د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي ( لومړۍ خبري )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5791
کانديد اکاډميسين م . انور نوميالی
دخبریدو نیټه : 2006-03-01

ليکوال کاندېد اکاديمسن م . انور نوميالی

لومړۍ خبری

د اوزبک کره چی و زېږی اوزبک شی

د خوشحال کره چی وزېږی خټک شی

ايتنيکی هويت که له ېوې خوا تاريخي محدوديت دئ، خو له بلي خوا بيا تارېخي واقعيت هم گڼل کېږي . دا محدودېت او هم دا واقعيت   چي دواړه د زوکړي له نيټې څخه را پيل کيږي د اجتماعي عادت له پخېدو سره تقريبأ د فطري طبيعت درجې ته ځان رسوي . ځکه نو دا خبره بې څه نده چي واېی عادت دوهم طبيعت دئ .که پدې واقعيت څوک ځان سم وپوهوي  نو بېا د خپل محدوديت په خواصو هم ډير ښه پو هيدای سي .

له دې واقعيته څخه که څوک تېر سي او ېا له لدې محدوديته څخه ځان را و باسی خو د بل ذهنېت چندانی نسی ور اړولای ځکه هغه که خپل وی اوکه بل د ځانی محدودېت او واقعېت په عذر تاسی هر کله د همدی محدوديت او واقعيت په هنداره کی گوری او بس .

ددی راز تاريخی محدوديتونو پيژندنه او د واقعيتونو پوهنه  د نن ورځی د اجتماعی ضرورتونو په جمله کی ېوه خورا مهمه مسأله گرزيدلی ده .هغه پوښنی چی دکوم ايتنوس ( توکم ) د موجوديت او ېا له نورو ايتنوسونو سره د هغه د اړيکو په مناسبت  منځ ته راځی ، ټوله ددغه شان محدودېتونو په پېژندنه او واقعيتونو په پوهنه کی خپل ټېک جوابونه پيدا کولای سی . له دی جهته نو د هر چا لپاره د اوسنی نړی په گڼو جرېاناتو کی د تخنېکی گډيدنی او شعوری بېلېدنی دواړی اجتماعی او انفرادی پديدی ېو ځای په بيړه مخ په وړاندی بېايی دا خبره په کار ده ځان هم پخپله  او هم په نورو باندی سم وپيژنی .

ددی ملی دندی په احساس چی د انسانی رسالت ېوه برخه يی هم بولم غواړم د خپل ايتنيکی هويت پر هغه محدوديت او واقعيت باندی يو څه رڼا وا چوم چی د ژبی، شعور ،خصلت ،سيرت، عادت او چلند پر بنا يی زما څخه ېو پښتون جو ړ کړی دئ . دا زما شخصی انتخاب ندی بلکه تاريخی انتخاب دئ چی د پښتنی کلتور په قالب کی زما کړو وړو ته پښتنی شکل ور کړی دئ . دا شکل چی زما په خېال نه ډير نتلی او نه ډير وتلی دئ  خو هر څه چی دئ په تاريخی لحاظ ېی زما سر نوشت را ټاکلی دئ .

پښتون د ايتنيکی هويت په څير يو خپور او غوړيدلی قوم دئ چی له ډيرو پيړو راهيسی يی په په دی سيمه کی خپل ا جتماعی ،اقتصادی ،سياسی او نظامی نقش په يوه او بل رنگ کی لوبولی دی . خو ددوی د تاريخی ماهيت په باره کی دوی څرگندی خطاوی موږته په مخه راځی .

له يوی خوا دهيجانی مبالغو په زور له ېوی پښتو سندری څخه داسی هنگامه جوړيږی چی بايد د نړی د سترو شهکارو په سر کی ځای ونيسی خو له بلی خوا بيا ددی ملت ستر موجوديت چی د هغه په عينی او مشهود واقعيت کی د تارېخی بهيرونو گڼی پديدی تثبيت سوی دی، د ېوی بلی سندری په تاله باندی د صفر درجی ته  دخولی په تشو خبرو را وستل کيږی .

ددی لپاره چی د حقايقو په پيژندنه او پوهنه کی د چپه او راسته تمايلاتو تر سياسی جذ باتو لاندی نه څوک سپک سی او نه څوک ورک سی نو لازمه ده چی زموږ په وړاندی پښتون ملت چی نن ورځ نړيوالو جرېاناتو د هغه نقش ته د خپلو منافعو په حساب ېو ځل بېا ډيره توجه را گرزولی ده . د خپل جوړښت ،پرورښت، او پاېښت په واقعی مسير کی تر پلټنی لاندی و پيژنو.

په دغه منظور ېو شمېر اصولی مبادی چی د پښتنو د ټولنېز تارېخ ځېنی اړخونه ټاکی دلته  وړاندی کېږی چی په همدغه مېتود باندی به يی نور جدی پلټونکی ښه ترا وڅيړی او د بشپړتيا تر امکانه به پراختيا ورکړی .

 

د عبدالمجېدرا لېږنه له ډ نمارک څخه  ٢٠٠٦  کال