دخارجي ځواکونو راتګ په افغانستان کښې له ډیرومیندو څخه دهغوی دزړه ټوټې یعنې زامن او لوڼه اویايې له ډیرو نوروڅخه دسرسیوري یعنې میړونه واخستل اودسره ویر په ټغر يې کښېنولې،کونډې،بوري،او وراري شوې خوله بله پلوه دهغو راتګ دداړه مارو لیوانو ، دانسانیت او بشریت ددښمنانو بازارډیر تود اوګرم کړ ، ټولوچارواکو ته چې په هره کچه اودنده و دغلا، رشوت او لوټمار زمینه برابره کړه وحشي رنګه انسانان له دې سرو یرغلګروسره یوځای شول دخپلو مادي ګټودلاسته راوړولو لپاره ددې غریب او بې وسه ولس په وژلو اوچورکولو لاس پوري کړ.
ددې سرو لیوانو له راتګ څخه ترنن ورځي پوري ټول قراردادونه او غلاګاني به ددې فاسد رژیم چارواکو اویادهغوی نوکرانوته ورکول کیدل ، هرچارواکي دونډي اوسهم په تناسب خپله برخه اخیسته ، تراوسه دغه دانسانیت ضد عمل روان دی .
دډیر افسوس ځای خو دادی چې کرزی صاحب په رڼو سترګو ورته ګوري اوهیڅ مداخله نه کوي ، یوازي کله ناکله درسنیو له لاري دخپلي مهرباني له مخي دومره ووايي (په دولت کې ډیرزیات اداري فساد روان دی) داسي ګمان کیږي، چې کرزی هم په دې عمل کې شریک دی ، نوځکه يې مخه نه نیسي دغه دچور چپاول عمل دکرزي دحکومت له شروع څخه ترنن پوري دپکتیکا ولایت په مظلوم ولس دیاد ولایت دچارواکو له خوا په ډیرزوراو شدت روان دی .
یو خو دې ولایت ته د امنيت دنه شتوالي د نوم په بهانه دبیا رغونې پروژې نه راتلې اونه راځي خو کله کله چې به کومه پرژه راغله ، بیابه زیاته ونډه دنوموړي ولایت دوالي ،قومندان او دملي امنیت درئس وه ، داهغه څه وو چې تر اوسه پوري جریان لري .
دحیراني خبره داده چې چارواکو اوس یوې بلي دندي اومسلک ته مخه کړې ده هغه دکباړیانو مسلک دی .
دپکتیکا ولایت لوړپوړي چارواکي په خاص ډول والي صاحب محیب الله صمیم ، قومندان صاحب دولت خان او دملي امنیت پخوانی رئس جسیم په هغه غلا بسنه ونه کړه چې تراوسه پوري روانه ده ، ډیر مشهور اوماهر کباړیان ورڅخه جوړ شوي دي دا ځکه چې دوی تردې دمخه دغلا اوچورخورا ښه سابقه لري دپکتیکا ولایت په مرکز اونورواړونده ولسوالیوکښې دامریکایانو ډیرلوی مرکزونه و، چې لویو څلورماشینه الوتکوبه پکښې ناسته کوله په زرګونوډک اوخالي کانتینرپکښې پراته وو، داصلحې په ګډون په سلګونوډوله قیمتې توکي پکښې پراته وو چې داټول دپکتیکا ولایت په P.R.T پوري تړلي وو، چې ددې ټولو لیست به له اشرف غنې احمدزي سره موجود وي کله چې دپروګرام له مخې دغه خارجیان له پکتیکا څخه ووتل دنوموړې P.R.T ټول توکي او سامانونه ددې په عوض چې ددولت تحولخانې ته انتقال او په جنسي کتاب کې ثبت شي دوالي (صمیم ،قومندان دولت خان او دملي امنیت پخواني رئس جسیم خان) له خوا دکباړ په نوم چوراو دپاکستان هیواد ته یوړل شول اوددې کباړ دانتقال لپاره داسي مهالویش جوړشوی و چې یوه ورځ دوالي بله ورځ دقومندان دولت خان او درېیمه ورځ به دجسیم خان دکباړ دوړلو نوبت حتی تردې چې ددولت خان دکباړپه نوم کانتېنري دکابل په جنوبي دروازه کې دکورنیو چارو وزارت دکشفي اورګانونو لخوا ونیول شول اورسنیو هم خبري ورباندي وکړې .
دافسوس ځای خو دادی چې دغه چارواکي دخطابې په میز چې کله وینا کوي ددښمن کلمه دپاکستان لپاره استعمالوي او دافغانستان دښمن يې بولي خو بیا ددې وطن ټوله قیمتي شتمني هغه دښمن (پاکستان ) ته وړي او دکباړ په ډول يې پرې خرڅوي .
ترټولو ډیره دخواشني خبره ! دغو کباړیانو دنوموړي ولایت د P.R.T په دروازه کې په نوموړي کباړاو ونډه باندي په خپل منځ کښې سره په جنګ شول ، چې په نتېجه کې يې دقومنداني دوه پولیس ، دوه دملي امنیت کارکوونکي اویو سرحدي پولیس چې دعزیزالله (کاروان ) سره يې دنده ترسره کوله ووژل شول .
هغه ځوانان چې دوطن او ولس دساتنې او امنیت لپاره له کوره راوتلي په کباړ باندي مړه او ددوی دګټو قرباني شول په یاده پېښه کې پنځه میندي بوري ، کیدای شې چې پنځه تورسرې کونډي او ماشومان يې یتیمان شوي وي .
له داسي کړنو سره سره دښرنې اورګون په لویه لار قومندان دولت خان دخپل زور په واسطه پطرول پمپ جوړکړی ، چې ددې پمپ ساتنه دقومنداني پولیسو ته ورکړل شوې پنځه پودلیس دورځي او پنځه پولیس دشپې ورباندي پراته اوساتنه يې کوي .
خوددې پطرول پمپ چاري او دکباړ دانتقال واک او اختیار دقومندان دولت خان ورور(بختیارګل) اودخور زوی (عیدګل) اوپه ځینو برخوکې دشرنې دروغتون سرطبیب ډاکترچنارګل پرمخ بیايي.
دتیر کال په اوږدوکې دپکتیکا ولایت دمامورینو دشارک له منځ څخه عیدګل له دولتي رینجر سره یوځای دطالبانو له لوري یوړل شو،خودرې ورځې وروسته له نوموړې رینجرسره یوځای بیرته په ډیر احترام سره بیله کومې ستونزي راخوشي شو اوس په دې رابطه ستاسو قضاوت وکړئ ، چې دوی ددې ولایت چارواکي،طالبان او که کباړیان ؟
زما پوښتنه له کرزي صاحب څخه داده ، چې ددې کسانو په تقرر کې تاڅومره دقت کړی ؟ ددوی ددیانت ،صداقت او اسلامیت ذمه واري چا درکړې وه ، اوس له هغو څخه پوښتنه وکړه !
اوس يې ولي مخه نه نیسې ؟
چې ستا چارواکي ددې ولس او وطن دښمن هیواد ته کباړ وړي خو دافغانستان مظلوم ولس هیواد ته په راغلومرستو او غنیمتونو کې حق نلري ولي هغه دي دافغان ملت دښمن او دافغانستان دحکومتي چارواکو دوست هیواد پاکستان ته لاړ شي .
مونږ الله(ج) ته داسوال کوو چې دا ولس اوهیواد له دې بې رحمه اوخاینو چارواکو (کباړیانو) څخه وژغوره او ته پخپله ورباندي رحم وکړه .
ځکه چې کرزي صاحب هم مشکلات لري !