د اروادښاد ستر استاد پوهاتد رشتین بابا د ۱۵ تلین په مناسبت
پوهاندصدیق الله رشتین بابا د مولوی تاج محمد خان مشهور په مهتمم صاحب زوی په ۱٢٩٨لمریزکال (۱٩۱٩م) د مومند و په غازی آبادکې دنیا ته سترګې وغړولې. هغه اوه کلن ؤ چې قدرمن پلار یې په خوست کې په حق ورسید او هلته خاورو ته وسپارل شو.
رشتین بابا قرآن کریم له خپل پلار څخه یاد کړی ؤ او د پلار له وفات څخه پس یې ابتدائي تعلیمات د کلي له علماؤ څخه تر لاسه کړل. پنج کتاب،گلستان، بوستان، خلاصه یې ولسوتل او یاد یې کړل .
ارواښاد رشتین بابا په ۱۳۱۱لمریز کال د ننګرهار د نجم الدمدارس په مشهوره مدرسه کې شامل شو ا و بیا چې له دې مدرسې څخه فارغ شو نو په ۱۳۱۵لمریز کال کابل ته لاړ او د دارالعلوم په مدرسه کې یې ځان شامل کړ .په ۱۳۱٨لمریز کال له دغې مدرسې څخه په اعلی درجه فارغ او بیا یې په رسمي ماموریت پیل وکړ.
رسمی ماموریتونه :
ارواښاد رشتین بابا د ۱۳۱۸ لمریز کال د سنبلې په میاشت کې د ادبی انجمن غړی او د پښتو ټولنې د قواعدو د څانګې مدیر شو . په ۱۳٢۱لمریز کال پکتیا ته لاړ او د ( وړانګې ) د جریدې موسس او لومړنی مسؤل چلوونکی شو .په ۱۳٢۱لمریز کال کې د پښتو ټولنې د معاون کفیل او د پښتو ټولنې د لغاتو او قواعدو د څانګې مدیر شو .
د۱۳٢٢لمر یز کال په سنبله کې د د پښتو د دایرة المعارف د څانګې آمر شو . . د ۱۳۲۶ لمریز کال په اسد کې د مطبوعالو د مستقل ریاست د نشراتو د لومړۍ څانګې مدیر شو . د ۱۳٢۶لمریز کال په میزان کې د فراه به ولایت کې د سیستان د جریدې مؤسس او مسؤل مدیر شو .
د ۱۳٢٧لمریز کال په سنبله کې د پښتو ټولنې د مدیر مرستیال او د پښتو دایرة المعارف امر شو .
په ۱۳٢٧لمریز کال کې د پورتنیو دندو بر سیره د د هیواد د وزرځپاڼې مدیر هم شو . . د ۱۳۲۵ لمریز کال له عقرب څخه د ۱۳۲۹ لمریز کال تر وروستۍ پورې د پورتنیو دندو بر سیره یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د استاد په صفت هم دنده تر سره کوله.
د ۱۳۳۰ لمریز کال په حمل کې د پښتو ټولنې عمومي مدیر شو .
د۱۳۳۱لمریز کال به اسد کې د ( زیري ) د جریدې د دوهمې دورې موسس شو.
د۱۳۳٤لمریز کال په حمل کې د پښتو ټولنې رئیس شو.
د۱۳۳۵ لمریز کال په اسد کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي رسمی استاد او د پوهنې د وزارت مشاور شو .
پوهاند رشتین د پشتو ادبیاتو لومړنی پروفیسور دی . له ده نه دمخه په دې میدان کې بل څوک د پښتو په څانګه کې تیر شوی نه دي.
پوهاند رشتین بابا د ۱۳۴۲ لمریز کال په سرطان کې د دوهم ځل لپاره د پشتو ټولنې د رئیس په حیث وټاکل شو . دا لس کلنه دوره وه او په دې دوره کې یې ډیر ګټور علمی او ادبي کارونه سرته ورسول . د داود خان د ۱۳۵۲ لمریز کال د سرطان د انقلاب نه پس رشتین بابا ته جبرا تقاعد ورکړ شو.
رشتین بابا له هغه وخت تر څو چې ژوندی ؤ د وخت له حکومتونو او رژیمونو سره هیڅ ډول همکاري ونه کړه او لکه هګۍ سپین پاتې شو .
د افغانستان نامتو پوهاند ( دوهمه برخه ) د ارواښاد پوهاند رشتین بابا د ۱۴ تلین په مناسبت د وفات نیټه ۲۶/۱۱/۱۹۹۸
مسلکی دندې
پوهاند رشتین بابا د رسمی دندو بر سیره د رسمي وخت نه پس نشراتی او تبلیغاتی کارونه کول .
د ۱۳٢٨لمریز کال څخه تر ۱۳٢٩لمریز کال بورې د شپې له خوا د کابل راډیو د یو مخصوص پروګرام مسؤل .
د۱۳۳٢لمریز کال څخه تر ۱۳۳٧لمریز کال پورې به کابل راډیو کې د پښتونستان د یو خاص پروګرام د کمیټې غړی .
د ۱۳۳۶ لمریز کال له میزان څخه د۱۳٤۰لمریز کال پورې په کابل راډیو کې د پښتو د یو ادبي رنګارنګ خبرونې مسؤل .
د ۱۳٤۳ لمریز کال څخه د ۱۳٤٨لمریز کال پورې په کابل راډیو کې \"دادب وژمی\" د ښکلې او جالبې خپرونې برابروونکی او وړاندې کوونکی .
د ۱۳٤۶ لمریز کال څخه د ۱۳۴۸ لمریز کال پورې د\"وږمه\" د مجلې د تحریر د هیئت لومړی درجه غړی
د ۱۳۳٧ څخه تر ۱۳٤٢لمریز کال پورې د پوهنتون د عالي شوری غړی .
تقدیر نامې و نښانونه :
ارواښاد رشتین بابا د خپل ماموریت ، علمي او اکاد یمیکو کارونو په دوران کې ډیر نښانونه او مډالونه تر لاسه کړي دي چې په هغو کې دا لاندني د یادولو وړ دي :
د ۱۳۲۷ لمریز کال : د صدارت له خوا دوهمه درجه تقدیر نامه .
د۱۳۳۳ لمریز کال : د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا دوهمه درجه تقدیر نامه .
د۱۳۳۵لمریز کال : د پوهنې د وزارت له خوا د پوهنې مډال .
د۱۳۳٧لمریز کال : د کابل راډیو په مسابقه کې د ( نوی کال نوی زیری ) تر سر لیک لاندې د رشتین بابا مقاله د دري او پښتو په مقالو کې د مطبوعاتو لومړی درجه جایزه تر لاسه کړه .
د۱۳٤٢لمریز کال : رشتین بابا د ( لویې جرګې ) د غړیتوب ستر نښان تر لاسه کړ.
د ۱۳٤۵لمریز کال : رشتین بابا ته د پوهنې د وزارت له خوا د رښتین د سرو زرو نښان ورکړ شو .
د۱۳٤٩لمریز کال : ارواښاد رشتین بابا ته د پوهنې د وزارت له خوا یوه تقدیر نامه او د دوو میاشتو معاش ورکړ شو .
کتابونه او آثار:
اول) د پوهاند رشتین بابا هغه کتابونه چې جائزې یې ګټلی دي:
۱) پشتنی تورسری. ۱۳۱٨هش داقتصاددریمه درجه جائزه
٢) دحمید دیوان. ۱۳۱٨لمریز کال د اقتصاد لومړۍ در درجه جایزه
۳) خوږی قصی. ۱۳٢٢لمریز کال د اقتصاد څلورمه درجه جائزه
٤) دپشتو ادب تاریخ. ۱۳٢٢لمریز کال د خوشحال خان لومړۍ درجه جائزه.
۵) دپشتو کلی لومری لیار شود. ۱۳٢٤ لمریز کال د اقتصاد لومړۍ درجه جائزه.
۶) دپشتو اشتقاقونه. ۱۳٢۵لمریزکال د اقتصاد دوهمه درجه جائزه.
٧) دزلمو وظیفی. د ۱۳٢۵ لمریز کال د اقتصاد دریمه درجه جايزه.
٨) دپشتو نثر. ۱۳٢۶لمریز کال د اقتصاد څلورمه درجه جایزه .
٩) ځلاندی پلوشی. ۱۳٢۶لمریز کال د اقتصاد دریمه درجه جایزه.
۱۰) دپشتنو مجاهدی. ۱۳٢٧هش جایزه درجه سوم خوشحال خان
۱۱) نوی ژوند. ۳۳۱لمریز کال د خوشحال خان خټګ لومړۍ درجه جایزه .
۱٢) دهند سفر. ۱۳۳٢لمریز کال د رحمان بابا لومړۍ درجه جایزه .
۱۳) پښتو څیړنه. ۱۳۳۳ لمریز کال د خوشحال خان دریمه درجه جائزه .
۱٤) داشعارو دولونه ۱۳۳٤لمریز کال د خوشحال خان څلورمه در جه جایزه .
۱۵) دپشتو نثر هنداره. ۱۳٤٢لمریز کال د سید جمال الدین دوهمه درجه جایزه .
پوهاند رشتین په په دننه او له هیواد څخه بهر په ډیرو کنفرانسونو او سیمینارونو کې برخه اخیستې چې دا لاندني څو کنفرانسونه او سیمینارونه یې د یادونې وړ دي:
۱) په ۱۳٢٩لمریز کال په ډیلي او جمشید پور کې د هند د پښتنو په ستره جرګه .
٢) د۱۳۳۱لمریز کال په اسد کې د پښتونولۍ په باره کې یوه ښکلې بیانیه.
۳) په ۱۳۳۶ لمریز کال ډ پیښور په پښتو اکاډمۍ کې د پښتو د رسم الخط په اړه بیانیه.
٤) د ۳۳۶ لمریز کال عقرب : په مسکو کې د پوشکین په باره کې بیانیه ،
۵) د۱۳۳٧لمریز کال : د مصر اسکندریې د ادب په پوهنځي کې د پښتو ژبې په باره کې بیانیه .
۶) د ۱۳۳٨لمریز کال : د مسکو د شرق پیژندنې په انستیتوت کې د پښتو ژبې په باره کې کنفرانس.
٧) د ۱۳٤٢لمریز کال : د نوي ډیلي د ختیځ پیژندونکو په کانګرس کې د پښتو نثر په باره کې کنفرانس .
٨) د ۱۳٤۳لمریز کال : په کابل کې د خواجه عبدالله انصاري په بین المللي کنفرانس کې د تصوف په باره کې بیانیه .
٩) د ۱۳٤۳لمریز کال عقرب : په کابل کې د جامي په کلیزه کې د جامي او پښتو ادبیات په باره کې بیانیه .
۱۰) د ۱۳٤٤لمریز کال په اسد کې د پیښور په پوهنتون کې د پښتو نثر او ګرامر په باره کې بیانیه .
۱۱) د ۱۳٤٤ لمریز کال : د نوې ډیلي پوهنتون دفارسي څانګه کې د پښتو ادبیاتو په باره کې بیانیه .
۱٢) د ۳٤۵لمریز کال : د خوشحال خان خټک په سمینار د خوشحال خان خټګ د نثر په باره کې بیانیه .
۱۳) د ۱۳٤۶لمریز کال جوزا : د قلمي نسخو په بین المللي سمینار کې د پښتو د قلمي نسخو په باره کې کنفرانس .
۱٤) د ۱۳٤٩لمریز کال په اسد: د خوشحال خان خټګ په دوهم سمینار کې د خوشحال خان د نثر په باره کې بیانیه .
۱۵)د۱۳۵٢لمریز کال میزان : د مرکزي آسیا په کلتوري اجلاس کې د پښتو او فارسي ژبو د ارتباط په اړه بیانیه .
۱۶) د۱۳۵٢لمریز کال جوزا : د البیروني په زرم تلین کې د البیروني د ژب پیژندنې په اړه بیانیه.
۱٧) د ۱۳۵۴لمریز کال قوس: د پښتو څیړنو په بین المللي کنفرانس کې د پښتو تحقیقاتو په اړه بیانیه.
۱٨) د ۱۳۵۶لمر یز کال جوزا : د چاپي آثارو په سمینار کې د پښتو چاپي اقارو په اړه بیانیه.
په رسمی هیتونو کې برخه:
۱) د۱۳٢۱لمریز کال : د هند د پښتنو په جرګه کې د افغانستان د هیئت د غړي په حیث .
۲)د۱۳۳۶لمریز کال حمل : پیښور ته د افغانستان د یو کلتوري هیآت دغړي په حیث اشتراک او د رحمان بابا د قبر فرش لپاره د مرمرو د تیګو وړل .
۳) د ۱۳۳۶لمریز کال عقرب : شوري اتحاد ته د اکتوبر په جشن کې د ګډون په موخه د یو لوړ پوړي هیات مشر .
٤) د۱۳۳٧لمریز کال دلو : مصر ته د یو کلتوري هیئت غړی .
۵) ۱۳٤٢هش کال د دلو میاشت : د هندوستان د شرق پیزندونکو په شيږ ویشتم کانګرس کې ګډون.
۶) د ۱۳٤٤کال اسد : د پیښور په پوهنتون کې په یو علمي سمینار کې د یوعلمي هیئت د غړي په جیث ګډون.
٧) د ۱۳٤٤لمریز کال حوت : د هندوستان د پوهنې وزارت په بلنه هغه هیواد ته یې سفر وکړ او څو کلتوري موسسې يې ولیدلې چې په هغو کې د هند مشهور کتابتون هم هم شامل ؤ ، رشتین بابا ډیرې پښتو قلمي نسخې پیدا کړې ، هغه یې له ځان سره کابل ته راوړې او نشر یې کړې.
٨) د ۱۳٤٩لمریز کال جوزا : د یو کلتوري هیئت په غړیتوب یې تاشکند، الماتا او مسکو ته سفر کړی دی .
٩) د۱۳۵۱لمریز کال میزان : د مرکزي آسیا په سمینار د ګډون په مقصد عشق آباد او له هغه ځا ی نه د دوشنبې ښار ته دعوت شوی دی .
درشتین بابا چاپي آثار:
۱) پشتانه شعرا دوهم توگ، ۱۳۳۶لمریز کال
٢) دپشتو ادب تاریخ، ۱۳٢٧لمریز کال
۳) دپشتو کلی، شپژم سمستر، ۱۳۳۳لمریز کال
٤) دپشتو لومړی لار ښوونکی، ۱۳۳۳لمریز کال
۵) دپشتو گرامر، اول ټوگ، ۱۳۳۰لمریز کال
۶) دپشتو اشتقاقونه او ترکیبونه، ۱۳٢۵لمریز کال
٧) د عبدالحمید مومند دیوان
٨) دمعارف،دریم ټولگی قرائت
٩) دپشتنو قصی، ۱۳۳۰لمریز کال
۱۰) نوی ژوند،
۱۱) د خوشحالخان بازنامه۱۳۳۱لمریز کال
۱٢) دپشتنو مجاهدی، ۱۳۳۰لمریز کال
۱۳) دمعارف شپږم دینیات
۱٤) پښتونیار ،۱۳۳۰لمریز کال
۱۵) دمعارف پنځم قرائت
۱۶) دپښتو دمصدرونو لارښود
۱٧) دهند سفر
۱٨) دژوند سندره
۱٩) دپشتونخواپیښی
٢۰) ژب ښوونه
٢۱) پشتو عروض
٢٢) طب نامه، ۱۳٤٤لمریز کال
٢۳) د دولسم ټولگی قرائت
٢٤) دجلال الدین تذکره، ۱۳۱٨لمریز کال
٢۵) ننی لیکوال، ۱۳۱٨لمریز کال
٢۶) دپښتو ادبیات، ۱۳۱٨لمریز کال
٢٧) دپښتنو دری ادبی قواعد، ۱۳٢٢لمریز کال
٢٨) دپښتو او سانسکریت نږدیوالی، ۱۳٢۵لمریز کال
٢٩) شیرشاه سوری، ۱۳۳٤لمریز کال
۳۰) تاریخچه ادب پشتو، ۱۳۳۳لمریز کال
۳۱) دفراه پیژندنه، ۱۳۳۶لمریز کال
۳٢) دعلیخان پیژندنه، ۱۳۳۶لمریز کال
۳۳) دپشتو قلمی نسخی، ۱۳٤٧لمریز کال
۳٤) پشتو پیژندنه، ۱۳۵٧لمریز کال
۳۵) دآلمان سفر، ۱۳۵۱لمریز کال
۳۶) دآریانا دایره المعارف
۳٧) پښتو نثر، ۱۳٢۰لمریز کال
۳٨) دپشتو قلمی نسخو دڅیرنی لارښود، ۱۳٤٧لمریز کال
۳٩) دکتغن سفر، ۱۳۳۰لمریز کال
هغه کنابونه چې پیښور کې چاپ شوي دي :
۱) پښتنی لارشود
٢) روښان ستوری
۳) نومیالی پوهان او غازیان
٤) تاریخی سمینار
۵) دپښتو نثر هنداره
۶) نوی څیړنه
٧) ادبي او تاریخي سمونې
٨) ادبي لیکونه
٩) دمهتمم ژوند
۱۰) پیاوړی شاعران
۱۱) دننگرهار ننداره
۱٢) لرغونی پښتو
۱۳) پښتو گرامر
۱٤) دژوند پلوشی
۱۵) نومیالی شاعران
۱۶) داشعارو ډولونه
۱٧) خوږه وژمه
۱٨) دښکلا وږمه
۱٩) دپښتو ادبی مکتبونه
ناچاپ آثار:
۱) پښتنی میرمنی ډرامه
٢) دژوند پلوشی دوهم ټوک
۳) په هند کی پښتو کتابونه
٤) خپلواک ژوند
۵) نړیوال کنفرانسونه
۶) دشوروی سفر
٧) دمصر سفر
٨) زما ژوند او هلی ځلې ( همدا کتاب )
٩) نوې کتنه
۱۰) دهیواد ننداری
۱۱) دزلمو وظیفی
ارواښاد رشتین بابا د خپل ارزښتمن ژوند په دوران کې په زرهاو مقالې ولیکلې او ډیرې احباري لیکنې یې وکړې چې په داخلي او خارجي رسنیو کې چاپ شوي دي.
ارواښاد رشتین بابا د خپل قیمتي او ارزښتمن عمر په دوران کې یو ساعت هم وزګار نه دی ناست ، تل یې کار وکړی ، تحقیق یې کړی او په دې ډول یې خپل ملي رسالت سرته ته رسولی دی ، رشتین بابا ددغه رسالت په وړاندې ځان مسؤل کڼلو . د پښتو ژبې پرمختک او وده د رشتین بابا د ژوند له هغو سترو هیلو څخه وه ، هغه تل په دغه مبارکه لار کې زحمت او ګړاوونه وکالل او ځان یې ستړی کړ .
ارواښاد رشتین بابا د خپل عمر وروستي کالونه په پیښور کې په غربت کې تیر کړل ، رشتین بابا په هیواد کې د سیاسي عواملو پر بنا هلته مهاجر شوی ؤ او په پیښور کې یې استوګنه درلوده او په غربت کې یې له دې دنیا څخه رخصت واخست . د رشتین بابا د ژوند تر ورستۍ ورځې پورې قلم او کتاب په لاس وو،وید چې په لاس کې یې حرکت ختم شو . ارواښاد رشتین بابا پښتنو ته د پښتنونه د پښتونولۍ درسونه ورکړل او دا به یې ویل چې پښ آموخت. او بسیار تلاش میکرد در مجالس رسمی بزبان پشتتو ووايئ ، پښتو وکړئ او پښتو وپالئ .
ارواښاد رشتین بابا د ۱۳۷۷ لمریز کال د قوس په پنځمه ( ۲۶/۱۱/۱۹۹۸) فاني دنیا سره خدای په اماني وکړه او ځان یې حق ته وسپاره. ارواښاد رشتین بابا د خپل وصیت سره سم د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو . انا لله و انا الیه راجعون .
خدای پاک دې رشتین بابا ته جنتونه په نصیب
کړي . آمین
استاد فضل الله رشتین