پکتیکا وژغورۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58001
لیکوال: عظمت کټوازی
دخبریدو نیټه : 2013-12-21


 دا دی یوځل بیا افغانستان په اداری فساد کی لومړی مقام تر لاسه کړ او د افغانستان حکومت هم د تیر په شان د فساد پړه بیا پر خارجیانو ورواچوله او د اولس په سترګو کی د خاشو شیندلو ناکامه هڅه یی وکړه.
زه د پکتیکا ولایت د یو اوسیدونکی په صفت ډیر خفه کیږم چی په پکتیکا ولایت کی ددومره لوی او پراخ فساد چی د محلی حکومت او ولسوالیو د سقوط سبب شوی مرکزی حکومت یی په اړه دغه غیر مسولانه څرګندونی کوی .
د پکتیکا ولایت د والی محب الله صمیم څخه هیچا هم دغه پوښتنه ونه کړه چی ولی د هری پروژی څخه دیرش فیصده ریشوت اخلی ولی د معلمینو پولیسو او نورو مامورینو معاشونه له اړوند چارواکو سره ویشی او غلا کوی .ولی د واوری د پاکولو قراردادونه د کاغذ پر مخ کوی او عملآ واوره نه پاکوی پیسی یی د والی جیب ته ولیږی ولی د پکتیکا ولایت د مامورینو د ښارګوټی نمری او مارکیټونه پر رڼا ورځ پر غیر قانونی ډول خرڅوی ولی د چا د هغه اوسپنی پوښتنه ونه کړه چی پر سلګونو موټری د طالبانو سره پر ګډه د پولیسو پر وسایطو کی پاکستان ته انتقال شوی دا ځکه چی وکیلان او مشران مو دلالان او کمیشن کاران دی د والی سره پر ټولو غلاو کی شریک دی .
د پکتیکا ولایت د اصلاحی ټولنی مشر عبدالرشید مجاهد وایی چی مونږ پکتیکا وال نامیده او مایوس پر دی یو چی وکیلان مو پر ډیر سپین سترګی سره پر غلاو او کمیشن کاریو بوخت دی چی یو یی هم محمود خان سلیمانخیل دی چی اوس یی ځوی افسر خان چی د فساد پر تور د پکتیکا له ګمرک څخه ګوښه شوی ولایتی شورا ته کاندید معرفی شوی .نوموړی زیاتوی چی محمود خان سلیمانخیل د ولایت له والی ریسانو یو شمیر ولسوالانو او قومندانانو څخه په ماهانه ډول باج اخلی که یی ور نه کړی بیا یی ګواښی او تهدیدوی .
ددی ولایت یو بل قومی مشر شاپور خروټی بیا وایی چی محمود خان سلیمانخیل د ننګرهار ولایت د ولسی جرګی د استازی امیر خان یار په لاس د مالیی وزیر کورنی ته د خپل وراره خالد چی غواړی د پکتیکا ولایت د ګمرک ته یی د امیر په توګه وګماری ۶۰۰۰۰ زره امریکایی ډالر ورکړی دی چی امیر خان یار ورته ډاډ ورکړی چی د نوی کال په سر کی به یی وراره رسمآ معرفی شی .
همدارنګه امیر خان یار ورته ډاډ ورکړی چی د اورګون د ولسوالی سرک پروژه به ورته هم واخلی .
نوموړی زیاتوی چی محمود خان سلیمانخیل د پکتیکا ولایت د امنیه قومندان دولت خان ځدران څخه د نوموړی د دوسیی د خلاصولو په عوض کی د یولک امریکایی ډالر غوښتنه کړی چی ګواکی ۷۰۰۰۰ زره ډالر به د کورنی چارو وزارت ته ورکوی او نور به یی پر خپله اخلی چی اوس ورسره د امنیی قومندان د همدی پیسو پر سر لانجه ده چی یواځی ۳۰۰۰۰ زره امریکایی ډالر یی ورته سپارلی دی او نور یی ځکه نه ورکوی چی د امنیی قومندان ورته وایی چی د کورنیو چارو وزارت ته خپله برخه پر خپل لاس تسلیم کړی .
غلام حضرت پاچا د یحیی خیلو ولسوالی د قومی شورا ریس بیا وایی چی د محمود خان سلیمانخیل ځوی افسر خان چی نه یواځی په مالی فساد بلکه پر اخلاقی فساد هم ککړ دی چی د خوشحال خان د لیسی څخه د اخلاقی فساد په تور پر جبری ډول سه پرچه شوی و اوس که د ولایتی شورا وکیل شی د پکتیکا به څه حال وی دی همدراز وایی چی امنیه قومندان خپل غل ورور بختار ګل ولایتی شورا ته نوماند کړی چی په کامیابیدو سره به یی پکتیکا د اداری فساد یوه نمونه شی .
موسی جان خروټی د ګوملی ولسوالی اوسیدونکی وایی پکتیکا د غلو په منګلو کی ده قومندان خلک تهدیدوی تر څو دد غلاوی افشا نشی او وکیلان او سناتوران مو په کابل کی کمیشن کاری کوی یواځنی وکیل قدیر خروټی دی چی د اولس رښتنی خدمتدګار دی .
رشید کټوازی بیا وایی چی محمود خان سلیمانخیل نه یواځی اقتصادی مافیا سره لاس یو کړی بلکه په ترورستی فعالیتونو کی ژور لاس لری دی د بیلګی په ډول وایی چی میرزا کټوازی چی د زرهی موټرونو غیر قانونی کاروبار کوی او له وسله والو طالبانو سره له نژدی اړیکی لری محمود خان سلیمانخیل او سناتور خان محمد خاګی ته زرهی موټرونه ورکړی چی له بده مرغه د ولایت د مقام( ۱۲۵) او (۱۲۰) نمبر پلیټونه لږولی دی چی احتمالآن ورپکی د نشیی توکو او وسلو قاچاق او کاروبار کوی او د فعالیت مرکز یی د قلاچی سیمه ده دی وایی چی د میرزا کټوازی دوسیه څارنوالی ته هم تللی خو نوموړی ناری وهی چی د لوی څارانوال الکو میلمه وه او ورته یی ډاډ ورکړی چی څنګه یی خوښه وی داسی به کوی دی وایی چی مونږ د وزارتونو څخه هیله لرو چی دغه کمشن کارانو ته دغه موقیی په لاس ورنکړی چی بیا ولایت په لوی لاس سکوت نه کړی محمود خان سلیمانخیل د ولایت سمیه ایز چارواکی د پیسو په مقابل کی مقرروی او بدنامی یی ټول حکومت ته رسیږی .
د خوشامند ولسوالی ولسوال او د مشورتی لوی جرګی غړی وایی چی ولسوالی یی د سکوت ته نژدی ده ځکه د پولیسو تشکیل یی نیم هم ندی استخدام شوی تیل اعاشه یی پر وخت نه اجرا کیږی او د ولایت مقام له خوا هم دیته معاش او نور مصارف نه ورکول کیږی حتآ چی اوس یی د ولسوالی د تعمیر پروژه هم د نا امنیی له امله په غیر قانونی ډول د سروضی ولسوالی ته انتقالیږی د ولسوالی لپاره ځانګړی شوی مرستی د لایت په مرکز کی د مشرانو او چارواکو او وکیلانو تر منځ ویشل کیږی او هیڅوک ددی غریب اولس په کیسه کی ندی نوموړی زیاتوی چی هیڅ یو ښوونځی یی په ولسوالی کی فعال ندی ولی له بده مرغه معاشات یی د مستوفیت نه حواله کیږی او هملته سره تقسمیږی پولیس مو ګزمی نه کوی ځکه چی د موټرو لپاره تیل نه لری که دغه حالات ته توجو ونه شی نو ډیر ژر ده چی ولسوالی به سکوت شی د پکتیکا د مدنی ټولنی غړی محمد شاه کټوازی وایی که وکیلان او سناتوران مو مهار نه شی او محلی اداره اصلاح نشی نو لری به نوی چی ولایت سکوت وکړی دی وایی والی صمیم یواځی خپله شپه تیروی او هیڅ د حکومتداری او ولایت په غم کی ندی پیسی ټولوی یو برخه یی مرکز او وکیلانو ته ورکوی او نور یی خپله جیب ته اچوی او کرزی صیب خو د ملی حاکیمت په ګټلو مصروف دی