که په ګوتمۍ وغیره کي مبارکي کلمې وي..
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي محمدنويد.
که په ګوتمي ، تعویذ وغیره باندي مقدسي کلمې لکه لااله الاالله ، ان الحکم الالله ليکلي وه نو له هغوئ سره بیت الخلا ته داخلېدل څنګه دي.
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
که داکلمې په کپړه ، چمړه ياجیب وغیره کي ښه پټي وي نوبيا دضرورت په وخت داخلېدل پروانلري ، خوکه لوڅي وي نو بيا داخلېدل حرام دي ،بلکه بل ځاي دي کښېږدې بیادی داخل سي.،بدلیل
ما روي عن الزّهريّ عن أنس رضي الله عنه قال: ((كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا دخل الخلاء وضع خاتمه))، في صحيح ابن حبان 4: 260، والمستدرك 1: 298، وسنن أبي داود 1: 5. نقل ابن عابدين في رد المحتار عن القهستاني 6: 361: ولو نقش اسمه تعالى أو اسم نبيه صلى الله عليه وسلم استحبّ أن يجعل الفصّ في كمّه إذا دخل الخلاء, وأن يجعلَه في يمينه إذا استنجى، وينظر: البحر الرائق 1: 256. والله أعلم.
، مفتي :