استاد شاه ولي د پښتو موسیقۍ د غزل دبرخې شهنشاه دی . دده په آواز کې یو کشش دی ، یو سوز دی ، یو در د دی ، خوږوالی دی ، خوند دی . استاد شاه ولي د هغو شاعرانو غزلې په خپل خوږ آواز کې زمزمه کوي چې د پښتو غزل ګو شاعرانو په اول قطار کې ځای لري ، په دې شاعرانو کې خوشحال خان ، رحمن بابا او حمزه بابا هم شامل دي ، شاه ولي د تعلیم خاوند دی ، د موسیقۍ تعلیم یې کړی دی ، له سترو استادانو څخه یې زدګړې کړې دي او پخپله یې هم ډیر زحمت ایستلی دی ، ده د پښتو غزل خوانو هنرمندانو د قطار په سر کې خپل ځای نیولې او تثبیت کړی دی . که شاولي استاد په هندوستان یا پاکستان کې وې او د یو ستر هنر مند په حیث یې هلته سندرې ویلې نو نن به یې ډیر قدر کیدو او په ډیر درنښت به یادیدو ، د حکومت له خوا به نازیدو او د خلکو له خوا به ډیر تشویق کیدو خو افسوس چې استاد په داسې هیواد کې دی چې هلته نه جکومت او نه ملت د هنر قدر کړی او نه یې کوي ، حکومت خو دې خبرو ته متوجه نه دی او ملت کې دومره پوهه نه ده پیدا شوې چې دا ستر غزل سرا استاد سم و پیژني او د هغه د هنر قد ر وکړي . په نوره دنیا کې د استاد په سویه یو هنرمند ډیر قدر لري ، ښه زوند لري او له هر لحاظ څخه د اسودګۍ او اسایش وسایل ورته برابر دی خو زمونږ په هیواد کې د استاد شاه ولي په شان یو ستر هنرمند شاید په کرايي کور کې ووسي او د ژوند له ډول ډول ستونزو سره به مخامخ وي.
په هر صورت ما تر اوسه استاد شاه ولي لیدلی نه دی او نه یې پیژنم خو دده له هنر سره آشنا یم ، نو ځکه مې دا څو کرښې د هغه په خاط ولیکلې ، تر څو زمونږ چارواکي او خلک د دغه ستر هنر مند قدر وکړي او عزت ورکړي . له استاد شاه ولي څخه هم غواړم چې د غزل په برخه کې نورې ښکلې غزلې د پښتو موسیقۍ په په جهان کې ورزیاتې کړي او دا جهان نور هم غني کړي . د یو ې ښې سندې لپاره ښه شعر په کار دی ، ښه موسیقي په کار ده ، ښه آواز په کار دی او ښه کمپوز په کار دی دا څلور چې سره یوځای شي نو توپان جوړیږي . شاه ولي ښه آواز لري ، د ښه ښعر انتخاب کوي ، ښه کمپوز حوړوي او ښه موسیقي غږوي ، پاتې شوه د اوریدنکو خبره ! دا خو طبیعي ده چې اوریدوونکي باید د هنر مند د تشویق سبب شي ، که سندغاړی او یا هنر مند هر څومره ښه وي خو چې اوریدوونکي یې تشویق نه کړي نو هغه بیا نه شي کولای هغه څه د هنر مینه والو ته وړاندې کړي کوم چې لازم دي.