يوه ملګري مې کيسه راته کوله چې فراه ته تللم هلته مې په يوه افغان پوځي بيس کې ساختماني کار کولو. د کابل څخه د ملي پوځ د يو کاروان سره يو ځاې شولو د فراه ولايت پر لورې مو حرکت وکړ. له څو ساعتونو سفر وروسته په يو ځاى کې د طالبانو بريد سره مو مخه شوه او طالبانو پر کاروان بريد پيل کړ. سخته جګړه روانه وه د بريالي او زړورو افغان ملي پوځ ځوانانو د سر په بيه په ډيرې زړورتيا سره د بريد ځواب ورکولو او د ملکي افغانانو څخه يې دفاع کوله او هر ملي سرباز به ملکي کسانو ته ډاډ ورکولو. خو د جګړې په دوران کې مې يو باريکې ته پام شو چې هغه د الله اکبر نارې وې او حيران پر دې شوم چې د دواړو لورې د الله اکبر نارې ختلې او په سخته جګړه بوخت ول. او بله جالبه خبره دا وه چې د يو لورې به د (پنجابى بچيه) او د بل لورې به د (امريکايي بچيه) غږونه پورته کيدل. له ځانه سره مې فکر وکړ چې دا خو دواړه اړخه په يوه ژبه خبرې کوي، يو خلک دي، يو مسلمانان دي او يو افغانان دي نو دا بيا ولې سره په القابي نومونو په يو بل پسې ډزې کوي او د يو بل په وينو پسې د الله اکبر نارې وهي. بيا مې هماغه د سياسيونو خبره په زړه شوه چې جنګ د اسلام او افغان نه دې جنګ د استخباراتو او واکدارې دې.