ترڅو ناخوالې، چاته د زړه خوراک او له چانه څه غوښتنه؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5758
ډکتر ماخان(ميږى) شينوارى
دخبریدو نیټه : 2006-02-17

ډکتر ماخان(ميږى) شينوارى د ٢٠٠٦ ز  د فبروري ١٦ - م

 

د افغانستان جمهورريس ټاکنو کې ما  شونې ونډه واخستله او خپل غږ مې ولس مشر کرزي ته ورکړ۰ که نن هم بيا ټاکنى وشي، نو که داسې کانديدان وي، زه به بيا هم ولس مشر کرزي ته خپل غږ ورکړم۰

 

په دې اخرو ورځو کې د ماليې وزارت څخه يو خبر خور شو، چى د افغانستان د کلنۍ بوديجې څخه يو په درې ډالر په کار لږيدلى او يا که هرڅه۰۰۰۰ او دا نور ډالر  له مصرف څخه پاتې شوي، چى دا پاتې ډالر اته سوه ميليونه دي۰ ګران هيوادوال دې دا ګڼ(عدد) بيا پام ته راولي۰ اته سوه ميليونه ډالره او له بوديجې څخه څلورسوه ميليونه په کار لږيدلي۰ بيا وايم، چې پاتې اته سوه ميليونه ډالره۰

 

ما چې دا خبر واوريد، نو زيات مى ماغذه خراب شو او خواشيني لا تراوسه راسره ده، چى ګوندې دا پيسې زما له جبه چا را څخه غلا کړې وي۰ ريښتيا، چى دا همدومره زور لري، ځکه چې زه د خپلى کورنۍ سره څه مرسته نه شم کولى او دې نړيوالى مرستې ته سړى خوښ وي، ګورو  چې زياته هم ده، چى حتى وزيران يې له ډيري نه شي کتى۰ که چيرې دا ډالره په افغانانو ويشل شوي وى نو ريښتيا، چى زما د کورنى، چې له سلو تنو څخه زيات دي د هغوي به هم زياته برخه ډالر په برخه شوي واي، دا خورا ډيرې پيسى دى او زه يى دومره خپه کړى يم۰ که دا پيسې کوم افغان غلا کړې وى او لکه چى دا کار زيات شوى هم دۍ، خو کم له کمه به يې هغه افغانستان کى څه په کړي وى، چى بيا به هم د افغانانو ناسيده په کار راغلى وى، دا له هغې هم بده ده دا د هيڅ افغان په ګټه ونه خوړلى شوي، دا لکه زموږ لپاره چى سين ته ګوزارې شي۰ وايې چى هغه او هغه او ۰۰۰ غلا وګړه او په ميليونو ډالر يې پټ کړل۰ غلا ډير بد کار دۍ، خو دا د غلا پيسى لکه د مخه مو چى ګوته ورته ونيوله ناسيده يا غير مستقيم خو به د افغانانو په کار راشي، دا خو لاړې، چى لاړې۰

 

هغه څوک چې غلا وکړي او پرې ګير شي ، نو سزا ورته ورکول کيږي اودا پيسى، چى زموږ خورا محترمو اود قدر وړ او له ځانه تيرو وزيرانو، چى له دباندې څخه تللي،  په هيواد کى ناست او خپل سرونه يې په لاس کى نيولي او دا کار د هغه غلا څخه – که دلته اخلاقى اړخ ته پام ونه کړو – هم زيات بد دۍ، لکه ګوته مى ورته ونيوله۰ دوي خو لا تراوسه ناست دي او نور څه مى له راډيو او څه څخه وانه وريدل۰ چى ګوندې دوي به د يوې سختى محاکمى لاندى وي ، که د مرګ جزا نه وي، خو کم له کمه به په هغۀ عمري بند محکوم شي، چى جنايت يې زيات  دۍ او د افغانستان خلک يې لا نور غريب کړله او هغه د نورو مرسته يې ورڅخه واخستله او که غواړۍ سيند ته يې واچوله۰ خو په هرحال ما خپل د جمهوري اتخاباتو غږ په ولس مشر کرځى کړى او هغه باندى، چى دومره ولس د جمهورريس غږ کړى نو د دې پوښتنه او پسى مل خو به کم له کمه د يو څو لسو کالو سزا راتلونکى وي۰ دا ځکه وايم، چى ماته خو يې ډير زور راکړى او په دې باور لرم، چى ولس مشر کرځى به له ما څخه زيات ورته په قهر وي، ځکه چى د ولس مشر کرځى خو مسئوليت هم په غاړه دۍ او دا خلک خو بيا  ده  په خوښه  وزيران کړي، نو دى به يې ځکه زيات جزايى کړي، چى د ملت حق يې ورک کړىاو د ده خو ېې اعتماد هم له منځه وړى۰

هغه کوم څوک، چى دلته المان کې د سوال يا بيکارۍ پيسو باندې ژوند کړي- که کله راڅخه څوک لس يورو  کمې کړي، نو په اونى کى که لږ مبالغه ورسره وي، نو اته ځله  خو هغه د  سوال پيسو ځاي ته ورځو او که دا  د اوسني حکومت خلک وي، هغوي به هم کم له کمه همدومره منډي وکړي، خودا پوښتنه بايد وکړو، چې دا ولى؟

 

دوي ولې د ملت پيسې، چې نړيوالو د افغانستان ولس  سره د مرستې لپاره ورکولې، ولى په دې خورا زياته ناروا بې غورۍ د افغانستان د خلکو له لاسه وويستلې؟

 

زه که هرڅومره سوچ ووهم، ځواب يې ماته ستونځمن دۍ، چې دې وزيرانو به ولى داسې ستر انديښمن کار کړى وي۰ زه به داسې فکر وکړم،  او به وايم، چى دا خلک خودکار لپاره ولس مشر کرځي هم نه وو وزيران کړي، دوي - که هرڅومره څوک ووايى - بيا هم د مصالحى او که د جوړ جاړي وزيران وو، چي څه ستا او څه زما، ستا خوله هم بنده او زما هم۰ ستا اوزما شيان دى ژوندي وي او ملت  ددوي په نظر چي بى له دې بى انده دۍ، زوريدلى دي، نو په وزيرانو به څه وکړي۰

 

دا چى دا نور راته تريوې اندازىد دوي په نظر روغه ساتي، په همدې هم د افغانستان خلک پوره  بايد خوښ وي۰ د دې پخوانيو مشرانو احترام خو بيا هم يوڅه دي، که کوم يوه کومې پيسى په نورو هيوادونو کى ځاي په ځاي کړي وي، هغه خو يواځي پيسى دي، له قدرته څخه څوک بايد تيريدنى ته اړ نه ايستلى شي، دا خو يې د ټوپک په زور ګټلى او د ټوپک په زور يې ساتې۰ دا حکومت به بيا بى له دې وزيرانو د چا وي؟

 

دوي او دوي ورپورې اړونده د زور خاوندانو کله د ولس غم خوړلى، بى له دې، چې سر او مال يې ترې اخستى۰ دوي ازمائيل شوي، دا يې کار دۍ اودا کومه پټه خبره هم نه ده او نه وه۰

 

د افغانستان ولس ډير غريب او بيچاره ولس دۍ، دوي دې همدې ته خوښ وي، چې ژوندي دي او بس۰

 

لږ به بيا دې پيسو ته ګوته ونيسم، چى دا به نو په څه کار راغلى وى؟

 

په دې پيسو د افغانستان هرګوټ ته بريښنا تيريدلى شوه۰ دا د افغانستان د يوه کال بوديجه ده، چى دا يوکال له ښوونې او روزنى نيولى تر پوليسو ، قاضيانو۰۰۰۰ ټولو لپاره بسيا کوله۰ وايې ، چى په افغانستان کې ١٥٠ زره ښوونکى کم دې، په دې پيسو همدومره ښوونکى په يوه کال کې تربيه کيدل او ښه تربيه کيدل، چې هغۀ لومړنى اړتياوې يې پوره کولى شوې او نورو لګيدنو لپاره هم ترېزياتي دې۰ زه به څه ستاسې زړه خورم، خو دا خورا زياتې پيسى وي، چى دې ظالمانو ترې د اسغانستان ولس محروم کړ۰

 

د ډيرې بي وسۍ به ووايم، چى د ملت غم خو څوک نه خوري، چى دوي سره پوه شي، خو خداى(ج) دې ورسره پوه شي يانې دوي او خداى(ج)۰

 

 

 

ما که په دې ناهيلۍ کى اشتباه کړي وي، نو بخښنه غواړم ،ځکه ، چى په دومره دې ا ولس نماينده ګانو کى خو به يو داسى پيداشي وى، چى د ولس داسې لږ غوندې غم ورسره وى – که څه هم ما بيا وروسته له دې خبرې څه نه دي اوريدلى- چې راپورته شي او نړى  په خپلو چغو خبره کړي او دا ناروا   ورته په ګوته کړي، چى دا وزيران د ولس زور ته وسپاري، نه هغى زور ته چى بيرته يې د دې يا هغې په زور په بنسټ خپلو ميلو ته خوشې کړي، دا بايد يوى نړيوالې محاکمه کې محاکمه شي۰

 

ډير محترم  ولس کرځى تاسو د ولس ټاکل شوى ولس مشر ياست، دا ولس د لوي څښتن څخه وروسته تاسو ته هيله مند دي۰ دې خلکو  يانې دېوزيرانوستاسو بي اعتباري خپله کړې، دا که هرڅنګه هم وي تاسو په دې چوکيو ګومارلي، دا چى دومره بې غوره وي، نو دا د ولس محاکمى ته وسپارۍ، نړۍ په خبره کړۍ او وښايې، چې تاسو داسى ناوړه کارونو  باندې ګير وزيران نه دا چى په کار نه لرۍ بلکه په هغه کړې ګوناه يې د حق منګولو ته سپارۍ۰