لکه څنګه چې د پورته کمېسيونونو د نومونو څخه جوتېږي، دواړه کمېسيونونه خپلواک دي، او په هره برخه کې کولای شي، چې په خپلواک ډول تصميم ونيسي، ولې داسې نه ده، دواړه کمېسيونونه په داسې منګولو کې پرېوتي، چې هر راز خپلواکي يې ترې اخيستي، دا منګولي سياسي او د فساد څخه ډکې منګولو دي (د انتخاباتو خپلواک کمېسیون يو کمېشنر).
تېره ورځ مې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له يو شمېر چارواکو سره ليدنه درلوده، هغوئ راته ډېرې خواشينونکي خبرې وکړې، غواړم چې د قلم په ژبه او د رسنيو له لارې يې له ټولو ملګرو او لوستونکو سره شريکې کړم، دا چې هغه چارواکو ته کومې ستونزې متوجه نه شي او دندې يې له ګواښ سره مخ نشي، نه غواړم چې نومونه يې ذکر کړم.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون هغه کمېشنر چې له ما سره یې د زړه خواله کوله، خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکړه، زما په شمول د ځینو چارواکو هېڅ راز اختيارات نشته، موږ يې يوازې په دې خوشحاله ساتلي يو، چې پر اسنادو امضاګانې وکړو نور ټول هدايات ورته د هغه منګولو له لورې ورکول کېږي، چې کمېسيونونو ته يې مستقيماً لارې کړي، د دوی له لوری د کمېسيون کارکوونکي غوښتل کېږي او بيا هدايات ورکول کېږي.
د همدې سرچينې په وينا چې په دې کې تر نورو زيات د چارو د ادارې او د وزیرانو شوراء د دارالانشا رئيس ډاکټر محمد صادق مدبر لاس لري، او پدې برخه کې يې د کمېسيونونو د چارواکو صلاحيتونه سلب کړي، دې سرچينې ما ته په خپلو خبرو کې ډېر جالبه دا وکړه، چې د جمهوري رياست ځينو نوماندانو په ليرې کولو کې مدبر مستقيماً لاس درلود او کارکوونکو ته يې هدايت ورکړی و، چې په هر ډول کېږي مشخص شويو نوماندانو اسنادو کې ستونزې پيدا کړي او بيا ورته لار جوړه کړې، چې له ليسته يې وباسي، همدې سرچينې راته د وتلي سياسي څهرې، د سوداګرۍ پخواني وزیر او د ۱۳۹۳کال ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند ډاکټرانورالحق احدي نوم واخيسته.
خپله خبر يې پدې ټکو سره پرمخ يوړله، کله چې احدي د سوداګرۍ وزیر و، د صادق مدبر ورسره په ځينو ګمارنو کې خبرې اړول شوې وې، مدبر غوښتل چې د ده نږدې کسان په سوداګرۍ وزارت کې لکه څنګه يې چې په نورو وزارتونو کې ګمارلې همداسې په دې وزارت کې هم وګماري ولې داسې ونه شول، احدي ورته په زغرده ويلي و، چې زه به یوازې اهل ته کار سپارم او هېڅکله نه شم کولای څوک پر ځان او پر وزارت تحميل کړم، سرچينې دا هم راته وويل چې په سوداګرۍ وزارت کې د وزیر او يو شمېر نورو چارواکو ترمنځ هم ستونزه راغلې وه، چې خبر يې تر رسنيو هم ورسېدې او د وزارت چارواکو د وزیر په خلاف مطبوعاتي کنفرانس هم ورکړ، د هغه چارواکو تر شاه هم د مدبر لاس و.
د ولسمشريزو ټاکنو له ليست څخه د احدي ويستل دوهم مسله يې راته دا ياده کړه، چې د سرې مياشتې رئيسې (فاطمه ګيلاني، چې د احدي ميرمن ده) د سرې مياشتې د سکرتر جنرال (اعظمي) د ګوښه کولو پيشنهاد لوړ مقام ته کړی و، چې هلته د مدبر له توند غبرګون سره مخامخ شوی و، فاطمه ګيلاني په خپل پيشنهاد کې د اعظمي په اړه ويلي و، چې نه شي کولای خپل کارونه څنګه چې لازم دي پر مخ يوسي.
له دې وروسته سرچينې خپلې خبرې پدې ټکو پای ته ورسولې، مدبر به پر دې بسنه ونکړي او دا کوښښ به خامخا جاري ساتي تر څو د ولسمشر او احدي ترمنځ اوسنۍ فضاء نوره هم خړه کړي او د ولسمشر ذهنيت د احدي په خلاف چمتو کړي، کمېشنر راته بله ډېر هيرانوونکي خبر دا وکړه، چې د دواړو کمېسيونونو ترمنځ خپل منځۍ فضاء دومره خرابه شوې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پر شکاياتو اوريدو کمېسيون او شکاياتو اورېدو کمېسيون بيا پر ټاکنو خپلواک کمېسيون اعتماد نه لري.
له دې خبرو وروسته مې هغه راپورونه سترګو ته ودرېدل چې د ولسمشريزو ټاکنو د لومړني ليست له نشر وروسته رسنيو خپاره کړي و، دا مې هم ښه ياد دي، چې په اوسني ليست کې داسې څوک هم شته چې ډېر وخت يې په هېواد کې نه دی تېر کړی خو بيا يې هم وکولای شول د ولسمشريزو ټاکنو نوماندۍ ته لار پيدا کړي، او هغه چا چې دوه وزارتونه مخ ته وړي او د يو سياسي حزب مشري يې کړي بيا هم د يوې دسيسې ښکار کېږي او له ليست څخه ويستل کېږي.
څه موده وړاندې طلوع نيوز يو راپور خپورکړی و او په هغه کې يې د رايو کارتونو د خرڅلاو موضوع راخيستي وه، په ليرې پرتو ولسواليو کې د رايو ورکولو کارتونه په پيسو خرڅېدل، طلوع نيوز ژورناليست له خلکو سره په مرکه کې دا خبر ياده کړې وه، چې ولې دا کارتونه په پيسو خرڅوي، خرڅوونکو ځواب دا وه، چې نه ورته تر اوسه دولت توجهه کړې او نه دا طمعه لري، چې په راتلونکي کې ورته دولت توجهه وکړي.
که چيرته د د ټاکنو او شکاياتو اورېدو کمېسيونونو ترمنځ فضاء همداسې نامناسبه وي، هداياتونه ورته د کمېسيونونو د مشرانو پرځای نور څوک ورکوي، د اعتماد فضاء يې له منځه تللي وي، د انتخاباتو کارتونه په پيسو خرڅېږي، او بيا هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دې ادعا لري، چې ټاکنې به شفافې وي، فکر کوم، چې هېواد به د ښې راتلونکې پرځای يوم البدتر لور ته بوځي.
زه د هېواد له اوسني جمهور رئيس څخه هيله کوم، څنګه چې په خبرو کې ځان پر هېواد او هېوادوالو مين ښايي همداسې په عمل کې هم وښايي او هغه څوک چې د دې ملي پروسې د ټکنۍ کېدو لامل ګرځي له دندې ګوښه کړي.