ټوټه
ژباړه :
یو هلک د یوی ښکلي انجلۍ سره د یاراني تار اچولی وه، دیارني یې کمه موده کیده.
یوه ورځ هلک د انجلۍ سره اړیکه ونیوله او په ډیره مینه یې ورته اوویل: کور کې نن هیڅوک نشته، یوازی یم ، که مونږ کره راتلای شئ.
انجلۍ: مور مې کور کې ده ، اجازه نه راکوي، څه ورته اووایم؟ څه پلمه جوړه کړم؟
هلک : اووایه حمام ته ځم، ستاسو دانجونو خو همدا یوه پلمه ده نور به څه وي.
انجلۍ په پلمه اودوکه له کور نه د یار کور ته لاړه .
هلک: خوش امدید! دا چې مور ته دی دحمام پلمه کړئ لاړه شه او دغه تشناب کې دې ویښتان لامده کړه .
انجلۍ تشناب ته لاړه ، هلک په بیړه خپلو هغو مللګرو سره اړیکې ونیولې څوک چې بې له مخه خبر کړې وه ، یواځی د زنګ انتظار یې کوه، ټول په بیړه راورسیدل.
لومړی دانجلۍ یار تشناب ته لاړ او انجلۍ یې لکه دلیونی سپی وداړله ،غزت او پت یې ورله د خاورو سره خاوری کړ.
نور ټول ملګري یې په نوبت ورتلل او راوتل ،اخری ملګری یې تشناب ته ځی ، تشناب کې یو ساعت نه بلکی دوه تیرکړه .
ملګري یې اندیښمن شول، راغلل ،دتشناب ور یې وټکاوه، نه یې د ملګری اونه یې دانجلۍ غږ واورید.
د ور قلف یې مات کړ، چې ګوری، تشناب د وینو ډک دی، په یوه کونج کې هلک او بل کې انجلۍ مړه پرته ده.
دیوال باندې په وینه لیکل شوی اوو، هی ناځوانو دا زما نیازبینه خور وه.