په افغانستان کې له تيرو يولسو کلنو راپديخوا په پراخه پيمانه نړيوال ځواکونه ميشت دي ، خو دامهال دامريکا او افغانستان ترمنځ دامنيتي تړون پر سر په هرځاي کې تاوده بحثونه روان دي.
ددغه سند په سر د سلا او مشورې په موخه په کابل کې لويه مشورتي جرګه هم جوړه شوه.
د کابل په تلويزونونو، راډيوګانو او اخبارونو کې دسرليک موضوع همدغه ده، څوک يې رد او څوک يې تاييد وي.
خو د تړون د مخالفت کوونکو په سر کې وحيد مژده او حاجي فريد ډير ګرم ول، د کنفرانسونو او لاريونو سربيره يې تلويزونونه هم په ټيکه اخيستې و او ډير په شدو مد سره به يې دامريکا او افغانستان ترمنځ د کيدونکي تړون مخالفت کاوه.
دلته خبره دمخالفت او تاييد نه ده، هر څوک حق لري چې خپل نظر وړاندي کړي او له هرچاسره چې اړيکې پالي دا دهر چا شخصې کار دى ، خو ديوه افغان په صفت پکار ده چې په ټولو کارونو کې ملي او اسلامي ګټې په پام کې ونيول شي.
زه په دې اعتراض نه لرم ، چې وحيد مژده ولي د امريکا او افغانستان ترمنځ د کيدونکې امنيتي تړون سره مخالفت کوي داد هغه خپل نظر دى خو زه وايم کاش چې دياد جناب مخالفت دده له فکر څخه سرچينه اخيستى واي نه له پرديو..!
جالبه داده ، چې په کابل کې د يک تلويزون د وحيد مژده په غږ کې ثبت شوى يو پيغام خپور کړ، په دغه پيغام کې مژده له يوه نا معلوم کس سره په تيليفون کې خبرې کوي ، دخپل فعاليت راپور ورکوي او دراتلوونکي په اړه ورسره خپلي مشورې شريکه وي.
عجيبه خو داده، چې د ملا محمد عمر مجاهد په نوم ، چې کوم پيغامونه رسنيو ته استول کيږي دهغې په اړه هم دغه جناب مشوره ورکوي، چې دده دغه کار له ځانه سره زياتې پوښتنې راټوکولي دي او ان خلک فکر کوي، چې د ملا عمر له نوم څخه ناوړه ګټه اخيستل کيږي او د مژده دغه تيليفونې خبرې يې ښه بيلګه ګڼل کيږي.
مژده په خپلو خبر کې ملي اوسوله دوست شخصيت ملا معتصم ته دسپکاوي هڅه کړي که څه هم اغا صيب په ټول هيواد کې له پياوړي ملاتړ څخه برخمن دى او دغه ډول افتراي مشورې دهغه شخصيت ته کوم تاوان نه شي رسولي او نه به هم دهغه د سوله ييز کاروان مخه ډب کړي.
همداراز شيخ معتصم، دخپل پراخه نفوذ څخه په استفادې سره اوس په عملي توګه دهيواد د ثبات لپاره کار کوي او غواړي چې ټول افغانان په يو ټغر سره راټول کړي .
اغا صيب ، په دين او وطن مين شخصيت دى او هڅه کوي چې په هيواد کې سوله او ټيکاو رامنځته شي.
که چرته د وحيد مژده خبرو ته په غور سره وکتل شي نو حتما به داجوته شي، چې دې د پرديو غلام ، دخبريال او تحليلګر ترنامه لاندي دنورو جاسوس او نوکر دى.
ديادولو ده، چې وحيد مژده په کابل کې د خبريال او تحليګر په صفت يې شهرت درلوده، خو له دغه غږيځ پيغام څخه وروسته يې اصلي څيره روښانه شوه.
نوموړى په اصل کې د پريدو په خدمت کې دى او داسي انګيرل کيږي، چې دنور په مشوره په افغانستان کې ګډوډي او بي ثباتي ته لمن وهي.
پرته له شکه، دملي مسووليت پراساس اوس په افغانستان کې ګڼ شمير هيوادوال دملي خيانت دجرم په ارتکاب د وحيد مژده علنې محاکمه کيدل غواړي، ترڅو په راتلونکي کې دده په څير تور مخې اشخاص ددغه ډول ناوړه حرکت جرات ونه کړي.