د یوسفزۍ ملالۍ اندېښنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57665
ګل شیرګړوال
دخبریدو نیټه : 2013-11-19

   کله کله زمونږ پښتانه یو خبره کوي چه فلانکی غوښه په لیوانو ساتي همدغه کار د ملالی پلار ضیاالدین یوسفزي هم وکړ او د یو څو پیسو او شهرت لپاره یی خپله لور داسی دجالانو ته وسپارله چه پخوا یی هم د ملالی په څیر زرګونه ماشومان د خپلو شومو اهدافو لپاره ووژل او اوس یی هم وژني
 ضیاالدین د ډالرو او پونډونو شوق داسی ړوند کړی دی چه خپله معصومه لور یی د ګورډن براون په شان قصاب او قاتل ته وسپارله او دا هغه بی شرمه او د بشریت ضد ګورډن براون دی چه عسکرو یی د ۲۰۰۶ کال د مارچ په ۱۲ مه نیټه د عراق په محمودیه ښار کښی د ملالی په څیر پنځلس کلنی معصومی ماشومی چه عمیره نومیده کور ته ورننوتل د هغی کورنی یی ډیره په بی دردی سره ووژله او په هغی بی ګناه او کوچنی ماشومی یی ډله ایز جنسي تیری وکړ همدا رنګه هغه د یوویشتمی پیړی د فرعونیانو اوباما او بش او د بی عزته او بی پته لارا بش په مردارو وجودونو کښی عزت لټوی چا چه میلیونونه انسانان او بی شمیره د ملالی په شان ماشومان ووژل او اوس یی هم وژني نو که چیرته دغو تاریخي دجالانو سره د ملالی دومره غم او فکر وي نو بیا ولی د ملالی په شان بی ګنه انسانان وژني؟ خو ددی هر څه تر شا ډیر اهداف پراته دي چه نور مثالونه یی ددی څخه هم ډیر بوګنوونکي دي نو اوس دی ضیاالدین او نور با ضمیره انسانان او پښتانه پر دی ژور فکر وکړي چه یو انسان او ماشوم دداسی بی شرمه او بی حیا انسان صفته وحشیانو چه پلار یی معلوم نه وي په لاس کښی لوی او تربیه شي د هغی به انجام څه وي ، دا هغه بی ضمیره غربیان دي چه د مسلمانانو ډیر نواموس دوي ترپښو لاندی کړل او حتی زمونږ د ګران پیغمبر( ص ) په شان کښی یی ډیری ګستاخی وکړی او نن یی هم کوي خو مونږ ددوی په دوستی فخر کوو افسوس
 دغو د تش په نوم د بشری حقوقو دعویدارانو د ملالی په څیر ډیر پناه وروړونکي ماشومانو څخه بده فایده واخیسته او هغوی یی د خپل مقدس دین اسلام په ضد وروزل او نن یی د اسلامی امت په ضد ډیر په بی شرمی استعمالوي ، د وفا سلطان ، اسری نعماني ، ارشاد مانجي ،تسلیمه نسرین او حرث علی په شان دهریانی او د الله ج د وجود څخه منکری او د اسلامي امت او اسلامي مقدساتو په ضد لیکوالانی هم د ملالی په څیر ددی غربیانو لمنی ته د سوکالی په هیله ورغلی وی خو همدی صلیبیانو او یهودانو دا په داسی شکل را لوی کړی چه اوس همدغه بی پته لیکوالانی د اسلام او مسلمانانو بدترینی دشمنانی دي
 زمونږ هم ویره همدا ده چه خدای ج مه کړه دا د انسانیت ضد غربیان د ملالی د معصومیت څخه بده فایده واخلي لکه چه اوس یی هم یو کتاب د ملالی په نوم خپور کړی چه په هغه کښی داسی حساس شیان څیړلي چه مسلمانان ورسره ډیر حساسیت لري چه دا ډیره د فکر وړ خبره ده ، اوس دا د هر مسلمان او په تیره د هر پښتون فرض دي چه خپل اواز پورته کړي او دغه معصومه پښتنه د یوویشتمی پیړی د فرعونیانو د لاسونو څخه راوباسي چه بیا به وخت تیر وي او هر یو به لاسونه مروړي همدارنګه زمونږ د ضیاالدین یوسفزي څخه احترامانه غوښتنه ده چه خپله لور بیرته خپل اسلامي او پښتنی ټولنی ته راولي او هر پښتون دی ته حاضر او چمتو دی چه د خپل سر په بدل ددوي څخه ساتنه وکړي.