د شيطان فتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57925
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-12-12

  
 مفسد شيطان د دهدادي پنډغالي ( کيمپ )ته ننوتو ټول مسکينان يې راټول کړل او د مرستې ژمنه يې وکړه
 ٠مفسد بې کوره او وږيوو تږيوو مسکينانو ته يو يو سپين کاغذ په لاس کې ورکړ چې په تورو کرښو پرې شعارونه ليکل شوي ول٠
 مسکينان په ليک لوست نه پوهېدل خو مفسد ورته ويل چې په دې کې کور، ډوډۍ ، کالي او ستاسو فرياد ليکل شوی دی ٠
 مسکينان د خېټې د مړولو په خاطر د شيطان پسې شول او شيطان نيغ د ملګرو ملتو ددفتر دروازې ته ورسول ٠د ملګرو ملتو ددفتر کارکوونکي حيران شول، چې ولې لاريون کوونکيو پر کاغذونو يو څه ليکلي او د خولې چيغې او شعارونه يې څه بل څه دي ٠
 د دفتر مامورينو د لاريون کوونکيو يو څو مشران د خبرو دپاره دننه دفتر ته راوغوښتل او پوښتنه يې ترې وکړه چې څه غواړي او ولې يې لاريون کړی دی ؟
 لاريون کوونکيو وويل موږ په پنډغالي کې اوسېږو ژمی دی ، موږ سرپنا نه لرو وږي او تږي يوو ، ستاسې عاجلې غذايي مرستې ته اړتيا لرو٠
 ددفتر مامورينو وخندل او مشرانو ته يې وويل ښه ده غذايي مرستې به وکړو مګر تاسو خو په دې کاغذونو ليکلي چې ( ما افغان نيستيم ) چې داولې ؟
 دلاريون مشران هک حيران شول يو بل ته يې وکتل يوه مشر وويل : موږ شکر افغانان يوو او پخپل افغانيت وياړو خو دومره ده چې موږ نالوستي يوو او دا شعارونه بل چا د غذايي مرستې په نوم په لاسونو کې راکړي دي، ډېر وبخښۍ٠
 هرڅه چې مشرانو ايخوا دېخوا وکتل شي شيطان يې پيدا نه کړ٠