د امنیتی تړون د ځنډولو معقوله لار، ولسمشرکرزی ته مشوره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57791
خداینظر افغان
دخبریدو نیټه : 2013-11-29

 

د امریکا سره د تړون په اړه ډیر معلومات په نیټ کی سته چی ډیرو پوهانو خپل نظر پر ورکړی زه په لنډه کرزی صاحب او د هغه ټیم ته مشوره ورکوم چی د دی بحران د حل لار داده چی:

ولسمشر کرزی دی و امریکا ته ووایی چی مشورتی لویی جرګی خو ډیری غوښتنی کړی چی د مشورتی لویی جرګی په قطعه نامه کښی سته. لکه:

د امریکا لخوا باید الزامیت موجود وی چی دوی موږ ته څه راکوی؟ ځکه اوس خو د امریکا لخوا یوازی د همکاری وعدی سوی خو دا نه لیدل کیږی په تړون کی چی د کاله به زموږ پوځ ته څومره بودجه ځانګړی کوی؟

کوم ډول وسلی به ورکوی؟ کوم استخباراتی وسایل ورکول کیږی؟

پر موږ د بهرنی یرغل په وخت کی به امریکا څرنګه دا یرغل دفع کوی؟

جرګه والو له امریکا د اډو او تاسیساتو، الوتکو د پارکینګ، هوایی حریم په استعمالو د زمینی لارو په استعمال او نورو ډیرو کارونو مالیات غوښتی ایا امریکا یی منی که نه؟

د ګوانتنامو او نورو افغان زندانیانو سپارل افغانستان ته او د سولی راوستل اساسی شرایط دی.

ښاغلی حامد کرزی دی امریکا ته وړاندیز وکړی چی  اول باید راسو له سره بل ګډ (افغان او امریکا) کمیسون جوړ کړو او د افغان ولس دا غوښتنی چی د امریکا په وینا مشورتی جرګه ده باید په تړون کی ځای پر ځای کړو بیا به یی و ولسی جرګی ته د رد یا تاید لپاره واستوو، اوس خو امریکا خپله او خپل د ملګرو رسنیو په توسط داسی هیاهوی جوړ کړی چی د مشورتی لویی جرګی ټولی پریکړی له خلګو او سیاسی مبصرینو هیری سوی صرف همدا د مشورتی لویی جرګی یوه ماده یی کلکه نیولی چی باید تړون په یوه میاشت کی امضا سی. مطمین یم چی دا کار به ولسمشر ته زیات فرصت ورکړی چی له دی بحران څخه ووځی.

امریکا خو د جرګی څخه مخکی وویل چی د دوی لخوا امنیتی تړون مواد فاینل یا اخری دی چی تغیر نه پکښی راځی خو اوس جرګه پکښی تغیر غواړی نو لازمی ده چی یو ګډ کمیسون بحث پر وکړی او دا کار دیر وخت ته اړتیا لری.

دا خبره باید افغانانو ته ډیره مهمه وی چی باید فکر پکښی وکړی چی امریکا په لس کاله کی دومره مزدوران پیدا کړل چی شپه او ورځ بی قید او شرطه د تړون د امضا لپاره تبلیغات کوی چی ځینی رسنی هم پکښی شاملی دی که امریکا لس کاله نور پاته سی او همداسی خلاص لاس ولری د افغانستان په چارو کی نو بیا به یی نیم افغانستان مزدور وی او هغوی به بیا لس کاله بعد دا تړون ورته د ۵۰ او یا سل کاله لپاره تمدید کړی. رسنی یواځی د هغو افغانانو نظر نشروی چی هغوی د ډیر محدود او د امریکا طرفداره دی چی خپل شخصی ګتی یی له امریکا سره تړلی خو دوی دی راسی د هلمند او لوی کندهار، لوی ننګرهار، لویی پکتیا د ولسوالیو د خلګو ږغ دی واوری او بیا دی نشر کړی چی تعداد یی میلیونو انسانانو ته رسیږی هغوی هیڅکله د امریکا غلامی نه منی بلکه د متقابل احترام او راکړی ورکړی د اصولو پر اساس تړون غواړی چی دلته سوله راولی، زموږ اردو تجهیز د پاکستان سره سیال او زموږ زیربنایی اساسات جوړ کړی نه دا چی په زور زموږ خاوره غواړی او یو څو مزدورانو نظریات د افغانستان نظریات ګڼی.

ډیری په نامه مبصرین دا پوښتنی کوی له افغان ولسمشر څخه چی که امریکا ووځی نو زموږ پوځ ته به څوک مرسته راکوی، زموږ دلیل دادی چی په لس کاله کی امریکا موږ خپل احتیاج ساتلی یو نو لس کاله به مو نور هم احتیاج وساتی سبا به هرڅه چی غواړی موږ به یی ورکو؟ که نه دوی به اختطار راکوی چی مرستی دروم. موږ ته او زموږ مشرانو ته دا په کار ده چی اساسی چاره وسنجوی که امریکا زموږ سره علاقه نه لری نو اطمنان لرم چی چین او نور دیر قدرتونه سته چی زموږ سره مرسته وکړی ځکه موږ خام مواد لرو او چین، جنوبی کوریا او نور ګڼ هیوادونه خامو موادو اړتیا لری چی په خوشحالی سره به راځی او زموږ خام مواد به رانیسی او زموږ سره به اقتصادی ستر تړونونه لاسلیک کوی او موږ به خپله وکولای سو چی خپل پوځ او خپل مامورین وساتو.

په اخر کی له هغه با درک او ملی شخصیتونو څخه چی ملی ګټی یی پر شخصی ګټو لوړی وګڼلی او د ولسمشر له ملی موقف څخه یی ملاتړ کړی او زموږ درد او ناره یی پورته کړی مننه وکړم لکه هر یو محترم وکیل صاحب همایون، عبدالرحیم ایوبی، جبار قهرمان، اقبال صافی او نورو دوستانو څخه، ځکه دوی دا درک کړی چی د کرزی د خولی د بیوزلی افغانانو چیغه راوتلی چی دا لس کاله یی کیږی چی وهلی. یقین وکړی چی نن د هلمند په ولسوالیو کی پنځه ځوانان یو ځای نسی کیښنستلای چی دا سره یو ځای کښینی بس بیا چاپه پر وهل کیږی او ټوله کورنی یی نر او ښځی یی د امریکایانو لخوا تلاشی کیږی چی له دی ویری ولس په عذاب دی او هلمند د افغانستان ولایت دی چی لس پنجشیره سره یوځای کړی هم هلمند تر لوی او قدامت لرونکی دی. بله یی داده چی امریکا په هلمند، کندهار، شینډنډ، ننګرهار، ګردیز، خوست، مزار، کابل، پروان کی اډی او تاسیسات غواړی چی له دی ۹ اډو څخه یی ۶ مطلق د پښتنو په سیمو کی دی چی هره ورځ به چی امریکایی راوځی زموږ په کور کوڅو کی به ګرځی او موږ ته دا په تړون کی واضح نده چی دوی ولی دا سیمی انتخاب کړی د خپل اډو لپاره باید افغان دولت یی د علت پوښتنه وکړی او موږ ته ووایی چی ولی امریکا دا ځایونه غواړی؟ باید زموږ نظر تر ټولو محترم وګڼل سی نه د فاریاب یا بدخشان یا پنجشیر یا هزاره وکیل ځکه هغوی خو دا لس کاله به خپل کلیو او کورونو کی کرار ناست دی او نه هم امریکا د دوی په سیمو کی اډی یا تاسیسات غوښتی، که  دوی وایی چی دوی هم افغانان دی حق لری چی د هیواد هری سیمی په اړه پریکړه وکړی  نو بیا دی مهربانی وکړی لږ دی موضوع مطالعه کړی او بیا دی نظر ورکړی هوایی نظرونو ورکولو څخه دی ډډه وکړی.