په افغانستان کې سوله څنګه راتلای شي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57890
انجینر سید محمد روحاني
دخبریدو نیټه : 2013-12-09

    
 
 که چیرته په ریښتیاسره افغانستان او پاکستان غواړي چې د سولې، ثبات، امنیت، پرمختګ، خوشحالي او سوکالي خاوندان شي، نو باید په خپلو منځونو کې سره کښیني او پردې فیصله وکړي چې قرانکریم او د نبي اکرم(ص) مبارکو سنتو ته مخلصانه مراجعه وکړي او غربي خامارانو ته خپله شاه کړي ترڅو په سیمه او نړۍ کې امن، ثبات،انکشاف، سوله او آرامي رامنځ ته شي اوکه دا کار ونکړي، نو بیا د افغانستان، پاکستان او نړۍ خیر نشته جنګ به جاري پاته شي او په دغه جنګ کې به ټوله نړۍ په تدریجي ډول ښکیل شي او بس.
څرنګه چې نن او سبا له امریکا، اروپا، افغانستان، پاکستان... په لنډ ډول له ټولې نړۍ څخه خپله لاره ورکه ده چې د افغانستان د قضیې حل څه شی دی او په څه قسم به په دغه غم ځپلي هیواد(افغانستان)کې سوله راولي، نو هر انسان(کافر، مسلمان، منافق، هندو، ملحد...) ته په کار دي چې قرانکریم او سنتو ته سمدلاسه مراجعه وکړي ترڅو د خپل هیواد او ژوند ستونزې یې حل شي او بس. لکه چې الله(ج) فرمایي: {فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ} [النحل: 43]. ژباړه: (که چیرته تاسو نه پوهیږئ، نو اهل د ذکر(دینې علماؤ) څخه پوښتنه وکړئ). او بل ځای کې لوی څیښتن داسې فرمایي: (وَ ما أَرْسَلْناکَ إِلاَّ رَحْمَةً لِلْعالَمينَ انبیاء ایه- ۱۰۷). ژباړه: ( او مونږ ته{محمد} نه یې لیږلی مګر رحمت د ټول عالم{نړۍ} لپاره). پس له پورته دو مبارکو ایتونو د قرانکریم څخه معلومیږي چې د هر قوم(مسلمان،کافر، منافق او یا ملحد) په منځ کې کومه ستونزه راځي او هغوی نه پوهیږي چې د حل لاره یې څنګه پیداکړي، نو هغوی باید قرانکریم او سنتو ته مراجعه وکړي ځکه چې محمد(ص) ټولې نړۍ ته د الله(ج) له طرف نه یو رسول( رحمت) رالیږل شوی. پس قرانکریم د الله(ج) مقدس کتاب دی او هرانسان په الله(ج) یقین لري چې الله(ج) عادل او منصف دی او د خپلو مخلوقاتو ترمنځ تر ټولو غوره پریکړې کوي. او بل ځای کې الله(ج) فرمایي: (ياأيها الذين آمنوا ادخلوا في السلم كافة ولا تتبعوا خطوات الشيطان إنه لكم عدو مبين - البقره: ۲۰۸ ). ژباړه: ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی دی داخل شئ په اسلام کې په مکمله توګه او د شیطان په قدمونو پسې مه ځئ، بیشکه شیطان ستاسو ښکاره دښمن د دی. له پورته مبارک ایت شریف څخه په ښکاره څرګنده شوه چې الله(ج) هر انسان ته امر کوي چې په اسلام کې په بشپړ ډول داخل شي یعني د قرانکریم ټول مبارک ایتونه او احکام او د نبي اکرم(ص)ټول سنت په خپل ژوند کې زده او عملي کړي ترڅو د نوموړي حقیقي مسلم او مؤمن سوله، امنیت، خوشحالي، سوکالي، پرمختګ او ښه صحت په برخه شي او په دنیا او آخرت کې د تل لپاره بریالی شي او بس.
اوس راځو اصلي قضیې(د افغانستان او پاکستان جنګ)ته چې د حل لار ورته پیدا شي:
د حل لاره څه ده؟ د نوموړې قضیې د حل لاره په لاندې ډول سره په لنډ ډول تشریح کیږي:
۱) الله (ج) فرمایي: (وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ- إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ الحجرات ایة ۱۰-۹ ). ژباړه: ( که چیرته دوه ډلې له مؤمنانو(لکه افغانستان او پاکستان) یو بل سره جنګ کوي، نو تاسو د هغوی دواړو منځ کې سوله(روغه) راولئ او که یوه ډله له دغه دواړو څخه پر بلې ډلې زیاتی(ظلم یا تجاوز) کوي، نو تاسو له دغې ظالمې ډلې سره ترهغې پورې جنګ وکړئ ترڅو بیرته د آلله(ج) د امر تابع شي او که چیرته یې بیا د الله(ج) د امر تابع شول(یعنې جنګ یې پریښود او سوله یې اختیار کړه) نو تاسو د هغوی په منځ جوړجاړی په عدل او انصاف سره وکړئ. بیشکه الله(ج) منصف او عادل کسان خوښوي. په تحقیق سره ټول مؤمنان سره وروڼه دي او د دوی په منځ کې سوله وکړئ، او تقوی کوئ ترڅو په تاسو رحم وشي(له طرف د لوی څیښتن نه تردې چې تاسو ته سوله او امنیت دروبښي).
که په ریښتیا سره افغانان او پاکستانیان مسلمانان او مؤمنان وي، نو پورته مبارک ایتونه باید په ځان عملي کړي او بس او که چیرته افغانان او پاکستانیان د غربي خامارانو جاسوسان، خادمان، او غلامان وي، نو باید له هغوی نه سرونه غوڅ شي او همیشه ور سره جهاد وشي او دا د هر مسلمان او مؤ من دنده ده ترڅو په افغانستان او پاکستان کې سوله ، امنیت، پرمختګ، او آرامي راشي او جنګ ته د پای ټکی کیښودل شي.
۲) په حدیث شریف کې راځي: (من غشنا فليس منا). ژباړه: هر څوک چې مونږ سره فریب/دوکه/چل کوي، نو هغه زمونږ له امت نه ندی. له نوموړي حدیث شریف څخه جوته شوه چې سوچه مسلمان او مؤمن له چاسره چل او فریب نکوي. پس که چیرته افغانان او پاکستانیان حقیقي مسلمانان او مؤمنان وي نو باید په پورته مبارک حدیث باندې عمل وکړي- یعنې یو بل ته فریب او دوکه ورنکړي. په ښه نیت او اخلاص یوبل سره جرګه وکړي او خپله معضله د قرانکریم او د سنتو په رڼا کې حل وفصل کړي اوبس. څرنګه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جنګ تپل شوی جنګ دی او غربي خامارانو دغه رامنځ ته کړی دی، نو د افغانستان او پاکستان دیني علماؤ ته په کار دي چې ددغه جنګ د حل لار زر تر زره پیداکړي او یوه جرګه په دریم هیواد لکه سعودي عربستا یا ترکیه کې جوړه کړي ترڅو د افغانستان او پاکستان ستونزې(جنګ) ته د پای ټکی کیښودل شي او بس.
۳) په دریم هیواد کې د افغانستان او پاکستان(طالبانو) لپاره څنګه جرګه جوړه شي چې بیا ددغې جرګې پریکړه ټولې نړۍ ته د منلو وړ وي؟
 دا هغه سوال دی چې هر مسلمان او کافر ورته حق حیران دی. د نوموړي سوال جواب په لاندې ډول سره مطرح کیږي: څرنګه چې د افغانستان او پاکستان ستونزه یوه تپل شویې ستونزه ، مسئله یا جنګ دی، نو د نړۍ ټولو مسلمانانو او کافرانو ته په کار ده چې یوه معقوله او منطقي د حل لاره ورته پیداکړي ځکه چې که چیرته په افغانستان کې جنګ روان پاته شي، نو په ټوله سیمه او نړۍ کې به دغه اور ورو په ورو تازه او زیاتیږي او ورنه به ټوله نړۍ اور واخلي ځکه چې وینه په وینه نه پاکیږي او جنګ په جنګ پای نه مومي بلکه نور هم زیاتیږي. نو دلته هر مسلمان، منافق، کافر او ملحد ته په کار ده چې له سلیم عقل او فکر نه کار واخلي ترڅو په افغانستان او پاکستان کې سوله، آرامي، امنیت، پرمختګ او اوربند رامنځ ته شي چې په اول قدم کې به پر ټوله آسیا مثبت اغیز وکړي او په دوهم قدم کې به پرټوله نړۍ مثبت اثر ولري دا به په داسې حالت کې شونې وي چې هر مسلمان، مؤمن، کافر، مشرک، ملحد ...په صادقانه او مخلصانه توګه وغواړي چې په افغانستان او پاکستان کې سوله،امنیت او آرامي راشي او بس. نو که چيرته د نړۍ هرعالم، سیاست پوه او قانون پوه عقل او فکر ولري نو باید لاندې مهمې مادې په نظر کې ونیسي:
د افغانستان او پاکستان ترمنځ جنګ ولې رامنځ ته شو او دغه جنګ به تر کومه روان وي؟
 جواب: د افغانستان او پاکستان ترمنځ جنګ امریکا پدې بانه رامنځ ته کړ چې امریکا کې دوه جګپوړې ودانۍ ویجاړې شوې. کله چې دغه ودانۍ ویجاړې شوې، نو امریکا سمدلاسه داسې وویل: (امریکا خپل دښمن پیژني او دغه ودانۍ القاعده جنګي دهشتګرې ډلې له منځ څخه یووړې چې مشري یې اسامه بن لادن کړېده او اسامه بن لادن فعلآ په افغانستان کې مستقر دی او مونږ به خپل دښمن زر ترزره یا ژوندی یا مړ لاس ته راوړو...). بیا امریکا له طالبانورسمي غوښتنه وکړه چې اسامه بن لادن هغوی ته تسلیم کړي، مګر طالبانو د امریکا نوموړی وړاندیز رد کړ چې په نتیجه کې امریکا د اروپا او ناټو په مرسته افغانستان ته داخله شوه ...د طالبانو حکومت یې نسکور او حامد کرزی یې په تخت کښیناو. نو طالبانو پخواني اصلي کور پاکستان ته مخه کړه ترڅو بیا له حامد کرزي نه خپله پخوانی اسلامي امارت ترلاسه کړي او تر نن ورځې پورې طالبان پدغه جنګ کې ښکیل دي.
پس اوس څه په کاردي؟
 د حل لار: څرنګه چې اسامه بن لادن امریکایانو مړ کړ یا په خپله مړ شو، نو د امریکا شتون اوس په افغانستان کې ضرور ندی چې محاربوي شتون ولري ځکه دهغوی رسالت(د اسامه وژل او د القاعدي ختمول) ختم شو. نو افغانستان ته په کارده چې له خارجانو سره دفاعي او امنیتي تړون امضاء نکړي ځکه چې اوس افغانستان خپله قوي ملي اردو، ملي عسکر او د ملي امنیت منسوبین پریمانه لري او امریکا، اروپا او ناټو باید خپل پوځي رسالت صفر کړي او پرځای له افغانستان سره مالي، مشورتي او روزنیزې زیاتې مرستې وکړي ترڅو د افغانستان ملي اردو، ملي پولیس او د ملي امنیت منسوبین په راتلونکو لسو(۱۰) کالو کې وکولای شي له خپلې خاورې څخه په مړانه او شجاعت دفاع وکړي او دغه کار کولای شي.
که چیرته دغه کار وشي، یعنې خارجیان خپل ټول پوځونه وباسي مګرد افغانستان مالي، مشورتي او روزنیزو مرستو ته دوام ورکړي، نو یوه خوا به د طالبانو بهانه ورکه شي او اوربند به اعلان کړي او بلې خوا ته به ملي سوله، امنیت، ثبات، پرمختګ او اعتبار منځ ته راشي او ګاونډې یا سیمه ایز هیوادونه لکه پاکستان، ایران، هندوستان، چین، روسیه او شمالي کوریا به هم ساه واخلي(ډاډمن به شي) ترڅو د افغانستان له خاورې نه متضرر نشي اوبس.
برعکس، که چیرته افغانستان له امریکا سره دفاعي او امنیتي تړون لاسلیک کړي،نو اول به د افغانستان ګاوندي هیوادونه (لکه پاکستان، ایران، هندوستان، چین، روسیه ، شمالي کوریا او داسې نور) ټول د افغانستان دښمنان شي ځکه چې پورته ټول هیوادونه پدغه ویره کې دي چې امریکا به هغوی د افغانستان له خاورې(امریکایي فوځي هډو) نه بمباروي او له خاورو سره به یې خاورې کوي لکه اوس چې پاکستان په چیغو او نار سر دی چې: ډرون حملې باید امریکا زر ترزره ختمې کړي. د مثال په ډول، عمران خان څو ورځې له مخې داسې وویل: (د ناټو اکمالاتي کاروانونه به ترهغې په پاکستان کې بند پاته شي، ترڅو د ډرون حملي په پاکستان کې پای ته ورسیږي...). مطلب داچې که چیرته امریکا د ډرون حملې په پاکستان کې ختمې کړي، نو بیا پاکستان له امریکا سره کومه ستونزه نلري او اکمالاتي کاروانونه به یې پریږدي چې افغانستان له پاکستان له لارې هره ورځ په زرګونو موټر اکمالاتي توکي انتقال کړي.
له دغه بیانیې د عمران خان څخه قیاس کیږي هغه داچې پاکستان هیڅکله نه غواړي چې امریکایان په افغانستان کې پوځي هډې ولري ځکه ورنه ډیر خطر په هره لحظه احساسوي او پاکستان ځکه د طالبانو او حزب اسلامي پواسطه اعلانونه کوي چې جنګ به ترهغي په افغانستان کې جاري وي ترڅو خارجیان خپل ټول پوځونه وباسي اوبس مګر له بده مرغه د افغانستان حکومت لاتر اوسه پدغه اعلانونو د پاکستان نه پوهیږي چې طالبان او حزب اسلامي معنی پاکستان دی او بس. طالبان او انجنیر ګلبدین حکمتیار چې ځانونه د اسلام پتنګان بولي عین شی نظر لري او همیشه دواړه ډلې داسې وایي: (ترڅو خارجیان په افغانستان کې محاربوي/فوځي شتون ولري، جهاد به جاري وي او بس). پس دلته جوته شوه چې د خارجیانو سره امنیتی او دفاعي تړون امضا کول پدې معنی دي چې په افغانستان کې به تل جنګ او بربادي وي ځکه چې نه یې ګاوندې ملکونه د غه شان تړون مني او نه یې مخالف لوری(طالبان او حزب اسلامي- انجنیر ګلبدین حکمتیار). پس دلته یو بل سوال پیداکیږي: که چیرته خارجي فوځیان له افغانستان څخه بهر شول، نو داخلي جنګ منځ ته راځي هغه داچې طالبان او حکمتیار به یو وار بیا د جنګ میدان ته داخل شي(البته د پاکستان په فوځي مرستې سره) او دغه دری ډلې (طالبان، حزب اسلامي او حامد کرزی)به په خپلو منځونو کې لاس په ګریوان او جنګ به تل جاري وي او خارجیان به یې ننداره کوي...
د حل لار: دلته باید طالبان،د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار، حامد کرزی او نړیواله تولنه(ګاونډي هیوادونه، سیمه ایز هیوادونه او نړیواله ټولنه مخکې لدینه چې په افغانستان کې یو ځل بیا داخلي جنګونه پیدا شي باید په دریم هیواد لکه سعودي عربستان یا ترکیه کې سره ډیرې معقولې، سیاسي او منطقي غونډې وکړي او داسې پریکړه وکړي چې د افغانستان،د ګاونډي هیوادونو، د طالبانو او حزب اسلامي او د نړۍ د ټولو هیوادونو په ګټه تمام شي او هر هیواد(مسلمان، کافر، منافق، ملحد...) ته دغه ډاډ او امتیاز حاصل شي چې دغه شان پریکړه نه يواځې د افغانستان پر ګټه ده بلکه د ټولې نړۍ په ګټه ده او بس.
او که دغه شان کار ونشي، نو افغانستان نه یواځې د آسیا د وینو ډنډ ګرځي بلکه د نړۍ د وینو سمندر به ترینه جوړشي او بس چې بیا به پدغه د وینو سمندر کې به اول ګاوندي هیوادونه لکه پاکستان، ایران، روسیه، چین او هندوستان غرق کیږي او په دوهم قدم کې به افریقا، خلیج، اروپا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا ډوبیږي ځکه چې د افغانستان جنګ د نړۍ جنګ دی او د افغانستان امن او ثبات د ټولې نړۍ امن او ثبات دی او بس. پس دلته باید یو هیواد بل هیواد ته دوکه ورنکړي یعني افغانستان، پاکستان(طالبان او حزب اسلامي) او د نړۍ ټول هیوادونه باید یو بل ته دوکه ورنکړي- ټول سره راټول شي او یوه داسې پریکړه وکړي چې هرهیواد(مسلمان، کافر، منافق، ملحد...) ته د منلو او باور وړوي ځکه چې مونږ ټول انسانان(مسلمان، کافر، منافق، ملحد...) د یو پیغمبر بابا آدم(ع) او بي بي حوا اولاده یو او بس. پس مونږ ټول د نړۍ وګړي داسې مثبت او منطقي فکر وکړو چې مونږه ټول د یوې کورنۍ غړي یو او له یوې خاورې پیدا یو او یوې خاورې ته به ورځو اوبس.