يو لېوه په يوه ځنګله کې ډير وږئ شو وه او هرېخواته ېې منډې وهلې. کله دلته او کله بيا هلته خو د خوړلو لپاره ېې هېڅ ونه موندل با الاخره د يو غټ هډوکي په پيدا کولو بريالئ شو ، ډير ورته خوښ شو د هډوکې په خوړلو ېې پيل وکړ په دې وخت کې ېې د هډوکئ يو ناوړه برخه په ستوني کې ونښته. هر څومره ېې چې کوښښ وکړ ددې ستونزې علاج وکړي خو په علاج ېې پوه نه شو.او له بلې خوا ېې په څنګله کې حکومتي عملې او فعلې لکه شال او مارشال ، ارشد او لوي پاسوال، چاکر او نوکر او داسې نور د سترو القابوډلې ټپلې او د کاسې خلکو له واکه هم په دې لاره کې څه پوره نه وه.طبيعى خبره ده چې دده ظاهري دريځ هم له خنډ سره مخامخ کيده .ډير په بيړه کې وه او له غرور، ګواښونو، شان او شوکت څخه هم يو څه راټيټ شو.د ځنګل ټولو ژويو ته په عامه توګه د هډوکي د ويستلو په تکل کې شو او ټولو ته ېې خبر ورکړ . ليوه ټولو ژويو څخه وغوښتل که هر څوک دا هډوکې زما له ستوني ځخه وباسي زه به په زړه پورې انعام دغه غړي ته ورکړم. سره ددې چې دلته د ليوه دريځ په مشورتي او لامشورتي غونډې پورې دتړلو کارنه وه خو بيا هم په تدبير کې ډير سست، دوه مخئ،نا پوه، سا زش کار، او په تيره بيا ټولو ژويو ته ېې د هر ډول انتقاد يا نيوکونه ډډه وکړه او ټولو ته ېې په يو ه سترګه.............. وکتل.دژويو په ډله کې يوازې مکاره او چل بازه زاڼه چې د مرستې کولو خبره ېې واوريده خو هغې ته له مرستې مخکې د انعام خبرې ډير اهميت درلود.را مخکې شوه او خپله اوږده مښوکه يي د ليوه ستوني ته ور ښکته کړه او د ليوه له ستوني ېې د هډوکي اغزئ راوويست.او لېوه ېې د جنجال ځخه وژغوراوه. کله چې د ليوه خپل ژوند ته تمه پيدا شوه او پوه شو چې اوس بيا د چړچو زمينه برابره شوه او سياست ېې د څنګل څخه بهر راپيل کړ . په دې وخت کې زاڼه ورغله او ورته ېې وويل چې زما انعام څه شو؟ ليوه ورته په ډاګه وويل بې له دې څخه چې خپل د ځنګله له رعيت سره يوې پريکړي ته ورسيږي او ددې مسلې لپاره يوه پوزه وټاکي نو ورته ېې وويل داچې ماته ونه خوړلې او تر څنګ مې روغه رمټه ناسته ېې دا ستا پاره يو ستر انعام دى!نوره ځه او په مخه دې ښه !