ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر سبادکرزی سره دزړه خواله لپاره کابل ته راسي .
نوچې دسولي شورا استازونسوکولاي دملابرادرسره وگوري چي دهمدي لپاره تللي وه ،بيایې نو ولي داخبره وکړه چې زموږ سفر دير بريالی وو.اودادي دنوازشريف داتشريفاتي سفردحه لپاره ،هغه هره ور ځ په عمل کي څرگنده وي چې په افغانستان کي سولي سره علاقه نلري لکه ،پرويزمشرف اوترهغه وروړاندي ټول پاکستانی چارواکي په خوله يوه وايي اوپه عمل کښي بل حه کوی .موږ نه پوهېږوددې پاکستاني چارواکوچې دافغان ولس تاريخي اوقسم خوړلي دښمنان دی کابل ته راتگ دڅه لپاره ؟
داڅو ورځي وړاندي دکابل دچارواکوتر ډنډورواوغوغاوروسته ددوي په اصطلاح دسولي دشورايوپلاوی اسلام آبادته ولاړ ،ترتگ وړاندي په ټولوډله ايزورسنيوکي همدا يوه خبره وه ،چې دادۍ داسولي دشوراهيت پاکستان چې هلته به داوکړي اوها ! خوهغوي يوازي نوازشريف وليد اونوازشريف ددوي سره دپاکستانيو پخوانيو اړيکو ورپيادولواوداچې دوي بايد دپاکستان زوردځانوپه غډون دافغان ولس پر وړاندي ومنی ،کراربيرته خپل هيوادته ولاړسي ،نه ملابرارشته اونه دهغه سره ليده کاته ،سرټيټی ئې بيرته کابل ته راولېږل . کرزی دملابراردنه دهغه فلم هيروجوړکړی چې په داستان ئي يوازي خوپله خبردي عملی کوم څه وجودنلري .
پردې سربېره چې هرافغان نوزشريف دخپل ولس پېژ ندل سوی دښمن بولي ، دادی يوځل بيا کرزی اودهغه پلويان ددې افغان دښمنې څيرې راتگ ته تبليغات کوي اوهغه دسولي فرشته بولي .وبه ئې گورو،رابه سي او ولاړ به سي،خوهغه به آش اوهغه کاسه وي .دده راتگ دافغان ولس لپاره ديوې سې پولۍ گټه ځکه نه رسوی چې نوازشريف ددې لپاره نه راځی چې افغان ولس ته ئې گټه وروسېږي .هغه خپلې موخي اوخپل پلانونه لري چې دهمدې افغان چارواکوپه مټ ئي دافغان ولس پر خلاف پلي کوي .
تاسوخپله فکر وکړئ دارگ په همدې خبرکي چې دنوازشريف دراتگ خبره هم پکښي مطرح سوې، دايوه اونۍ داخبره کوي چې دطالبانودمشرانو ادرس امريکا اوپاکستان ته معلوم دی، د طالبانو مرکزونه له افغانستان نه بهر په پاکستان کې دي اوپاکستان په سوله کي ستر رول لوبولاي سي .
داخبره ددې معنا لری چې پاکستان دوه مخۍ سياست کوي ،بيانودکوم دليل له مخې ددې دوه مخې راتگ ته نڅېږي ؟؟؟
موږ خودده راتگ دافغان ولس په گټه نه بولو،داسي ويل کيږي چې يوازي به کرزی ته داډگيرنه ورکړی چې په رارتلونکی انتخاباتوکي به دکرزی دپلوی په ملاتړ هلي ځلي وکړي .کرزی اودکرزی تر ملاتړ لاندي کانديدچې موږ ټول ئي پېژنو دپاکستان په گټه دی ،ځکه هغه هم دپاکستان سره پخوانۍ اشنايي لري چې پر بنيادئي دپاکستان پر خلاف يوگام هم نسي پورته کولاي .
نوازشريف دخپلو ټولو افغان دښمنو دسيسواوپلانوسره کابل ته راځی ،افغانان بايد ددې سفرپه اړوند تر بل هر وخت هوښيار اوسئ .