څرنګه چې د لیکنې له سرلیک څخه څرګندیږي، زموږ موخه ځوانان او زده کړه ده دا یو منلی حقیقت دی، چې په نر او ښځې خدای(ج) زده کړه فرض کړې، چې هغوی دې زده کړه وکړﺉ ترڅو له دې لارې هرځوان په دغه ټولنه کې د ژوند سخت او اوږده پړاونه د زده کړې په ترسره کولو سره را لنډ کړي.
دا چې په افغان ځوانانو د تاریخ په اوږدو کې هغه جګړې وتپل شوې، چې په نړۍ کې یې تر نن ورځ پورې ساری نه و لیدل شوی او دې جګړې څلور لسیزې دوام وکړو، په پایله کې له هرځوان څخه خپله تګلاره ورکه شوه، چې څرنګه خپل ژوند ته دوام ورکړي او هغه ستونزې، چې د دوی په وړاندې پرتې دي له هغو څخه ځان او خپله کورنۍ د تل لپاره خلاصه کړي؟
دا هغه ناخوالې دي،چې نن ورځ زموږ په وړاندې پرتې دي او د دې ناخوالو د شنډولو او له منځه وړلو لپاره تګلاره پکارده، باید هرځوان یې جوړه او په لار واچوي ترڅو ور سره په راتلونکي کې د یوه ښه ژوند خاوند شي او له بلې خوا مو ورسره هېواد هم د پرمختګ په لور چټک ګامونه واخلي.
له کوم وخت نه چې د افغانستان دښمنانو دغه جګړه په موږ تپلې او هره ورځ مو په هېواد کې بې ګناه ځوانان په شهادت رسیږي او هیڅ کله هم یو څوک په رښتينې توګه په دغه موده کې را پيدا نه شو،چې هغه په دې څلور لسیزوکې دا خپل غږ اوچت کړی او ويلي وايي چې ای افغان ولسه نور جګړه بس ده، دلته ځوانان بې ځایه وژل کېږي،ځوانان له زده کړې څخه بې برخې کېږي، ښوونځي د نورو په لمسون سوزول کېږي، په پوهنتونونو کې د ژبې جګړه روانه ده، پښتانه ځوانان په ناحقه توګه په خپلو سیمو کې له زده کړې څخه بې برخې کېږي، د لوړو زده کړو په موسساتو کې چې څومره حق د پښتنو ځوانانو دی هغه نن ورځ نه ورکول کېږي.په لسګونو داسې نور مثالونه شتون لري، چې موږ کولای شو هغه را یاد کړو خو بله خوا به نه ځو،چې موضوع را څخه اوږده نه شي را ځو خپلې موخې ته هغه هم زده کړه کول دي، چې څنګه یو ځوان کولای شی د زده کړې په کولو سره خپل ځان او کورنۍ لوړو اهـــدافو ته ورسوي.
که چېرته موږ ځوانان له خپل ځان سره دا تصمیم ونیسو او ووایو، چې یاره زده کړه به کوو او له دې لارې به دغه شته جګړې ته د پای ټکی ږدو نو زه دا تاسو ته په ډاګه ویلی شم، موږ ځوانانو به د دې کار په ترسره کولو سره د ژوند ډېرو ناخوالو ته چې نن ورځ ورسره لاس او ګریوان یو د پای ټکی به مو ایښی وي.
یوازینې ټکی ،چې زموږ په ژوند او کورنۍ کې مثبت بدلون به راولي هغه زده کړه کول دي، د همدې زده کړې په وسیله موږ کولای شو په خپل هېواد کې ودانیز کارونه په ښه توګه مخ په وړاندې بوزو همدارنګه روغتیايي، سیاسي، فرهنګي، ټولنیزاو ژورنالیستیکي مسایل دي، چې د زده کړې په ترسره کولو سره حل او فصل کېږي که چېرته موږ د زده کړې په ښکلې ګاڼه سمبال ونه اوسو نو موږ ځوانان نشو کولای،چې د نورې نړۍ له ځوانانو سره د سیالۍ په ډګر کې ودریږو،بلکې له هغوی څخه به په هره برخه کې وروسته پاتې یو که هغه صنعت دی، تخنیک او یا نور د هېواد سیاسي مسایل دي همدغه زده کړه ده، چې د ژوند په ټولو چارو باندې موږ برلاسي کوي او د خپل ژوند د ښه کولو لپاره یوه لار موږ ته را ښیي.
دا زه نن ورځ له هر ځوان سره منم په هېواد کې سیاسي لاس وهنې شتون لري که هغه په هر ډګر کې دي خو موږ ځوانانو ته پکار ده،چې د دغسې لاس وهنو مخه په خپلو ادارو او خپلو کارونو کې ونیسو او باید یو قوي پلان او ستراتيژي په خپل ذهن کې جوړه کړو او هم یې له نورو همزولو ځوانانو سره شریکه کړو،چې یاره موږ به د داسې ناخوالو په واړندې خپله مبارزه جاري ساتو او خپلې زده کړې که په زندان کې هم یو سرته به یې رسو.
که چیرته خدای ناخواسته له موږ څخه زده کړې پاتې شي نو زه فکر نه کوم،چې بیا دې په راتلونکي کې له موږ څخه هم يوشخصیت جوړ شي او د ښه ژوند هیله وکړو خو زه وایم موږ ځوانان د زده کړې په سرته رسولو کې باید یوه جدي مبارزه وکړو،چې هغه را څخه په هیڅ صورت کې پاتې نه شي.
که موږ ځوانان د زده کړې کولو په پلان کې کامیاب شو نو زه فکر کوم په راتلونکي سیاسي، ټولنیز او اقتصادي نظام کې دې پرموږ څوک برلاسی شي همدغه موږ ځوانان به یو، چې د هرشي واګی به زموږ په خپل لاس کې وي او هغه به د ښې ښوونې او روزنې له لارې په ښه توګه مخ په وړاندې وړو.
که د طالبانو د حکومت له ړنګیدونه را په دې خوا دې دورې ته یوه لنډه کتنه وکړو څرګنده به شي، چې په دغه دولس کلنه دوره کې ډېرځوانان د ښځو په ګډون د ښوونځي په لور روان شول او هم یې ترڅنګ شخصي ښوونځي او پوهنتونونه ودان شول، چې دا زموږ د مظلومو ځوانانو لپاره یوه لویه بریا او لاس ته راوړنه ده. همدارنګه د زده کړې ترڅنګ نور ډېر کارونه ورسره په هېواد کې پيدا شول، چې د دې کار په کولو سره يوڅه ناڅه زموږ د ټولنې او خلکو لپاره د کار دروازې نسبت نورو کلونو ته خلاصې شوې.
خو له بلې خوا بیا که د لوړو زده کړو په وزارت یوه رڼا واچو دلته بیا سړي ته څرګنديږي،چې د لوړو زده کړو وزارت د پښتنو ځوانانو په وړاندې د مور او میرې چلند کړی، چې اکثریت پښتانه یې له زده کړو څخه بې برخې کړي او لږکي یې د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړي، چې دا کړنې په دا دولسو کلونو کې ټول افغان ولس په خپلو سترګو ولیدلې.
خو زه بیا د نورو پښتنو سیمو د ځوانانو په غړیتوب دومره وایم هره ډله او هر سیاسي نظام،چې په دې خاوره کې حاکمیت ترلاسه کوي هغوی ته پکار ده،د افغانستان ټولو ځوانانو ته په یوه سترګه وګورﺉ او هغه کسان باید د لوړو زده کړو مستحق وګڼل شي چا چې د کانکور په ازموینه کې ډېرې نمرې واخیستې او که داسې پریکړه د لوړو زده کړو وزارت نه کوي نو بیا پکار ده، د هرقوم سلنه په پام کې ونیسي او له هماغې زاویې څخه په پوهنتونو کې ځوانان شامل کړي.
که دا د کانکور ازموینه او د پښتنو په سیمو کې دا نا امني روانه وي نو زه فکر نه کوم،چې د زده کړې انډول به د قومونو ترمنځ په پام کې ونیول شي سبا که یو بل وزیر د دې وزارت واګی په لاس کې اخلي نو بیا به هغه بل قوم له زده کړې څخه بې برخې پاتې کېږي.
زموږ سیاسي مشرانو ته پکارده، راځی چې نور د دې پښتنو ځوانانو په حق خپلې سترګې پټې نکړو او هر قوم ته خپل حق ورکړو ترڅو زموږ په ښوونه او روزنه کې یو انډول رامنځ ته شي.
هغه ځوانان چې نن ورځ د زده کړې له خوږ نعمت څخه بې برخې دي د هغوی لپاره پکار ده ،خپل ذهني پلانونه سر له نن ورځې څخه بدل او په یوه ښه لاريې واچوي او خپلو ځایونو او کورونو ته تغیر د ځای ورکړي ترڅو دوي وکولای شي په یو بل ځای کې د زده کړې له خوږ نعمت څخه برخمن شي. که دوی د زده کړې په کولو کې ښه په کلکه مبارزه ونه کړي نو په راتلونکي کې به هم دوي د ښه او غوره ژوند له تیرولو څخه بې برخې پاتې وي.
کومه سیاسي لوبه چې نن ورځ زموږ په هېواد کې روانه ده دا د اکثرو پښتنو سیمو په زیان تمامه شوې ده، چې له یوې خوا مو ورسره د هېواد د ښمنان په سیمه کې ناامني رامنځ ته کوي او له بلې خوا مو په سیمه کې راته ښوونځي سوزوي او ښوونکي مې راته په مرګ ګواښي همدا علت ده، چې د پښتنو سیمو ځوانان له زده کړې څخه بې برخې پاتې کېږي.
راځی ځوانانونور یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو یو له بل سره مرستې وکړو او نور په دې خپله سیمه کې شته بحران ته د پای ټکی کېدو ځکه اوس هم سرې وخت دی، چې له نورې نړۍ څخه ځان خبر کړو د لوړو زده کړو ترڅنګ ورسره د کمپيوټر نړۍ ته ځان داخل کړو،هغه زده کړو نن سبا د افغانستان په هره سیمه کې د کمپيوټر د زده کړې اسانتیاوې لیدل کېږي، چې د هغه په زده کولو سره موږ یوې بلې دنیا ته دا خلیږو، په هر دفتر کې نن ورځ له هغه څخه د کار د ښه توب او اسانتیا لپاره ګټه پورته کېږي. او همدارنګه یې ترڅنګ باید له انټرنيټ سره ځان بلد کړو، ترڅو له پرمختللې نړۍ څخه مو خبر کړي،چې نوره نړۍ په کوم لور روانه ده او موږ افغان ځوانان څو سوه کاله وروسته پاتې یو.که موږ د کمپيوټراو زده کړې نړۍ ته ځان داخل کړو نو موږ به د کار پرمخ بیولو کې له ډېرو اسانتیاو سره مخ شو او هم به مو کار په ښه توګه مخ په وړاندې ولاړ شي، چې دا کار موږ ټول د زده کړې له لارې کولای شو.