د دين، وطن او افغاني هويت ننگه- د افغان ولس شعار دى!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57863
خالد عُمر
دخبریدو نیټه : 2013-12-07

 

له خپل دين، خاورې او افغان مليت څخه دفاع، د افغان مسلمان ولس هغه لرغونى او جهادي شعار دى چې د تاريخ په ډېرو حساسو او نازکو شېبو کې يې هم په خپله افغاني مېړانه او د خپلو غيرتي سپېڅلو وينو په نذرانه کولو سره- دغه شعار ژوندى، ځلانده او تلپاته ساتلى دى، له روسي اشغالگرو او الحادي لښکرو سره لس کلن جهاد او له تېرو دولس کالو راهيسې، د امريکا په مشرۍ د ناټو او صليبي ايتلاف د تاړاکگرو، ترهگرو او امنيت دښمنو صليبي لښکرو پرضد د افغان مېړنيو مجاهدينو فاتحانه جهاد او د افغان مومن ولس ټينگ جهادي مقاومت، له خپل سپيڅلي دين (اسلام)، له خپل آزاد او مجاهد پال وطن (خپلواک افغانستان) او له خپل افغاني مليت څخه دفاع-هغه افغاني ننگه او شعار دى چې ددې مجاهد او غيرتي ولس د هر اصيل بچي په وينه کې ځوښ وهي! او د هر هغه چا په خلاف د جهاد او مبارزې عنصر په کې فعال او هڅاند دى چې د افغاني هويت د مسخ کولو توطيې جوړ وي!! افغان مجاهد ولس لکه څنگه يې چې د بهرنيو دښمنانو د پوځي يرغل او تاړاک په وړاندې په نره او مېړانه مقابله وکړه او نږدې ده چې امريکايي صليبي امپراتوري د روسي کمونيستي امپراتورۍ په برخليک اخته کړي په کلتوري جهاد کې هم لله الحمد ددې طاقت او توان لري چې د غربي بې مهاره او کفري ديموکراسي چې موخه يې د افغانانو د هويت مسخ کول دي- دړې وړې او تر پښو لاندې کړي.
د جمعې او شنبې په ورځ په پلازمينه کابل او د هرات او خوست په گډون د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې وروسته له هغې پراخه لاريونونه په لاره واچول شول، چې په بريښنايي تذکرو کې د دين (اسلام) او افغان کلمو او همداراز د تخلص نه ثبتولو يعنې نه ليکلو پرېکړې خبر خپور شو، تر ټولو ستر لاريون په کابل ښار کې د زرگونو مومنو ښاريانو لخوا ترسره شو، لاريون کوونکو په غوڅو ټکو کې روښانه کړه ويې ويل: ((په بريښنايي يا الکترونيکي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو نه درج کول په څرگنده د افغانانو د اسلامي او افغاني هويت په خلاف عمل دى، مونږ مسلمانان يو او بايد چې د اسلام او افغان کلمې په تذکرو کې ذکر او ثبت شي، لاريون کوونکو وويل، هغه څوک چې په تذکرو کې د دين او مليت ذکر کول او ثبتول نه مني، هغوى د بهرنيو هېوادو جاسوسان دي- او گواښ يې وکړ چې که غوښتنې يې ونه منل شي- دوى به نه يوازې خپل لاريونونو ته دوام ورکړي- بلکې لمن به يې د هېواد گوټ گوټ ته وغځوي او په دې برخه کې د حکومت او بهرنيو جاسوسانو په خلاف د ولس ملي پاڅون هم له احتمال نه لرې نه بريښي!))
په خوست کې د شيخ زايد پوهنتون محصلينو هم د مشرانو د جرگې د پرېکړې په خلاف لاريون وکړ، د خوست ښاري اتحاديې او نورو افغانانو هم لاريون وکړ. د هرات د مومنو خلکو لاريون ددې حقيقت ښکارندويي کوي چې افغان مومن او مجاهد ولس د خپل اسلامي او افغاني هويت څخه د ننگې او دفاع لپاره له هيڅ ډول قربانۍ څخه دريغ نه کوي- او په دې لاره کې مبارزې ته هماغسې چمتووالى لري لکه چې يې د صليبي دښمن په خلاف د جهاد سنگرونه تاوده ساتلي-
افغان مجاهد او مومن ولس هيڅکله او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې اسلامي او افغاني هويت يې تر پوښتنې لاندې راولي