ټولنیز (سوسیال) ډاروینیزم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57723
ژباړه: حیات پیاوړی
دخبریدو نیټه : 2013-11-23

 

د ژباړن تبصره: د غرب څخه ډیري شمیر راغلي افغانان چې زمونږ په ټولنه کښې ورته د نخبه (د نظر خاوندانو او پوهانو) په سترګه کتل کیږي د ټولنیز (سوسیال) ډاروینیزم د منفورې، وژونکې او سفسطه يي مفکورې پلویان او سوداګر (دلال) بیروکراټان دي (د شخصي احترام له امله د هغوی د نومونو د یادولو څخه ډډه شوې ده). هغه سوداګر چې په هیڅ بڼه د ملت سره تړاو نه لري، بلکه یوازې د خپل خورجینې د ډکولو لپاره د منځګړتوب خپله دنده سرته رسوي. که تاسې د دوی په نظریاتو پسې لاړ شئ نو لیرې نه ده چې په ډیر لنډ یا هم اوږد مهال کښې به زمونږ جګړې ځپلي او نظام ځپلي بې وزله او بدمرغه هیواوال د هلاکت کندې ته ور وغورځوي. زما د ګران هیواد د بیوزلو او بدمرغه میند او پلرونو بچیانو دا پر تاسې پورې اړه لري چې د دغو نخبه ګانو او د هغوی د نظریاتو پلوي کوئ تر څو په خپل لاس ځان د بدمرغیو کندې ته و غورځوئ او که د هغوی څخه د ځان ژغورنې په اړه فکر کوئ.

ټولنیز ډاروینیزم (سوسیال) ډاروینیزم، چې د فقید ویکتوریا د سلطنت (۱۸۳۷-۱۹۰۱) زمانه کښې په انګلستان، امریکا او د نړۍ په نورو برخو کښې یو نامتو نظریه وه، داسې وايي چې په ټولنه کښې تر ټولو ځواکمن یا تندرست باید ډیر ژوند وکړي او وغوړیږي، په داسې حال کښې چې کمزوری او یا هغه چې وړتیا نه لري باید پریښودل شي چې مړ شي. دغه نظریه اصلا د هربرت سپنسر په واسطه بیان شوې ده،  چې د هغه اخلاقي فلسفې د تل لپاره نخبه ګرا نظريي پلټلې او معیار يې د ډاروین په نظریاتو ولاړ وه لکه د بیلګې په توګه د شرایطو سره جوړ راتلل (مطابقت)  او طبیعی غوراوی.
سپنسر او ټولنیز ډاروینیزم
په هر حال سپنسر په ډیره چټکۍ سره د ډاروین نظریات په خپلو اخلاقي تیوریو کښې ور شامل کړل. د ځان جوړونې (مطابقت) مفکورې هغه ته دا موقع برابره کړه چې ادعا وکړي چې شتمن او ځواکمن د هر مهال د ټولنیز او اقتصادي چاپیریال سره ژر ځان جوړلی (مطابقت کولی) شي، او د طبیعي غوراوي تیورۍ هغه ته دا موقع ورکړه چې دا استدلال وکړي چې دا یوه طبیعي، عادي او مناسبه خبره ده  چې شتمن باید د بې زوره (بې وزله) په بیه  بډای شي. ددې ټولو تر څنګ هغه ادعا وکړه چې دا کټ مټ هغه څه دي چې هره ورځ په طبیعت کښې پيښیږي.
په هر حال سپنسر، نه يوازې خپله نظریه داسې وړاندې  نه کړه چې بشر ته د طبیعت سره موازي تلو حق ورکړي. د هغوی په نظر د وړتیا لرونکو خلکو بقا یوه طبیعي خبره ګڼل کیده، بلکه دا يې همدارنګه اخلاقا یوه سمه خبره بلله. په حقیقت کښې ځینو سرسختو (افراطي) ټولنیزو  ډاروینسټانو استدلال وکړ چې دا اخلاقا  ناسمه خبره ده چې خپل ځان پریږدۍ او د ډیرو کمزورو ځلکو سره مرسته وکړی، ځکه دا کار  به د هغه چا ژوندي پاته کیدو ته وده ور کول او د هغه چا ممکنه بیا زیږونه وي چې د طبیعت سره په بنسټیز ډول نا مناسب وه او ځان يې نه شو جوړولای.

 د ټولنیز ډاروینیزم په کار وړل
د ټولنیز ډاروینیزم څخه د یو شمیر استثماري کړنو د سمو ښودلو لپاره چې مونږ هغه د ګونګو اخلاقي ارزښتونو په توګه طبقه بندي کوو.  ښکیلاک ته په طبیعي او حتمي پيښیدونکي نظر کتل کیدل، او د ټولنیز ډاروینیزم د اخلاقو له مخې ورته دلایل وړاندې کیدل – خلک فطرتا لا ناتوانه او د وړتیا نه درلودونکي ښکاریدل چې خپل ژوند ته ادامه ورکړي، او له دې امله د ټولنیز ډاروینیزم د فکر پلویانو د ځمکو او منابعو د لاندې کولو لپاره دا يو ښه دلیل ګاڼه.  د ټولنیز ډاروینیزم څخه په پوځي چارو کښې هم کار واخستل شو؛ او داسې  استلال وړاندې شو چې تر ټولو ځواکمن پوځ باید به ګټونکی وي، نو له دې امله به تر نورو مناسب وي. د جګړې بایلونکي اړخ ته د مرګ ژوبلې اوښتل، په سوخت حساب ول ځکه چې دا د هغوی د طبیعي لحاظه د نه وړتیا پایله وه.  په پای کښې، دا وحشي ښکیلاک ګرو دولتونو ته اخلاقي غاړه ایښودل ول، چا چې د خپل تسلط لاندې خلکو پر وړاندې، خپل ملا ماتونکو (ظالمانه) تاکتیکونه و کارول.
له شک پرته ټولنیز ډاروینیزم په ټولنیزو شرایطو کښې هم کارول شوی دی. هغه د پانګوالۍ د نظام تر ټولو ډیر زبیښاکي (استثماري) بڼو ته د حقانیت  ورکولو دلایل تیار کړي دي، په کوم کښې چې ځینې وختونه مزدورانو ته د یوې اوږدې ورځې ملا ماتونکي کار په بدل کښې یوازې یو پیني (پیسه) ورکول شوې ده.  ټولنیز ډاروینیزم  همدا ډول د سترو سوداګریزو مرکزونو له لورې د مزدورانو د ټولنو او سازمانونو  ردول هم  پر ځای کار بللی شوی دی، او دا يې په ډیرو څرګندو ټکو کښې ویلي دي چې شتمن خلک اړ نه دي چې بیوزله او کم بخته خلکو ته بسپنه ورکړي، ځکه چې دغه ډول خلک هسې هم مناسب خلک نه دي.  
دا تر ټولو بې ساري افراطي بڼې دي، ځکه چې ټولنیز ډاروینیزم څخه  د نسل د بدلولو، چې موخه يې د اوسیدنکو  د فرسوده (نامطلوبو) ژنیونو کارولو لپاره،  دلیل پیدا کولو کار اخستل شوی دی؛ دا ډول پروګرامونه ځينې وختونه  د خسي کیدو (عقامت) د قوانیونو سره مل ول چې د وړتیا نه لرونکو وګړو پر وړاندې ترې کار اخستل شوی دی. د امریکا د نسل د بدلولو غورځنګ د ۱۹۱۰ – ۱۹۳۰ کالو پورې نسبتا مشهور وه، پر هغه مهال ۲۴ ولایتونو د خسي کیدو (عقامت) قوانین منظور کړل او کانګرس یو قانون منظور کړ چې د ځینو ځانګړو سیمو څخه د کډوالو راتلل چې باور کیده، وړتیا يې نه درلوده منع کړ. سره له دې چې، د ټولنیزو ډاروینسټي  نظریاتو، ډول ډول بڼو څخه د جرمني د نازیانو ګوند هم کار اخستی،  تر څو د نسل بدلولو خپلو پروګرامونو ته دلیل پیدا کړي. 
د ټولنیز ډاروینیزم مثبتې پایلې
ټول ټولنیز ډاروینسټان، په رښتیا افراطي نه ول، او ټولنیز ډاروینیزم د ښکیلاک، امپریالیزم او نورو  نا بللو زبیښاکونو لپاره یوازینی دلیل نه وه. په رښتیا لمړنیو ټولنیزو ډاروینسټانو، چا چې د نه مداخلې ("Laissezfaire"د پانګوالۍ نظام هغه تګلاره ده او په هغه نظریه ولاړه ده چې وايي دولتونه او قوانین باید په سوداګرۍ، مالي چارو، یا د خلکو په کاري شرایطو کښې مداخله و نه کړي.)، له کومې څخه به چې به خلک د دولت له لورې د يوې پر مخ وړل کیدونکي د نسل بدلیدو پروګرامونو برداشت وکړی شي، کرکه کوي، د دغې  نظريي ته د یو پراختیايي استدلال په توګه پام کړی دی. 


که څه هم د هغه اخلاقي بنسټ اوس په عمومي ډول رد شوی دی، ټولنیز ډاروینیزم له شک پرته ځینې ګټورې اغیزې درلودلي دي. په ټولنیز ډاروینیزم پر دې باور دی چې بې وزله خلکو ته د خپل سرو مرستو یا صدقاتو مخه ونیسي، او په بدل کښې د ژوند د ټولو کچو وړتیا لرونکو خلکو ته د هغوی د استفادې لپاره د منابعو تیارول، یا په ځانګړی ډول غوره کیدل، په عمومي ډول د مرستې او ملاتړ تر لاسه کونکو مستحقو خلکو په توګه مناسب کار ګڼي.  ځینې لوی پانګوال، لکه اندریو کارنیګي، فلسفه د ټولنیز ډاروینیزم سره ورګډه کړې ده؛ هغه د خپلو پراخو مالي امکاناتو څخه د سلګونو کتابتونو او نورو عامه ادارو د رامنځته کولو کار لپاره کار واخست، چې په هغه کښې،  د هغو خلکو د ګټو لپاره چې غواړي له دا ډول منابعو څخه ګټه تر لاسه کړي، یو پوهنتون هم شامل دی. هغه  د بې وزله خلکو سره د مستقیمو او له توپیر پرته مرستو مخالفت وکړ، ځکه چې هغه دا احساس کړه چې دا مستحق او غیر مستحق وګړي ته په یو نظر کتل دي. 
د ټولنیز ډاروینیزم ستونزې
د ټولنیز ډاروینیزم فلسفي ستونزې په پوره ډول ډارونکي، او د هغه بنسټیزې نظریي لپاره  وژونکي دي (که څه هم یو شمیر د ورته نظریاتو څخه کار اخستی دی). لمړی، هغه داسې ناسمې فرضيي وړاندې کوي لکه دا چې  څه چې طبیعي دي هغه د هغه څه سره مساوي دي چې اخلاقا صحیح دي. په بل عبارت، دا د هغه باور ښکار کیږي،  ځکه داسې ویل کیږي چې څه چې په طبیعت کښې پيښيږي، نو د بشر لپاره هغه اخلاقي مثال  دی چې باید پیروي يې وشي.  
ستونزه داده چې ټولنیز ډاروینسټانو تفکر د هغه حقیقت پر بنسټ ریښه نیسي چې  "د طبیعت څخه د پیروۍ پر سفسطه" باندې ولاړ دی، چې په هغه کښې دا کوښښ چې یو احتمالي بیان د یو شته واقعي بیان څخه ریښه موندلې ده، شامل دی. د بیلګې په توګه، دا حقیقت چې تاسې نن سهار خپله د پښې پنجه وهلې ده د منطقي نظره دا معنا نه لري چې تاسې مجبور وۍ چې باید خپله د پښې پنجه مو وهلې وی!  ورته استدلال د ټولنیزو  ډاروینسټانو د دې کوښښ په برخه کښې هم  په کار کړل کیدای شي چې غواړي طبیعي بهیرونه ټولنیزو  جوړوښتونو ته هم غزوي. دا په فلسفه کښې یوه ډیره عامه ستونزه ده، او په عام ډول داسې بیان شوې ده  چې دا په بشپړ ډول نا ممکنه ده چې د یو شته واقعي حالت څخه یو احتمالي حالت استنباط  شي (که څه هم چې شتون ځينې  وختونه یوه جنجالي موضوع ده)؛ لږ تر لږه، دا نا ممکنه ده چې د ټولنیزو  ډاروینسټانو  په څیر چې هغوی عملي کړې، د هغه څخه په ډیره آسانۍ او مستقیم  ډول کار واخلو.