له تیرو څو میاشتو را پدېخوا له امریکا سره د امنیتي تړون په سر خبرې روانې وې د هیواد جمهور رئیس دغه تړون له خپل واک څخه لوړ وبللو او ددغه تړون د لاسلیک لپاره یې لویه مشورتي جرګه رابللې ده ددې لویې جرګې هدف له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون په سر بحث دی، دا جرګه به په ټولو هغو مواردو کې چې پدغه تړون کې راغلي په مشخصو کمېټو کې بحثونه وکړي، او بیا به عمومي تالار ته وړاندې شي، ددې جرګې مشورې به له جمهور رئيس سره شرېکې شي.\"
په یاده جرګه کې چې ۳۰۰۰ په شا او خوا کې کسان ګډون لري نن د پنجشنبې په ورځ پیل شوه له تیرې یوې اونۍ را پدیخوا په کابل ښار کې عمومي رخصتي اعلان ده کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي .
دغه تدابیر نن پنجشنبه دومره سخت شوي چې د کابل ښار څلور دروازې تړل شوې دي ډیر کم شمیر موترونو ته اجازه ورکوله کیږي چې کابل ښار کې تګ راتګ وکړي ، ساختماني کارونه بند دي او تر ډيره تجارتې مارکیټونه هم تړلي ښکاري .
دغه تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابره وي.
د دغه تړون متن نن د پنجشنې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۱) په کابل کي مشورتي لويې جرګې ته وړاندي شو. چې د جرګې ګډون وال ، حق لري د سند پر هربند باندي خپل نظر وړاندي کړي. د جرګې تر سلا مشورو وروسته بيا دغه تړون د تصويب له پاره د افغانستان پارلمان ته وړاندي کيږي چي هلته کېدای شي ځيني بدلونونه پکښې راوستل شي. په تړون کي په څرګندو الفاظو لیک شوي دي چي امریکايي سرتیري به په یوازیتوب سره عمليات نه ترسره کوي او که چیري داسي عملیاتو ته اړتیا لیدله کیږي هغه به په بشپړه توګه « د دواړو اړخونو په موافقه » سرته رسول کیږي.
د مسودی په بله برخه کی د کورنو د تلاشۍ حساسي موضوع ته اشاره شوې ده چي په هغه کي راغلي دي چي «امریکايي سرتیري به په هیڅ صورت سره د افغانستان ملکي خلک خپل هدف نه ګرځوي او نه به هم د هغوی کورنه پلټي.» که چیري داسي یو څه ته اړتیا پیدا شي هغه به یوازې د «افغانستان د قانون له مخی او د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو د حاکمو مقرراتو سره سم» سرته رسول کیږی.
په تړون کي ویل شوي دي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د تروریزم ضد جګړې عملیات به «په بشپړه توګه د افغانستان د خلکو او د هغوی د کورونو د مصونیت او د هغوی د امنیت، د خوندي ساتني سره سم » سرته رسول کیږي.
د امنيتي تړون تر څنګ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي ته يو ليک لېږلی دی چي هغه به هم د دغه امنيتي تړون ضميمه وي راغلي دي چي« امریکايي سرتیري به يوازي په هغه صورت کي د افغانانو کورونه تلاشي کړي چي که د يوه امریکايي عسکر ژوند په خطر کي وي.
دوه کاله وړاندې هم افغان جمهور رئيس دودیزه لویه جرګه راغوښتې وه چې په هغه کې د امریکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون په سر بحثونه شوي وو او هلته هم افغان دولت ته د جرګې د دوه زره او پنځه سوه غړو له لورې مشورې ورکړل شوې وې. خو سوال دادی چې یاده مشورتي جرګه به د کابل ښاریانو دا څو ورځنۍ کلا بندی اعاده او سرنوشت به یې څنګه وټاکي؟