سرتاج عزیز وویل:«موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې او پخلاینې په بهیر کې د اسانتیا له راوستلو سره تر وسه وسه مرسته کوو. خو په افغانستان کې د کومې ډلې ملاتړ نه کوو.»
دا ښاغلی سرتاج عزیز وايي پاکستان په افغانستان کې د چا ملاتړ نه کوي .
دا پاکستانی چارواکي داخبری پداسي حال کښي کوي چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف سبا په سفر راروان دی . اوموږ پرې پوهېږوچې هغه په افغانستان کي دسولي اوثبات سره هيڅ ډول علاقه نلري .
دپاکستان دملي امنيت سلاکار سرتاج عزیز د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې غونډې ته وویل : پاکستان په افغانستان کې د چا ملاتړ نه کوي خو د افغانستان د سولې د بهیر ننګه کوي .
داچارواکی رښتيا نه وايي،موږ پوهېږ و چې ددوي په درواغو گزاره ده،دافغان نستان په اړوند تل افغان ولس اونړيوال غولوی .
زموږ لپاره جالبه ده چي دپاکستان پر وړاندي دکرزی تر گوت څنډنو وروسته يوځل بيا دکرزي وياند وايي چې که پاکستان وغواړي په افغانستان کي سوله راسي نودسولي دراوستلودپروسي سره دوي ډيره مرسته کولاي سي .
داخبره پخله ددي معنا لري چي پاکستانی چارواکي په افغانستان کي دافغان ولس دخوښی سولي اوملي امنيت سره مهغاړۍ نه دیموږ نه پوهېږوچې دافگان ولس پر خلاف دپاکستاني چارواکوددي لمرغوندي روښانه دريز سره بيره بياهم کرزی صاحب اوبدده اړوندان دهغوي راتگ اوناستی پاستی ته دومره اميدواره دي ؟؟؟
دپاکستان دچارواکو د وياند سرتاج عزیز داخبره چي«موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې او پخلاینې په بهیر کې د اسانتیا له راوستلو سره تر وسه وسه مرسته کوو. خو په افغانستان کې د کومې ډلې ملاتړ نه کوو.»له حقيقت نه دومره ليری ده له مځکه اواسمان .
داسرتاج عزيز چي نوازشريف دده په ډير زاړه عمر خوداستخباتراتی تجريبوله مخي پدي دنده وگماره دايوه ساده خبره نه وه .سرتاج عزيز نورسپينږ ری اوله کاره لوېدلی سړئ دي خودپاکستان لپاره دافغان ولس په هکله ترينه داسي استفاده کولاي سي په کوموکښي چې يوازي دانسانيت پر خلاف دپاکستان گټي نغښتی وي .
که دوي (پاکستان) هغه دکرزی خبره په افغانستان کي سولي ته په رښتيا ژمن ا وسي ،په يوه شېبه ئي راوستلاي سي .
يعنی دوي ،همدا پاکستانی چارواکي زموږ په هيوسادکي سولي سره کومه علاقه دخپلو ملي گټوپه خاطرنلري .
ځکه نو، لکه کرزی چي وويل طالبان اوددولت نور مخالفين له دوي يعني پاکستاني چارواکوسره دي او دوي ئې په ادرساوپټن ځايوترهرچاښه پوهېږي . بلې ! موږ افگانانوداڅولسيزي داخبره کول چي پاکستانی چارواکي دافغان ولس پر خلاف راپارونکی خپله ښه ځکه پېژنی چې ددې پارونې اساسي لامل هم ،همدا پاکستاني چارواکي دي.
داپاکستاني چارواکي دي چې دافغان طالبانواونور په اصطلاح مذهبی ډلوپر لوبېدوخپلي گټي ساتي اودهغوي دسرپه قيمت دافغانانوو سره سوداگري کوی .دابايد هيرنسی چي پاکستاني چارواکي ددې افغان دښمنې او افغان يودبل پر وړاندي درونې سوداگری کښي دنړۍ يوله مشهورواوپېژندل سوو هيوادونه دی .
د سرتاج عزیز په غولونکو خبرونه بايد هيڅوک وغولېږي؛سرتاج عزيز بايد په دې پوه وی چي دافغانستان دبرخليک په هکله موږ ټول افغانان سره يو . دافغان چارواکو پر وړاندي زموږ گوتنيونه دامعنا نلری چي پاکستاني چارواکي زموږ دهيواد درارتلونکی په هکله زموږ دولس دسرگردانی خبري له هغوو سره وکړي،کوم چي موږ اودوي پري پوهېږو.
افغان ولس داسي ملي ځواک لري چې په دولت کي له شتون څخه پرته دخپل هيوادپه اړوند ټول حالات څاری اودخپل ولس تر خبرېدووروسته ملت خپلو ملي ،سياسی اوټولنيزوگټوساتلواودفاع ته رابللاي سي .
زموږ ددې دولتی چارواکوسره چي موږ ورته دشک په سترگه گورو تاسو پاکستانيان دخپل هيواد دملي گټودساتني په هکله تلاښ کوئ پردوي هغه څه ومنۍ اوپلي کړی کوم چې ستاسوپه گټه وي .خو موږ هم ستاسودافگان دشمنه موخوپه پوهېدوسره داحق لروچي ووايو ،موږ پرېږدی چې خپل برخليک په خپله وټاکو .
ځکه خومې دټولوهيوادوالونه غوښتنه داده چې دپاکستاني چارواکوپه غولونکو وعدو دهرچالخوا اوپه هرنامه چي وي ونه غولېږي .
تاريخ ثابته کړې چي پاکستاني چارواکي له لمړۍ ورځې نه بياتراوسه دافغان ولس سره ددوستۍ اوښه گاونډېتوب خيال نلری .
متاسفانه دوي پدې باوردی چي په افغانستان کي اجنټان پيدا کړی اودهغوي په مرسته خپلي ناولي موخي پلي کړي .
زما له نظره دايوه لويه تيروتنه ده .پاکستانی چارواکي پدې خيال اوخوب بايد پوه اوسی چې موږ دهر هيواد سره
په اړېکواوددوي په سياسي ،اقتصادي اوټولنيزو موخو پوهېږو.داراته لمر غوندی څرگنده ده چې دکوم هيواد دموخوپر وړاندي کوم ډول دريز اختيارکړو .خومتاسفانه په دولت کي ددي ملي ټکودپلي کولوصلاحيت نلرواودولتی مقامونه دافغان ولس دگټو پر خلاف دپېژندل سويو سياسي اواقتصادي سوداگروپلاس کښي دي . زه به ددوي پخپل نامه له يادولونه تيرسم ،زموږ ولس او موږ يوله بل سره ښه پوهېږ و .
کرزی صاحب خوددي نغری سړۍ دی ، چې هرڅه ورته لمر غوندي روښانه دي ،ځکه خو اوس دافغان ولس پر سر پښه ايږدی ،د جنکسالار اوپه دولتي فسادکي ماهرخوښ ساتی.
اميدچي افغان ولس پدې ورستيوکښي دمشورتی جرگې تر مشورت ليک(پرېکړ ليک) خپرولووروسته دملت دملي گټو اونړيوالو اړېکوپر وړاندي معقول فکر وکړی .يوازي يوڅه ورته گران اودقدروړوي ،هغه د افغان اوددي جگړه ځپلي ولس ملي گټي اودنړيوالو اړېکوتاريخي افتخارات .
دکرزی وروستۍ احساساتی اوغولونکی دريز دملت په گټه نه ، بلکي هغه يوازي پدې دريزکي خپلي گټي لټوي، خونوم ورباندي دافغان ولس امنيت ساتل اوهغوي ته دحاکميت دورستيوشېبو وفاداري ايږدی .کېداسي داپوښتنه ترې وسئ ،ښاغلې کرزيه ! دادولس کاله امريکايانوپر حاکميت ستاسو دساتنې په موخه افغانان نۀ وژ ل؟ کلي اوبانډډې ئي نهورانولې ؟ هغه وخت مودبهرنيانوپلاس وژل سوی کسان دافغانانو ،اسلام اوبشريت دښمنان بلل ،اوس څنگه رابيدارسوې اودې وژنوته بل يعنی ملي رنگ ورکوې .سره له دې چې ستاسوترهمدې سمپتی وروسته چي څوک دافغاني امنيتي ځواکونولخوا وژل سوی ورته مرتد وايست ،که داسي نه ده نودادملي دفاع ،کورنيو جارو او ملي امنيت سربازشان ليونۍ او ساده گان دی چې ستاسودنږدې اوپر تاسو گرانودوستانوپر خلاف ځان قرباني کوي .پدې بې مسوليته اوملي گټو خلاف خبرومودافغان ولسوال ځواک مورال دومره خراب کړئ چې پاکستانيان ورباندي غورځنگونه کوي اوتاسوپه خپله چپنه کي خوشحال ياست .
پدې باوری يم چې که نړيواله ټولنه تاسو ددريم ځل لپاره پردغه مقام وساتی اوپر افغان ولس مو يوځل بياپه هغه پاکستاني يانه پوهېږم ايراني پټوکي له خپلو دغو ډلو ټپلوسره وساتی،په هغه اوله ورځ چې هر څوک ستاسوپر خلاف له ژوندنه محرومېږ ي تاسوبه ورته داسلام او افغان دښمن هغه پخوانۍ خطاب وکړ ی ، لکه چې په کراتوموکړئ وو .
نه به په ټاکنوکښي دلاس وهنو خبره وي اونه هم دامنيت دتظمين ستونزه .دا تاسو طالبان دپاکستان گوډاگيان ،داسلام اوافغانانودښمنان بللي ،نونن په کوم منطق ددغو پاکستاني گوډاگيانوسره يوځاي دولت جوړوی اوله هغوي نه داسي دفاع کوی چې دهيچاسر پري نه خلاصېږي؟؟؟
کرزی صاحب له يوې خوادامريکاسره لجاجت ته ملاتړي اوله بلې خواله هغوي نه په کلکه غواړي اودادامنيتي تړون يوشرط بولی چې دطالبانوسره دسولي دخبرولپاره لار هواره کړي .مگردکرزی نه وو چې ويل ئې امريکا اونور بهرنيان زموږ اوطالبانوترمنځ په خبروکي نه بايد لاس ووهنه وکړي . کرزی صاحب دقطرپه پلازمينه کې دطالبانوسره دخبروددفتر له پرانستلوسره مخالفت وکړ اوپردې افتخارکاوه چې دا دفترمي ورباندي نبد کړ .نو اوس څه پېښه سول چې دهمدې امريکاڅخه چي پېځلو الفاظو ئي دافغان ولس دثښمن معرفی کوی دسولي په بهير کي دمرستی غوښتنه ترې کوئ ؟؟؟
نه طالبان اونه افغانان دکرزی په دې خبروباورکوي ،دکرزی هدف ټولوته معلوم اوداهره شپه دکابل ښارپه معلومو کورونوکي دسياسي ليدنوکتنواوچنو وهلو بانډارونه هرچاته معلوم دی .
کرزی صاحب !
موږ پرې خبر يوچي تاسوڅه غواړئ اوکوم څوک ستاسو له نظره ستاسو ځاي ناستی او راتلونکی جمهوررئيس دی . داچي هغه په ولس کي اعتبارلري يانه ، دادۍ تاسو یې ددې امنيتی تړون نه په استفادې سره پر افغان ولس دامريکاپه مټ لکه ځان تپۍ . فکرکوم چې دالوبه ، به دافغانستان په گټه نه بلکي داهيوادبه ديوه ناڅرگند اوحيرانونکی ناورين په لور بوزي .هغه وخت به تاسوته دغه ارگ ته نږ دې کورهم پاته نسی اوسمدواره به محاکمې ته راوبلل سئ .
کرزی صاحب ! همدا پرون مو دمشورتی جرگې مخالفين دملت دښمنان بلل ،اوس ددې مشورتی جرگې چي ستاسوپه ويناتاسو لخوا ستاسو لپاره دملي مشورودرکولوپه خاطر مو شاوخوا ((۲۵۰۰))کسان راغوښتې وه اوددوي مشوره مو قانوني اوملي بلل،څه وسول چې ددې ملي او قانوني مشورې پر خلاف مود خپلو نوو موخولپاره نوري جالبی غوښتنې مطرح کړې؟
زموږ لپاره ستاسو غوښتنه يوه ده اوهغه داچې امريکا بايد په افغانستان کي داسي څوک دجمهوري رياست ترمقامه ور سو کوم چی تاسو دخپل راتلونکي په هکله اعتبار ورباندي لری اوپدې پوهېږې چې دغه کس تاسوته په رښتيا سره دملت دوهم بابالقب درکوي . ومن الله التوفيق