حامد کرزی دمشورتي لويې جرګې په لومړۍ ورځ چې دوې ورځې وړاندي د همدې موضوع لپاره په کابل کې پيل شوه وايي ،که چيرې داجرګه له امنيتي تړون سره موافقه وکړي او ملي شورا يې تصويب کړي نودا امنيتي تړون دې هغه مهال لاسليک شي چې انتخابات په سم ډول ترسره شوي وي،يعنی د امنيتي هوکړه ليک تر ټاکنو وړاندې نه لاسليک کېږي .
ديادونې وړ ئي بولم ،چې دجرگې په لمړۍ ورځ هم ماپدې هکله يوه لنډه ليکنه دفيسبوک له لاري خبره کړه .
سره له دې چې داخبره دټولو افغانانو اودجرگې برخوالوته حيرانوونکې وه نن دنومبرپر ۲۲ دامريکا متحده ايالاتو دولتي چارواکودکرزی ددې څرگندونې پر خلاف خپل غبرغون څرگند کړ .
امريکا غوښتي، چې له افغانستان سره دې امنيتي هوکړه ليک،د امنيتي مسووليتونو د غوره لېږد او ددې هېواد د ماموريت د دوام لپاره تر راتلونکو شپږ و اونيو پورې لاسليک شي .
پدې هکله دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي جيمز ډوبينز ګواښ وکړ، چې د ټاکنو تر سره کېدو پورې به ددې هوکړه ليک ځنډول د افغانستان په اړه د امريکا د ژمنو ترسره کول ، ستونزمن او پېچلي کړي.
ده دامريکا PBS تلويزيوني شبکې ته وويل :((زه فکر کوم چې دا موضوع به له افغانستان نه د نړيوال ملاتړ کچې ته سخته او اوږدمهاله ضربه ورکړي .))
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات یوه ویاند ویلي د تړون د لاسلیک په تړاو د افغان ولسمشر حامد کرزي وړاندیز چې ویلي یې وو شپږ میاشتې وروسته یعنی د ولسمشرۍ تر ټاکنو دې وځنډول شي، نه عملي دی او نه هم ممکن .
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جن ساکي هم وويل، هېواد يې تصميم نيولى، څو وپوهېږي، چې حامدکرزي په لويه جرګه کې ددې ځانګړې موضوع له وړاندې کولو څه موخه درلوده؟
د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل وویل، که امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي امریکايي پوځیان نه شي پاتې کېدای . هغه زياته کړه ،ولسمشر بارک اوباما ته سپارښتنه نه شي کولی چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پوځي حضور پر پلان فکر وکړي ،مګر دا چې افغان چارواکي امنیتي تړون سمدستي لاسلیک کړي .ښاغلي هېګل وویل، د امریکا له متحدو ایالتونو سره له موافقې پرته امریکا نه شي پوهېدای چې افغانان څه غواړي، دامریکايي پوځیانو رول به څه وي او یا څرنګه ماموریت پر مخ بوځي .2013.11.22
ولې بياهم تر اوسه پوري د افغانستان حکومت د امنیتي موافقې د ژر لاسلیکولو په باب دامریکادمتحدو ایالتونو غوښتنه رد کړې چې وايي د کابل او واشنګټن ترمینځ امنیتي تړون باید د روان کال له پای ته رسېدو مخکې لاسلیک شي .دوي وايي دا موافقه باید د راتلونکي کال تر انتخاباتو وروسته وخت ته وځنډول شي . افغان حکومت یوځل بیا ټینګار وکړ چې امنیت، سوله او عادلانه انتخابات دکابل او واشنګټن ترمینځ دامنیتي تړون دلاسلیکولو مهم شرطونه دي . ۲۰۱۳.۱۱.۲۲
ولې بل لورته ددې جرگې زيات شمير برخوال دکرزی دورورپه گډون پدې عقيده دی چې که دا تړون پدې جرگه او پارلمان کي ومنل سی بايد سمدواسره لاسليک سي .
يوشمير سياسی څېړونکی اوزه پدې باوريوچې کرزی دخپلو راتلونکو گټوپه خاطر هره ورځ يوه نوې خبره کوي ،چې هيچا حتا يوه ماشوم ته هم دمنلو وړنده .زموږ په باورکرزی صاحب غواړي دخپلي هغې خبري له مخې چې ویې ويل امريکا دافغانستان په راتلونکو ټاکنوکي رول لري، په امريکاداومنی چې دده دخوښی اوهغه چا ملاتړ وکړي کوم چې دبرياليتوب په صورت کي بيا کرزی دافغان ولس پر وړاندي دخپلې دولس کلنې دورې دناخوالو په هکله سوال اوجواب ته راونه بولی اودفاع ترېنه وکړي .ومن الله التوفيق