دتاوتریخوالي پدیده په طبعت اوټولنه کی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57744
ننګیالی بڅرکی
دخبریدو نیټه : 2013-11-25


دتاوتریخوالي دنړیوالي ورځي په یاړ :
دبشري ټولني په تاریخ کي تاوتریخوالی دانسانی ټولنیزجوړښت سره سم را پیل سوی دی،دلته زموږمؤخه دتاوتریخوالي څخه ده، چي په عامه اصطلاح ظلم ، تیری تجاوزدحقوقوغضب اودیوچاه حق خوړل دي.ډیروخت دا ظلم پرعجزو او ضعیفوکسانوکیږي،لکه دغریبودکاردنیروڅخه ګټه اخیستل، دخانانواوسرمایدار انوټولنیزتاوتریخوالی دتولیدپرسر،ددولتونواوحکومتونویاحاکمانودیکتاتوري پر ټو لنه اواکثریت خلکو.یادهغوی وټولنیزوحقوقو ته نه پاملرنه،پرښځواووړو ماشومانوباندي هرنوع تیری، تاوتریخوالی بلل کیږي .چي په حقوقي لحاظ قابل دبحث دی.
پروړوماشومانو دتاوترخوالي کچه په ناتوانمندوهیوادونو کی چی ډیریې دخان ، خانی اونیمه خان خانی دوره په وټیز(اقتصادی) لحاظ ښودل سوې ده پرلږ عمره ماشومانو یا کوچنیانو باندي ډول،ډول تاوتریخوالی ښودل سوی دی.
چي له همدې جملې څخه موږلاندی څوبیلګې یادولای سو.
لومړی پرکوچنیانوباندی دتولیدپه پروسه کی درانه کارونه اجرأکول.اویا هم درانه کارونه پرتحمیلول.اوپه لږعمرکې وکارته مجبورول،چی دماشومانو دراتلو نکی ژوند د پاره ډیر په ضرر تمامیږي.
دوهم : کوچنیان یا واړه ماشومان ددرس یادزده کړی دپروسې څخه محرومه کول اوهغوی په لږعمرکی دښوونیزومؤسیسوڅخه لیري ساتل یوناوړه اوغیري انساني عمل دی.چي دبده مرغه په افغانستان کې کچه ترنورو ورسته پاته هیوادو لوړه ښودل سوې ده.
دریم : دکوچنیانویا وړوماشومانو تهدید، توحین اودشخصیت ترور؛بل هغه عامل دی چي دوړوماشومانوپررا تلونکی ژوند باندی ناوړه اغیزه لري.ماشومان باید په ټولنیزلحاظ پرحاکم اومحکوم سره ونه ویشل سي .اونه هم دطبقاتی ژوندپه اقتصادی فرماسینونوکي ماشومان دطبقاتي ظلم قرباني سي.هرماشوم باید دنړیوال سازمان د کنوایسون درغنده حقوقو څخه ګټه ترلاسه کړي.او بیله رنګ ، نژاد ، حاکم او محکوم څخه باید دخپلو انساني حقونوڅخه برخه مند وي.
څلورم : واړه ماشومان بایددجنسي تیري دشومي پدیدې اوتاوتریخوالي څخه وژغورل سي.اوتیري کونکوته یې بایدسخته سزادنړیوالوقوانینوپه چوکاټ کی ورکړل سي.واړه ماشومان دسباورځي ځوانان دي اوشخصیت یې باید ثابت اوسرلوړی وساتل سی.که چیري دوړوماشومانوڅخه ناوه جنسي ګټه واخیستل سي،نوبیا په را تلونکی کی دهغه ماشوم وشخصیت ته دومره زیان رسیږي، چی په ټولنه کی به هیڅ ځای هم ونه لري.
زموږ په هیوادکي چي ځینی زورمندان دماشوموهلکانوڅخه درقص اوساتیري په خاطرناوړه ګټه اخلي،یااخیستل کیږی،یودهغه جنایتودجملې څخه دی،کوم چی په ټوله معنایې دهغه هلک راتلونکی ژونداوشخصیت ترسوال لاندی کړی دی.اوزموږپه ټولنه کي بیا هغه کس ښه ځای نه لري.اونه هم دقوم اوټولني دپاره دارزښت وړوي.
پنځم :دوړوماشومانوقاچاق دیوه هیوادڅخه بل هیوادته دخرڅلاوپه خاطراودوړو ماشومانورانیول اوخرڅول دبدن دعضاؤپه خاطریودهغه ستونزوڅخه دی چی په اوسني وخت کې زموږدټولني یولړماشومان اوکورنۍ ورسرلاس اوګریوان دي.که څه هم نوموړې ستونزه زموږ پرهیوادبرسیره په نوروهیوادوکي هم ډیره لیدل سوې ده،نوځکه نن نوموړې ستونزه یوه نړیواله ستونزه ګڼو .
شپږم:دوړونجونوسره ودونه یادهوس په خاطریا دعقیدې په خاطراویاهم ددودو نواورواجونوپه خاطریوه لویه ستونزه جوړه وي،چي زموږدهیواد یولړغریبي کورنۍ دهمدغه ستونزوسره مخامخ دي.تاسوته بیلګې سته چی زموږ په ورسته پاته ټولنه کي ځیني وختونه هلک اونجلۍ په اوڼي اویا ځانګوکی سره واده کوي، یایې هم دپیسو په مقابل کی وړه نجلۍ یوه مشراودپوخ عمرلرونکي چاه ته دپیسو په بدل کی ورکوي. چي نوموړی دودهم دنړیوالوقوانینوخلاف اوزموږدټولنی په شان په ډیروورسته پاته هیوادوکی هم دغه دودرواج لري،چي دنړۍ منورکسان اوپرمختللي هیوادونه یې ناارامه کړي دي.  
   په همدغه سبب په ۱۹۹۹م کال کي نړیوالي ټولني دتاوتریخوالي پرضدخپل عکس العمل وښود. او ۲۵دنومبر يې دخشونت یا تاوتریخوالي نړیواله ورځ تعین کړه، چي دهغه څخه ورسته دنړۍ ډيري ټولني ، حکومتونه او سیاسي سازمانو نه په محفلونو او ټولنیزو با نډارونوکي نوموړې ورځ نمانځي .اونوموړی نمانځ زما له نظره دبشري ټولني دمظلوموانسانانو دحقوقوددفاع دپاره ګټوراو دحماېې وړدی.دنوموړي خشونت اوتاوتریخوالي په سرکي پرښځوباندي تاوتریخوالی خورا ډيراوبنسټیزه موضوع ده ، چي نوموړې بده پدیده نه یوازي په غریبو او بې وزلو هیوادونو کي ډیره ده بلکي؛ په سرمایداري هیوادونواو پرمخ تللي هیوادوکي هم دپام وړتاوتریخوالی ثبت سوی اوښځي،ماشومان دهمدغه تاوتریخوالي په وجه دجنسي تیري ترشومو اهدافو لاندي را غلي دي.که چیري هغه کسان چي مسؤلین دتاوتریخوالي اوتجاوزکیږي هغه ته قانوني اوحقوقي جزاوي ورکړل سي ممکن دهمدغه بدعمل پرلږوالي اغیزي ولري،ولي ؛ په پرمختللوهیوادوکي نوموړی خشونت اوتاوتریخوالی په داسي ډول سرته رسیږي ، چي ښځه دپیسو په بدل کي وجنسي تیري ته اماده کوي ، چي یو مثال یې موږ په عام بازارکي دښځوبې پردې کول په غټو ښارونواو کوڅوکي وینو. که چیري نوموړې ښځه ډیره سخته مجبوره نه وای زه فکرنه کوم ، چي نوموړې دي ودغه بدنامه او بدعمل ته په خپله خوښه حاضره سوې وای.همدغه بدعمل نه یوازي داچي خشونت اوتاوتریخوالی دی ؛ بلکي نوموړی عمل یوټولنیزفسادهم بولم. چي په نتیجه کې یوتعداد ناروغۍ را پیدا کيږي.اودټولنیزفسادسبب ګرځي.خوبرسیره پردې چي ښځه دیوه مظلوم موجودپه څیرتراوسه لا هم دخپل ځان اوآزاد ژوند څخه مهرومه او دنارینودحوس ښکارسوې ده. خو!ښځه دتاریخ په اوږدوکې دبیلابیلو حلتونو قربا ني اودژوند په چارو کي بې امتیازه اودنارینو ووټیز (اقتصادي) ژوند ته اړه ده.
خوددې نابرابرۍ علت په ټولنیزوجوړښتونوکي توپیرکوي.او دتاریخ په اوږدو کې هم توپيردرلود، که دبشري ټولني وتاریخ ته یوځغلنده نظرواچونودابه راته جوته سي. چي هغه وخت چي دتولید پروسایلوزما اوستا خبره لا نه وه را منځته سوې ،ښځو په ټولنیزژوند کې دنارینو په شان ونډه درلودله اوځیني وختونه به ترنارینو هم ددوی ونډه په ټولنیز ودندوکي ډیره وو.
ښځه په لومړۍ اشترکیه دوره کې د کورمشره وه، د کورنۍ دجوړښت بنسټ اښوونکې وه .او په کورنۍ کې ارزښت ډیروو.
 خوبیا څه وخت چي دتولید پروسایلو دنارینوواک ډیرسوبیا نو ښځو خپل توان دلاسه ورکی او دیوه جنس یا امتاع په څیردخرید اوفروش په بازارکې ارزښت د مادي شیانواو پیسوپه مقابل کي تعین کیده .او دطبقاتي ژوند دلومړي اقتصادي او اجتماعي فرماسیون سره يې سم خپل واک اواختیاردلاسه ورکی اودنوموړو طبعي طبقاتي قوانینوپر بنسټ ښځه هم یوه غلامه او یوازي دنارینو دحوس او ساتیري وسیله وګرځیده.
ولي دیوه انساني اند په سالمه فضاء کي ښځه په وا قیعت کې هغه موجود دی، چي بیله ښځي څخه نه کورنۍ جوړیدای سي او نه هم انساني ژوند اومحیط را منځته کیدای سي.ښځه اونرپه طبعت کي نه بیلیدونکي موجودات دي،چي ټولنیز ژوند ته ګډ مسؤلیت لري.
دنن څخه ۲۵۰۰ق م لرغونو زمانو کي سومریانو وښځوته ډیره په درنه سترګه کتل اوښځه یې درحم اوعطفې سمبول ګاڼه اودهمدغه نظره ښځوپه ټولنیزژوند کي ډیرمهم کارونه ترسره کول چي هغه نارینو نه سوترسره کولای.دبیلګې په توګه دکورتنظیم ، داولادونوپالنه،په بهرکي دمحکمې اوقضاوت څانګي دښځوپه لارښوونه پرمخ بیول کیدې.ښځودسومریانوپه پیر(دوران) کي دښاروالۍ په انتخاباتوکي برخه اخیستل اودښاردتنظیم چارې پرمخ بیولې ، دحسابدارۍ چاري هم دښځودنده وه،دا په دې چي ښځي په حساب ورکولوکي ترنارینوصادیقي اودمسؤلیت خاونداني بلل کیدې،دکالوګنډلواوداوبدلوپه چارو کي، دتوکرجوړولو په دستګاوګي اوهمدغسي دپال اچولوپه مهارت کي هم دښځو څخه ګټه اخیستل کیده.په دې وخت کي وښځوته ډول،ډول عقیده وي نومونه ورکول سوي دي.کله به يې ښځه دمځکي دمخ پریشته بلل، کله به يې دآسمان پریشته بلل ، کله به دعقل اوفکرپریشته بلل کیده.سومریانووښځو ته ډیره عقیده درلوده اوترهغه را ورسته په بابلي دولتونوکي هم وښځوته دعدالت اوانصاف دساتلودپریشتونومونه ور کول سوي دي.لرغوني سومري واکمنانواوبابلي دولتونوعقیده درلودله چي ښځه دخپل خصلت له مخي دزوروروظلم پرکمزوري نه غواړي. سومري دولتونه چي تر میلاد مخکي یې واکمني درلودله او په پیړیو، پیړیويې پایښت وکی ترټولو لرغونی تمدن وو،دښځودپاره يې په خپل وخت کي ډیري علمي ، انساني نظرې او قوانین درلو ده.او د قانون له مخي ښځه حقوق پوه ، ښوونکې او د ماشومانو دروزلو مسؤله وه.
ده نړۍ په تاریخ کي دښځو په اړونده مختلیف حالتونه لیدل سوي دي. په لومړي سرکي ښځه مورسالاره یا مورواکه وه ، خوورسته يې خپل دواک سالاری یامشرتوب مؤقف دلاسه ورکي او په ټولنه کې مؤقف لږسو،پوهان ددې علتونو په سرکې ؛ دتولید په پروسه کي دکار ځانګړی ویش ګڼي ،چي دکار دویش په نتیجه کې دکوردباندي تولیدي کارونه ونارینوته په برخه سوه اود کوردچاپیریال کارونه بیا دښځي په برخه سوه.ددې سرجوخت اقتصادي واک هم دنارینو په ولکه کي راغلی.نارینودرنواوفزیکي کارونوته مخه کړه اودښځودندي یوازي دکورپه څلورودیوالونوکي محدودي سوې، داولادونو پیژندلګلوي هم ونارینو ته ورانتقال سوه.چي تراوسه هم دکورنۍ پیژندنه،داولادونو پیژندنه په نارینو پوري اړه لري . نارینو ددغه مؤقف څخه بده ګټه پورته کړیده او دښځو حقوق يې تر پښو لاندي کړي دي.ښځه يې داولاد دساتني ، دهوس ښکاراودنارینو خد متګاره ، په زوراو جبرسره واده کول، کله هم پریوې ښځي باندي نوري ښځي را وستل ،وهل ټکول (تاوتریخوالی) اوداسي ډیرنور پرابلمونه دي چي پر ښځو باندي روا ګڼل سوي دي.
  خو که دا ټوله ستونزي دتاریخ په اوږدو کې پرمیرمنوبا ندي تیري سوي دي او یا تراوسه هم ورسره مخامخ دي، قهرمانوښځوهم دتاریخ په اوږدو کي او هم داوس مهال دتاوتریخوالي پرضد مبارزه کړیده. او ځانونه یې په ټولنه او اجتماع کي تثبت کړی دی.
زموږ په ګران هیواد افغانستان کي که تاریخ ته وګوروهغه وخت چي آزاداو مستقیل هیوادوو.ملي دولتونه په افغانستان کې دتاریخ په پړاونوکي را منځته سوه لکه : دمیرویس نیکه یادهوتکیانو مستقیل دولت ،داحمدشاه بابامستقیل دولت او دغازي امان الله خان آزاددولت. زموږافغاني ښځوهم د قلم په څوکه او هم دتوري پر میدان دنارینو سره په څنګ کې خپل نومونه دتاریخ په ځلانده پاڼوکي لیکلی دي . لکه: میرمن نازو انا – زرغونه انا – میرمن ملاله دافغان او انګلیسدمیوند په جګړه کي،دامیرامان الله خان په دوران کې ۱۹۲۱م کال کي میرمن آسما ( چي د مرحوم محمود طرزي خانمه وه) او دارشاد نسوان لومړۍ جریده یې خپره کړه،همدغه رازروح افزاهم دهمدغه وخت دآزادۍ دلاري مبارزه او دارشاد نسوان دجریدې د کتوونکي ډلی غړې هم وه.اوترهغه ورسته چي بیا دښځو نهضت دتهدیداوخطرسره مخامخ سو،هیواددپردیوددسیسوښکارسو،سکاوي دوره رامنحته سوه،پرښځوباندي هرډول بندیزونه ولګیدل....خودادوره دافغانستان په تاریخ کي دامیرامان لله خان څخه ورسته یوه مؤقت دوره وه ، ددې دورې څخه ورسته دظاهرشاه بابا په وخت کي بیا دښځوغورځنګ راژوندی سواودافغانستان په ګوټ ، ګوټ کي قهرماني ښځي دعمل میدان ته را څرګندي سوې.اودښځو دآزادۍ بیرغ يې اوچت کړ. په قانون کي دښځوآزادۍ ته ځای ورکړل سو.خو ورسته له هغه چي دهیواد آزادي دخطر سره مخا مخ سوه ،تاوتریخوالی هم وه یوې لوړي کچي ته اوچت سو.
دنن ورځي بشري ټولنه چي دښځودحقوقودفاع کوي دخپل یورپوټ په اساس هغه هیوادونه چي دښځو پرضد دتاوتریخوالي کچه په کښي ډیره ده دهند،سومالیا ، سوډان پاکستان اوافغانستان هیوادونه دي ، چي دښځوحقونه يې ترپښولاندي کړی دي او په دغو هیوادو کي دځان وژني پیښي ډیري ثبت سوي دي.په دغو هیوادونوکي چي دښځو ارزښت کم او د کورني تاو تریخوالي سبب کیږي ، علت يې ترډیره حده بیسوادي ، فقراوپه قانوني لحاظ دحقوقونه درلودل اونه پوهیدل  دي.په کورنۍ کي ښځي مادي اویا دګټي وټي کومه منبع نه لري اویوازي دنارینو پرلاس وګټواوخوړلوته مهتاجه ده.نوځکه ښځه دنارینوتروټیزه تسلت لاندي شپې اوورځي تیروي.که په دغوهیوادوکي دښځو دپاره په تعلیم اوتر بیه کي سهم ور کول سي، نوښځه به د کاراو ټولنیزژوندپه پروسه کي هم خپل هغه سهم پیدا کړي، لکه یونارینه چې په خپل ژوند او چاپیریال کي لري. چي په دې حالت کي به دښځو احتیاج په مادي لحاظ حل سي اونوربه په ټولنه کي خپل ځانته يوه برخه پیداکي.نوپه همدغه خاطرزه په ګران هیواد افغانستان کي دخپلوخوند و او اجتماعي ټولنو څخه غواړم چي ترهرڅه نه مخکي په هیواد کي دښځودپاره دزده کړي ښه شرایط را منځته کړي ترڅودخپل ځان اودخپلونوروښځودحقونوڅخه ملاتړوکي.
دلته دبحث ډیره برخه دښځوپرضد دتاوتریخوالي موضوع سوه،خوتاو تریخوالی ؛ که څه هم لویه برخه یې دښځو پرضد ده خو په ټو لنیز لحاظ بیا تا وتر یخوالی په دې لاندي ډول سره پرنوروانسانانوهم را تلای سي.
لومړی : په کورنۍ کي تاوتریخوالی د میړه اومیرمني ترمنځ ، دپلاراو اولادونو تر منځ ، دخواښي اومږورترمنځ اوداسي نور....
دوهم : دغریبانو په وړاندي تا وتریخوالی دشتمنوله خواپرمجبورزحمتکښانو باندي ، چي نوموړی تاوتریخوالی اقتصادی اوطبقاتي ریښه لري اودحل لاره یې یوازي ټولنیزاصلاحات کیدای سي .
 دریم : تاوتریخوالی پروړوماشومانوباندي،چی هغوی ته دژوند دښه شرایطودنه بربروالي په صورت کې رامنځته کيږي. په کوچني عمرکي دتحصیل څخه بې برخي کیدل ، درنو کارونو ته مجبوریدل اودا سي نوري ناخوالي دي ، چی پر ماشومانو باندی دتاوتریخوالي په نوم ثبت سوي دي.
 خوکه په لنډه توګه تاوتریخوالی تعریف کړو هغه به داسي وي. تاوتریخوالي پر یوه کس، پریوه طبقه دخلکو ، پرسیاسي او ټولنیزو ګوندونو اوټولنوهغه وخت را منحته کیږي ، چي په روحي لحاظ او جسماني (فزیکي) لحاظ یونفراو یا یوټولنه دخلک ترتهدیداوفشار لاندي راوستل سي، هغوی ته دځان ددفاع حق ورنه کول سي.او په زوره تهدید کړل سي. چي دتهدید اندازه اودرجه هم توپیرسره لري، تهدید درواني بدحالت څخه راونیسه بیا ترهغه حالته ،چي په اجتماعي مسائیلو کې دهرڅه څخه مهروم کړل سي .او په ټولنه کي تنها پاته سي ، په دې حلت کي نفریا کس هم خپل عصبي سیسټم دلاسه ورکوي اوپه ټولنه کي تنها کیږي او دلیونتوب ترکچي پوري رسیږي.همدغسي په جسمي تاوتریخوالي کي هم دانسان شخصیت تربرید لاندي را ځي او په فزیکي لحاظ وهل اوټکول کیږي اودمرګ ترکچي پوري جسماني تهدید او تاو تر یخوالی رسیږي.
نتیجه :
 لکه مخکي چي مووویل ډلیزتاوتریخوالی یا ټولنیزتاوتریخوال چي ډيروخت دحکومتونواوزورواکانودخوا سرته رسیږي اونوموړی تاوتریخوالی یا په سیاسي لحاظ ،په مذهبي لحاظ، قومي او نژادي لحاظ ترسره کیږي.په هر صورت ښه نه دی.تاوتریخوالی چي په واقیعت کي طبقاتي اړخ لري دطبعت دقوانینونقض دی، هره ټولنه کي چي دتولید پروسایلو ټولنیزحکمیت برلاسی وي هلته به دتاو تریخوالي پیښي یا نه وي!! او یا خوبه ډیري لږوي ، نو ځکه نوموړې شومه پدیده طبقاتي دریځ لري.اودطبعت دقوانینوخلاف عمل دی.زه دخپلو هیوادوالو څخه غواړم چي زموږ په ټولنه کي ټولنیزعدالت برقراره کي اوزموږمترقي ولسونه دهرډول خرفاتوپه مقابل کي سره یوموټی سي اوددې هیواد دغه ستونزي ( هر ډول تاوتریخوالي ) ته دپای ټکی کښیږدي .
ننګیال بڅر کی
نیټه : 2013 – 11 – 30م کال
انټرنیټي ادرس :www.baba-center.com