د شمال سفر او د پښتنو ستونزه اتمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57768
نصر الله احمدزی
دخبریدو نیټه : 2013-11-27


مرحوم مولوی صیب محمد یونس خالص : بل پښتون  رهبر وچي په راوانه دری او فارسی ژبه پوهیدواو د هیواد په کچه  له پیاوړواو منل شوو  لیکوالانو  له کتار څخه  شمیرل کیږی  نوموړی په پښتو نثر او شکلی شعر لیکلوکې هم ځانګړئ مقام درلود خالص بابا  له نژاد پرستې سره  آشنايې او دوستي نه درلوده  د پښتو لیکوالۍ ترڅنګ  يې زموږ  د هیواد فرهنګئ   پانګه  په دری ژبه هم  چاغه  کړی ،مولوی صیب  خالص له مصروفیتونو سره سره  د دری ژبی  لیکوالې هم کوله  چي د مثال په ډول ېي د لاندی  مقالو سرلیکونه  وړاندي کوم .
۱:آیا حقیقتآ در اصلاح وطن  میکوشیم
۲: نویسندګان محترم چه مرام دارند
۳: وحدت یاد پیغمبر ص  او داسی نورې .....
د خالص بابا د تنظیم غړی او قومندانان په دری او فارسی ژبه په لوست،لیکلو برلاسی و او په عملی ډول  ترینه ورځنۍ ژوند کې ګټه آخیسته د مولوی صیب  د کورنۍ غړو هم په دۍ برخه کې د ملی یوالی د ټینګښت لپاره هم کار کړۍ مثلآ د افغان اسلامی آژانس مشر مرحوم شرافت صیب يې یومثال دی  او داسی نور ....

مرحوم  مولوی محمدنبی محمد: بل پښتون  رهبر  و  چي په ښه راوانه دری او فارسی  يې لیک او لوست کولئ شو  او په دری ژبه ښه مسلط  و  ددی ګوند  اخبار د حقیقت الاسلام  په نوم  خپروني کولي او  دری ژبی  لیکونو پکې ځانګړی  مقام درلود ،مولوی محمدنبی  د پښتنو ترڅنګ  په تاجکو او ازبکو کی هم  قومندانان  درلودل   او مدرسو کی  د افغانستان د مختلفو  قومونو   ځوانانو درس  ویلو  .
جنرال عبدالرشید دوستم   ازبک  توکمه  او د ملی جنبش  رهبر ویل کیږی چي دده  دوه میرمني دی  چي یوه یي  پښتنه  ده  ؟ په پښتوژبه خبری هم کولی شی او پښتو لیک هم لوستلی شی خو پری مسلط نده، جنرال دوستم  په دری ژبه ښه مسلط ده او جلسواو غونډو ته  په دری  ژبه  ویناوي او تقریرکوی ، دفتری کار يي په  دری ده، د نجیب د حکومت له سقوط وروسته  یي  پښتانه  جنرالان  يې  په ځان  راټول کړل   مختلف  مقامونه  يې  ورکړل  هواي  ځواک  قومندانان يي  ټول پښتانه  ، معاونین یې  لکه  جنرال رحمت الله روفی،جنرال داود عزیزی ،جنرال وکیل،جنرال امام الدین  ،جنرال موسی وردک  داکتر ،جنرال مصطفی ،جنرال حفیظ اود شخصی الوتکۍ چلونکی پیلوټ ېي بصیرخان د ننګرهار د کامی و ،په بهرنیو سفرونو کې يې ژباړن جنرال ضیاء د وردګو پښتون،او داسی نور خو دغه جنرالانو ټول  په  دری  ژبه  ښه مسلط  وو  .

اوس  که موږ بیطرفه  قضاؤت  وکړو  مرحوم استاد ربانی له  محصلې له دورۍ تر  رهبري او بیا تر ولسمشری  پوري څو لیکني، مقالی،رسالی،احکام ،ویناوي ،مرکي  یې په پښتو ژبه کړی او یا تر سره کړی  ؟   ایا هغه ۱٪ پاملرنه  دملی یوالی او د نورو د حقوقو او نورو ژبو د درناوئ  په  مؤخه  یې خپل مسولیت  په ځان منلی  ؤ ؟  د جمعیت اسلامی  د تنظیم  له پښتنو  قومندانانو او ملاتړو غیر  د جمعیت  له  رهبر رانیولی  تر قومندان ،ریس  او  وزیرانو  پوری   کوم تاجک  په راوانه پښتو پوهیدواو لیک لوست  یې  پری کولی شو؟ زه خو په ډاډ سره ویلی شم  چې نه پوهیدل   مګر برعکس  د دمرحوم مولوی خالص رح،انجنیر حکمتیار،استاد سیاف ،مولوی محمد نبی  په ګوندونو کې  ټول غیر  پښتانه   قومندانان ، ریسان  او مسولین  په  پښتو  پوهیدل  او پښتانه  په  دری  ژبه  .  د استاد ربانی د حکومت  ددفاع وزیر  احمدشاه مسعود  ۱٪ پښتو هم نه  وه  یاد، نه په پښتو کومه وینا موجوده ده ،نه يې احکام پري لیکل، نه یې کتاب او مقاله  شته  په داسی حال کې  چي  پښتون  د ټولو مشر  ورور او اکثریت  ده .
مرحوم استاد بینوا ،پژواک ، روهی ،رشاد،استاد احمدزی،زرملوال،مجروح،ولسمل،داکتر فاروق اعظم ،خالص بابا،ګلبدین حکمتیار،طارق بزګر،حداد ،احمدشاه احمدزی،مولوی زرمتی،اصف صمیم،دانش،باز عابد،صفیه حلیم،ښایسته سعادات،او هریو محترم رفیع ،شهرت ننګیال،سعدالدین شپون ،استاد سعید،عصمت قانع ،زیرکیار،زاهدی احمدزی،حنان حبیب زی،ایوب خاورین ،عبدالمالک پرهیز، محمد الله اریان،احسان،خالد هادی، د طالبانو د تحریک د فرهنګی کمیسون غړي ،زبیر شفیقی،عبدالحمید،رفیع الله ستانکزی،،فدامحمد فایض،استاد سیاف،استاد مزمل ،بشارت نذیر،مولوی کشاف،اشرف غنی،غفور لیوال ،مجید قرار،ذاکر جلالی،نظر محمد مطمین،نجیب منلی،زرین انځور،انورالحق احدی ،امام الدین ساپی ، بهیج ،ایمل پسرلی ،صدیق پسرلی ،نبی مصداق،سپین تڼی ،سنګروال نیازی او داسی نور پښتانه لیکوالان څوک وفات او څوک ژوندی مرحومین دی الله ج وبښی او ژوندیو ته  دملی وحدت په هیله ستر ژوند غواړم . که موږ په غیر پښتنو کې داسی کسان ولرو لکه داکتر حلیم تنویر ،عظیم ابرومند،وحید مژده،عبدالحی فقیری او داسی نور  ویلی شو زموږ راتلونکي نسل ښه اینده ولری ،هغه څوک چي  د خپلۍ ژبۍ د بډاینۍ لپاره هاند کوی تر هغۍ متعصب او نژاد پرست نده چي ترڅو ېي زیان بل قوم او کلتور ته نه وئ رسیدلی . حدیث مبارک واېي :کامل مسلمان همغه دی چي دده دلاس اوژبۍ څخه کوم بل مسلمان په تکلیف  او صدمه دارنشی .