هغه شیبه چې د مشورتي غونډې په پرانستلو ښاغلی صبغت الله مجددي او حامد کرزي په سیمه او افغانستان کښې د سترې لوبي د نوي پړاو پرانسته کوله، د دواړو په مخونو خړې خاورې پرتې وې.
دا دوه ښاغلي چې افغانستان کښې د دوه ګوني شخصیت غبرګوني مشران دي په اخستلو او خرڅولو کښې د سختو دلالانو څخه کم نه دي او همدا دلیل دی چې ځینې خلک ورته د چشم بندۍ خاوندان هم وايي. مګر د ښاغلي کرزي منتر هغه وخت بند شو کله چې هغه په روانه مشورتي غونډه کښې د امریکا د ولس مشر ښاغلي اوباما د لیک ژباړه لوستله. په مشرانو جرګه کښې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن د غونډې له منځه را پورته شوه او د هغه خبرې يې وربندې کړې او ويې ویل: دا چې تاسې وایاست د امریکایانو له خوا به د افغانانو د کورونو پلټل استثنايي وي، نو زه وایم چې پوره دولس کاله وشول چې د همدغو استثنايي تالاشیو په دوران کښې په زرګونه افغانان و وژل شول، نور بس دي ځکه د امریکي سره د دې تړون لاسلیک وطن پلورنه ده.
عجیبه وه، همدغه شان د ۲۰۰۳ کال په هغه جرګه کښې چې صبغت الله مجددي اداره کوله د فراه د خلکو بلې استازې ملالۍ جویا هم د مجددي د وینا پر وړاندې غبرګون وښود. هغه وخت ملالۍ جویا په بدل کښې د غونډې له تالار څخه د بلقیس روشن په څیر په زور وشړل شوه، یوازې په دومره توپیر چې کرزي وویل: بلقیس روشن بیرته په عزت غونډې ته راولئ، ځکه هغه د یوې افغانې په توګه حق لري چې خپل مخالفت څرګند کړي. مګر لس کاله پخوا کله چې ملالۍ جویا د غونډې له تالار څخه شړل کیده نو مجددي هغه په ګناه تورنه او په غوڼده کښې د برخې اخستنې څخه وشړله.
زمونږ خلک له درې نیمو لسیزو را په دیخوا په ډیرو درندو جګړو کښې لتاړ دي. جګړه ایز چاپیریال د انسانانو په سیاسي فکرونو او قضاوتونه ژوره اغیزه پریباسي. زیات کسان د اعتدال پر ځای ښي یا کیڼ اړخ ته ځي او د دې څخه ناکاره کار دا دی چې په دغه شان ماحول کښې په سترو سترو ملي مسئلو د خپل ګوند، ایدئیولوژۍ، قوم او حتی د ماموریت او مدیریت په چوکاټ کښې فیصلې کوي او بیا پر هغوی ملي او اسلامي نومونه ږدي.
د افغانستان اوسنۍ مشورتي غونډه که له یوه پلوه د حقوقي، عملي او تخنیکي ستونزو تر سیورې لاندې ده نو له بله پلوه يې ځینې مخالفین او پلویان دواړه په ملي نه بلکه په شخصي معیارونو د هغې منلو او نه منلو ته را وتلي دي.
مخکې له دې چې د واشنګټن او کابل د ادارو تر منځ د امنیتي مؤافقې مهم اړخونه او خطرونه په نخښه شي دوه شیان د پام وړ دي:
لمړی: افغانستان یو ځانګړی موقعیت لري او په دغه چوکاټ کښې د افغاني قومونو اوسیدل زمونږ د ټولو داخلي اړتیا ده، مګر دا جنجالي جغرافیه د امپراتوریو د ټکرونو او سازشونو په بهیر کښې جوړه شوې ده. د افغانستان هر یوه بې واکه رژیم څو څو واره دغه اصل ته په نه پاملرنه د وخت د امپراتوریو سره ځانونه تړلې مګر د ستونزې د زیاتیدو پر مهال توافقات مات شوي دي.
دوهم: امریکا ته به ډیره ګرانه وي چې د چین، روسيي، ایران، پاکستان، او هندوستان له خوښې او رضا پرته افغانستان او افغان رژیم د هغه تاوان په بدله کښې د غیږي ملګری و ساتي چې د دې هیواد سیمه ایزې ستراتیژۍ ته له دې اړخه متوجه دي.
که څه هم ځینې کسان د کابل – واشنګټن د مؤافقي پر وړاندې ایران او پاکستان ستر ګواښونه ګڼي مګر داسې نه ده. دا دواړه هیوادونه له نا امنه افغانستان څخه د هغه افغانستان په پرتله چې ثبات پکښې وي، ډیرې ګټې لاسته راوړي.
څرنګه چې دغه ډول مؤافقي افغانستان د ډیرې مودې لپاره د جګړې ډګر ګرځوي، نو جګړه له یوې خوا د افغانستان د کمزورۍ او بیلوالي (تجرید) په لور ور کاږي او له بله پلوه د بل هر هیواد پر انډول دا دواړه ملکونه د ډیرو هغو جنګي توکو (وسایلو) سود خواره دي چې ناټو يې افغانستان ته د جګړې لپاره راوړي. زمونږ د هیواد اوسنۍ جګړې په خاورو نه بلکه د خاورو لاندې پرهغو شتمنیو دي چې یوه برخه يې افغانستان، بله يې منځنۍ آسیا، بله يې بلوچستان او بله يې د چین د سیکیانګ ایالت په سیمو کښې پرتې دي.
پاکستاني او ایراني زمامداران به د افغانستان د اوسنیو واکدارانو په څیر د جګړې د ژرندې ژرنده ګړي وي، مګر نه ستراتژیستان. چین، روسیه او هندوستان د سترو قدرتونو په توګه له امریکا سره په افغانستان کښې مرحلوي دوستان او ستراتژیک مخالفان دي.
یو څوک دا نه شي ویلای چې ګواکې امریکا به د امنیتي مؤافقي له لارې افغانستان په خپل څنګ کښې و نه شي نیولای. مګر په کومه بیه چې دا کار ورته تمامیږي نو خدای خبر که د امریکا د ملۍ صنایعو ستر شرکتونه چې همدا ګړۍ د نظامي شرکتونو سره په مقابله اخته دي، دا ډول اوږدې جګړې ته غاړه کیږدي.
دریم: د مؤافقي نیمګړتیا او سترې ستونزې دادي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څخه چې په دې اړوند کومې پاڼې خپرې شوې دي په هغوی کښې ورته د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي مؤافقي نوم ورکول شوی دی. که یو څوک په ښه غور سره دا ټول مواد وګوري، نو هغه عامیانه یا احساس پارونکي مادې لکه د کورونو پلټل، د نظامي هډو شتون، د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ نړیوال مقررات او قضايي مصئونیت مسئلي د ژور بحث وړ دي ځکه چې د یوې لورې د امریکا دولت هغه قانون ته بدلون نه شي ورکولای چې په بهر کښې پرتو امریکايي پوځیانو لپاره هیوادنی قانون بلل کیږي.
له بله پلوه په افغانستان کښې د جګړې لپاره ذخیره بهرني پوځیان دیپلوماتان نه دي چې مصئونیت او مسئولیت يې د ځايي حکومت پر غاړه وي. څو څو ځله دا خبره په مؤافقه کښې راغلې ده چې دا عسکر به د امنیت د تأمین برخه کښې مرسته کوي.
په دې معنا چې دا سرتیري به حکومت له مخالفانو څخه ساتي، حکومت به بیا وايي مونږ افغانستان ساتو خو داسې نه چې ګواکې افغان اداره به د خارجي عسکرو مصئونیت تأمینوي.
دا چې د افغانستان خلکو ته د خپلو کورونو ستر، د هیواد استقلال، ملي غرور او ملي ګټې د ځان په قیمت مهمې او هغوی سره مینه لري؛ همدغه شان امریکايي پوځیان هم د خپل ژوند سره مینه لري.
دا باید ومنو چې د امریکا د متحده ایالاتو دولت په دې امنیتي مؤافقه کښې د خپل هیواد د پوځیانو، قانون او ګتو له نظره د یو انچ په اندازه هم شاته یا مخته ته نه دي تللي. دا د افغانستان د خلکو بدمرغي ده چې حکومت يې د ملي دفاع پر ځای معامله ګریو لپاره جوړ شوی دی. دا اوسنۍ مؤافقه د ۲۰۱۲ کال د ستراتژیک تړون د موادو پراختیا ده چې کرزي او د ده پلویانو هلته هم همداسې پټاکۍ الوزولې او هغه يې د همدغو غورو دربو سره و مانه او دا هم د همدغو پوچو پټاکیو د الوزولو سره مني او منلی يې دی.
دا احتمالي مؤافقه په اصل کښې دوه غټې ستونزې لري:
لمړی: داسې بریښي چې دا د امریکا او افغان دولتونو تر منځ امنیتي مؤافقه ده. امنیتي مؤافقه کښې امنیت اصل وي. له همدې امله پکښې مقابل اړخ ته د افغانستان د دفاع لپاره نه دندې په ګوته شوي نه ونډې او ذمه وارۍ.
دوهم: که چیرې دا د امریکا د متحده ایالاتو د دولت او افغان حاکمیت تر منځ دفاعي تړون وای نو د امریکا د قوانیونو پر بنسټ به د هغه لپاره وسایل، لارې چارې شرائط او امکانات په نخښه کیدل.د هغوی تطبیقي اړخ به د شیکاګو کنفرانس یا نورو غونډو پورې نه تړل کیده. بله دا چې دا کارونه بیا د امریکا د کانګرس دندې دي.
دریم: دا مشورتي غونډه د شاو خوا اویا زره بهرنیو پوځیانو په داسې شتون کښې را بلل شوې ده چې د هیواد د اقتصادي لګښتونو په سلو کښې نوي برخې په هم هغه بهرنیو دولتونو پورې اړه لري چې د افغانستان د جګړې په توپونو يې سیاست بار کړی دی.
څلورم: د افغانستان د خاورې او نفوسو په یوه ستره برخه يې هغه اداره نه ده حاکمه چې د غونډې را بلل يې د اساسي قانون سره په تضاد کښې سرته رسولې
پنځم: دا فیصله د افغانستان د ملت لپاره پریکړه کوي، پداسې حال کښې چې د مشورتي غونډې ګډونوال په هیڅ ډول د ټول ملت استازیتوب نه شي کولای
شپږم: دا یوه مشورتي غونډه ده او د مشورتي غونډې پریکړې عملي نه بلکه مشورتي بڼه لري. که غونډه د حکومت په پلوۍ فیصله و کړي نو د تاریخ هغه پیټی چې د کابل د ادارې پر اوږو بار دی، هغه به د ملت پر شا پورې و تړي او که مخالفه پریکړه وکړي نو هسې خو هم غونډه مشورتي ده، یعنې په عملي کولو يې څوک مکلف نه دي. د غونډې یو ګډونوال غازي نواز تڼي چې په ورته مهال کښې د افغانستان د قومونو د پیوستون د شورا مشر هم دی، په دې اړه د بي بي سي راډیو ته داسې وویل چې: څو څو ځله داسې جرګې راغوښتل شوي دي. د جرګي ګډونوالو د ورځې یوه فیصله کړیده خو حکومت هغه بیا د شپې بدله کړې او په خپله خوښه يې فیصله کړې او په هغې يې د جرګې د فیصلې نوم ایښی دی.
اوم: دا سمه ده چې د بن د ائتلاف ډلې او ځینې جهادي رهبران د یو شمیر قوماندانانو او شخصیتونو سره جوړه د امنیتي مؤافقي پلویان دي خو له دې هم سترګې نه شي پټیدلای چې ځینې وطنپال هیوادوال د نورو افغانانو سره اوږه پر اوږه، او هم طالبان او نور وسله وال مخالفان د غونډې او مؤافقي دواړو مخالفت کوي. نوموړي حالت مشورتي غونډه او مؤافقه دواړه د مشروعیت او پلي کیدو له جدي ستونزو سره مخامخ کړیدي.
یا دداښت: د جرګې د نوم د احترام په خاطر په دغه لیکنه کښې د جرګې د کلیمې پر ځای د غونډې کلیمه کاریدلې ده.