نه پوهیږم چی کافر به مړ شم او که شهید!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57673
م؛عمرخیل
دخبریدو نیټه : 2013-11-19

 
 
 کابل/17/11/2013
د روسانو له وتلو وروسته د شهید نجیب الله احمدزی د واکمنۍ دوره و، هره ورځ به د افغانستان په ډيرو سیمو د توغندیو باران و.
تل به بی ګناه افغانان د توغندیو په بریدونو کې په شهادت رسیدل،
 چا به ویل ( اشرار بی ګناه خلګ وژنی ) چا به ویل ( مجاهدین ).
دوخت پاچا شهید نجیب الله احمدزی لکه اوسني واکمن حامد کرزی په شان تل پر مجاهدینو غږ کاوه چی (( موږ او تاسی سره ورورنه یو ،، مسلمان یو ،، افغانان یو راځئ یو ملی حکومت جوړ کړو ، سولی ته غاړه کیږدی ، د پردیو په لمسون خپل ورورنه مه وژنئ.،خپل وطن مه ورانوئ او داسی نور ................
زموږ د کور ترڅنګ د مړو یو هدیره و ... هره ورځ پکی پنځه شپږ کسه خاورو ته سپارل کیده ،، چا به ویل د مجاهدینو په توغندیزو بریدونو کې شهیدان شوی..........
نن یی بیا د شهید جنازه راوړی هدیری ته ،، ملا به د شهید جنازه کولو ... خلګو به دوګانی ...ملایانو به د خدای ج کلام لوستلو او شهید به په اسلامی اصولو خاورو ته سپارل کیده.
بس همدا کیسه روان وو ... مجاهدینو د جهاد ناری وهل او زموږ د کور ترڅنګ به ملایانو شهیدان ښخول.
نن هم طالبان د جهاد ناری وهی ،حامد کرزی بیا پری د شهید نجیب الله د وخت نارۍ وهی ، طالبانو ته ټول افغانستان کفر ښکاری او د کرزی حکومت بیا طالبانو ته ترهګر وایی.
بس دکلونو کلونو مخکی کیسه را په یاد شو چی زموږ هیواد او زموږ کلی د شهیدانو هدیره ده .....هره ورځ پکی لس دولس شهیدان خاورو ته سپارل کیږی او ملایان یی جنازی کوی.
یو خوا نه د کفر فتوا بل خوا نه د ورورۍ غږ ..... بس د پرونی جهاد او ننی انتحاری یا ځانمرګې بریدونو انځورونه به می د ژوند تر پایه په ذهن کې وی ،لا هم هره ورځ موږ هدیرو ته شهیدان وړ او ملایان یی جنازه کوی .
بس څه وکړو موږ د شهیدانو په کلی کې ژوند کوو.،مسلمان یم ، خدای ج منم ، قران منم ، کلیمه وایم ، او پر پیغمبر ص می ایمان راوړی خو هسی پرځان می شک پیدا شوی که په ننۍ انتحاری بریدکې ووژل شم نه پوهیږم چی کافر به یم او که شهید؟