****
انسان د ورځینیو کارونو په تر سره کولو کښې دومره مشغول وی ، چې د بل چا پوښتنه خو څه کوي ځینې وخت دا ځان پوښتنه هم نشې کولي ، څومره چې وخت تیریږي دومره د انسان د ژوند لپاره وسایل او تر څنګ یې مسایل هم زیاتیږي ، انسان هڅه کوي چې په کم وخت کښې ډیر څه په لاس راوړی ، دا چې د ژوند شیبې ورته شمار ورکړل شوی دي ، بعضی وختونه انسان ته ډیر څه ورکړي او ځینې یې پخپل لاس په خپله د هوا څپو ته سپاری ، انسان له ځانه سره لوی روښانه فکرونه کوي د ځینو فکرونه دنیاوي او د ځینو آخیراتې پدې کښې داسي وګړی هم وی چې دواړه سوچونه پخپله تګلاره کښې ساتې ځینې انسانان د هدف د ټاکلو په موخه ځان ته لوی تګلاره جوړه وي ، لیکن هغه ته معلومه نوی چې زما سفر په ماښام یا د سحر د وړانګو د ښواریدو سره سم ختمیږي ، دغه خبره واضحه ده چې پدې دنیا د مسلمان هر یو خواهش نه پوره کیدونکي ده او هر یو به له ځانه سره د نیمګړو آرمانونه ډکه ځولۍ هغه دنیا ته وړې .!!