دا یو څرګند او تجربه شوی حقیقت دی چی په هره ټولنه کی لیکوال د قضاوت کوونکی په حیث معرفی شوی د سلګونو کالو پخوا لیکوالان چی د خپل ملت او ټولنی حقیقی خواخوږی پاتی شوی دی نن هغه نه یوازی د هماغه ټولنی وګړی بلکه نړیوال هم هغوۍ په رنګ رنګ قهرمانیو نوموی او فخر پری کوی
که د یونان ارسطو، صقراط،افلاطون او یا همداسی نور ډیر نن یادیږی سره له دی چی نن په دی نړۍ د هغوۍ شتون هم نه لیدل کیږی خو د همدی خپلی پوهی او لیکوالۍ فن هغوۍ تر قیامته ژوندی ساتلی دی .
د پښتو لمړی شعر ویونکی امیر کروړ چی د شعر په ژبه یی خپلی ټولنی ته خدمت کړی یا سید جمالدین افعانی هغه ملغلری او نظریات چی نن مونږ ته د یو حقیقی درس په حیث پاتی دی صرف د همدی لیکوالۍ په برکت.
لیکوال باید څوک وی:
لیکوال باید همیشه بی طرفه او د حق په ویلو د هر نوعه ربړوونو او مشکلاتو په رامنځ ته کیدلو سره سره خپله د قلم نوکه د کاغذ پر مخ ونه دروی . بلکه د خپل قلم نوکه د خپلی ټولنی لپاره د حق په ثابتولو کی غنی وساتی.
که خدای مه کړه لیکوال خپل خدمت په حقیقی ډول سر ته ونه رسوی نو د ټولنی د ښو او بدو یا د ټولنی د ظالم او مظلوم تر منځ توپیر به څوک وکړی.
دا منم چی په نننی دور کی په ټولنه کی درباری لیکوالان هم شتون لری چی د هغوۍ د قلم موخه او مرام صرف د یو چا د خوشحالولو لپاره وی د خپل قلم په هینداره کی د ظالم ظلم ته د مظلوم آه او د مظلوم بی وسۍ ته د ظلم نوم ورکوی .چی دغسی د ګوتو په شمار لیکوالان د ټولنی هر فرد ته معلوم دی چی د هغوۍ د قلم خدمت د ټولنی د وګړو لپاره ګونګ وی.
الله تعالی دی زمونږ د ټولنی حقیقی لیکوالانو ته د نور خدمت کولو توفیق هم ورکړی
پای