په ( د افغانستان بانک ) کی افغانستان وژغورئ !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57625
محمد افغان لټون
دخبریدو نیټه : 2013-11-15


ډير ملګري راته وايي چې مه يې ليکه کومه ګټه نلري ځکه د ارګ سترګې ړندې دي حقيقت نشي ليدلی او نه يې غوږو نه کار کوي. تر يو بريده دوی هم سم وايي ځکه تير ځل ما اسناد هم وړاندې کړل بیا هم د افغانستان ولسمشر ،ولسي جرګه او نورې مسولې ادارې چپ پاتې شوې .
 خو څه وکړم په زړه کې درد لرم ،په هيواد مو زړه خوږیږي هغه د چاخبره خير کې موږ اوس دا هيواد خوار ساتلی پخوا خو داسې نه و دا هيواد د سر په بیه ګټل شوی اوساتل شوی .نه پوهيږم له کومه ځايه پيل کړم
 په افغانستان بانک کې دلته داسې کارونه تر سره کيږي چې د دې بانک په تاريخ کې تراوسه نه دي تير شوي څو ورځې وړاندې ما د افغانستان بانک د لوړ رتبه مامورين د معاشاتو په اړه معلومات ورکړل او اسناد مې هم خپاره کړل پر ځای د دې چې په معاشاتو کې کمښت راشي د يو ښاغلي(فايق) په معاش کې ديرش زره افغانۍ نورې هم زياتې شوې همدارنګه په داخلي تفتيش کې يو ښاغلي (اسماعیل)يوازې څلویښت زره افغانۍ د تخصيصي په نامه اخلي . خو خير تر ټول دردونکي خبره خو دا ده چې په هيواد کې د تورو پيسو د مخنيوي لپاره يو مدير ته اړتيا وه چې دا پوسټ د افغانستان بانک له ويب سايت څخه هم اعلان شوی و خو داسې يو څوک ورته(نبي الله ) وټاکل شو چې له انګلستان هيواد څخه شړل شوی او تر دولسمه يې درس لوستې د بانک په تعريف هم نه پوهيږي . تاسو پوهيږي چې په دې خوار هيواد کې څومره خلک ځمکې غصبوي ،غلاوې کوي ،رشوتونه اخلي ،کوکنار کري له دې لارو پيسې راوړي چې دا ټولې تورې پيسې تورې دي نو يو شخص چې يوازې تر دولسمه ټولګې درس لوستی وي څنګه به ددې مخه ونيسي په نوره نړۍکې داسې مديريتو نو لپاره يو داسې شخص ټاکل کيږي چې لږ تر لږه ماسټري په همدې برخه کې او تر پينځو کالو ډير کاري تجربه ولري. همدرانګه په افغانستان کې د ټولو مالي ادراو د څارنۍ مسول (فيروزالدين) د يو دولسم پاس ټاکل. که موږ وايو چې د افغانستان په ښونځيو کې د بانک په اړه کوم مضمون لوستل کيږي خو نشته ځکه ما هم په افغانستان ښونځی لوستی او ما په کې نه دی ليدلی .دا پورتني دوه ډير خطرناک پوسټونه دي ځکه دا پورتني دوه پوسټونه د افغانستان ټول مالي سيستم له ګواښ سره مخامخوي زه يې يوه بيلګه درکوم کله چې په هيواد کې کابل بانک سقوط وکړو د هيواد مالي سيستم خپل باور دلاسه ورکړو ،د پيسو نړيوال وجهي صندوق پر افغانستان خپلې مرستې ودرولی ورسره دې خوار هيواد تر يو ميليارد ډالرو زيان وکړو او د هیواد په بانکونو د خلکو خپلې باور هم کم شو.په داسې پوسټونو د داسې شخاصو ګمارل انسان له ډيرو پوښتنو سره مخامخوي :
 دا کار به د افغانستان بانک رئیس د امريکا په وينا کړی وي ؟
یا به په هيواد کې غلو ،رشوتخورو،غاصبینو او هغه اشخاصو چې له غيرې قانوني لارو پيسې لاسته راوړي په خوښه د افغانستان بانک رئيس کړای وي .
 دا کار ځکه د امریکا په خوښه تر سره کيږي چې امريکايان غواړي د هيواد مالي سیستم بدنام او يې وګواښوي اود يو فشار دو سيلي په توګه په امنيتي تړون کې خپلې ګټې په افغانستان ومني .تاسو پوهيږي چې مالي سيستم په هيواد کې د ملاتير بڼه لري او که خدايی مکړه په اوسني وخت يو بانک له سقوط سره مخ شو نور به نه نړيوال او نه عام افغانان په بانکونو باور وکړي او کومه پانګونه چې په تیرو کلو کې په بانکي صنعت کې شوی ډیر ژر به لمنځه لاړه شي . په ميلياردونو ډالره به دا خوار هيواد زيانمن شي .
 د دې دويمې پوښتني ځواب خو ډیر ساده دی ځکه غله ،رشوتخواره ،غاصبين تله هڅه کوي تر څو خپلې پيسې په اصطلاح سپينې کړي او ډير وخت دا کارونه مافيه تر سره کوي او کيدایی شي چې د افغانستان بانک رئيس دوی سره لاس يو کړی وي او خپله برخه ترې اخلي اویا به يې ژوند له ګواښ سره مخ وي .
 د رئيس په اړه لومړي پوښتنې ډير تشويش کړای یم ځکه د رئيس کور اوس هم په امريکا کې دی د ژوند ډيره برخه هم امريکا کې تيروي د رياسته وړاندې هم په امريکا کې اوسيده .
 ما تر تاسو ورسوله زما دې غاړه خلاصه وي که په راتلونکي کې څه پيښيږي زه به مې وجدان ته ملامت نه يم او څوک چې د ما هيواد ګواښوي زما هيواد ته زيان رسوي ،شخصي ګټې د ملي ګټو څخه وړاندې بولي زه بې وجدانه بولم .
 په درنښت