دخپل گران اوجگړه ځپلي ولس دملي گټو په موخه !
داچې موږ دنړۍ نوروهيوادونواوپه ځانگړې توگه گاونډيانوته خپل شرايط نه دکتې کوو،نودوي دې هم مهرباني وکړی اوموږته له لارښودنې اوگوت څنډنې نه دې لاس په سرشي .
سره له دې چې ددې ليکنې په ورځ دکرزی صاحب لخوا رابلل سوی غونډي ياجرگې ته له ولايتونودمېلمنو راتگ پيل سوی خودملي گټوپر بنياد پدې هکله دزړه خواله بي گټې نه بولم . اميد چې دادرې زره رابلل سوی کسان بيرتره په خير اوخيريت دپاکستاني اوايرانی واسکټواوجنتی فرشتوله ځان الوزونونه په امان کي پاته اوبيرته ديوې ډالی سره ترخپلي کورنی پوري ورسېږي .
له هغې ورځې نه چې کرزی صاحب اعلان وکړ چې دامريکاسره دامنيتی تړون په اړوند پربعضوجنجالي مسائيلو دده په وينادمشوري لپاره لویه جرگه راغواړي اوددې لو يي جرگې دجوړېدولپاره پرخلکودمنلو ډرامه دومره اوږده سول چې دافغانستان دمسائيلو دسياسي څېړونکونه هم لاره ورکېدل .خوزه له هغې لمړئ ورځې پدې پوهېدم چې کرزی صاحب په کومو خړواوبوکي ماهيان نسی اوکله یې نسي .پدې هکله مې په خپلو ليکنو اودنړيوالوډله ايزورسنيوسره خپل اند شريک کړی .
په هر حال ديوۀ کرزی صاحب دکورنی گټولپاره موږ اوس داټول هيواد دوحشت اوبربريت اورته نسو ورغورځولاي اوکرزی زموږ پدې ملي مجبوريتونولکه ايراني اخوندان اوپاکستاني جنرالان پوهيږي .
کرزی لمړی دلويي جرگې دابللو خبري کولې خو بيا وروسته ئي دمشورتی مختاړی ورسره يوځاي کړ ،بياتر نن پوري داچې دې جرگې ته دلويي جرگې نوم ورکولو حقوقی صلاحيتونو خبري دي؛ داپرېږدو اوله دې نه هم تېرېږوچې دولسی جرگې اومشرانو جرگې ځيني غړي وايي کله چې پارلمان موجود وي نودلويي جرگې دايرېدوته اړتيانسته .
نه داسي نده دهمدې پارلمان په شتون کي جمهوررئس حق لري لويه جرگه راوغواړي اودلويي جرگې پرېکړه دټولودولتی ادارولپاره دحکم اهميت لري .خو متاسفانه په اوسنی اساسی قانون کي دلويي جرگې پر وړاندي هغه وخت چې دا قانون تصويبېده دلويي جرگې دملي عنعنې اوتاريخي ارزښت له منځه و ړلوپه خاطرددې ملي عنعنې دپېژندل سوودښمنانو لخواچې دکرزی دهغه وخت له وارخطايي نه یې استفاده کول ،دلويي جرگې دجوړېدو او راغوښتلوپر وړاندي داسي پاټکونه جوړ سول چې که همدا اساسی قانون وي ، نويو جمهوررئيس هم نسي توانېدلاي چې په قانون گوته لويه جرگه راوغواړي .
موږ عام خلک اودبل هر مقام لرونکی نسي کولاي په هرنوم اوبهانه چې وي اساسی قانون تر پښولاندي کړي . دادټولوهيوادوالو اودولتی ادارودنده بولم چې دې قانون ته ترهغوچې نافذوی بېله قيد اوشرط نه احترام ولري .
ځکه خومااويوشمېرنوردې خبرې ته اشاره کړې چې دغه ډول غونډو اوکنفرانسوته دلويي جرگې نوم نسو ورکولاي .
نه غواړم پدې لنډه ليکنه ګي په تکرارسره دامسله وڅېړم چې لويه جرگه دخپل پيدايښت له تاريخ نه بياترنن پوري چې موږ پرې پوهيږو کوم نډول جرگه ده ،کله اودکومو موخولپاره راغوښتل کيږي ؟نه دغو راغوښتلو سووجرگوته .
راځودې خبري چي ولي دپارلمان ځيني ښاغلي وکيلان اوياډير ناوخت رابيدارسوي بيادخپلو شخصی اقتصادي اوسياسي موخولپاره اوياهم هغه چې زه ئې لکه بل هر افغان په خپل نوم يادوم ، دپاکستاني او ايرانی اخوندانوپه پټه اوښکاره اشاره ددې جرگې له جوړېدوسره په يوه او بل نوم مخالفت کوی .دوي هڅېه کوی چې دافغانستان او امريکا ترمنځ ددې امنيتی تړون پر سره مناسبات خړ پړاوافغان ولس دنړيوالو له عجیبو اوغريبو سوالواوعملی گوت څنډنوسره مخامخ سی .
موږ غواړو چی له ټولو گاونډیانو سره ښې اړیکې ولرو او د ټولو هيوادونو سره د دوه اړخیزې علمی،فرهنگی ،سياسی او اقتصادي همکارۍ او ښه گاونډ یتوب په فضاکي ژوند ولرو .
خو بل لورته په ځانگړې توگه ايران اوپاکستان په هيڅ صورت دافغانستان ،امريکا ،اروپايي ټولنې ،ناټو ،دچين ،روسيې اوپه کل کي دشانگهاي تړون دغړو هيوادو اودنړۍ له نوروپرمخ تللو هيوادونوسره ښې اړېکي اودقانونی موافقو اولوزنباموپر بنيادمناسبات ولري .دوي ، دويته محتاج ،غريب ،شاته پاته ،په فنډمنټاليزم ،بنسټپالی ،بې ځايه احساساتي فکرونو اوخيالونو کې غرق نالوستی ، دمذهبی څيروپه نوم ددوي اجنټانوته متعهد اوزورېدلی افغانستان سره علاقه لري . دوي هغه گاونډيان نه دی چې دبل گاونډي لپاره خير اوښه راتلونکې غواړي .داچې دوي دافغانستان کرهڼيزی ،صنعتی اوسوداگريزي پروسې دپرمختگ په وړاندي څومره خنډونه جوړ کړي ،زماددې ادعادثبوت لپاره دې درانه لوستونکي دي دډله ايزورسنيوآرشيف ته مراجعه وکړي.
موږ دټولو نړيوالو اصولو، منلوپرنسيبونواواعلاميو پر بنياد ديوه خپلواک هيوادپه توگه داحق لرو چې دنړۍ له کوم هيوادسره څه ډول مناسبات ولرواودکوم هيوادسره څه ډول معاهدې ،پروتوکولونه اوقراردادونه لاسليک کړو.
داچې موږ دنړۍ نوروهيوادونواوپه ځانگړې توگه گاونډيانوته خپل شرايط نه دکتې کوو،نودوي دې هم مهرباني وکړی اوموږته دې له لارښودنې اوگوت څنډنې نه لاس په سرشي .
ددوي ددې ټول بربنډشرارت،لجالت اوسرټمبگی سره چې دې خوا اوهاخوالاسونه پښې غورځوی ترڅودجرگې دجوړېوسره مخالفت لپاره په يوه اوبل نوم خلک وغولوي ،بياهم زموږ دولتي چارواکي دتل په شان هره حياتی خبره ژويی ،نه غواړي هرڅه خپل نامه يادکړي .
زه ددې گاونډيانوپر وړاندي زموږ دچارواکو بې بنسټه اوغيرعلمی ديپلوماسی دې دولس کلن تاريخ ته نه راگرځم يوازي پدې دو درو ورځوکي دبېلگې په توگه دښاغلي سپنتاداخبری چې وايي : له امریکا سره د افغانستان امنیتي سند پرته له یوه هیواده، د نړی ګڼ شمېرهیوادونو حتی روسیې او چین هم تایید کړی دی.ده د سند دلاسلیکیدو د مخالف هیواد نوم یاد نه کړ؛ خو پخوا تردې ایران نه غوښتل چی دا سند لاسلیک شي. تاند ويب پاڼه
بل لورته کرزی دخپل حاکميت په ټوله دوره کي دخپل مخالف نوم نه اخلی اوترې ډارېږي چې ترېنه حساب ونه غواړي ،ځکه نودمشرانوجرگې يوشمير سناتورانوهم دتل پشان دده پر پله پښه اېږدي وايي : ګاونډي هیوادونه چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي او دفاعي سند د لاس لیک کیدو مخالف دي، دمشورتي لویې جرګې د ګډوډولوکوښښ کوي.
دې سناتورانو له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې پرې نږدې ګاونډي هېوادونه د دې جرګې د جوړېدو مخنیوی وکړي.
دوو سناتورانو هدایت الله رهایي او لیلمی احمدي وویل : (( ۱- ګاونډي هیوادونه د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د امنیتي سند په اړه ډیر حساس دي. دوی کوښښ کوي چې، د جرګې پر مهال انتحاري حملې او تخریب کارانو اعمال تر سره کړي.
۲- د لویې جرګې جوړیدو ته کمه موده پاته ده. که څه هم د دې جرګې د امنیت په اړه ډاډ ورکړل شوی وو؛ خو دښمن پرون و کړای شول چې، لومړني کمربند ته لاره پیدا کړي .)) ازادي راډيو پښتو ويب پاڼه
وړانديز مې دادی ،نړيوالی بريالی ډيپټلوماټيک ميتوداو اسلوب ته په کتوسره کله چې کوم هيواد دبل هيواد په کورنيو چاروکي مداخله کوي ،نودهغه هيواد چارواکي سمدواره نوم اخلي چې کوم هيواد دويته ستونزی پېښوي اوکوم هيواد ددوي په کورنيو چاروکي مداخله کوي . ددغه هيواد دولتی چارواکي خپلو هيوادوالو اونړيوالی ټولنې ته داپه گوته کوی چې دويته ورپېښي ستونزي دچابرکت دی .نوزموږ دولتی چارواکي ولي بياهم بايد دنړيوالو ديپلوماتيکو اصولواوعنعنوپر مټ دخپل هيواد په کورنيو چاروکی لمر غوندي بربنډو لاس وهنو اوتيری پر خلاف دهغه هيواد نوم وانه خلی کوم چې ددې تيری لامل گرځېدلی دی.
پدې موږ ترهرچا ښه پوهېروچې دوي همدا اوس دخپلو ټولوهغوامکاناتونه په استفادې سره چې دافغاني ټولنې په ډله ايزورسنيو،مذهبی حلقو،دولتي ادارواونورو او نوروبرخوکي لري ددې لپاره په کار اچولې چې دا جرگه دايره نسي اوکه دايره سي نوبيادافغانستان او امريکاددوستی اوراتلونکومناسباتوپر خلاف ترېنه استفاده وسی.
زماله نظره دوي به په خپل ټول توان اوطاقت دامنيتی حالت دخرابېدوترڅنگ دجرگې دکاردگډوډولو اوخرابۍ لپاره استفاده وکړی .
اميدچې پخپلودې افغان دښمنه هڅوکي بريالي نسي اوزموږ غيرتی ولس دهغو بې ځايه احساساتوقرباني نسی کوم چې دافغان په نوم اونښان ددوي د نوکرانوپه خوله زموږ ترزوريدلی اوجگړه ځپلي ولس پوري رسېږي .
داچې دجرگي د جوړيدوتر ورځې به دا زما وروستۍ ليکنه وي ،ددې جرگې دټولوگډون والونه مو غوښتنه داده چې په جرگي ټول مطرح سوی مسائيل يوازي اويوازي دافغان ولس دگټې په ترازوکي وتلي اوبس. ومن الله التوفيق