د ملت حماسې ته درناوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57983
پوهنوال محمد اسمعيل يون
دخبریدو نیټه : 2013-12-18

 
 د کايناتو د هغه لوی څښتن تعالی په نامه
 چې د زرې زرې حساب او کتاب ورسره دی

 خپل ولس ته د مننې پيغام
 د ملت حماسې ته درناوی

 مرګ زما په پوهه ښه تر دا ژوندون دی
 له عزت سره چې نه وي زيست روزګار
 ولسونه چې سند يو بله وکا
 پادشاهان ورته سجود کاندي اختيار

 داسې يو حالت کې چې ملت د وياړ او پرتم، تورې او قلم، جنګ او فرهنګ يوه ستره تاريخي او مدني حماسه وټوکوي، سړی نه پوهېږي چې له کومې جملې يې پيل کړي، له چا څخه لومړی مننه وکړي؟ چاته د ستاينې ګلونه او د مننې اوښکې ډالۍ کړي؟ خو ښه به وي چې د مننو او ستاينو د معمول خلاف، زه د ټولو ژوندونوالو، ټولو اسلامپالو او ټولو هېوادپالو افغانانو په استازۍ له هغو ميندو د مننې لړۍ پيل کړم چې موږ ته يې په پنځه وخته لمانځه کې د دعا لاسونه لپه کړل، موږ ته يې د دعا لښکرې راولېږلې، له هغو خويندو به يې پيل کړم چې نه يې په دعاګانو کې هېر کړو، نه يې په عملي ملاتړ کې، د همدې اسکېرلو خو غيرتي خويندو له خوا په سوونو ټلېفونونه راغلل، د مظلوميت د څپو، په ژړغوني، خو له ډېر عزت، عفت او همت نه په ډک اواز يې زموږ ملاتړ وکړ او همدا به يې ويل: که له زلمو نه پوره نه شوه... له هغو سپين ږيرو مشرانو او مخورو به يې پيل کړم چې د عمر اوږده برخه يې ددې وطن په غم او درد کې تېره کړې، خو لا هم په سپېرو او دود وهلو خونو کې اوسي او هر يو به همدا ويل:
پام چې وار دې خطا نه شي
 مــا مــنلي غرغـــرې دي
 له هغو ماشومانو به يې پيل کړم چې له تندي يې سپينې ټوټې تاوې کړې وې او پرې ليکل شوي وو: اسلاميت غواړو، افغانيت غواړو، ژوندون غواړو، ښکلو ماشومانو، لکه د پغمان د سرو مڼو په شان پر خپلو ښکلو اننګيو د افغانستان ښکلی درې رنګه بيرغ رسم کړی و او مخونه يې دومره ښکلي ښکارېدل، لکه د بوډۍ ټال. د رنګونو په شان. دې امتيازاج او ښکلا ته هېڅ با احساسه افغان د خپلو اوښکو سېلاب نه شي ټينګولای.
له هغو مسافرو افغانانو به يې پيل کړم چې د نړۍ په (پنځوسو) هېوادونو کې مېشت دي او هره ورځ د وطن د ليدو په هيله اوښکې تويوي، د هغو افغانانو د دعاګانو برکت و چې په مکه معظمه، د خدای په کور کې يې موږ ته د دعا لاسونه لپه کړل.
له هغو ځوانانو به يې پيل کړم چې له سرونو يې سپين کفنونه تړلي وو او د خپلو سترو ايډيالونو، اسلاميت او افغانيت د ملاتړ لپاره يې د ظلم او استبداد په مقابل کې سر په لاس کې نيولی و.
له هغو ميندو او پلرونو به يې پيل کړم چې د خپل ځيګر ټوټې يې، سره له دې چې د ظلم او استبداد له خوا هر ډول خطرونه ورته متوجه وو، خو بيا يې هم د عدالت د تامين لپاره د مبارزې لومړۍ کرښې ته راولېږلې. په نړۍ کې به د قربانۍ داسې بېلګه څوک پيدا کړي چې خپل منصور اولادونه په داسې حال کې د جګړې ډګر ته ولېږي، چې نه توپ لري او نه ټوپک او په تش لاس د ظلم او استبداد په مقابل کې ودرېږي؟
 له خپلو قدرمنو علمای کرامو به يې پيل کړم چې په نره يې د شريعت د منطق په ژبه د اسلاميت او افغانيت ملاتړ ته راودانګل.
د هغو ولايتونو له ځوانانو به يې پيل کړم چې په کابل کې يې تر لويې مظاهرې ځان د مخه کړ، خپله لاس په کار شول، پرته له دې چې د چا منفي نظر، فرمايش او يا زور ته سر ټيټ کړي، په خپل تفکر يې پر لويو لاريونونو لاس پورې کړ.
له هغو زنداني ورونو به يې پيل کړم چې د زندان د تورو تمبو تر شا يې موږ ته د ملاتړ پيغامونه راولېږل. زندانيانو خپل ملاتړ د غذايي اعتصاب له ګواښ سره وصل کړ او ويې ويل چې که چېرې د ژوندون د تعليق پرېکړه بېرته وانخيستل شي، نو دوی به پر لوی غذايي اعتصاب لاس پورې کړي.
له هغو ځوانو خوځښتونو، مدني ټولنو، سياسي ګوندونو، حرکتونو، صنفي اتحاديو او قومي شوراګانو به يې پيل کړم چې په پوره يووالي يې په لاريون کې ګډون وکړ.
له هغو ټولو هېواد والو به يې پيل کړم چې په پراخه اوسېله يې په مظاهره کې ګډون وکړ، له سهاره تر مازيګره يې له خوراک او څښاک پرته د خپلې برحقې داعيې لپاره چغه پورته کړه.
له هغو ځوانو څارندويانو او د مظاهرې له منتظمينو به يې پيل کړم چې په ډېره سړه سينه يې د مظاهرې نظم خوندي کړ، ډېر فشارونه پرې راغلل، خو خپله اوسېله يې په هېڅ ډول له لاسه ورنه کړه.
د مظاهرې له ټولو ګډونوالو څخه به يې پيل کړم چې له ډېرو لوړو کلتوري اخلاقو، سړې سينې او پوره زغم څخه يې کار واخيست او يو ځل بيا يې د يوه متمدن، با کلتوره او غيور ملت په توګه نړۍ ته ځان ثابت کړ.
د سترې محکمې له عالي شورا به يې پيل کړم چې د ژوندون ټلوېزيون د تعليق په اړه يې د لوی څارنوال او اطلاعاتو کلتور وزير ناقانونه پرېکړه ژر تر ژره ملغی کړه او د لاريونوالو د نورو غوښتنو د څېړنو ژمنه يې وکړه.
له خپلو ملي پوليسو به يې پيل کړم چې په پوره نظم، دقت او عزت يې د امنيت په خونديتابه کې خپله مرسته او همکاري وکړه.
د هېواد له درېو نسلونو څخه به يې پيل کړم چې هم په کې کشر شامل و، هم په کې ځوان او هم په کې د نوي کلونو د عمر خاوندان. د هېواد د سپين ږيرو مخورو ، ځوانانو او تنکيو ځوانانو د درېواړو نسلونو يووالی زموږ د هېواد والو د اوچت ملي شعور ښکارندوی کوي.
له خپلو ټولو هغو هېوادوالو، خويندو، ميندو، پلرونو، ځوانانو، مساپرو او نورو څخه به يې پيل کړم چې د مظاهرې تر بريا او کتنې وروسته يې له ډېرې خوشالۍ په سترګو کې اوښکې ګرځېدلې او په سلګو سلګو يې د بريا مبارکي وويله.
د ژوندون ټلوېزيون له ټولو کارکوونکو به يې پيل کړم چې دا څو پر له پسې اوونۍ يې شپه ورځ پر ځان يوه کړې او د خپل مظلو م ولس په خدمت کې دي.
له ټولو پورتنيو ښاغلو او اغلو څخه تر مننې او ستاينې وروسته غواړم، له ټول افغان ملت څخه مننه وکړم چې په خپله لمن کې يې داسې ګلالي غمي او سړي روزلي چې د غره په شان خويونه لري؛ هر څه يې په لاس کې دي، خو څوک نه ازاروي، هر څوک ويشلی شي، خو څوک نه ولي:
لـمن مـې ډکـه ده له کاڼـو خو څوک نه پــرې ولم
 پـه عـــادتـونـو کـې دا يو عادت د غـــره لـــرمــــه
 زما ملت يو ځل بيا پرديپالو او نورو رقيبانو ته په ډاګه کړه چې د څومره لويې اوسېلې خاوند دی، د تاترې په شان، د سپين غره او شمشاد په شان او د پامير او هندوکش په شان زغم او اوسېله لري، که خپل ناهله زامن يې پر سپينې لمن داغونه هم ږدي، نو تر يوه وخته ورته اوسېله کوي، خو يو مهال بيا سبق هم ورکوي.
زما قدرمن او غيرتي ملته!
پرديپالو او ځينو تاليڅټو غوښتل، يو ځل بيا ددې ولس ټولنيز، ملي، اسلامي او هېوادنی شعور امتحان کړي. زموږ ولس چې د سختو ازموينو له ډګره تل بريمن او پتمن وتی، يو ځل بيا له دې ستر ازمېښته پتمن او بريمن راووت. په دې وطن کې خو ځينې مظاهرې د قدرت پر سر وي، د څوکيو پر سر وي، د غوړو او چربو پر سر وي، خو زموږ د ملت مظاهره، د معنوي ارزښتونو پر سر وه او ددې ارزښتونو د ښکلا او ځلا په خاطر وه، د اسلاميت او افغانيت پر سر وه د ژوندون پر سر وه. زما ملت شعار ورکړ چې اسلاميت غواړو، افغانيت غواړو، ژوندون غواړو اوقانون غواړو. په مقابل کې يې ايرانپالو شعار ورکړی و، چې نه افغانيت غواړو، نه اسلاميت غواړو نه قانون او نه ژوندون: وګورئ ددې دوو شعارونو د څرنګوالي تر منځ څومره توپير دی، څوک څه کوي؟
 ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ
 واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
 ددې مظاهرې پيغام دا و چې سيمې او نړۍ ته په ډاګه کړي چې افغان ولس يو متمدن، فرهنګيالی او توريالی ملت دی، هغه ډلې او اشخاص چې ددې هېواد پر مظلوم اکثريت کله کله د بې کلتورۍ تور داغ پورې کوي، اوس دې راشي او ودې ګوري چې څوک د لوړو کلتوري او معنوي ارزښتونو لرونکی دی؟ او څوک د نورو د کلتور دسمالونه پر غاړه ګرځوي؟
 دښمنانو غوښتل چې زموږ د ملت چغه خپه کړي، فرياد يې وچ کړي او ژبه يې غوڅه کړي، خو هغوی په دې کار کې لاندې راغلل:
کــه ظالم مـې ژبـه غـوڅـه کـړه تــېره شــوه
 توره څومره چې تېره شوه لا خــــوږه شوه
 اوس که نر يې نو غوږونه دې خپل پرې کا
 چې زمــا نغمه ســړه نـه شــوله ســــره شـوه
 ددې لاريون بل پيغام دا و چې افغان ضد ډلو ته دا وښيي چې دا مظلوم خو غيرتي ولس له ګڼو ناخوالو او ستونزو سره سره لا هم د خپلو سترو معنوياتو د حفاظت په خاطر په خپل منځ کې وحدت، يووالی او پيوستون لري او که چېرې وغواړي هر پټ او ښکاره پرديپالی د نابودۍ په سيند کې ډوبولای شي.
د مظاهرې بل پيغام دا و چې مخالفين او نور مذبذب اشخاص که غواړي په اينده کې سوله ييز لاريون وکړي او د سړيتوب لاره خپله کړي، نو له دغسې مظاهرې دې عبرت او پند واخلي.
ددې ستر بريمن لاريون بل پيغام دا و چې ځانساتو، ورځچارو، دولتي او نادولتي مامورينو او مامورګيو ته دا په ډاګه کړي چې ستاسو له مرستې، همغږۍ، فکر، نظر او ملګرتيا پرته او ان له مخالفت سره سره بيا هم دا ولس ددې زور او ځواک لري چې خپل برخليک او د خپل ژوند تګلوری په خپله وټاکي.
ددې مظاهرې بل ستر پيغام دا و چې اسلاميت او افغانيت داسې سره غاړه غړۍ شول او داسې سره واوبدل شول چې د هېواد په تاريخ کې يې ساری نه دی ليدل شوی، همدا دوه ستر مشالونه دي چې موږ له تيارو څخه ژغوري، د لومړي ځل لپاره مسجد او هوجره، ملا او معلم، ښوونځی او مدرسه، کشر او مشر پر يوه لاره روان وو او يو بل ته يې د ورورۍ لاسونه سره ورکړي وو، دا په هېواد کې د ملي يووالي تر ټولو ښه سمبول و.
نو اوس د خپل ولس دغه درايت، کفايت، ايمان، هوډ، تکل، فکر او لرليد ته په کتو او له هغو څخه په الهام اخيستو سره، راتلونکي ته ډېره هيله لرلای شو. د همدغه قوت موثريت ته په پام سره موږ په دې ډاډه يو چې ګام پر ګام به خپلو ملي او اسلامي هدفونو ته رسېږو، د هويت د تذکرې پر لومړي مخ به سل په سلو کې د اسلام او افغان کليمو د تثبيت په خاطر د (دين) او (ملت) ستون ليکل کېږي، ددې هدف د عملي تطبيق لپاره به لومړی د مشرانو جرګې او ولسې جرګې د ګډ کميسيون پرېکړې ته انتظار باسو، که بيا هم دا دوه ايډيالونه پکې ونه ليکل شول او يا يې له دې څخه يو وليکه، يو يې حذف کړ، نو بيا هم ملت ته د منلو وړ نه دي، په دې حالت کې به مظلوم اکثريت، دا ځل د پښتونستان واټ ته راټولېږي او مخکې تر دې چې ولسمشر د ملي شورا دا ناقانونه مصوبه لاسليک او توشيح کړي. په ياد واټ کې به د يوې لويې مظاهرې په ترڅ کې له ولسمشره وغواړي چې هېڅکله بايد زموږ پر ملي او اسلامي هويت خاورې وانه ړوي. ولسمشر بايد دا قانون رد او د سمون لپاره يې کورنيو چارو وزارت ته ولېږي، هغوی بايد د افغان او اسلام د تثبيت په خاطر له سره، نوی کارت ډيزاين او د تصويب لپاره يې قانوني مراجعو ته واستوي.
ولس له ولسمشره غواړي د څو محدود فسادګرو، غلو، داړه مارو او جنګسالارانو د لوټ او تالان له امله د افغانستان نوم په نړۍ کې د فساد په لومړۍ ليکه کې راځي، حقيقت خو دا دی چې افغانستان يو سپېڅلی نوم دی چې له فساد سره هېڅ اړيکه نه لري، دا خو فسادګر دي چې فساد يې کړی، نه افغانستان، نو په کار خو دادي، هغه کسان چې د افغانستان سپېڅلی او نېک نوم يې بد کړی، د هغوی نومونه دې د رسنيو له لارې افشا شي چې زموږ د سپېڅلي هېواد نوم له فساد ګرو جلا شي.
له ولسمشر څخه غواړو په تېرو (۱۲) کلونو کې ټول دولتي تشکيلات د رسنيو پر مخ خواره کړي، چې ولس ته پته ولګي، څوک په کې څومره دي؟ چا د کوم لياقت پر اساس کومې څوکۍ اخيستي، چا قومي او سيمه ييزو مسايلو ته لمن وهلې ؟ د ساري په توګه دې ژر تر ژره يوازې د هغې ولسوالۍ د افرادو لست خپور کړي چې د (پوزېشن) او (اپوزېشن) دواړه پوستونه يې اشغال کړي، هم ورسره حاکميت دی او هم تر ټولو زيات د مظلوميت چغې وهي.
له ولسمشر څخه، دده له دفتره نيولې بيا تر وروستۍ دولتي ادارې پورې، په ټولو کې، د اساسي قانون له محتوياتو سره سم د بشپړ ژبني عدالت تامينول غواړو.
ولسمشر څخه دا هم غواړو چې د يوه ناپېيلي هئيت د توظيف له لارې دې د تمدن ټلوېزيون او شيخ محمداصف محسني مرکز په ګډون ټولې هغه رسنۍ چې په تېره يوه لسيزه کې يې رسنيز فعاليت لرلی دی. ددې ټولو رسنيو مالي سرچينې او د پرسونل څرنګوالی بايد وڅېړل شي او نتيجه يې ولس ته اعلان شي.
د اساسي قانون د ساتندوی او پالندوی په توګه له ولسمشر څخه دا هم غواړو، هغه ټلوېزيونونه چې د هېواد د ملي بيرغ پرځای، نور بيرغونه رپوي او د ملي سرود پرځای نور سرودونه خپروي او همدارنګه د اساسي قانون د (۳،۴،۱۶،۱۹،۲۰، ۲۲، ۳۴) او نورو مادو د محتوياتو خلاف نشرات کوي، له قانون سره سم سزا ورته ورکړي.
موږ ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې زموږ مبارزه د افغان او افغانيت اسلام او اسلاميت او په هېواد کې د ټولو افغانانو د ملي وحدت او برابرۍ لپاره ده، موږ د قومونو د تساوي شعار نه ورکوو، ځکه چې دلته د تساوي د کليمې په عملي تطبيق کې اصلاً تساوي نه ښکاري، موږ د ټولو افغانانو ترمنځ تساوي غواړو او دې رښتيني بشري اصل ته د زړه له کومي کار کوو.
موږ په افغانستان کې هر ټبر، هر قوم او هر ټولنيز ټولي ته ډاډ ورکوو چې د قومي او جنګي ټوپکوالو له اسارت څخه د دوی د خلاصون لپاره په ټينګه مبارزه کوو. موږ خپلو هزاره افغان ورونو ته ډاډ ورکوو چې د څو جنګسالارانو له اسارته مو ژغورو، موږ تاجک افغان ورونو ته هم ډاډ ورکوو چې د يوې محدودې درې د جنګسالارانو له منګولو څخه ددې قوم د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوو.
موږ ازبکو ورونو ته هم ډاډ ورکوو چې د يو يا څو محدودو جنګسالارانو له ظلمه مو ژغورو.
موږ د هېواد د هر ټبر، هر قوم، هر خېل او هرې ژبي افغان وګړي ته وايو چې له مظلوميت څخه د خلاصون لپاره مو هلې ځلې کوو.
موږ د هغې ورځې په ارمان يو، هغه زورواکي چې د قوم، ژبې، سمت، مذهب او نورو شعارونو تر چتر لاندې يې ناکنټروله او بې شمېره نامشروع پانګه پيدا کړې، داسې ورځ به راشي چې له مشروع او قانوني لارې به ددې پانګې رڼاوی کېږي.
موږ له ولسمشر څخه هيله کوو چې په تېرو لسو کلونو کې د هغو لسو ملياردرانو پانګه ملي اعلان کړي او د بيت المال برخه يې وګرځوي چې له نامشروع لارې يې پيدا کړې ده.
موږ له خپل مومن، مسلمان او مجاهد ملت څخه هيله کوو لکه څنګه چې د جهاد پر مهال، په مليونونو افغانانو له اسلاميت او افغانيت څخه خپل سرونه قربان کړل، اوس دې يو ځل بيا د خپل ملي او اسلامي هويت د ملاتړ لپاره په ټينګه راودانګي.
درنو او قدرمنو هېوادوالو!
په تېرو څو اوونيو کې په زرګونو، په لکونو او مليونونو هېوادوالو د افغان او افغانيت، اسلام او اسلاميت او ژوندون ټلوېزيون پراخ ملاتړ وکړ، په دې کې په لسګونو مدني ټولنو، ځوانو خوځښتونو، قومي شوراګانو، سياسي ګوندونو، د علماوو شوراګانو، فرهنګي ټولنو او زرګونو مخورو شخصيتونو ډېر مخکښ رول درلود، داسې شخصيتونه هم وو چې د نوم له يادونې پرته يې په نومورکي ډول په دې ملي مبارزه کې ډېره فعاله ونډه واخيسته، موږ کوښښ کاوه چې په ترتيب سره ددې ټولو بنسټونو او ښاغلو نومونه واخلو، مننه ورڅخه وکړو، خو څرنګه چې له ټولو نومونو او بنسټونو څخه داسې اوږد لست جوړېده چې بيان يې پوره ورځ غوښته او ددې خطر احتمال هم و چې هم د ځينو مستحقو قدرمنو نومونه به بيا هم له يادونې پاتې شي، نو ځکه مو له ټولو څخه په يوځايي ډول مننه غوره وبلله.
ګران او قدرمن ولسه! په تېرو څو اوونيو کې په مليونونو افغانانو که هغه د بهرنيو مساپرو افغانانو په بڼه وو، يا په ولايتونو کې د بېلابېلو لاريونونو په بڼه، يا هم په ژوندون کې د لسګونو غونډو په شکل، يا د لوی لاريون په ترڅ کې او يا هم د بېلابېلو لويو شخصيتونو له خوا، ماته بېلابېل القاب: لکه خالد بن وليد، سلطان محمود غزنوي، ميرويس نيکه، لوی احمد شا بابا، خوشال بابا، افغان بابا، اسلاميون، افغان يون او نور راکړل شول، زه ددې تر څنګ چې ځان د خپل ولس د احسان پور وړی ګڼم، د خپل ولس ددې پراخه او بې کچې مينې، لوريېنې، پېرزوينې او ستاينې مننه کوم، خو ددې خبرې يادول هم ضروري ګڼم چې زه په هېڅ ډول ددې ډول القابو او ستاينو مستحق نه يم . زه ددې ټولنې داسې يو وروستی فرد يم چې تر هغه زيات پر کوچني واحد نه تجزيه کېږي، زه د هېواد د يادو سترو او نورو اتلانو د پښو ګرد ته هم نه شم رسېدلای.
زه درې کاله مخکې د هندوستان (پاني پت) ته په دې خاطر لاړم چې د لوی احمد شاه بابا دمېړانې، تورې او سړيتوب څلی وګورم او تر هغې ونې لاندې ودرېدم چې (۲۴۷) کاله وړاندې ترې احمد شاه بابا لاندې ولاړ و او تر همدې ونې لاندې يې د جنګ قومنده ورکړې وه. هلته ماته داسې يو ارمان راغی چې کاشکې زه هم د هغه وخت افغان او د احمد شاه بابا د لښکرو يو قلموال وای، چې ما د بابا د تورې، مېړانې او سړيتوب کيسې ټکي په ټکي ليکلې وای او د تاريخ حافظې ته مې سپارلې وای.
زموږ د اتلانو کيسې نورو موږ ته ليکلي او هغه يې اکثره تر يوه مضر فلتر وروسته موږ ته رارسولي دي. احمد شاه بابا د نړۍ په (۷) امپراتورانو کې هغه شخصيت دی چې هم يې توره وهلې، هم يې قلم چلولی او هم يې پر مفتوحو سيمو کې د خپل رايت عزت ساتلی دی، دا خصلتونه بيا په دې نورو شپږو امپراتورانو کې نه وو.
زه نه غواړم چې د شهرت په داسې څپو کې ډوب شم چې وړ نه يې يم، کارونه رانه پاتې شي او دا کار په ما کې د ځانپالنې، ځان غوښتنې غريزه وټوکوي او نورو ته د تنګنظرۍ پلمه په لاس ورکړم، له خپل ولس څخه مې هيله ده چې زما او د خپلو ارمانونو ملاتړ وکړي، زه که د پورته ياد شويو او نورو اتلانو د لارې په لارويانو کې حساب شم نو دا به زما لپاره د لوی وياړ ځای وي، زه ځان د هېڅ ډول القابو او وياړنو مستحق نه ګڼم.
خو د خپل ولس د يوه خدمتګار په توګه د تل لپاره د خپل مظلوم ملت خدمت ته چمتو يم، د خپلو مشرانو له خوا به امر وي او زموږ له خوا به چټک ګامونه.
درنو هېوادوالو او د رسنيو د بيان پلويانو!
زموږ په اوسنۍ مبارزه کې دا په ډاګه شوه چې کومې رسنۍ هېوادپالې دي، کومې پرديپالې او کومې تنظيم پالې؟ پرديپالو رسنيو د ملت ددې سترې حماسې پر وړاندې تبليغات وکړل، خو له شرمه يې تصويرونه نشر نه کړای شول. ان ملي ټلوېزيون چې په کار وه د ټول ملت ټلوېزيون وای، يوازې د اسلامي جمعيت او په هغه کې هم د نظار شورا د ډلګۍ د يوې انحصاري رسنۍ په ګوته يې خپله ملت ضد څېره څرګنده کړه. د ژوندون ټلوېزيون پر ضد يې ډېرې وړې مظاهرې هم نشر کړې، خو د ژوندون، اسلاميت او افغانيت په ملاتړ يې د ډېرو لويو مظاهرو خبر هم خپور نه کړ. د خپل مظلوم ولس په استازۍ له ملتپالو رسنيو مننه کوم او د تنظيمپالو او پرديپالو رسنيو غندنه کوم، د هغو پر وړاندې به زموږ مبارزه دوام لري.
درنو هېوادوالو!
يو ځل بيا له خپل ټول مظلوم، غيرتي، بااحساسه، بادرکه، بادرده، بانظمه، مفکر، مدبر، اوسېله ناک، صابر، باکلتوره، باشهامته ملت څخه د زړه له کومي مننه کوم، مننه مننه مننه او بيا هم مننه، د خپلو ميندو، خويندو، علمای کرامو، مساپرو، کورمېشتو او بهرمېشتو افغانانو د دعاګانو او ملاتړ په هيله.
ژوندی دې وي افغانستان
 سر لوړی دې وي افغان ملت
 رپانده دې وي د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ
 تل دې وي اسلاميت او افغانيت
 مړه او سپېره دې وي د افغان او افغانيت
 اسلام او اسلاميت پټ او ښکاره دښمنان
 مړه دې وي پرديپال
 ژوندي دې وي هېواد پال