د نوبل جايزې وړونکئ او د اپارتايد کلک دښمن مړ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57882
ژباړه: شريف زاد
دخبریدو نیټه : 2013-12-08

 

 روليهلا هلا­ دادليب هونګا نلسون ما نديلاابدي زنداني، د جنوبي افريقې ملي زعيم،سوله غوښتنکئ، د نوبل جايزې وړونکئ او د اپارتايد کلک دښمن مړ شو

 دجنوبي افريقې پخوانئ ولس مشر،دا پارتا يد او ايد پر ضد دهغې ناروغۍ له کبله چې دجنوري دميا شتې کال ٢٠١١ راپه دې خوا ورسره مخامخ وه او په وار وار سره په روغتون کې بسترى شوى با الاخره د ٩٥کلني په عمر مړ شو. د جنوبي افرېقې ولس مشر جيکوب زوما په يوه وينا کې پرون د افريقې خلکو ته وويل چې ښاغلئ \"\" مانديلا مونږ څخه لاړ!\".زمونږ ملت ډير اوچت ماشوم له لاسه ورکړي،زمونږ خلکو خپل پلار له لاسه ورکړي دى. د ه
 په ١٩٩٤کال کې دلمړي ځل لپاره د جنوبې افرېقې په تاريخ کې د ټولو نژادونو په ټا کنه کې برخه واخيسته مانديلا په ډيره اوچته وړنه کې په خپلو وينا کې داسې وويل: پرېږدۍ چې ازادي حا کمه شي! چې خداى (ج) افرېقې ته برکت ور کړي! ډير ستر مشکل چې مانديلا د هغه سره مخا مخ شو د غريبو لپاره د هستوګنې د نشتوالي ځاى وه. له بلې خو ا د ښارونو په کنج او کنار و کې ددې کار امن سخته ستونزه وه خو په دې برخه کې تبوامبکي د ورځنېو کارونو اداره په لاس کې ونيوه او دى د خپل هېواد پيژندل ګلوۍ لپاره په بهر کې مصروف شو
 رئیس
 دهغه هلې ځلې او نه ستړيدونکې مبارزه ددې لپاره وه چې هغه د نړۍ د خپلواکي احترام له ځانه سره جنوبي افرېقې ته راوړي. هغه ډير متوا ضع،ملګرى، او خوښ سړى وه. څومره چې دده سره خشونت شوى وه خو بيا هم دده په زړه کې کينه نه وه.د نوموړي د ژوند داستان تر ډيره حده پورې د نړۍ د خلکو د علاقې ځانګړې غوښتنه ده. نلسون مانديلا ٢٧ کاله په زندان کې تير کړ او ددې وخت په اوږدو کې ېې هيڅ کله د سهار تمرين يا سپورت کول له لاسه ورنه کړ.لومړنئ تور پوټکئ ريس جمهور وه چې د جنوبي افريقې د خلکو لپاره ېې د ژوندانه په ټولوبرخو کې او دسولې راوستلو لپاره ډيره سخته مبارزه وکړه. لمړى واده ېې په کال ١٩٥٨ کې له ويني ماديکيزلا سره وکړ او په ٨٠ کلنۍ کې ېې د موزمبيک له پخوانۍ لس مشرې ګرا سا ماشل سره واده وکړ. د پروستات د سرطان په ناروغۍ اخته وه چې يوه دوره د اشعې درملنه ېې پيل کړه.
نلسون مانديلا په کال ١٩٩٩ د خپل رياست جمهوري څخه ګوشه نشين شو او ده د خپل ملت ګټو ډير ارزښت درلود.ده د جنوبي افرېقې د يو ډير نامتو سفير او استازي مقام تر لاسه کړ.مانديلا په کال ٢٠١٠دجنوبي افرېقې هېواد د جام جهاني لوبې کوربه کړ . د کنګو، بروندي او د نورو جنوبي افريقايي هېوادونو لپاره ېې د سولې مذ اکرا تو لپاره هلې ځلې وکړي او په ٢٠٠٤ کال کې ېې په ٨٥ کلنې کې له سياسي او اجتماعي برخو لاس واخيست. او د خپلې ښځې او دوستانو سره ېې په ارامه فضا کې ژوند اختيار کړ او کله به چې خلکو له هغه څخه مرسته غوښته نو ده به ورته ويل چې زه به له تاسو سره بيا د امکان په صورت کې اړيکي ونيسم.
مانديلا د افغا نستان په هکله وايي چې:
په لمړني کال کله چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ،سياسي او اجتماعي ثبات ته (پر) عدالت باندې ترجيح ورکوي . نوموړي د افغانستان لانجه د جنوبي افرېقي د اپار تايد له مبارزې سره مقياسه کوي او واېې.چې په افغانستان کې عدالت او د جنګ او جګړې قربانيانو ته رسيدګي ونه شوه. عدالت پاتې شو،يا ورته هېڅ پاملرنه ونه شوه او يو پراخ حکومت تشکيل نه شو.د (تېرې او راتلونکې) ترمنځ د ملت او هېواد په سطحه خط فاصل ( واټن) جوړ نه شو .د جنګې جناياتو قربانيان يوځل بيا د مصلحتي، سازشونو، جور امد و قربانيان شول.ډير بې ځايه او بيمورده غچ اخيستنې او نور قومي او قبيلوي خصومتونه ورسره ملګري وه او له سره پيل شول او افغانستان د قومونواو سيمو په رهبري بدل شو او په پاى کې افغانستان نه سياسي ا و اجتماعي ثبات تر لاسه کړ او نه عدالت په کي تامين شو. دى همدارنګه واېې چې :
انتقام يا غچ اخيستلو ، انتقا لي عدالت او له بحرا ځخه مخنيوي، داوږدې لارې د خپلواکي پيغامونه او با الا خره له بده مرغه د عدم خشونت او د کنترول شوي خشونت لاملونه دې چې دغه هېواد کې رامينځ ته شول .

په درناوي