ایاپه اسلام کي جهاداکبرسته ؟
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : محمدنعيم /سعودي عرب
ايا په اسلام کي جهاداکبر سته ؟ ځيني خلګ له جهاداکبر څخه انکارکوي اوپه دې اړه روايات موضوعي بولي ، په دې اړه که دقرانکريم اوسنت په رڼا کي تشريح رات ه وکړي .
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
کوم څوک چي له جهاداکبرڅخه منکردي نوهغوۍ په دې ځاي کي له حق څخه اوښتي دي .
وروره جهاداکبرحق دۍ اوپرحقوالي باندي یې دشریعت اودطریقت علماء متفق دي
دجهاداکبرپه باره کي ډېرحديثونه راغلي دي چي له هغوڅخه دبخار ي شريف حديثونه هم دي .
په دې اړه موږ مکمل بيان په بینوا ،او دارنګه زموږپه کتاب هداية آلمجاهدين کي نشرکړئ دئ.
جهاداکبرله نفس سره جهادکولوته ويل کيږي.