مولوي صاحب، دين د ټولو مشترک ميراث دی د ځينو ملي مسايلو په حل و په حرمت کې د ديني وسياسي پوهې په رڼا کې له احتياطه کار اخله!
د ښاغلي کلنټن خاطرات :
په ترابي چې مو د اسامه د شړلو فشار ډېر کړ له سعوديانو څخه مو وغوښتل چې بيرته يې ورخپل کړي سعوديانو دی بيرته نه غوښت، خو د ۱۹۹۶ کال په نيمايي کې اسامه سوډان په داسې حالت کې پرېښود چې ظاهراً لا هم له ترابي سره جوړ وو. دی افغانستان ته لاړ او هلته يې د طالبانو د مشر ملا عمر له خوا تود هرکلی وليد.
که مو له پيله تر ننه ځان پېژندلی وای، نو هېچا به دومره د ځان په ګټه نه وی لوبولی. که سعودي اسامه خپل کړی وای، نو نن به دا دروند بار زموږ او د اسلامي نړۍ پر اوږو نه وای پروت. سعودي د خپل بام واورې د پاکستان د څارګرې ادارې په مرسته زموږ پر بام راوغورځولې. خپل ځان يې اسوده کړ، خو پاکستان القاعده د خپلې سياسي بقا او تضمين لپاره زموږ د سياسي وحقوقي ستونزې د حل لپاره د غرب او عربانو پر مالي ونظامي مرستو او سرچينو زموږ په مقابل کې وکاروله. طالب او نورو جهاديانو ته يې اسلام په خوله کې ورکړ، خو د پردې تر شا يې اسلامي نه، بلکې سياسي، اقتصادي، نظامي او نورې ستراتيژيکې موخې پرتې وې
مولوي صاحب،
تاسو خو سورة يوسف، بيا سورة بقرې او بيا مو سورة مآئدې ټوپ کړی، خو له بده مرغه چې له پيله مو تر ننه پورې له مشر ملا صاحب نه واخله تر تاسو پورې يو هم د همدې سورة بقرې ۲۴۷ ايات ((... قال ان الله اصطفه وزاده بسطة فی العلم [۱] والجسم [۲] ...)) لږ تر لږه يو ځغلنده نظر نه دی کړی، که مو کړی وای، نو ختمي به يو ځلې دلته لږ مکث يعنې ځنډ شوی وای. که مو چېرې په دې يوه نيمه لسيزه کې د روژې مبارکې مياشت کې کله ختم القرآن کړی وي، نو که تلاوت دې نه وي کړی، نو ختمي به دې يوځلې اورېدلی وي.
دا چې تاسو له محارب کافر سره د دوستۍ مساله رااخلئ او له آل عمرانه دې النسآء ته ټوپ کړی، هلته هم نهی راغلې ((لايتخذی المؤمنين الکافرين))، خو ورسره د ((الا ان تتقوا منهم تقة، ويحذرکم الله نفسه ...)) قيد لګېدلی. همداسې نور مثالونه درواخله چې ((لاتتخذوا اليهود والنصاری)) علماء وايی چې موالات او موادت يعنې دوستي په عقايدو کې ښه نه ده. ځينې د ځينو دوستان دي، خو په معاملاتو، راکړه ورکړه، سوداګرۍ، زده کړه ان په ځېنو مواردو کې چې مشکل درته پيدا کيږي د خپل ځان د حفاظت، امن او ساتنې لپاره او په نننۍ د ساينس وتېکنالوژۍ زمانه کې د خپل ځان د ساتنې لپاره که دوستانه اړيکې ورسره ونيول شي جواز ورکوي. او که تاسو ورپسې د همدې ايات وروسته راشئ هلته ((ان المنافقين فی الدرک الاسفل من النار ولن تجد لهم نصيراً)) او ورپسې همداسې ورپسې راوروسته ((الا الذين تابوا واصلحوا واعتصموا بالله واخلصوا دينهم لله ...)) نهی الله المؤمنين عن موالاة الکفار خو ګوره چې دا موالات خو بيا نور هم ساتي. برابره خبره ده چې موالات بالذات او که موالات بالواسطة وي. که د موالاتو خبره نه وي، نو ولې د حقاني زوی سراج الدين حقاني د هيلرې کلنټن په وخت کې د څارګرې ادارې په مرسته ورسته خبرو ته کېنول شوی وو؟ ان تر دې چې هغه خو ويلي وو چې موږ ته په حکومت کې د ګډون وړانديز شوی وو، خو موږ ونه مانه. د روسانو په وخت کې هم سيده وړانديز شوی وو چې د پاکستان په نغوته مو رد کړ چې واک راڅخه له هماغه ورځې واخېستل شو او تر ننه راڅخه اخېستل شوی او بيرته يې څوک نه راکوي. که يې د خبرو واک راکولی، نو ولې به ملا برادر د تورو دروازو شا ته غورځېده چې لا تر ننه يې د خلاصون درست څرک نه تر سترګو کيږي. معتصم يې را ته په سر وويشت، ملا عبيدالله اخوند يې په زندان کې شکنجه او ترې وفات شو او تاسو يې لاس تړلي ورته ورکړئ. که د موالات او د خپلو ملي ګټو خبره نه وي، نو د کومو اصولو له مخې يې تاسو ورته ورکړئ؟ دا نو اوس تا تر پورې اړه لري چې موالات فی المعاملات او که موالات فی العقايد يې تعبيروې؟
ايا د کوکنارو پر کښت مو هغه وخت بنديز د خدای لپاره لګولی وو؟ نن مو ولې اجازه ورکړې او ولې يې نن د زکات په نوم پيسې ټولوئ؟ د بابر کاروان له کوټې تر کندهار او له کندهاره تر تر پايه مفت بدرګه شوی وو او که نورې موخې يې ترشا پرتې وې؟
مولوي صاحب،
ګوره ستا د خپلې خولې خبره ده چې د بي بي سي په يو مستنده خپرونه ((Secret Pakistan)) کې خپره شوې چې ((پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکايانو ته به يې بل څه ويل)). که دوستي له غيرمسلمو سره منعه شوې، نو له منافق سره هم منعه ده، نو يوې خبرې ته مو فکر شته او بلې ته نه.
تاند :
Bill Clinton: My Life
پر خوست د ۱۹۹۸ بريد
[[د قضايي جرګه ګۍ ورځ رالډه شوې وه. تېره شپه راباندې خورا سخته تېره شوه. کرۍ شپه مې ټکی خوب ونه کړ. د اګست په ۱۵ مه چې د يکشنبې ورځ وه، هيلرې (د کلنټن مېرمن) ته ورغلم راوېښه مې کړه او هغې ته مې هغه ټولې خبرې وکړې چې زما او مونيکالوينسکي ترمينځ شوې وې. دې داسې راته وکتل لکه په سوک چې مې وهلې وي او اوبه کړې مې وي. دا نه يوازې په دغه عمل قهر وړې وه، بلکې په دې هم په غوسه وه چې تراوسه مې نه وو ويلي. ما تش همدومره ورته وويل چې ((بښنه غواړم)). دا مې هم ورته وويل چې ما هېچا ته آن دې ته هغه څه نه شوای ويلی چې کړي مې وو. ما هيلرې ته وويل چې ((را باندې ګرانه ده او نه غواړم چې دا او چيلسي (د کلنټن لور) وځوروم. زه په خپل عمل شرمنده يم. دېته مې وويل دا چې تراوسه مې چا ته په دې باب څه نه وو ويلي علت يې دا وو چې نه مې د خپلې کورنۍ زهيريدل غوښتل او نه مې هم د ولسمشرۍ مقام ته سپکاوی غوښت. زما د ولسمشرۍ له هغه پيله چې د درواغو او سپکاوي کوم تورونه مو زغملي وو نور مې نه غوښتل چې د جنورۍ په مياشت کې چې دغه دفتر پرېږدم دغه يو تور راپورې موښتی وي. لا تر اوسه زه په دې نه پوهېږم چې ولې مې دومره ناسم او احمقانه کار وکړ. شايد ور ورو يې په هغو مياشتو کې په دليل شوی شم چې (له مېرمن سره) د اړيکو په بيرته سمولو لګيږي.
ما بايد له چلسي سره هم خبرې کړی وای. له ډېرو اړخونو دا کار لا ګران وو. يو نه يو وخت هر ماشوم پوهيږي چې مور وپلار يې فرشتې نه دي، خو دا کار تر عادي حالت ډېر بد وو. ما تل دا ګومان کاوه چې ((ښه پلار يم)). د چلسي د ښوونځي پر کلونو او د کاليج په لومړني کال لا د وړاندې د هغو ډيرو شخصي ګوزارونو سيوری غوړېدلی وو چې د دې پر مور وپلار کېدل. اوس به چلسي نه يوازې په دې پوهېده چې پلار يې ډېر بد کار کړی، بلکې په دې به هم خبرېده چې دې او د دې مور ته مې درواغ ويلي دي. ((زه له دې ډارېدم چې نه يوازې به له ودني ژونده خلاص شم، بلکې د خپلې لور مينه او درناوی به هم له لاسه ورکړم)).
د ښاغلي بيلکلينټن په خاطراتو کې راځي چې د هغه په وخت کې د اسامه د وژلو په موخه پر موږ باندې د کروز توغنديو ګزار له عربو بحيرې شوی او د پاکستان له هوايي حريمه راتېر شوي چې امريکايي جنرال هلته د پوځ له مشر سره مېلمه وو.
د سهار پر درو بجو مې سنډي برګر ته وروستی امر ورکړ چې له پلار سره سم پرمخ لاړ شي. د عربي سمندرګي په شمال کې مې د متحدو ايالاتو سمندري بيړيو څخه پر افغانستان د کروز توغنديو د توغولو او د سوډان پر کيميايي فابريکې باندې مې له سره سمندرګي څخه د کروز د توغولو غوښتنه وکړه. ډېرو توغنديو خپل هدف وويشت، خو اسامه بن لادن هغه ځای کې نه وو چې د سي آی ای په ګومان بايد د توغنديو د توغېدا پر وخت وای. ځينو رپوټونو ويل چې دی له هغه ځايه دوه ساعته وړاندې خوځېدلی وو، خو موږ هېڅکله هم سل په سلو کې پوی نه شو چې کيسه څه وه. له القاعدې سره تړلي ګڼ شمېر کسان ووژل شول. دغه راز پاکستاني افسران هم مړه شول چې د رپوټونو ترمخه هلته کشميري ترهګر روزل. د سوډان د کيميايي توکو فابريکه وېجاړه شوه.
ستاسو د حکومت په ړنګونه کې همدا ستاسو مربي پاکستان وامارات وسعودي ورسره متحد ول او نن هم ورسره متحد دی. په هغه وخت کې جنرال مشرف ته له سپين چکونو علاوه د کال دولس ميليارده ډالر هم ورکول کېدل چې د نوازشريف د وروستي تګ سره ورته هغه ځنډول شوې مرسته يو اعشاريه شپږ ميليارده ډالره بيرته خوشې شول.]]
مولوي صاحب،
که له تا منحيث يو ديپلومات او عالم دين وپوښتل شي چې ولې پاکستان زموږ په خاوره کې د کشمير مجاهدين روزل؟ ولې تاسو هغې ته له اصولو او پرنسيپونو خلاف اجازه ورکوله چې دلته ورزول شي او هلته واستول شي. دا موږ وتاسې يې چې هلته روزلو، نن ولې کشميريان په خپله خاوره کې نه شو روزلی او زما خاوره يې کاروله؟
مولوي صاحب،
کلنټن اګر چې غيرمسلم دی، خو خپلې مېرمن او لور ته يې له اخلاقي پلوه شرمنده وو او د ناراحتۍ احساس يې کولو، خو د څښتن تعالی په کور (جومات) کې د خپل يو سياسي مخالف لپاره ورسره نور په لسګونه بېګناه شهيدانوو. نه له خدايه راځي، نه يې له رسوله راځي او نه يې له هغه کتابه راځي چې موږ پرې ايمان راوړی، نه له خپل کلتور او نه له خپل ضميره حيا راغله. ان تر دې چې د ښځو په جامو کې ګرفتار شو او نه د پېغمبر له سنتو او نه خپل پښتني وياړه شرم وحيا راغله او په پګړۍ کې هم مو خلکو ته بمونه کېښول. دلته په ډنمارک کې يو کارتون کښل شوی وو چې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د بېحرمتۍ په پار يې له پګړۍ څخه ګرنېټونه رسم کړي وو چې له پراخو لاريونونو سره مخ شو، خو موږ امتيانو يې ننګياليو مجاهدينو او طالبانو څه وکړل؟
بيلکلنټن له اخلاقي پلوه خپلې مېړوښې ښځې او خپلې لور ته ناراحته وو چې هغوی يې نه وو خبر کړي، خو موږ پوهيږو چې زموږ ګاونډيان له موږ سره څه کوي، خو د علميت، جهادي او اسلامي دعوې سره سره بيا هم رښتيني نه يو او حقيقت پټوو.
خپلې خويندې او ميندې مو کونډې کړې او مو وکړولې او له کړولو يې خوند اخلو. ولې د عربو له سمندرګي پر ما توغندي وويشتل شي؟ موږ خو له دوی سره کوم بد نه دي کړي؟ ولې د پاکستان له حريمه راتير شي؟ او تاسو بيا هم ځئ هلته له عربو چندې غواړئ او د جهاد په نوم بيا خپل خلک وژنئ؟ پاکستان خرڅ کړئ او تاسو لا بيا هم ورته په غېږ کې پراته ياست؟ دا جهاد، ايمان وغيرت وپښتو او پښتونولي وايمانداري او دا شهامت مو ايله همدا ايجابوي چې د بېزوګانو په شان لوبې درباندې وکړي؟
زرملوال - خبريال :
د مولوي احمد متوکل پر وړاندې
[[کله چې د طالبانو حکومت جوړ شو، نو د هر طالب وزير او چارواکي تر څنګ به لږ تر لږه د آی ايس آی دوه تنه موجود وو. يقين لرم چې مولوي صاحب متوکل پر دی واقعيت ښه خبر دی. شهيد مولوي منصور چې امريکا ته د تګ په لار د جهاد په زمانه کې لندن ته راغلی وو، د دې ليکوال (زما زرملوال) مېلمه وو. له نوموړي سره يو بوڅ خولی پنجابی، چې ځان يې کومانډر رشيد معرفي کاوه هم ملګری وو. کومانډر رشيد ډېرې لږې خبرې کولې، نو کله چې مې له مولوي صاحب څخه د هفه په اړه پوښتنه وکړه، په ځواب کې يې وويل چې ((کوماندر رشيد)) ډېر ښه مسلمان دی او د اسلام د خدمت لپاره يې د پاکستان پوځ کې د ((ميجر)) خپله وظيفه پرېښودله او له جهاد سره يوځای شو. د افغانانو په اړه د هغه [کومانډر رشيد] نفرت له هرې کچې وتلی وو او پټولای يې نه شو. له دې ليکوال سره د خبرو په ترڅ کې به ((کوماندر رشيد] تل ټينګار کاوه :
“Don’t believe those who think I am a cold snake” او “No sell out”[[
زرملوال مولوي هلته صاحب ته دوه وړانديزونه کړي. متوکل خو هلته وايی چې د حل يوازېنۍ لار دا ده چې قدرت طالبانو ته وسپارل شي او بهرني ځواکونه له سيمې ووځي.
مولوي صاحب،
د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې له طالبانو سره د مرستې پټ هوډ شتون درلوده، چې هغوی يوه ورځ بيا د جګړې ډګر ته ورودانګي. د کندز له پېښې دوه اوونۍ د مخه د آی ايس آی د هغه وخت مشر جنرل محمود احمد يوې پټې غونډې ته ورغی او داسې ادعا کيږي چې جنرال محمود په اسلام اباد کې د طالبانو د هغه مهال سفير ملا عبدالسلام ضعيف سره وليدل او ورته يې وويل چې :
پاکستان او آی ايس آی به په پټه د طالبانو مرسته کوي.
جنرال محمود وغوښتل چې له ده سره وويني، نو ده بيا دا وويل چې : ((موږ به له تاسو سره يو. موږ به د افغانانو سره يو. موږ به د جهاده سره يو. موږ پخوا هم په جهاد کې وو)). ما په خپل کتاب کې هم ليکلي چې ((هغوی دوه مخی سياست وچلولو. امريکا ته به يې يو څه ويل او موږ ته به يې بل څه ويل)).
مولوي صاحب،
دا به دې هم پر ياد وي چې تاسو يې په لاس ورکولئ، نو درته يې ويلي وو چې ((You are not respect to us anymore…)).
رښتيا دا چې تاسو خو هم دې لويې جرګې يا مشورتي جرګې په څېر د يو نيم زر زيات و کم شاوخوا عالمان راغوښتي وو، ولې د ملت نور قشرونه مو له پامه غورځولي وو؟ تاسو دې هېواد او دې ملت ته له کومې زاويې کتل؟ ايا دا يوه بې انصافي او سخته تېروتنه نه وه چې تاسو کړې وه؟ تاسو خو نه يوازې دې ملت ته، بلکې نړۍ ته مو ويل چې موږ يو ځل پلازمينه (مرکز) ونيسو، نو بيا به ولس راوغواړو او واک به ورته وسپارو چې بيا دوی پوی شه او حکومت يې، خو تاسو خو تر ننه پرې لينګته اچولې. ستاسو او د مرحوم استاد رباني فرق په څه کې شو، هغه خو هم څوکۍ د ځان پورې تړلې وه او د کولاب څمڅو ته يې وړې وه.
مولوي صاحب،
د سولې افغان شوری غړي اسلام اباد ته تللي دي
د طالبانو يو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل :
امکان لري چې د داسې کار لپاره کوشش وشي ځکه چې پاکستان د افغان ادارې سره خپلې اړيکې وساتي او ورسره کړې وعدې پوره کړي، خو دا به هېڅ نتېجه ورنه کړي. هغه وويل چې ((هېڅ يو طالب بندي د طالبانو استازيتوب نه شي کولی)).
له دې خو داسې برېښي چې مشر ملا صاحب د ملا برادر په پرتله خوشې (ازاد) دی، نو بيا خو به يې پته ځای ځايګی تاسو ته روښانه وي، نو بيا يې ولې پاکستان امريکا ته په لاس نه ورکوي چې برادر يې ورکړ او نوموړی يې ساتلی دی، خو دا ساتنه يې روښانه نه ده چې په څه ډول شرايطو کې يې ساتي؟
په يوه مخکېنۍ خپرونه ((جنرل اور معصوم ملا)) کې خو دا جوتيږي چې نوموړی له پوځيانو پټ نه دی، بلکې د پوځيانو په واک او په کنټرول کې دی. هلته داسې راځي چې :
[["ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ" خواجہ ضیاالدین بٹ]]
تاسو ولس په دريو ډلو وېشلی او په درېيمه برخه کې ويلي چې :
((کوم کسان چې دغه جرګې ته راځي اکثره يې بېسواده او بېعلمه خلک دي. تر دې چې اکثره کسان به يې خپل نومونه هم نشي ليکلای، نو کله چې د هغه د سواد سويه دومره ټيټه وي هغه خوار به د داسې عميق او خطرناک قرارداد په ګټه او تاوان څه وپوهيږي. يوازې دېته به خوشاله وي چې د لويې جرګې غړی دی او يو څه زهر به هم په خوله کې ورلويدلي وي، نو په هېڅ صورت دا جرګه د ملت ممثله نه ده.))
زه هم تر يوه حده درسره موافق يم، خو که له تاسو وپوښتم چې تاسو هم همدغسې يوه جرګه يا د علماو غونډه مو رابللې وه. هغوی چېرې ډيګري اخېستې وه؟ ايا ټول له يوې مخې حقانيان ول او د حقانيې د وفاق سندونه يې درلودل او که نيمچه هم ول؟ داسې ويل کيږي چې مشر ملاصاحب ته تش په نوم دستار فضيلت شوی ځکه چې هغې خو هلته درس نه دی ويلی او محلي زده کړه يې کړې. که دا ثابته شي، نو دا به خورا ډېره ناانصافه خبره وي چې تش په نوم چا ته علمي سند ورکړي. ولسمشري کرزي ته په هند کې افتخاري دکتوری سند ورکړ شو چې خبر يې په رسنيو کې خپور شوی، خو د علم دين سند که په دې توګه ورکړ شوی دا به ډېره بې انصافي وي.
راځم دېته چې تاسو د مشر ملا صاحب د اميرالمؤمنين په ټاکلو کې يو نيم زر زيات وکم علماء رابللي وو چې ايا په دې دومره علماو کې يو څوک دومره نه وو چې د ((وزاده بسطة في العلم والجسم)) کې لږ شانته فکر وکړي؟ که نه وو نو دا يې يو مشکل او که وو او جرئت يې نه دی کړی او يا چا ورته وخت نه دی ورکړی، نو دا يې بل مشکل دی. کلام پاک څه وايی چې ((ولاتلبسوا الحق بالباطل وتکتموا الحق وانتم تعلمون)). که په ((لايتخذوا)) کې لام ناهيه دی، نو په ((ولاتلبسوا ...)) کې هم لام ناهيه دی. زما نيوکه پر تا او په دې تحريک باندې دا ده چې له مشر ملا صاحب نه واخله تر تا پورې يوه هم دې ايات ته ولې فکر نه دی کړی؟ دا دومره يو نيم زر زيات وکم علماء مو چې راغوښتل هغه مو پر ياد وو، او يو ايات د کلام پاک ته مو فکر نه وو؟ دا هغه څه دي چې له تاسو څخه نيولې تر مشرتابه او ټول تحريک يې له پوښتنې او مشکل سره مخ کړی او د مشر ملا صاحب مشروعيت يې له پوښتنې سره مخ کړی او شرعي تعذير يا ممانعت restriction موجود دی چې دا به له دوو حالتو نه خالي نه وي :
• يو دا چې داسې برېښي چې په تاسو کې يوه هم داسې عالم نه وو چې له کلام پاک سره پوره اشنايي ولري.
• دويم دا چې که وو، نو يا به به تجاهل عارفانه کړي يا نه، که مو کړی وي، نو دا يې بل شرعي وحقوقي مشکل دی چې تاسو ورسره مخ ياست.
ښه له دې به هم تېر شو داسې ويل کيږي چې مشر ملا صاحب ته د علماو شوری مشوره ورکړې وه چې زموږ هغه مرحوم مېلمه ته رخصت ورکړي او ملا صاحب هم دېته لېواله وو، خو وروسته خبره بدله شوه چې دا ولې؟
ايا منحيث يو عالم، افغان او ديپلومات دا به ښه وه چې يو مېلمه ته مو رخصت ورکړی وی او که خپل ځان او ټول ملت مو د زورور له څپېړې ساتلی وی؟ زه هم هېڅکله په دې خوښ نه وم چې مو مېلمه چا ته په لاس ورکړی وی، خو مېلمه ته هم په کار نه وه چې زما له کوره د نړۍ زورور زبرځواک ته ګوتڅنډنه کوي. په داسې حال کې چې د هغوی په غيررسمي سپارښتنه او ملاتړ د پاکستان، امارات او د سعودي په ملاتړ تاسو ډله رامينځته شوې او په پيل کې دوو تنو لوړ پوړو برتانوي چارواکو له مولوي فضل الرحمن او مولوي سميع الحق سره کتلي وو او دا جريان يې ټول څاره او مالي ملاتړ يې کاوه.
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (PP. 17-20). Resume of his article is produced here-in-under:
“The American CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the maulvis of the madrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force”.
مولوي صاحب دلته خو وايی چې د مالي مرستې ترڅنګ تاسو ته ښه نوي لوکس يا ښه مجهز ګاډي هم درکول، نو که د مال و دولت يا د پيسو خبره شي، نو تاسو ته خو هم يو چا درکول. ګوره د يو وطن خلک يو او ښه يو بل سره پېژنو ولې د ولس په سترګو خاورې وراچوئ او هر څه ته اسلامي رنګ ورکوئ. تاسو چې تر ننه پورې په يو شکل د اشکالو د خلکو مالي، نظامي ولوژيستيکي مرستې اخلئ شرعي مجوزيت يې يازې تاسو ته دی او بل چا ته او حرمت يې يوازې نورو ته دی؟
که په رښتيا يوه خپلواکه څېړنه وشي او درنه وپوښتل شي، نو مشکله ده چې بري الذمه راووځې، بلکې تحريک به دې د يو لړ حقوقي ستونزو سره مخ شي. همداسې حقاني، حزب اسلامي او دا نور درواخله. زه فکر نه کوم چې زموږ يو طالب ته دې څوک د دې اجازه ورکړي چې له کوره يې نړۍ ته څوک ګوتڅنډنه وکړي. دا مو له ګوتڅنډنه نه ده چې ستا يو غوندې يو سياسي ديپلومات يې لوڅ لغړ ورته ورکړ او د هغوی په مخ کې يې تا ته وويل چې ((تاسو نور موږ ته درنښت نه لرئ)) مانا دا چې په کار مو نه يې ورکېږه!
مولوي صاحب،
د مهمندو د سلالې پوستې په بريد کې يې لاره بنده کړه. ولسمشر آصف زرداري تهران ته منډه کړه، سيد يوسف رضا ګيلاني له هغې مخکې چين ته منډه کړه او د آغلې حنا رباني په ګډون ځېنو مسکو ته منډه کړه او اسد دُراني لا روسانو ته نوې مشورې ورکړې. پوځي واکمن هلته پر هغو روسي عسکرو د ګلونو ګېډۍ کېښوده چې په افغانستان کې وژل شوي وو.
يوسف رضا ګيلاني د چين له مرکز بېجنګ نه د کمونيستي مشر په څنګ کې غږ وکړ چې ((د چين دښمن زموږ دښمن دی)). د رضا ګيلاني دغه وينا د ټول ولس استازيتوب کولو نه يوازې د هغه.
مولوي صاحب،
تاسو ته ده چې له هند څخه يوه الوتکه را وتښتول شوه او د هغې په بدل کې مو درې تنه کشميري مجاهدين خلاص کړل او له هند سره مو معامله وکړه او په څه چل مو الوتکه خوشې کړه چې پېلوټ وتښتېده او الوتکه يې وتښتوله چې بيا وروسته روښانه شوه چې د آی ايس آی په ترو مو هغه معامله کړې وه. نن ولې هغسې يوه معامله نه شئ کولی. تاسو خو نران شئ ملا برادر مو راخلاص کړئ. د همدې کرزي کور اباد چې ستا په شمول يې د ډېرو په راخلاصولو کې مرسته کړې ده او نن هغه دی چې ازاد ګرځې او هند ته دې هم پکې سر ووته.
ايا شرم درته نه ودريږي چې مشر مېلمه يې درباندې ساته، خو نن يو ملا برادر درته نه خوشې کوي چې دا ولې؟ تاسو او ستا تحريک د دې توان ومجاز نه لري چې پوښتنه قدرې يې وکړي. تاسو د ملا عبيدالله اخوند څه غم وخوړه چې لا د نوموړي به يې وخورئ. همداسې د ارسلا رحماني او د نورو درواخله. حکمتيار يوځای په ځانځانۍ اخته دی، حقاني يې بل ځای او مشر ملا صاحب يې بل ځای. ان تر دې چې يو بل ته مو نزديکت ته سره نه پرېږدي اتفاق واتحا ته خو لا څه کوې.
تاسو خو په خپله ليکنه کې د مطلق حرام ومردوديت خبره کوئ، خو ولې د خپل ځان و د تحريک او د ټول افغان ولس سره د جفا خبره ولې نه يادوئ؟ ايا دا ستاسو پيه لاس ورکول يا خرڅول د ملا عبيدالله اخوند او داسې نورو په شمول ناخوالې چې له هېڅ شرعي ومدني قوانيو سره اړخ نه لګوي ان تر دې چې له اخلاقي پلوه هم دغسې عمل يو بزدلانه او تقبيح عمل دی ولې د مطلق حرام، مردوديت يا د کراهيت خبره نه کوئ؟ دا ګناه يوازې موږ ته ده او که بل چا ته هم شته؟ دا ميثاق وجهنم يوازې موږ ته دی او که نورو ته هم شته؟ ايا د کلام الهي د تخلف په صورت کې سزا او تعذيب يوازې موږ ته دی او که نورو ته هم شته؟ دا خو داسې مانا لري لکه کلام پاک چې يوازې موږ ته راغلی او بس او نور ترې مستثنی دي، نو بيا ولې موږ ته مذهب مخې ته کوي؟ په داسې حال کې چې زموږ او د نورو ترمينځ سياسي ستونزه ده او سياسي ستونزه سياسي حل غواړي. مذهبي جنون او افراطيت ته پکې اړتيا نشته. بيا هم ښه خبره ده چې د تحريک په کچه خو تاسو لږ تر لږه دومره درک کړې ده چې ((پاکستان به تاسو ته يو څه ويل او امريکايانو ته بل څه ويل))، نو چې د دوه مخۍ خبره تر دې کچې رسوا شوه چې تاسو د بي بي سي غوندې په يوه مستنده خپرونه کې هم ورته اشاره کړې، نو چې له غيرمسلمو سره درته دوستي له شرعي پلوه ښه نه ښکاري، نو بيا ولې له دوه مخيو سره درته ښه ښکاري؟ که غيرمسلم ته جهنم دی، نو دوه مخيو ته يې هغه وروستۍ برخه ده. که له غيرمسلمو سره له دوستۍ نه منعه شوې، نو د الله تعالی پېغمبر له دوه مخيو سره هم منع شوی ان تر دې چې پر قبر به يې هم نه دريږي. د پاکستان د دوه مخۍ خو تا پخپله ويلي، نو اوس ولې هغې ته نه ګورې؟
مولوي صاحب،
زه هم ستا غوندې پر تړون خوښ نه يم، خو دا چې تاسو دومره درک کړې چې خبره مو د بي بي سي غوندې يوې نړيوالې رسنۍ ته راووته. ستا او له مشر ملا صاحب نه نيولې ستاسو تر تحريک او ټول افغانستان پورې د خپل مسلمان ګاونډي د خپلو مشرانو استاذانو د دوه مخۍ ښکار شوي يو، ايا ښه به دا نه وي چې دا يو د زهرو غړپ وکړو او کنه هر ځل به د زهرو غړپ کوو؟
که بالفرض دا امنيتي تړون لاسليک نه شي، څوک د دې تضمين ورکولی شي چې زموږ ګاونډيان به بيا لاسوهنه نه کوي او بيا حالات د پخوا په شان نه خرابيږي. ناټو وامريکا وايساف د دې تضمين نه شي ورکولی، نو موږ او تاسو خو لا له وړاندې نه څوک د املوکو په تول کې هم نه حسابوي.
تاسو ولې په ((لايتخذوا الکافرين اولياء ...)) کې يوازې عقيدې خوا ته ځئ ايا دنيوي معاملات، راکړه ورکړه، سوداګري، ساينسي - طبي تر تېکنالوژۍ پورې نننۍ عصري زده کړې او داسې نور ولې نه رااخلئ؟ له تا او ستا له مشرتابه څخه په نړۍ کې د الله تعالی فضل دی ښه اوچت علماء شته چې هغوی د اسلامي وغيراسلامي نړۍ دغه بلانس او ټول اړخونه سره ښه تحليلولی شي. يوازې موږ مسلمانان نه يو، په نړۍ کې نور هم په ملياردونو ښه مسلمانان شته چې د حديث مطابق ((ظن المؤمنين خيراً ما لم يره شره)) دا به ښه خبره نه وي چې سړی له خپل لنډ وتنګ لرليد څخه نړۍ ته وګوري، نو ځکه علماء د خپل ځان د حفاظت لپاره چې د هغوی له شر څخه پرې بچ شي ځينې تړونونه جايز بولي. په داسې حال کې چې موږ ته دومره خطر له دې بهرنيانو نه متوجه نه دی، لکه څومره چې راته د خپلو مسلمانو ګاونډيو له لورې نه راته متوجه دی چې دا خطر هم راته له سمتي، ژبني، تعصبي، فرقوي، مذهبي، مالي واقتصادي پرمختګ او له سياسي و هر اړخيز پلوه متوجه دی. ان تر دې چې ....
مولوي فضل الرحمن :
د پاکستان له موافقې پرته د افغانستان سوله د منلو نه ده
بی بی سی، روسيه، پوتين او لويديځ دويمه برخه :
طالبانو وويل چې دوی د ملا عمر له خوا موږ ته يو وړانديز لري. پيغام دا وو چې دوی او طالبانو بايد د امريکا پر وړاندې سره ځواکونه يوځای کړي. دا يو ريښتينی وړانديز او تماس وو، خو مونږ د انګرېزۍ په دې نړيوالې خبرې رد کړ چې ګيټ لاسټ get lost يعنې ((ورک شئ!))
حامد مير : طالبان د آی ايس آی او پوځ زېږنده دي
[[حامد مير وويل چې افغان طالبان په ۱۹۹۶ کې د پاکستان د آی آيس آی او د امريکا د سي آی ای له لورې رامنځته شول او حتی د طالبانو له مشرملا عمر سره د ده مرکې ته اسانتياوې رحمان ملک برابرې کړې وې. رحمان ملک هغه مهال د پاکستان د آيف آی ای يا د پاکستان د فدرالي تحقيقاتي (استخباراتي) ادارې يو چارواکی وو.
حامد مير وويل، کله چې يې د طالبانو په اړه انتقادي مطلب وليکه، حتي بېنظير بوټو له داسي ليکنو منع کړ.]]
آغلې شيري رحمن
کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.
ډګروال سعد :
هغه ازادي خوند نه کوي چې ما په يوه لاس کې ټوپک رااوچت کړی دی او زه وايم چې زه به د ټولې دنيا سره مقابله کوم او په بل لاس کې مې کچکول دی او زه له خلکو نه پيسې غواړمه.
مولوي صاحب،
له تاسو او نه ستاسو له مشرتابه او نه مو له تحريکه لا پوښتل شوي نه دي چې تاسو دا دوه ځلې ولې په زرهاو طالبان په لوی لاس د نورو په توسط پټې معاملې کړي. په لومړي ځل مو د مالک ودوستم په لوبه کې او په دويم ځل مو بيا د دوستم، مزاري او د جمعيت يا د شورای نظار په لوبه کې دل کړل. په داسې حال کې چې دا معامله خو تاسو ته بل چا سيده کړې وه، خو لا تر ننه مو ځانونه ونه پېژندل. که موږ له هغو جنګسالارانو سره حساب کوو، نو په کار ده چې له مشر ملا صاحب نه هم وپوښتو چې ولې دې دا دومره په زرهارو طالبان د بلا په خولې کې ورکړل؟ ايا په معمولي شيانو پورې نښتل به ډېر ښه وو او که د دې زرهاو طالبانو د وژنې مخنيوی شوی وی؟ که نن نه، خو سبا به دا به له تاسو وپوښتل شي.
مولوي صاحب،
د کندهار د علماو رئيس په هغه وخت کې دا ويلي وو چې ((د ملا عمر فتوی مدار د اعتبار نه ده))، نو تاسو هغه ترور کړ. ايا دا به ښه نه وای چې د کلام پاک د ارشاداتو په رڼا کې مو ورته قناعت ورکړی وی چې هغې همدا دليل نيول وو چې ((ان الله اصطفه وزاده بسطة فی العلم (۱) والجسم (۲)، خو تاسو هغه ته قناعت نه شو ورکولی. په بله مانا ځواب درسره نه وو، نو ځکه مو ترور کړ. ايا ترور د مسايلو د حل لاره ده او افهام وتفهيم، سليم عقل او مفاهمه او له سوچ وزغم څخه کار اخېستل اړين دي.
مولوي صاحب،
که دا جهاد وی لکه څنګه سعد الدين شپون ورته په ((شرم او اوښکې)) کې اشاره کړې چې :
په کابل کې د پاکستان د سفير ځايناستي د سفارت په يوه مېلمستيا کې مرحوم پروفيسور امين ته ويلي وو چې د ننګرهاريانو لوی جهاد به دا وي چې د درونټې بند والوځوي. امين صيب په جګ اواز ټولو مېلمنو ته د هغه دا خبره ترجمه کړې وه او ويلي يې وو چې دا ده د جهاد او افغانانو سره د پاکستان خواخوږي او په پروټيسټ يې د نورو استادانو سره مېلمستيا پرېښې وه.
مولوي صاحب لږ شرم خو تاسو ته په کار دی چې د هومره بېعزتۍ باوجود بيا هم درته احساس نه ودريږي او لا زياتی د حرمت او د مردوديت خبرې کوې او د کلام پاک اياتونه کاروې. دا چې تاسو د ((انی جاعل فی الارض خليفة)) کارولی، نو ولې تاسو په خپله رابلل شوې غونډه کې له يوې مخې ملايان راغوښتي او د ملت پر نور قشر مو هېڅ حساب نه وو کړی. د پروردګار حکمت همدا دی چې هغه موږ ته په خپلو قضاياو کې د مشورې ترغيب راکوي، خو تاسو ايله يو قشر په حساب کې اخېستی وو او نورو ته مو هېڅ برخه نه وه ورکړې. اوس خو به هغه شمېر هم پاتې هم نه وي او دا لا هم روښانه نه دی چې اوس به موږ څوک سپورټ کوي او يا نه؟
مولوي صاحب، که موږ لږ خپل تاريخ ته وګورو، نو موږ د حضرت عيسی عليه السلام له پيدايښت وړاندې لا د مقدوني سره ډغرې وهلې او مو له خپلې خاورې ايستلی وو چې بيا په اسلامي دوره کې زموږ نېکونو دا دين د غزنوي او ابدالي وختونو کې لېريو ختيځو سيمو ته ورساوه. موږ په هند و سمرقند وبخارا کې مسلمانان له ظلم ساتلي او لاسرسی يې مو کړی، خو له بده مرغه نن څه ستاسو او څه له خپلې سرزورۍ نه مجبور يو چې په نورو ځانونه وساتو. د ډېر افسوس، درد او د شرم خبره ده چې قرباني مو ورکړه، خو پر مېز مو وبايلله او په حکومت جوړونه کې پاتې راغلو. که مو سياسي پوهه درلودای، نو لږ تر لږه خو به د بل له څپېړې بچ شوی وای، خو افسوس چې د خپلې سياسي ناپوهۍ نه سختې څپېړې وخوړې چې همدا زموږ ګاونډيان هم پکې دخيل دي. که مو لږ سوچ کړی وای او د امريکې له څپېړې مو ځان ساتلی وای، نو نن به ولې موږ دې امنيتي تړون ته زړه ښه کولو؟ ايا فکر نه کوئ چې يو باعث يې تاسو هم ياست؟ هېڅوک هر ځلې د زهرو غړپ نه کوي، بلکې يو ځلې د زهرو غړپ کوي او ولس يې له ډېر مجبوريته کوي چې مو خاورې، خپلواکۍ او ښې راتلونکې ته ګواښ متوجه دی. بس دی دا نژدې درې - څلور لسيزې کله په يو او کله په بل نوم په جنګ کې وکړيدو او دا مو حق دی چې يو باثباته او پر امنه افغانستان يوځلې بيا د الله تعالی په فضل وکرم او په احسان سره ووينو او د يوې ښې روښانه او هوسا ژوند څښتنان شو او نوی نسل مو د زده کړې له لوی نعمته محروم نه شي.
مولوي صاحب،
لېرې به نه ځو، د داود خان د صدارت په وخت کې دا هڅه وشوه چې زموږ او د امريکا اړيکي سره ښې شي. د مرستو وعدې هم وشوې، خو خپلې مرستې او وعدې يې د برتانيا په لمسون د پښتونستان تر مسالې پورې وتړلې چې که دا مساله له پاکستان سره حل شي، خو زموږ د وخت حکومتونو د خپل يو ملي رسالت له مخې دا کار ونه کړ او تر ننه لا پاتې دی او نن هم له هماغه تاوه کړيږو چې برتانيا لا اوس هم ناسيده دا کوښښ کوي چې د ډيورنډ کرښه پر موږ باندې په رسميت وپېژني. د لندن په ناستو کې هم سره ياده شوې، خو حکومت ترې ځان په څنګ تېر کړی.
مولوي صاحب،
اوس څه وکړو، څه چاره وکړو؟ تاسو خو له کفارو سره د دوستۍ مساله رااخلئ او حال دا چې نه د حکومت او نه د امريکا به داسې توقع وي چې د يو امنيتي تړون لپاره دې عقيده پکې راګډه کړی شي. امريکا نه يوازې په غير اسلامي هېوادونو، لکه : جرمني، جاپان، جنوبي کوريا او داسې نور، بلکې د ترکيه وسعودي وامارتو په شمول له ډېرو عربي او اسلامي هېوادونو سره دا ډول امنيتي تړونونه لري چې هلته خو څوک د عقيدې مساله نه راخلي، بلکې دنيوي معاملات رااخلي او په دنيوي معاملاتو کې موږ يو بل ته سره اړ يو.
دا تاسو چې اوس د جهاد او صليبيت خبرې کوئ، ولې مو د همدې صليبيانو لوکس ګاډي، پيسې او وسلې اخېستې؟ دا تاسو ته دا اباته واعاشه له کومه کيږي؟دا وسله څوک درکوي؟ دا پيسې څوک درکوي او څوک درته دا خبرې خوله کې ږدي. په اوسني او پخواني صليبيت کې فرق دا دی چې هلته دوی پر مسلمانانو تېری کولو، خو نن موږ پرې تېری وکړ چې په کينيا او تانزانيا کې مو ورته سفارتونه والوځول او په امريکا کې مو ورته برجونه ونړول او له خپل کوره مو خپل مېلمه کنترول نه کړ او لا زياتي يې زما له کوره ورته ګوتڅنډنه وکړه، نو موږ خپله د زورور څپېړې ته ځان برابر کړ. ولې دغه تېروتنه وشوه؟ ايا دا زموږ سرزوري او که سياسي ناپوهي وه او که نه مغرضانه حرکت وو؟ دا وضاحت بايد نن وي که سبا طالب يې ورکړي.
مولوي صاحب، دا خو څه ټوکې نه دي دواړه لوريو ته په زرهاو خلک ووژل شول. له هر څه نه پکې خلاص شو او امريکا هم پکې له هر پلوه تاوان وکړ. هېڅ يو افغان له تاريخي پلوه په دې خوښ نه دی چې موږ دې په نورو ځان وساتو. موږ په خپله ځان ساتلی او نور مو هم ساتلي، خو نن له هر پلوه کمزوري يو. خاورې او ملي حاکميت او خپلواکۍ مو له همدې اسلامي ګاونډيو له خوا تر ګواښ لاندې ده. د بهرنيانو په شتون کې په زرهاو تاکټونه راباندې راويشتل کيږي د دې توان نه لرم چې ځواب يې ورکړم. د هغې د توغنديو او د اتوم او د هوايي ځواک او ښه روزل شوي پوځ مقابله خو په يوازې کلاشينکوف نه شو کولی. تاسو ته پته ده چې همدا زموږ ګاونډيان هر يو څومره تړونونه له همدې بهرنيانو او سيمه ييزو طاقتونو سره لري، نو ولې موږ ته مذهب رامخته کوي او خپله سياست کوي.
نو مولوي صاحب د کلام پاک د دې ارشاد په رڼا کې چې ((اليس منکم رجل رشيد)) په دې ټول تحريک داسې څوک نشته چې دا قضاياوې د اسلامي او سياسي پوهې په رڼا کې وڅيړي. څوک د دې تضمين ورکولی شي چې د بهرنيانو په نه شتون کې به زموږ ګاونډيان بيا د لېوانو په شان پر موږ نه راځغلي او ملي تأسيسات او ټول ګټې پروژې او نور هر څه به له يوې مخې نه نړوي.
مولوي صاحب،
که موږ ريښتيې مسلمان ومجاهد وطنپال وای، نو موږ به د خوږ نبي سرور کائنات پر دغه يو حديث عمل کړی وی چې ((حب الوطن من الايمان)) د الله تعالی پېغمبر ګرنټي يا تضمين واطمينان راکوي چې له وطن سره مينه ايمانداري ده. افسوس چې د اسلامي وجهادي دعوې باوجود زموږ مينه او د وطنپالنې احساس د نورو ملتونو په شان نه دی. که وای نو داسې لوبې به هېچا پر موږ نه وای کړی، لکه نن چې پر ما او زما پر طالب باندې وشوې. ولې د وطنپالنې احساس مو دومره کمزوری دی چې نن له موږ سره څه لوبې کيږي او موږ لا اوس هم د پيل په غوږ کې وېده يو او يوه موضوع درست نه شو تحليلولای او سملاسي مذهبي رنګ ورته ورکوو. موږ د مذهب په نوم وکارول شو. اميد دی چې له دې وروسته د اسلامي وسياسي پوهې او بصيرت په رڼا کې له نړيوال سياست سره پوره باتدبيره سياسي چال چلند وکړو. هسې بېځايه تېزی زموږ او نه زموږ د مذهب او دين په ګټه دی. د ځان، خاورې مذهب او د اسلامي ارزښتونو ساتنه او درناوی زموږ له اعلی وجايبو څخه دي. داسې عمل بايد ترسره نه کړو چې پرې له هر اړخيز پلوه له مشکل سره مخامخيږو.
په پای کې زما مشوره تاسو ته دا ده چې له ځانه د حاجي محمد فريد غوندې مفتي مه جوړوه چې د کنکاش تلويزيون سره په يوه ژوندۍ خپرونه کې د ((وَقتَلُوا وَقُتِلُوْا)) دوو کليمو ترمينځ د وړاندې ومخکېوالي فرق هومره هم نه شو کولی او يوه يې د بلې پرځای مکرر ويله او مانا يې داسې کوله چې ((هم ځان وژني او هم بل)) او فتوی يې په احساساتي صورت کې د تلويزيون پر مخ ورکړه.
قرآن کريم زموږ د لارښوونې کتاب دی چې دنيوي واخروي ټولې ښېګڼې پکې نغښتې دي. الله تعالی دې پرې موږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راکړي. آمين
نوره دې خوښه خپله.
په درنښت
http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=روانېچارې&article=13440
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/11/131120_peace_council-in-islamabad.shtml
http://www.bbc.co.uk/urdu/lg/columns/2010/11/101112_hanif_mullah_general_aw.shtml
http://www.khabarial.info/archives/1463
http://library.islamweb.net/newlibrary/display_book.php?idfrom=246&idto=246&bk_no=49&ID=251
http://www.taand.com/archives/13584