باندې واكمنې كوله ، په هغه مهال به انګريزانو له خپلو ژباړونونكو، ميرزايانو اومنشيانوسره كټ مټ چال چلند كاوه. په كابل كې امريكاجوړه كړې  اداره تراوسه هم نه شي كولاى چې لږ ترلږ په دغه باره كي خپل دريځ په ډاګه كړي اودهغه زلمي كورنۍ اوهيواد والوته لږ ترلږه دا ډاډ وركړي چې ګواكي دا به وكړي او ياهم دا اويايې داكړي دي. داله هغو سلګونو  بيلګو څخه وه چې موږ يې تراوسه هم له امريكايانو څخه  پوښتنه نه شوكولاى ...

په هرډول  امريكا اوس په افغانستان اونړيوال سياسې ډګر كې دخپل شوم سياست له امله هغه پړاو ته رسيدلي لكه چې روس پرافغانستان باندې دخپل ظالمانه برلاسي دشپوورځو په پاى كې رسيدلى و،هغه مهال چې روسي لښكرې له افغانستان څخه ووتې بيا يې په يوبل شان توطيوباندې لاس پورې كړ، په حكومتي اداره كې يې دتوطيو ټغروغواړاوه ، كوتا ګانې اوتوطيې يې يوه پربله پسې را پيل كړې ترڅو چې  يې خبره دغې پولي ته ورسوله چې ځان يې هم وشرماوه اوهغوى چې دوى ته يې غوږ نيولى واوددوى په فرمان وو هم . خواوس يوه خبره ده اوهغه داچې كوم جنايتونه چې امريكايانو په هغو جنايتونو پسې  په افغانستان اونړى كې راپيل كړي اوسړى يې له هغو سره پرتله كوي ، نوپرته له كوم ځنډه يې خولې ته هغه فارسي خبره  راځي چې (بازهم همان كفن كش سابق ...)

په هرډول دم ګړى  امريكا هم هغې پولي ته رسيدلې ، څه چې په افغانستان كې دوى ترسره كوي ، هغه خپلسري اوسرايله خاينانه كړه وړه دي چې له انفرادي كچې مقاماتونيولي بيا ترلوړې كچي پورې يې په كې ډوب كړي دي . كه ښاغلي كرزى امريكايانو ته زارۍ  وكړې  اوورته  ويې ويل چې كله افغانان وژنۍ اويا يې بې عزته كوي ، نولږ ترلږه خو ما پرې خبروئ ،خو دوى داكارنه يوازې ونه كړ ان چې په خپلو مطبوعاتوكې يې ملنډې هم پرې ووهلي اودده داخبره يې دده دنورو خبروپه شان  هسې بابيزه تيره كړه ، سره له دې چې ده خواركي په دې نژدې وختوكې  يوځل ځان په دغه غوښتنه زمرى وښود، چې ګواكي دى بايد امريكا يې عامې وژنې ترخپل كنترول لاندې راولي ، خوونه شوه ، په دې چې دغه ظالم ځواك اوس ظالمانه امريكايي ډوله دموكراسي پلمه كړې ، اوپه دغه پلمه غواړي ، هرڅه له پامه وغورځوي اوڅومره چې كيداى شي  په بې چاره افغانانو باندي خپل ناڅرګند زور زياتې نورهم زيات كړي. همداده چې په ډيرماهرانه توګه يې  ددغه ملت دټكولو له پاره يوشميرته وسلې اويوشميرنورو ته پيسې په واك كې وركړې اوپه دغه شان يي لاهم عامه ذهنيت له اصلي پوښتنوپه يوه خوا   ساتلي دي .

امريكا په افغانستان كې ددغه ملت په هرډول ملي ، فرهنګي ، سياسې اومذهبي شعايروا ومقدساتو باندې په شعوري توګه د تيري لړۍ پيل كړې اوپه دغه ترڅ كي يې همدا اوس په يوشمير خورا خطرناكو كړو وړو باندي لاس پورې كوي ، داددوى دامسا زور دى چې دنژدې تيروڅلورو كالوپه ترڅ كې په لويو ښارونوكې اسلامي اوافغاني ضد كړه وړه لكه  شراب، فحشا،مذهبي ارښتنونو ته نه درناوى ، په هيواد كې ژبنيواونورو فرهنګي توپيرونو ته دټكر ترپولي پورې لمنه وهل ،دپولې په شاوخواكې دوسلو قاچاق  خپلې پوره لوړتيا ته رسيدلي دي. اوداهغه څه دې چې د دغه ظالم نړيوال ځواك  دپوځي چترترسيوري لاندې په افغانستان كې لكه داورلمبې داسې وده كوي .  دافغاني فرهنګ اودود پرضد ددې هيوادداكثريت (افغانانوپه تيره پښتنو) په اندو ژوند اوفرهنګي ارزښتونو باندې لوبې او بې پروايي يوازې په دې خاطر چې دوى دخپل شوم پلان له مخې غواړي ايران هم لكه عراق غوندي د پرله پسې توطيوپه ښكيل كې را ونيسي  روانې كړې دي . همداده چې اوس دايران د راتلونكي په خاطر دهغه له پاره په افغانستان كي خيل اهداف سمبالوي او ان دايرانې فرهنګ او لهجې دعامولو له پاره په افغانستان كې د پلورلوشويو په لاس عملآ په څرګنده او ناڅرګنده توګه لاس په كارشوي دي .  لنډفكري اود احساتوپه نيلي سپاره فارسي ژبي تعصب پالي بيا ورته خوشاله دي چې ګواكي په دغه توګه به دوى وكولاى شي دافغاني ملي  ارزښتنونولكه ملي ترمنالوژۍ په وړاندې به په خپلودغوپردې پالو هڅوسره دبري اوبرياليتوب سرحد ته ورسيږۍ ، نه ، هيڅكله هم ، يوازې داهغه دڅوورځو معامله ده چې امريكا فكركوي چې كه په عراق كي بريالي شوه ، نوبه بيا دايران په داد هم ور ورسيږي ، همداده چې اوس له لويديزڅخه ياران  په بيلابيلو نومونواوهويتونوهڅول كيږي چې هلئ ولاړشۍ اوهلته په داسې تبليغاتو لاس پورې كړئ چې دهغو په ترڅ كې بايد دراتلونكي مزدور ايران له پاره يوڅه د ريزرف په نامه سره  جوړ اوترلاس لاندې ونيسي . دغه كار اوس ددې سبب شوى چې په افغانستان كې امريكايان نه ددې هيواد دراتلونكې په باب فكركوي ،نه داسې څرګنده ليواتياچې هغه بايد داوږدي مودې له پاره  ضمانت شي لري اونه يې هم تراوسه په دغه ترڅ كې يورغنده ګام چې په دغه هيوادكې دلوږې ، بيكارۍ ، بې برقۍ اوګدايئ مخه ونيسي اوچت كړى دى .امريكا اوس په افغانستان كې  يوازې ددې له پاره په جنايت كاريو بوخته ده چې له افغانستان څخه دګاونډيوهيوادو ،او په نژدي راتلونكي كې د چين ، هند او روسيې دپرمختګ د مخنوى په خاطرګام اوچت كړي  په دې نژدې وختو كې په امريكا اويوشميرنورو هيوادو كې د ( زيړښامار ) ګواښونه اوخطرونه چې موخه يې  زموږ په چم ګاونډ كې د ډيرنفوس لرونكي هيواد چين اويا په دغه توكم پورې اړوند ولسونه اوهيوادونه اودهغوى افتصادي برياوې دي .

 ددغه هيواد دسياسي تګلارې په توګه چې تراوسنۍ  جوړې كړې درامې (ترهه ګرۍ ) وروسته به يې سمبالوي او اوس يي نوې دمطبوعاتوپه واك كې وركړې ښايي يوه همدا موضوع وي . ، په دې كې هيڅ شك نشته چې دوى غواړي  له افغانستان څخه ددغه زيړښاماردورځ په ورځ زياتيدونكي خطرپه وړاندي جنوبې كوريا جوړه كړي.

كه پادري  هم را ورسيد !

هو، كه داسې وشول نو دې ته هم بايد تيارى ولرو چې په دغه نوې او اوږد مدتې سيالۍ كې به افغانان او افغانستان له يوې خوا خپل تاريخي  ارزښتونه له لاسه وركوي اوله بلي خوا به يې ترسترګولاند ې سپيڅلي مذهبې مقدسات  په بې رحمئ سره ترپښولاندي كيږي . تراوسه خو دامريكايي مذهبې څياو له پاره لاره چاره هم نه ده پرانستل شوې، په دې چې لاهم  دطالب جنګياليواودآزادئ دجنګياليو  شوراوشرنګ د هيواداوپولو په اوږدو كې  نه دى په ټپه شوى ، لاتراوسه پادري اودهغه خرجين افغانستان ته نه دي رارسيدلي ، كله چې داڅپه نن اوياسباپه هغې خوا ورمخه كوي ، زه باورلرم چې له دې سره به نوي نوي ستونزې اونوي غمونه نورهم ترموږ آه ،خواتيرشي. يووخت مې په تلويزيون كې ديوې كليساديوه پادري خبروته غوږ نيولى و. هغه داخبره كوله چې پنځوس كاله مخكي به په جنوبې كوريا كې زموږ پادريان اودهغو سيمه ييزډندورچيان او مبلغيين په ښكاره چيرې نه شواى ګرزيداى اوس څه دامريكايي جنګي بوختياوواوڅه هم دسړې جګړې دسيالۍ  له بركته دكورياپه سلوكي پنځوس اوسيدونكي عيسويان شوي دي .اوس كوريا ته څوك يوبوديست مذهبه هيواد نه شي ويلاى  ...

هوكله چې پادريان هم  يوځل د امريكاېي خندنۍ موسكا اوخونړى امسا ترسيوري لاندې لكه ددغه هيواد وينې څښونكي پوځونه له شنو ډالروسره پرهيواد را ننوزي ، بيا خو په دې باور ولرئ چې زموږ په هيواد كې دهغو بې ايمانو شميركم نه دى چې زموږ دعقيدې اوايمان دخوارولو او توهينولو په برخه كې لكه چې امريكا يي يرغلګروپوځونو ته يې هركلى وايه ،دافغانانو وينوتويولواو دهيواد ورسپارلوپه مهال يې  خپلې سينې ورته ټپولې اوس هم تود هركلى ووايي ، دداسې بې ايمانوشميرچې په خپلواكۍ يې معامله كوله اويا اوس هم دخپلواكۍ توري ته سواليه ؟ ايږدي لږ نه دي . داسې ګونګسې دي چې لويديزه كلسيااو دهغې  مبلغين خپلو دولتونو ته دافغانستان او دمنځني ختيز دپاريدنو په اړه دامشورې وركوي چې : ((  له ګولۍ والاووڅخه بايد ونه تښتو په دې چې هغوى موله شا ولي ،هغوى ته بايد وروړاندي شو، خپل تش په نامه سوله ييز مرام(امريكايي خونړۍ ديكتاتوري ) بايد ورته ووايو او پري ويې منو )). دادى پادري اودهغه اوسنى پيغام . دوى اوس ددې له پاره لاس په كارشوي څو دپادرې خورجين ديوشميرهغو مرتدو ارادتمندانو په اوږو ترهغه ځايه پورې ورسوي ، اوداله دغه ټكي هغه مهال ښه څرګنده شوه چې كله دسولي او سلم دښمن دامريكا ولسمشر په بې شرمئ سره خوله پرانسته چې خداى ده ته  وويل چې په افغانستان اوعراق كې دمومنو مسلمانوله وينو سيندونه روان كړه اوهرڅه زيرمې چې لري هغه ترې وتښتوه ...

په افغانستان كې چې كوم اقليتې فرهنګي اپارتايد نن سبا ديوشميرګمارل شويو افرادو او اشخاصوپه وجود كي په نيم ژواندي بڼې سررا اوچت كړى اوياداچې په خورا ملي ضد روحيې سره ځان را څرګندوي، دهغه ترشا داشان هلي ځلي شته ، په نژدي راتلونكي زه باورلرم چې دغه بازار نورهم توديږي اوپه دغه ترڅ كې به دملي اومذهبي اساساتو ، ژبو اواكثريتې افغاني _پښتني  ارزښتونوپه وړاندې دامريكايې اوانګريزي بيلابيلو شبكوله لارې دحيرانتياوړ توطيې په عمل كې په خورا بدرنګه بڼې سره راوړاندې شي ، داسې چې نه يوازې به موږ په كې ډبيږو بلكي هغوى  به هم دچا خبره غوړه پزه ترې پورته نه كړي څوك چې   اوس ورته خوښيږي او بې له ډوله ورته مست دي. 

 اوداټولې خبرې دهغې ناڅرګندې امريكايي ډرامې له پاره تيارې دى  چې امريكا يې  سياسي لارښوونكي او ډايركتران يې اوس  په خپلو افغاني نويوزده كړو ممثلينوباندې لوبولوته تيارى نيسې . ددغه سترماتم دمخنيوې له پاره يوازې يوه لاره شته اوهغه داچې كه خپله امريكايې ولس نورددجال په دغوخيالي كړوړو باندي چې دترهه ګړئ په نامه يې جوړكړي دسليم عقل له مخي وګوري اودغو ناوړتياوو ته دپاى ټكي كيږدي لكه چې همدا اوس په امريكا كې يوشميرواقعبين ځواكونه دغې خواشينوونكي غميزې ته ځيردي . اوهره ورځ په خورا شهامت سره د بوش  په  غيرانساني نړيواله پاليسي باندې ګوزارونه كوي اونړئ ته دا ورښيئ چې نوره نوامريكاهم ترستوني راغلې اوداددغو خلكو له پاره خورا ګرانه ده چې دخداى  دپراخي نړۍ پرمخ دوى يوازې د بوش دظالمانه خودخواهيوله امله نه شي ګرزيداى ، تردې به ديوه ملت له پاره دذلت ټكي بل چيرې وي چې خلك يي دنړۍ پرمخ پرته له پوښتنې يوازې ديوه ظالم واكمن په ګناه دانتقام اوغچ په نامه قرباني كيږي .  

 دموكراسي مانا داقليتې ستم تحميلول نه وي لكه چې همدا اوس په افغانستان كې روان دي ،سره له دې چې امريكا افغانستان دخپلو غرضونواډه كړى ، خوڅه شې چې دوى له ځان سره دغه هيواد ته تراوسه  رانه وړل هغه دموكراسي وه، همداده چې موږ بايد پرخپل هيواد باندي دامريكايې رژيم خونړى يرغل دموكراسي ونه نوموو،په دې چې دوى يوشميرغله اومافيايي څيرې په افغانستان باندي واكمنې كړى چې ترپرده لاندې په څه معاملو باندې لاس نه پورې كوي ؟ دكورنيوچارو د وزيرلري كول ښايې دومره ساده خبره نه وي چې بس په يوه استعفى بايد هرڅه په خاموشۍ سره دكندو شاه ته ولويږي ، دا به ډيره زر روښانه شي چې ددغه توطيې ترشاه بيا څه ناويلي  پرتې وي اوپه كومه څيره به يې موږ اوتاسې ټول شاهدان وو... په نړيواله سويه مطبوعات به دومره هم ناخبره نه وي چې وايي دښاغلي كرزي خپلوان اودوستان دافغانستان  دجنوب لويديزې حوزې په مافيايې كړو وړو كې دپاملرنې وړ برخه اوواكمني لري اوپه دې سړې باوري  كيږي چې په رښتياهم چې  باد نه وي بوټى نه ښوري اودلته يوه خطرناكه لوبه په ناڅرګنده توګه  خامخا روانه ده . خلك په سيمه كي دا مافيايي هلې ځلې دومره ځوروي چې ان چا ته يې په زړه جوړه نه وي ، په هغوى باندې دالقاعدې ټاپه وهي او دامريكا يانو منګولو ته يې  دځورولو په خاطروراچوي. 

پارلمان كه دامريكا تلك ؟

برسيره پردې داخونړۍ امريكايې اداره  ده چې دافغانستان دخلكودغولولو له پاره يوتورتلك دپارلمان په نامه سره پرانيست ، تاسې خووليدل چې ددغه تش په نامه پارلمان له پاره څه توطيې اوناروا كارنامي ترسره نه شوې ، لومړى كه چيرې له هغه چا څخه چې په دغه برخه كې ژورمعلومات لري ، دوجدان له مخې پوښتنه وشي ، چې په دغوټاكنو ولي لږترلږه دهيواد ترنيمايي كموخلكو ګډون وكړ ؟ دويمه خبره داده چې دغه پارلمان ته له يوڅوپه خبرپوه كسانوپرته نورڅوك راغلل ؟  آيا غله ، سړي وژونكي ، مافيايې څيرې ، جاسوسان ،كولاى شي دملت له پاره په داسي حال كي چې نه به ځان پيژني اونه هم جهان څه ترسره كړي ؟ دغه معلوم الحال جګړه مار چې دسلګونو افغانانو قاتلان دي ددې  پرځاى چې دمحاكمي تالارته كش شوي واى اوس يې دخوندي ساتنې يوبل ماسك هم پرځان راوغوړاوه اودادى  ځانونه يې ترپارلمان  پورې هم راورسول ، جالبه خوداده چې په دې ورځوكي امريكايي اخبار نيويارك ټايمز په خپله داټكي په گوته كړ چې پارلماني ټاكنويوځل بيا په افغانستان كې ددې له پاره لاره پرانيسته چې سړي وژونكي اوپيژندل شوي غله دې بيا دځآن له پاره دامن او ژغورني جنت پيداكړي، خوبوش بيا داسې نه وايي او نه خپله دغه بريا په داسې الفاظوسره لكه چې نيورك ټايمز يې په ډاګه كوي  تعبيروي .

 په هرډول كه  له دې هم تيرشو، دغه څوك چې سبا به دغه امريكايي ډوله پارلمان ته رامخه  كوي ،دوى په دې پوهيږي چې دوى كوم اودچا پارلمان ته راځې دبوش اوكه دافغانستان دخلكو ؟د دوى جنايتكاركسان به وكولاى شي چې  دپارلمان له مانۍ دباندې به دخپلوخلكو منځ ته ورشي؟ زه خووايم نه ،  په دې چې تل ترتله خو به امريكا يي وينې څښوونكي پوځونه پردوى چترنه وي ،  خلك همدا اوس كوڅو اوبازاروته راوځي او نارې وهي چې دوى نه موږ ټاكلي او نه هم زموږ استازي دي اونه  باور پرې لرو  . ايا دوى كولاشي دخلكو په وړاندې ددغې اعتراض ځواب ووايي   ؟ آيا دوى به په هره كوڅه اوهرمالت  كې په وينولړلي نه وي پراته ؟ داټولې خپرې شته ، چې دپارلمان په مينه ليوال ياران يې بايد په پام كې ونيسې ، زموږ په ژوند چې څومره پارلمانونه هرواكمن ، اوياهرې ډلي په خپله خوښه په زياتوخارجي  خرڅونوپه افغانستان كې دساختګي ولسواكۍ په نامه جوړكړي هغوى  خويوه هم  خپلې دندې ترپايه په برې سره نه دي ترسره كړي ، بلكي په نيمه لاره كي نيمه خوا اوځوانيمرګ شوي دي، خلك په هرنامه چې وو، پسې راپورته شوي او تش په نامه وكيلان او يا دحل وعقد پلوخواره  په رڼاورځ په هغولاروترې تښتيدلي چې بيا يې تر شا خپل هيواد ته هم نه دي راكتلي ، په دې چې كه دوى ملت ټاكلي واى ، اودوى يې د ارادي څرګندوى واى نوبيا به داسې كاني لكه چې پردوې وشوې په بل چا نه كيدې . اوس هم كټ مټ خبره ده ، دافغانستان او عراق نومونه  دامريكا دمشر بوش په خوله كې داسې لويدلي لكه چې دهرڅه واكمن يې دى وي ، كله چې په افغانستان كې لويه جرګه جوړيده ده ويل موږ په افغانستان كې لويه جرګه جوړه كړه .

 اوس چې دپارلمان خبره را وړاندې شوه ويې ويل چې دادى موږ پارلمانې ټاكنې په ميړانې سره ترسره كړې ، زما له پاره پوښتنه داده چې كه داټول كارونه ښاغلي بوش كړي وي ، نو بيا ددې له پاره اړتيا نشته چې دافغانستان په اړه دې افغانان او يا نړيواله ټولنه ځان ذمه وار وبولي. ددې اړتيا نشته چې له امريكا پرته دې نورڅوك دافغانستان په باره كې خبره وكړي او ياد ددغه هيواد په برخليك باندې وغږيداى شي . دپارلمان خبره هم پاى ته ورسيده،هغه ياران چې دچا خبره بالفعل او بالقوه په ملي جناياتو تورن دي ، هغوى پارلمان ته په زور او سازش لاره پيداكړه اوداپه خپله په ډاګه كوي چې امريكا اوبوش له خدايه هم دا غوښتل چې بايد دملت جانيانو(خپلو پيرودلويارانو) ته دپارلمان ترسيورې لاندې يوه پناګاه جوړه كړي اوداده جوړه يې كړه ، نورنوهرڅه روښانه دي په دې مانا چې يا به امريكا خپل كاركوي او يا هم دملت خپلواكه اراده ، په دغوكړو وړو اودغه چال چلند سره خو ملت اوس هم دځان له پاره يوخوندي امن ځاى نه لري ، په دې چې يوازنۍ هيله يې امريكا اويادامريكا لاس كتويه نړيواله ټولنه  اودهغې وعدې وې ، چې هغوى هم بيرته سړي وژونكي په خپله غيږ كې ورته ونيول ، نوتاسې ووايئ چې خلك به په دغه حال كې څنګه وكولاى شي په ازاده توګه خپله خوله پرانيزي اوپه څه شان به وكولاى شي د هغه ديرش كلن سړي وژونكي په وړاندې دخپل اعتراض غږ پورته كړي چې هم وسلې لري  ، هم پيسې اوهم پارلماني مصونيت  ؟ ...

په هرډول زموږ غږ يورون اندى غږدى ،  موږ نه توپ لرو او نه هم الوتكې ، نه هم پيسې او نه هم داسې وسلې چې خلكو ته يې ددوى په شان په مخكې كيږدو ، يوازې دومره لكه چې  پاچاخان اوګاندي به ويل ، وايو  چې په سړه سينه او دنه زور زياتې په فضاكي دغو ټولو كړو وړو ته بايدله يوې خوا اوږې وركړو اوله بلي خوابايد خلكو ته ووايو چې پشۍ موږك دخداى درضا له پاره نه نيسې ...

امريكا په نړۍ كې اوس له اورونو سره لوبې پيل كړې ، له اور سره لوبې له تباهۍ اوبرباۍ  پرته بله پايله نه لري ، همداده چې دوى دا اورنۍ لوبه تراوسه يوازې دآسيا او افريقا له برخيلك سره مله كوله خواوس داسې ښكاري چې دغه لوبه په خپل ځان اودامريكا په ټوله وچه باندې هم لوروي ، په جنوبي امريكا كې وروستۍ امريكايي ضد پاريدني ، په عراق كې دهرې ورځې په ترڅ كې دلسګونو انسانانو وژنه  په خپله په دغه وچه اونړۍ كي ديوه حيرانوونكي توپان زوږ څرګندوي  چې هدف يې دامريكايۍ سرايله واكمنۍ په وړاندې سركښي ده نړيوالى  خپلواكې انساني هڅې  خپله له ورايه داڅرګندوى چې ددغې سلسلي په وړاندي بايد دبشري حقونوذمه وار خپل غږ ونه پورته كړي. اوكه نه هغه ورځ هم لرې نه ده چې اوسني نړيوال جگړه مار به په ټوله نړى  اوټولو خلكو باندې  داسې تيل وشني لكه چې په همدې لنډو شپو ورځوكې  يې دهرډول انساني كړو اواصولو خلاف په وژل شويوطالبانو باندې ورواچول اوتيلي يې ورته ولګول . 

امريكا په افغانستان كې قاتلانه موخى لري همداده چې دلته يوخطرناكه اوخونړى څپه ددغه هيواد داكثريت دمادې اومعنوي شته والي پرضد لاهم را راونه ده ، ترهغوچې امريكا په صادقانه توګه په خپلو جناياتوباندې څه اوس اوڅه هم په تيرو څلوروكالوكې اعتراف ونه كړې اوپه رښتياهم دافغانستان دخاورې دتماميت ، آزادى اوملي يوالي په جوړولوكې له افغانانوسره دزړه له كومي او په انساني مانا مرسته ونه كړي ، دا روښانه ده چې نه به دوى ارامي ومومي اونه به يې دسترګوتور لاس پوڅى نظام له كابله دباندې خپله وړتياترلاسه كړي  ، دپارلمان فرمايشي اودښاغلي كرزى دپټوسترګو انتصابي ټاكنو يوځل بياداپه ډاګه كړه چې نه كرزى اوياران يې اونه هم امريكايان ددې له پاره ليوال دي چې په افغانستان كې د سوله وي اوافغانستان دهوسا او ودان شي اوياد په خپلواكه توګه ديوه روښانه راتلونكي په لور هيله من واوسي . اوس چې پارلمان ته له دوو دروازو سړي وژونكي ، مافيايي استازي اوپه زيات شمير مهمې ناپوهه اوجاهلې څيرۍ ورننوتې نوره نو رښتياخبره داده چې ټول بايد يوه اوبل ته سره وګورواوكه نورموڅه دوسه نه كيږي نوداخوبايد يوه اوبل ته ووايو چې زموږ له پاره زموږ په خپل شته والي كې څه شان توطيې روانې دي زموږ له پاره اوس زموږ دښمنان دانه وايي چې له افغانستان سره بايد مرسته وشي ، بلكې دا وايي چې :   ((  له ګولۍ والاووڅخه بايد ونه تښتو په دې چې هغوى موله شا ولي ... )) هو، داخپره شته ، اوداهغه خبره ده چې له خندنۍ موسكا اوخونړۍ امسا سره زموږ ترغوږو پورې را رسيدلې اواوس زموږ په وړاندې عملآ پرته ده اودغه ځواب ته يې غوږ نيولى چې يې اورو اوكه نـه  ؟؟ !!