چې څنګه مې د دویم ټولګي کلنۍ ازموینې خلاصې شوې، له هریپوره خپلې مور، تره او خور سره د خپل هیواد په لور وخوځیدم. های!
هغه شپه هیڅ نه سبا کیده. هیڅ خوب نه راته. خپل کلی مې د سترګو په هندارو کې راشین و. هغه کلی چې ما نیمه شپه په ژړا، د سرو یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو له ویرې پري ایښی و.دیدن پسې یې تږی تږی وم او دا تنده مې څو کاله د مهاجرت په سپیرو کمپونو کې وزغمله.
دا مزل را ته نور نه یاديږي، خو چې څنګه لغمان ته را ورسیدو، له همدې ځایه به یې پیل کړم:
هغه مهال الینګار ولسوالۍ ته له مهترلام ښاره موټر نه تلل. تر یو ځایه د اسونو ګاډۍ تلې او نور مزل پلی و. په مرکز کې په یونیفورم کې وسلوال کسان خریلي مخونه ګرځیدل او له مرکزه د باندې په شخصي کالیو کې ببرې څڼې او ږیرور وسلوال.
ګاډۍ پر کنډو کپر سړکه روانه وه. د اس خوله وازه وازه کیده. سر یې ځوړند نیولی و. خو چې څنګه به ورو شو، پر لغړ بدن به یې کمچینې خوله خښه کړه او دلته به ما پر خپلو سترګو کوچیني لاسونه کیښودل.
ګاډۍ وان قیضه کش کړه.د اس له خولې ځګونه تویه شول. ځای پر ځای ودرید. دا ځای چینچار پول بولي. دا پول د الینګار پر سیند جوړ شوی دی.له دې ځایه زموږ تر کلي شاخوا دوه ساعته پیاده لاره وه. د سیند په غاړه روان شوو. ما سیند ته منډه کړه، دواړه لپې مې ډکې کړې او دومره اوبه مې وڅښلې لکه په سرطان کې چې یې تږي روژه داران هر ماښامي څښي.دې اوبو مې زړه یخ کړ. د کلونو تنده مې ماته شوه.
همداسې د سیند په غاړه روان وو. د سیند څپو به له غټو کاڼو غیږه را تاوه کړه، ښکل به یې کړل او بیرته به ترې روانې شوې. د دې سیند په غاړه ځای ځای د توتانو ونې وې. سره توتان به د اوبو په ډنډوکو کې پراته وو. څو ځایه ورته کښیناستم، خو تره به مې غږ کړ: راځه! کلي کې ډير دي.
کلي ته ورسیدو. اوف! څومره خوږې شیبې وې! لکه هره ونه، هر کاڼی چې راپسې خپه وي. ټول راته داسې ښکاریدل لکه هر کلی چې راته وايي. یوه شیبه کې مې ټول کلی ګزو ګام کړ. پر هغو ټولو ځایونو وګرځیدم چې مهاجرت کې به مې خوب کې لیدل.
دا مهال د بمبارونو لړۍ روانې وې. یو دم به چورلکې له مخامخ غره را واوښتې، ډزې به یې پیل کړې او بیا به شیبه وروسته د جیټ الوتکو کړسهار شو. په هغه ورځ زموږ د کلي د نړولو نوبت و. د الوتکو غږ شو. ټولو باغونو ته منډې کړې. خلکو په باغونو کې سمڅې جوړې کړې وې. موږ هم ور منډه کړه. چې څنګه اخري نفر سمڅې ته راننوته، بمبار شروع شو. یو دم به سمڅه رڼا شوه، یو بل به مو ولیدل او بیا به توره شپه شوه. خویندو میندو به د ماشومانو پر غوږونو لاسونه ایښي وو، خو له ګړز سره به لاسونه لرې شول او ان مغزو کې به ټنګار شو. د الوتکو سینې خالي شوې او چې ښه شیبه ارامي شوه، نو لکه میږیان یوـ یو را وتلو: ونو اور اخیستی و. ځای ځای وژل شوي مرغان پراته وو. څارویو پړي شلولي وو. څوک په وینو کې لټیدل او ځینو نه ساه وتلې وه. هغه باغ چې شیبه وړاندې تک شین و او کوچنیو ویالو کې یې اوبه بهیدې، سوزیدلی و. هره خوا لوګي پورته کیدل. ویالې له خاورو او ماتو څانګو ډکې شوې وې. موږ خبرې نشوې کولای، خولې مو له خاورو ډکې وې. زما مې مور ته پام شو. د هغې د پښې له پنجې نرۍ وینه روانه وه. ورخطا شوم، د هریپور په ارمان شوم. د مهاجرت ارام ژوند را یاد شو.
د هغې پر پښه یوه وړه پرچه لګیدلې وه. خبرې یې نشوې کولای، یوازې د سر په اشاره یې د صحت ډاډ را کاوه. کورته مې منډه کړه،ځینو دیوالونو درزونه کړي وو او ځینې چپه شوي وو. انګړ له لوټو ډک و. زموږ د تره کور کې د کوترو ځالې وې. ځالې سوزیدلې وې. اور پرې هماغه شان بل و. تښتیدلې کوترې بیرته راغلې. د خپلو بچیو د ژغورنې لپاره به د اور منځ ته ننوتې، خو شیبه وروسته به د غوښو بوی شو او بیرته به رانغلې.
غرمه شوه. له شاوخوا کلیو نور خلک راغلل.هغوی چې له لرې دا صحنه لیدله،موږ یې په مړو شمیرلي وو، خو موږ ټول ژوندي وو. ټولو شکرونه ویستل. د یو بل تره کور مې خوندي و. هغه د غرمنۍ بندوبست وکړ. باغ کې لوی دسترخوان وغوړیده.
لا مو بسم الله نه وه کړې چې یو دم کړسهار شو، ټول پورته شوو خو وروسته مو بیرته خندلې. د ونې یو لوی ښاخ چې بیخ کې یې پرچه خوړلې وه او ځوړند و، را خلاص شو او لاندې وړې څانګې یې ماتې کړې.
بیرته کښیناستو. دوه درې مړۍ مو لا نه وې کړې چې د جیټانو غږ شو. دسترخوان مو په ځای پریښود او مخ په سمڅو مو منډې کړې. ډیر ځنډ پکې ناست وو . خو جیټان همداسې تیر شول او بیرته را ونه ګرځیدل. د سترخوان ته راغلو، خو کاسو کې پاڼې او ګردونه لویدلي وو. د هیچا ډوډۍ ته زړه ته نه کیده.
له دې وروسته راته کلي کې ګوزاره سخته شوه. هره شپه مې هریپور په خوب لیده. ظالمانو د خپل کلي په خوند پوه نه کړم. له هغه وخته ډیر کلونه تیر شول. هغه وخت مې ځان سره ویل: چې کله ځوان شوم او دا کیسې ماشومانو ته کوم، نو څوک به یې نه مني. دا ظلمونه به ورته دروغ او خیالي ښکاري.
خو داسې ونشوه. اوس هم زموږ له کلو ورته خبرونه راځي. دا جنګ لکه چې همداسې زموږ له هر نسل سره لوی شي. یوازې بڼه به یې تغیر کوي. یوازې قاتلان به بدلیږي، یوازې د وژلو فتواوې به بدلیږي او....
جلال اباد
د مرغومۍ پنځمه، ۱۳۹۲